10-11-2024 مولانا عبدالصبور عباسي
شپږم څپرکی
د امام ابوحنيفه لاسته راوړنې
سرټکی:
په دې کتاب کې مو مخکې ولوستل چې د سلطنت له پیل سره سم د امت رهبري په دوو برخو وویشل شوه، یوه سیاسي رهبري چې د پاچاهانو، شهزاده ګانو او سلاطينو په لاس کې وه او بله مذهبي مشري چې د امت د علماوو او صالحينو په لاس کې وه. مخکې مو د قیادت د دې وېش پر لاملونو او پايلو په تفصيل سره خبرې کړې دي او دا مو هم ويلي دي چې د وېش په دې دوره کې د سياسي مشرتابه رنګ څنګه وو؟ اوس موږ غواړو دا هم وګورو چې هغه خلک څنګه وو چې د امت دیني مشري يې په غاړه درلوده او هغه ستونزې يې چې په دې موده کې را مينځته شوې وې څنګه حل کړي؟ په همدې موخه به دلته د امام ابوحنيفه -رحمه الله- لاسته راوړنې او خدمات به د ديني رهبرۍ د استازي په توګه وړاندې کړو او له هغه وروسته به و وايو چې امام ابو يوسف د هغه کار په کوم ترتيب او څنګه بشپړ کړ
۱- د ژوند لنډ حالات:
د امام نوم نعمان بن ثابت ؤ، د معتبرو رواياتو له مخې په ۸۰ هجري (۶۹۹-م) کال کې د عراق په پلازمېنه کوفه کې زېږېدلی دی، عبدالملک بن مروان اموي په هغه وخت کې خلیفه ؤ او حجاج بن یوسف د عراق والي ؤ، د ژوند دوه پنځوس کاله يې د امويانو او اتلس کاله يې د عباسيانو په دوره کې تېر کړل. د حجاج بن یوسف د مړینې په وخت کې د هغه عمر پنځلس کاله ؤ، د عمر بن عبدالعزیز د خلافت په وخت کې هغه ځوان ؤ.
د عراق په ولایت کې د یزید بن المهلب، خالد بن عبدالله القسري او نصر بن سیار د ولايت طوفاني دورې د دوی د سترګو په وړاندې تېرې شوې. هغه د ابن هبیره (د امویانو د وروستي والي) د ظلمونو قرباني شو، بیا د عباسیانو دعوت د دوی په وړاندې راپورته شو، د دوی مرکز کوفه ښار ؤ او کوفه د بغداد تر جوړېدو پورې د عباسي دولت اصلي پلاز مينه پاتې شوه، هغه په ۱۵۰ هجري (۷۶۷- م) کې د خلیفه المنصور د واکمنۍ پر مهال وفات شو. (رحمه الله)
د هغه کورنۍ په پیل کې په کابل کې میشته وه، د هغه نيکه چې ځينو يې نوم زوطي او ځينو زوطىٰ ليکلى دى، په جګړې کې تر نيول کېدو وروسته کوفې ته راغى او مسلمان شو او دلته د بني تيم الله تر ساتنې لاندې پاتې شو. د هغه د نيکه پيشه تجارت ؤ، د هغه د نيکه له حضرت علي -رضي الله عنه- سره يې هم ملاقاتونه شوي وو او تر دې حده يې ورسره اړيکې ټينګې کړې چې کله کله به يې هغه ته ډالۍ هم لېږلې.
(الکردري - ج- ص- ۶۵-۶۶).
د هغه زوی ثابت (ابو حنیفه پلار) هم په کوفه کې تجارت کاوه، د امام له خپل روایت څخه معلومیږي چې نيکه یې په کوفه کې د ډوډۍ خرڅولو دکان درلود. (المکي - ج -۱- ص – ۱۶۲)
د امام د تعلیم په اړه د هغه خپله وینا دا ده چې په پیل کې یې قرائت، حدیث، نحو، ادب، شعر، کلام او نور ټول هغه علوم زده کړل چې په دې زمانه کې عام وو. ( المکي - ج - ۱ - ص- ۵۷-۵۸)
له دې وروسته یې په الٰهیاتو (علم کلام) کې تخصص پیدا کړ او د یوې مودې لپاره په دې کې د بوخت پاتې کېدو سره یې دومره پرمختګ وکړ چې ګوتې به ورته نيول کېدې
د ده له مشهور شاګرد زفر بن الهذیل څخه روایت دی چې امام ورته وفرمایل: په لومړي سر کې مې له علم الکلام سره علاقه درلوده او دې مقام ته په کې رسېدلی وم چې اشاره راته کېدله.
(المکي- ج- ۱ - ص -۵۵ -۵۹)
او په یو روايت کې امام په خپله فرمایي:
(زه یو داسې سړی وم چې په دیني بحثونو کې ماهر وم.)
وخت داسې تېرېده چې زه په دې بحثونو کې ډېر مشغول شوم او له دې امله چې د اختلافاتو ډګر زيات په بصره کې ؤ نو زه شل ځله هلته لاړم او کله کله شپږ، شپږ مياشتې هم هلته پاتې شوی ېم د خوارجو، إباضيانو، صفريانو، د خوارجو او حشويانو له مختلفو طبقو سره مې مناظرې وکړې.
(المکي- ج -۱ - ص -۵۹)
له دې څخه دا نتیجه اخیستلای شو چې امام د هغه وخت په فلسفه او منطق او د مذهبونو په اختلافونو کې پوره پوهه حاصله کړې وه، ځکه چې پرته له دې یو څوک نشي کولی د علم الکلام په مسایلو کې ننوځي او مناظرې وکړي.
وروسته چې امام صاحب د قانون په تدوين کې د منطقي استدلال او عام عقل په کارولو کې کوم غوره والی وښود او هغه شهرت چې د لویو او پیچلو ستونزو په حل کې یې ترلاسه کړ د همدې ابتدايي فکري روزنې پایله وه. د اوږدې مودې لپاره په دې بحثونو کې له ښکیلتیا وروسته له کلامي او فلسفي شخړو او لانجو څخه ستړی شو او فقه (اسلامي قانون) ته یې پام واړوه، دلته په طبيعي توګه د اهل حدیثو له مکتب فکر سره د هغه مینه نه شوه کېدای، په هغه وخت کې د عراق د اصحاب الرأي مرکز کوفه وه، هغه له همدې مکتب سره تړاو پيدا کړ چې په طبيعي توګه نورمال اعتدالي فکري مکتب فکر ؤ.
(اصحاب الرأي دېته نه وايي چې له حدیثو نه انکار کوي، بلکې په حديث باندې د عمل کولو لپاره له عقل نه کار اخلي لکه الله تعالیٰ چې وايي لعلکم تعقلون، ا فلا یتدبرون القرآن، لعلکم تتفکرون)
دا فکري او فقهي مکتب د حضرت علي -رضي الله عنه- او حضرت عبدالله بن مسعود -رضي الله عنه- (وفات ۳۲ هـ ۶۵۲ هـ) له خوا پيل شوی وو، تر ده وروسته د ده مشهور شاګردان شريح (۷۸ هـ ۶۹۷)، علقمه (۶۲ هـ ۶۷۱) مسروق (۶۳ -هـ ق- ۶۷۲) د دې مدرسې مشهور امامان جوړ شول، چې په هغه عصر کې يې په ټوله اسلامي نړۍ کې شهرت درلود.
بیا ابراهیم نخعي (۹۵ هـ ق ۷۱۴) او له هغه وروسته د دې مکتب امامت حماد ته ورسید، حماد -رحمه الله-ابوحنيفه د خپل شاګرد په توګه ومنلو او د هغه تر مړينې پورې پوره اتلس کاله د هغه په ملګرتيا کې پاتې شو، خو ځان يې يوازې په هغه علم پورې محدود نه کړ چې په کوفه کې يې استادانو درلود، بلکې د حج په مواقعو کې څو، څو ځله حجاز ته ولاړ، د فقهې او حديثو له نورو سترو پوهانو نه يې هم مسلسله ګټه پورته کوله.
په ۱۲۰ هجري کې د هغه استاد حماد وفات شو، نو د دې مکتب خلکو په اتفاق سره امام ابوحنیفه د هغه ځای ناستی وټاکه او دېرش کاله یې په دغه مسند باندې د درس، تدریس او افتاء هغه لافاني کار وکړ چې نن ورځ د حنفي مذهب بنسټ دی. په دې دېرشو كلونو كې د ځينو په وينا د شپيتو زرو او د ځينو په وينا څه د پاسه درې اتيا زره فقهي مسايلو ته يې ځوابونه وركړل چې د ده په ژوند كې د بېلابېلو عنوانونو لاندې مرتب شوي دي.
هغه د اووه یا اته سوه تنو په شمېر کې شاګردان تیار کړل چې د اسلامي نړۍ مختلفو سیمو ته ورسیدل او د خلکو د عقيدت مرکزونه وګرځېدل. د هغه له شاګردانو څخه شاوخوا پنځوس داسې کسان راڅرګند شول چې له هغه وروسته د عباسي امپراتورۍ قاضیان وټاکل شول، د هغه مذهب د اسلامي نړۍ د ډېرو برخو قانون شو دا د عباسي، سلجوقي، عثماني او مغولي امپراتورۍ قانون ؤ او نن ورځ له چين څخه تر ترکيې پورې په ميليونونو مسلمانان يې پيروي کوي. امام صاحب د امرارِ معاش لپاره خپل اصلي مسلک تجارت غوره کړی ؤ، په کوفه کې به د خز (د ټوکر یو خاص ډول) تجارت کاوه، په تدریج سره هغه په دې مسلک کې هم غیر معمولي پرمختګ وکړ، ده خپله یوه لویه فابریکه هم درلوده چې په هغه کې يې خز ډوله ټوکر توليداوه. د ده د سوداګرۍ خونه نه یوازې په کوفه کې ټوکر پلوره، بلکې لرې پرتو سیمو ته یې هم مال لېږدوه بیا چې کله د ده په ایماندارۍ باندې د عامو خلکو باور زیات شو نو دا فابريکه په عملي توګه په یو بانک بدله شوه چې خلکو پکې په کروړونو روپۍ د امانت په توګه جمع کولې، د وفات په وخت کې ده سره د خلکو پنځوس ميلونه درهم د امانت په توګه جمع ول. د مالي او سوداګریزو چارو په اړه دې پراخې تجربې په هغه کې د قانون په ډېرو برخو کې داسې بصیرت پیدا کړی ؤ چې د هغه چا لپاره ميسر نه ؤ چې یوازې په قانون پوهیږي، دې تجربې له هغه سره د اسلامي فقهې په تدوین کې ډېره مرسته وکړه. له دې نه علاوه په دنياوي چارو کې د هغه د هوښيارتيا او مهارت اټکل له دې څخه هم کيداى شي چې کله المنصور په ١٤٥ هـ ق (٧٦٢م) کې د بغداد ښار د جوړولو کار پيل کړ نو امام ابوحنيفه يې د څارنې لپاره وټاکه او څلور کاله د دغه کار لوى نګران پاتې شو.
(الطبري -ج - ص ۲۳۸- البدایة و النهايه - ج - ۱۰ - ص -۹۷) هغه په خپل شخصي ژوند کې ډېر متقي او صادق انسان ؤ، یو ځل یې خپل یو ملګری د مال د خرڅلاو له پاره واستاوه د مال يوه برخه عيبجنه وه امام خپل شريکوان ته وصيت وکړ چې په چا ما ل خرڅوي د عيب په اړه يې خبر کړي خو هغه دا خبره هېره کړه او پرته له دې چې عیب مشتري ته ښکاره کړي ټول مالونه یې وپلورل، امام دا ټول مال (چې ۳۵ زره درهمه وو) په خیرات کې ورکړ. (الخطيب تاريخ بغداد ج ۱۳ -ص ۳۵۸ ، ملاعلي قاري ذيل الجواهرالمضيئه ص- ۴۸۸)
مؤرخينو ډېرې داسې پيښې را نقل کړي دي چې که ناپوهه خلک به د هغه دوکان ته د خپل مال د خرڅولو لپاره راتلل او ورته به يې د مال بيه ټيټه ويله، نو امام به په خپله ورته ويل چې ستا مال زيات ارزښت لري او سمه بيه به يې ورته ورکوله. (المکي ج ۱ - ص - ۲۱۹ - ۲۲۰ -)
د هغه معاصرين د هغه د تقوی په ستاینه کې په غیر معمولي ډول رطب اللسان دي، مشهور د حدیثو امام عبدالله بن مبارک -رحمه الله- فرمایي: ما له ابو حنیفه څخه زیات متقي سړی نه دی لیدلی، د هغه سړي په اړه به څه ووايو چې دنيا او د هغې شتمني ورته وړاندې کړی شوه خو انکار یې ترې وکړ، په دُرو (لښتو) ووهل شو خو په خپل موقف ټینګ ولاړ ؤ او هېڅکله یې هغه منصبونه ونه منل چې خلک سرګردان پسې ګرځي؟ قاضي ابن شبرمه -رحمه الله- فرمايي: دنيا (مال او ثروت) په ده پسې منډې وهلې خو دوی ترې وتښتېدل او له موږ څخه دنيا تښتېدله خو موږ ورپسې منډې وهلې، حسن بن زیاد وايي: په خدای قسم! ابوحنيفه هېڅکله له کوم امير څخه چنده او تحفه نه ده منلې. (الذهبي ص – ۲۶) هارون الرشید یو ځل له امام ابو یوسف څخه د امام ابوحنیفه د صفت پوښتنه وکړه، هغه وویل: په خدای قسم! هغه داسې سړی ؤ چې د الله تعالی له حرامو څخه یې په کلکه ډډه کوله، د دنیا له خلکو څخه یې بېزاري غوره کړې وه، او اکثره به چوپ پاتې کیده، هغه به تل په تفکر کې ؤ او هېڅکله یې بې ګټې شیان نه ویل، که به له دوی څخه د کومې ستونزې په اړه پوښتنه وشوه او په دې اړه به یې معلومات درلودل نو ځواب به یې ورکړ. امیرالمؤمنین! زه یوازې دومره پوهیږم چې هغه خپل نفس، روح او دین له شر څخه ساتلی ؤ او له خلکو سره بې پروایي اختيار کړې وه، له خپل ځان سره یې ځان بوخت ساتلی ؤ، هغه هېڅکله د چا ذکر په بدي سره نه کولو. ( الذهبي مناقب الامام ابي حنيفة ص- ۹)
هغه ډېر سخی سړی ؤ خپلې پیسې به یې په علماوو او شاګردانو لګولې، د دې کار لپاره یې د خپلې سوداګریزې ګټې یوه ټاکلې برخه ځانګړې کړې وه چې له هغې څخه به یې د کال په اوږدو کې په منظمه توګه له علماوو او شاګردانو سره مالي مرسته کوله او په پای کې به چې څه پاتې شول هغه به يې هم په هغوی وېشل.کله چې به يې مالونه ورکول نو ويل به يې: (تاسې خلک دا په خپلو اړتياوو کې ولګوئ او له الله -جل جلاله- پرته د هېچا شکر مه ادا کوئ.( ما تاسو ته له خپل ځان څخه څه نه دي درکړي، دا د الله تعالی فضل دی چې ما ته یې ستاسو لپاره راکړی دی. (الخطیب - ج ۱۳ –ص ۲۶۰، المکي ج ۱ -ص۲۶۲ ) د هغه ډېر شاګردان داسې ول چې لګښت يې امام صيب په خپله غاړه اخيستی ؤ او د امام ابو يوسف د کور ټول لګښت يې پر غاړه اخيستی ؤ ځکه چې مور او پلار يې بې وزله او غريبان ول او غوښتل يې چې خپل زوى له زده کړو وباسي او په کوم اقتصادي کار کې يې ولګوي. ( ابن خلکان ج ۵ ص ۴۲۲- المکي ج ۲- ص ۲۱۲) د دغه شان لوړ سيرت او شخصيت څښتن ؤ هغه شخص چې د دوهمې هجري پېړۍ په لومړۍ نيمايي کې يې تقريبا ټولو هغو مسایلو ته تعرض وکړ چې د راشده خلافت ځنې وروسته منځ ته راغلي ول.
لومړی- د هغه افکار:
لومړی به د امام د فکر په اړه هغه مسایل را واخلو چې امام صاحب په خپل قلم ثبت کړي دي هغه د تأليف او تصنیف په نسبت تر ډېره بریده د تدريس او د کتابونو په ځای د انسانانو د جوړولو سړی ؤ، خو بيا هم د اهل سنت د عقائدو په اړه د هغه ليکنې شته دي. له همدې امله (چې د هغه تصنیفات ليږ دي) یو څوک باید د هغه د کار په اړه نورو باوري سرچینو ته مراجعه وکړي، خو د شيعه ګانو، خوارجو، مرجيانو او معتزليانو له خوا د ځينې راپورته شوي مسایلو په اړه يې د خپل عادت خلاف قلم پورته کړی او د اهل سنت والجماعت عقيده او مسلک يې په لنډو خو واضحو الفاظو کې مرتب کړی دی. په طبیعي توګه د هغه د کار د بیا کتنې پر مهال موږ باید هغه څه ته لومړیتوب ورکړو چې موږ یې د هغه په شخصي لیکنه کې ګورو. تر دې وړاندې وویل شو چې د حضرت علي -رضی الله- د خلافت زمانه کې او د اموي سلطنت له پیله د مسلمانانو تر منځ د اختلافاتو له امله څلور لویې فرقې رامنځته شوې. کومو چې نه یوازې په ځینو مسألو کې افراطي نظرونه څرګند کړل، بلکې هغو ته یې د دیني عقیدې مرتبه ورکړه چې د اسلامي ټولنې جوړښت، د اسلامي دولت بڼه، د اسلامي شریعت سرچینې او د امت د پخوانیو اجتماعي مستندو پرېکړو اعتبار یې اغیزمن کړ. که څه هم په دغو مسایلو کې د سواد اعظم اهل سنت والجماعت عقیده واضحه او متعين وه ځکه چې عام مسلمانانو یې پیروي کوله او لویو فقهاوو به یې وخت په وخت په خپلو اقوال او افعالو سره څرګندونه کوله خو د امام ابوحنیفه تر وخته پورې هیچا هم په صراحت سره په واضح او څرګند تحرير يا متن کې د اهل سنت عقيده نه وه مرتب کړې.
دوهم- د اهل سنت د عقیدې توضيح:
امام ابوحنيفه لومړنی شخصيت دی چې د الفقه الاکبر په ليکلو سره یې د بې لارې مذهبي ډلو په مقابل کې د اهل سنت عقيده ثبت او روښانه کړه. دغه کتاب کې زموږ د روانې موضوع سره اړوند کوم مسایل چې امام پرې بحث کړی د هغې لومړۍ مسأله د خُلفاء راشدینو د حیثیت سره متعلق ده. بې لارې مذهبي ډلو دا بحث راپورته کړ چې په دوی کې د چا خلافت درست ؤ او د چا نادرست؟ او په دوی کې څوک په چا افضل ؤ؟ آيا په دوی کې څوک مسلمان هم پاتې شوی ؤ او که نه ؟ «العياذبالله» د دې پوښتنو حيثيت یوازې د یو څو پخوانیو شخصیتونو په اړه تاریخي نظر نه ؤ، بلکې په حقیقت کې له دې څخه دا بنسټیزه پوښتنه را ولاړېده چې دا خلفاء چې په کومه طریقه د مسلمانانو امامان او مشران و ټاکل شول آیا دا بايد د اسلامی دولت د مشر په ټاکلو کې قانوني طریقه وګڼل شي او که نه؟ همدارنګه که له دوی څخه د کوم یوه خلافت هم شکمن وګڼل شي نو دا پوښتنه راپورته کوي چې آیا د هغه د حکومتولۍ د وخت اجماعي پرېکړې د اسلامي شریعت برخه وګڼل شي او که نه؟ او د دې خليفه شخصي پرېکړې په اسلامي قضاء کې د نظير حيثيت غوره کولای شي او که نه؟ سربېره پر دې د دوی د خلافت صحت يا نه صحت او د دوی ايمان يا نه ايمان حتیٰ پر دوی کې د ځينو فضيلت په ځينو نورو، وروستي مسلمانان له دې سوال سره مخ کوي چې وروستي مسلمانان به په هغه ابتدائي اسلامي ټولنه اعتماد کوي او که نه؟ کومه ټولنه چې د رسول الله -صلی الله علیه وسلم- په مباشره تربيه او لارښوونه باندې جوړه شوې وه او د چا په واسطه چې قرآن، نبوي سنت او اسلامی احکام موږ ته رسېدلي دي د هغې ټولنې اجتماعي پرېکړې به مني او که نه؟ دوهمه پوښتنه د صحابه کرامو د ټول جماعت د حيثيت په اړه پيدا کېده چې د دوی سواد اعظم (اکثريت) ته يوه مذهبي ډله له دې امله ګمراه، ظالم حتیٰ کافر وایي چې دوی درې لومړني خلفاء مشران ټاکلي دي او اکثریت يې خوارجو او معتزله وو، (خذلهم الله) هم کافران او فاسقان ګڼل (العياذبالله) دا پوښتنه یوازې په وروستیو وختونو کې یوه تاریخي پوښتنه نه وه، بلکې په اتومات ډول یې دا مسأله راپورته کوله چې له نبي -علیه السلام- څخه د دغو کسانو له لارې چې کوم احکام موږ ته انتقال شوي هغه به د اسلامي شریعت سرچینه ګڼل کېږي او که نه؟ درېیمه مهمه او اساسي پوښتنه د ایمان د تعریف او د ایمان او کفر تر منځ اساسي توپیر همدا راز د ګناه د اغېزو او عواقبو ؤ چې په اړه یې د خوارجو، معتزله فرقې او مرجئه فرقو ترمنځ سخت بحثونه کیدل، دا پوښتنو هم یوازې فقهي بڼه نه درلوده، بلکې د مسلمانې ټولنې له جوړښت سره یې هم عميق او ژور تړاو درلوده. ځکه چې په دې اړه چې کومه پرېکړه کېږي د مسلمانانو پر اجتماعي حقوقو او د هغوی پر قانوني اړیکو ضرور اغېز لري. همدارنګه په یوه اسلامی دولت کې دا ستونزه هم پیدا کوي چې د ګناهګار واکمنانو تر واکمنۍ لاندې او د هغو په امامت کې دیني کارونه؛ لکه: د جمعې لمونځ، د پنځه وخته لمونځونو جماعت، حج او د اختر لمونځونه ترسره کول او سیاسي کارونه؛ لکه: د محاکمو جوړول او جهاد چې د دوی په قیادت کې ترسره شي آيا دا به په شرعي توګه درست وي او که نه؟ امام صاحب چې په دې اړه د اهل سنت والجماعة کوم مسلک ثبت کړی دی هغه په لاندې توګه دی:
درېیم- د راشدینو خلفاوو په اړه د اهل سنت د عقائدو توضيح:
له رسول الله -صلی الله علیه وسلم- څخه وروسته تر ټولو غوره خلک ابوبکر صديق، بیا عمر بن الخطاب، بیا عثمان بن عفان، بیا علي بن ابي طالب -رضي الله عنهم- دي، ټول په حقه وو او له حق سره ولاړ وو. [18 (ملا علي قاري شرح الفقه الاکبر)
په عقیده طحاویه کې یې نور تفصیل په لاندې ډول دی:
موږ ابوبکر صدیق -رضي الله عنه- له رسول الله -صلی الله علیه وسلم- څخه وروسته د ټول امت څخه غوره بولو او لومړی د هغه لپاره خلافت ثابتوو بیا د عمر بن الخطاب -رضي الله عنه- لپاره بیا د عثمان -رضي الله عنه- لپاره، بیا د علي بن ابي طالب -کرم الله وجهه- لپاره او دا ټول خلفاء راشدین، أئمه مهديين او په سمه روان امامان ول.( ۴۰۳-۴۱۶ دارالمعارف مصر) په دې اړه دا هم د يادونې وړ ده چې امام ابوحنيفه په شخصي توګه د حضرت عثمان -رضي الله عنه- په نسبت له حضرت علي -رضي الله عنه- سره زياته مينه درلوده.
(الکردري -ج -۲- ص- ۷۲ طبع اول حيدراباد- ۱۳۲۱هجري)
او د هغه شخصي نظر دا ؤ چې له دغو دوو مشرانو څخه هيچا ته پر بل فضيلت نه شو ورکولای.
(ابن عبدالبر الانتقاء - ص- ۱۶۳ المکتبةالقدوسي قاهره طبع ۱۳۷۰ هجري) خو د حضرت عثمان -رضي الله عنه- د درېیم خليفه په حیث د ټاکني له امله چې د اکثريت کومه پرېکړه وه امام صاحب هغه تسليم کړه او ویې ويل چي اتفاقي عقيده دا ده چي د افضيلت ترتيب د خلافت د ترتيب په شان دی يعنې عثمان -رضي الله عنه- یې په علي -رضي الله عنه- د عمومي فيصلې له امله افضل ګڼلو.
ابن تيميه رحمه الله:
د تفضيل د ترتيب په اړه په لاندې توګه بيان کړی دی:
ولخص شيخ الإسلام ابن تيمية مذهب أهل السنة في المفاضلة بين عثمان وعلي بقوله:( ويقرون بما تواتر به النقل عن أمير المؤمنين علي بن أبي طالب رضي الله عنه وعن غيره من أن خير هذه الأمة بعد نبيها أبو بكر ثم عمر ويثلثون بعثمان ويربعون بعلي رضي الله عنهم، كما دلت عليه الآثار وكما أجمع الصحابة رضي الله عنهم على تقديم عثمان في البيعة، مع أن بعض أهل السنة كانوا قد اختلفوا في عثمان وعلي رضي الله عنهما بعد اتفاقهم على تقديم أبى بكر وعمر أيهما أفضل، فقدم قوم عثمان وسكتوا أو ربعوا بعلي، وقدم قوم عليا وقوم توقفوا، لكن استقر أمر أهل السنة على تقديم عثمان.
(مجموع الفتاویٰ- ج۳، ص ۱۵۳)
څلورم- د صحابه کرامو په اړه د عقائدو توضيح:
فرمايي:
(موږ د صحابه کرامو -رضي الله عنهم- ذکر پرته له خير څخه په بله طريقه نه کوو.)
په عقیده طحاویه کې يې تفصيل داسې راغلی دی: (موږ د رسول الله -صلی الله علیه وسلم- له ټولو صحابه کرامو سره مینه لرو، په دوی کې د چا په مینه کې له حد څخه نه تېریږو او د هېچا نه هم تبراء نه کوو او نه بيزاري څرګندوو. موږ د هغو کسانو څخه کرکه کوو چې دوی سره کينه کوي او په بدو سره یې یادوي او موږ دوی له خیر پرته په بل هېڅ ډول نه یادوو) که څه هم امام ابوحنيفه د صحابه کرامو د کورنۍ جګړې په اړه خپل نظر څرګند کړی او په ښکاره وايي چې علي -کرم الله وجهه- له هغو خلکو څخه چې له حضرت علي سره جنګېدلي ډېر حقدار ؤ (او ښکاره ده چې په دې کې د جمل او صفين په جګړه کې ګډونوال هم شامل دي).مګر اهل سنت په بشپړ ډول د علي -کرم الله وجهه- سره مخالفو او متخاصمو (صفين او جمل کې جنګېدونکو) ډلو باندې له طعن ويلو او لعنت کولو نه ډ ډه کوي او ځان ترې ساتي، لکه اهل تشيع چې څه وایي له هغه شان ويناوو نه ډډه کوي.
علامه جمال الدين أحمد بن محمد بن سعيد الغزنوي الحنفي (ت ٥٩٣هـ) وایي: وَمَا جرى بَين عَليّ وَمُعَاوِيَة رَضِي الله عَنْهُمَا كَانَ مَبْنِيا على الِاجْتِهَاد والمناعة من مُعَاوِيَة لعَلي وَعلي رَضِي الله عَنهُ كَانَ مصيبا فِي جَمِيع مَا عمل من خُرُوجه وصلحه وَغَيرهمَا
(اصول الدين- ص: ۲۹۲_۲۹۳ –شامله)
عبدالقاهر البغدادي (ت ۴۲۹ هـ ق) په الفرق بين الفرق کتاب ۱۰۰ صفحه کې وايي: وَكَانَ اهل السّنة وَالْجَمَاعَة يَقُولُونَ بِصِحَّة إِسْلَام الْفَرِيقَيْنِ فى حَرْب الْجمل وَقَالُوا ان عليا كَانَ على الْحق فى قِتَالهمْ.
اصول الدين کتاب کې وایي: اجمع اصحابنا على ان عليّا رضى اللّه عنه كان مصيبا فى قتال اصحاب الجمل وفى قتال اصحاب معاوية بصفّين.
(اصول الدين الغزنوي ص: ۲۰۶) دا د اهل سنت عقيده ده چې علي -رضي الله عنه- په عمومي توګه په ټولو پېښو کې په حق وو خو مخالفينو (معاويه، عمر بن العاص رضي الله عنهما) ته لکه شيعه، معتزله او خوارجو غوندې بد رد نه وايي.
پنځم- د ایمان تعریف:
(ايمان د اقرار او تصديق نوم دی) امام په الوصیه کې ايمان داسې تشریح کړی: ایمان په ژبه د اقرار او په زړه د تصديق نوم دی. بیا دوی وايي: (یوازې اقرار ایمان نه دی او نه یوازې معرفت ته ايمان ويلای شو. هغه لږ مخکې دواړه په لاندې ډول تشریح کوي: (عمل له ایمان څخه جلا شی دی او ایمان له عمل څخه جلاشی دی. دلیل یې دا دی چې کله کله عمل له مؤمن نه پورته کېږي خو ایمان ترې نه وي پورته شوی، بلکې ايمان په کې شتون لري. د بېلګې په توګه ويلای شو: چې په مسکين باندې زکات فرض نه دی خو دا نه شي ويلی چې ايمان پرې واجب نه دی. په دې توګه دوی د خوارجو دا نظر رد کړ چې عمل د ایمان په حقیقت کې شامل دی او ګناه د کفر په معنا ده. په بل عبارت يعنې اعمال د ايمان مُقوِّمٙه أجزاء نه دي، بلکې مُکمِّله (تکميلونکي) اجزاء دي، يعنې اعمالو سره ايمان قوي او مکمل ګرځي.
شپږم- د ګناه او کفر فرق:
امام اعظم -رحمه الله- فرمايي:
۱- موږ یو مسلمان د کومې ګناه له امله کافر نه ګڼو، که هغه څومره لویه ګناه وي مګر دا چې هغه قانع شي چې دا حلال ده. (مثلا غلا ، زنا، سود يا شراب حلال وګڼي)
۲- موږ د ګناه له امله له هغه څخه د ایمان نوم نه لیرې کوو، بلکې هغه رښتینی مؤمن بولو.
۳- زموږ په نظر کېدی شي چې يو مؤمن شخص فاسق وي او کافر نه وي.
په ألوصیة کتاب کې امام دغه مضمون داسې واضح کړی دی:
۴- د محمدي امت ټول ګناهکاران مؤمنان دي، کافران نه دي.
په عقیده طحاویه کې یې نور وضاحت داسې شوی دی: یو مسلمان تر هغې له ایمان ځنې نه خارجېږي تر څو چې له هغه شيانو ځنې انکار ونه کړي د کومو په منلو چې په ايمان کې داخل شویدی. په دې عقیدې او د دې په اجتماعي او ټولنیزو پایلو هغه بحث ښه رڼا اچوي چې یو وخت په همدې مسأله باندې د خوارجو او امام ابو حنیفه تر منځ تر سره شو. د خوارجو یوه لویه ډله امام صاحب ته راغله او ویې ویل:
چې د جومات په دروازه کې دوه جنازې دي: یو شرابي دی چې د شرابو څکلو له امله مړ شو.
دوهم هغه ښځه ده چې د زنا له امله حامله شوه او د شرم له امله یې ځان وژنه وکړه.
امام وپوښتل: دا دواړه د کوم ملت سره تړاولري؟ آیا هغه یهودیان وو؟ خوارجو ويل: نه! امام -رحمه الله- پوښتنه وکړه : هغه مسيحيان ول؟ خوارجو و ويل: نه! امام و پوښتل: آيا هغه مجوسيان وو؟ خوارجو و ويل : نه! امام وفرمایل: بیا نو اخر د کوم ملت څخه وو؟
خوارجو ځواب ورکړ: له هغه ملت څخه ول، چې د اسلام د کلمې (د شهادت د کلمې) شاهدي ورکوي.
امام وفرمایل: ماته ووایه چې دا (کلمه شهادت) د ايمان درېیمه برخه ده؟ که د ایمان څلورمه برخه ده؟ او که پنځمه برخه؟
خوارجو وویل: ایمان درېیمه او څلورمه برخه نه لري.
امام وفرمايل: ته د دې کلمه شهادت شاهدي ورکول د ايمان څومه برخه ګڼي؟ هغوی وويل: پوره ايمان یې ګڼو، په دې خبره امام اعظم سمدلاسه ورته وفرمایل: بيا ته له ما څخه د څه شي پوښتنه کوې؟ کله چې ته په خپله هغوی ته مؤمنان وایې؟
هغوی وویل: موږ پوښتنه کوو چې آیا دوی دوزخيان دي که جنتيان؟ امام وفرمایل: ښه که ته غواړې چې پوښتنه وکړې چې دوی جنتيان دي او که دوزخيان؟ نو زه د دوی په اړه هماغه خبره کوم چې د الله جل جلاله پیغمبر ابراهیم -علیه السلام- له دوی نه د بدو ګناهګارانو په اړه ویلي وو: (ای خدایه! څوک چې زما پیروي وکړي هغه زما څخه دي او څوک چې زما نافرماني وکړي نو ته بخښونکی او مهربان یې.) (ابراهیم: ۳۶ آیت)
او د الله جل جلاله بل پېغمبر حضرت عیسی -علیه السلام- د هغو ګناهګارانو په اړه چې له دوی څخه هم لوی ګناهګاران ول څه فرمایلي دي: (که تاسو دوی ته سزا ورکړئ نو دوی ستاسو بندګان دي که تاسو دوی ته بښنه کوئ نو تاسو غالب او هوښیار یاست.) (المائده: )
او هغه څه وايم : چې د خدای درېیم پیغمبر نوح -علیه السلام- وویل: (د دې خلکو حساب کول زما د رب کار دی، کاش چې تاسو پوه شوي وای، او زه د مؤمنانو سپکاوی نه کوم.) (الشعراء: 113 -۱۱۴)
د دې ځواب په اورېدلو سره دغو خوارجو د خپل نظر تېروتنه ومنله.
اووم- د ګناهګار مؤمن پای:
(مونږ دا نه وایو چې مؤمن ته ګناه نقصان نه رسوي، نه دا وایو چې مؤمن به بالکل دوزخ ته نه ځي او نه دا وایو چې تل به په جهنم کې وي اګر که فاسق وي. (او موږ د مرجئه په څیر نه وایو چې زموږ نیک اعمال به خامخا قبول شي او زموږ بد عملونه به خامخا وبخښل شي.
عقیده طحاویه په دې اړه نور هم زیاتوي: موږ له اهل قبله څخه د هېچا د جنت او دوزخ په اړه قضاوت نه کوو او نه هم په هغوی د کفر، شرک او نفاق حکم کوو، مګر دا چې له دوی څخه دا سې خبره په عملي توګه ښکاره شي او د هغوی د نيتونو او باطن معامله الله ته پرېږدو.
اتم- د دې عقیدې پایلې:
په دې توګه امام د شيعه،معتزله، مرجئه او خوارجو د افراطي او بې انډوله عقائدو ترمېنځ داسې متوازن او اعتدالي عقيده وړاندې کړه چې مسلمانه ټولنه له ګډوډۍ او خپلمنځي شخړو او کرکې څخه وژغوري. همدا راز مسلمانه ټولنه په ګناهونو له جرئت او له اخلاقي بې بندوبارۍ څخه هم منع کړي. د کومو فتنو په زمانه کې چې امام د اهل سنتو د عقیدې دغه وضاحت وړاندې کړ که د هغو فتنو تاریخ په نظر کې ونیسو نو اټکل کولای شو چې دا د هغه لویه لاسته راوړنه او د قدر وړ کوښښ ؤ چې د امت د اعتدال په لاره د قائم پاتې کیدو لپاره يې کړی ؤ. د دې عقیدې معنیٰ دا وه چې امت په هغه لومړنۍ اسلامي ټولنه باندې پوره باور لري چې پیغمبر -علیه السلام- جوړه کړې وه، امت د دې ټولنې د وګړو له خوا په اجماع یا اکثریت سره ترسره شوې پرېکړې په رسمیت پېژني. کوم شخصيتونه چې هغوی يو په بل پسې د خليفه په توګه ټاکلي ول، د هغو خلافت او د هغو د زمانې ټولې پرېکړې په قانوني او دستوري توګه درستې مني.
او د شريعت هغه ټول علم هم مني چې د دې ټولنې د غړو (يعنې د رسول الله -صلی الله عليه وسلم- د اصحابو) له لارې ورپسې نسلونو ته رسېدلی دی. که څه هم دا عقیده امام ابوحنیفه نه ده ایجاد کړې، بلکې د هغه وخت د امت د سواد اعظم (مطلق اکثريت) دغه عقیده درلوده. خو امام اعظم -رحمة الله عليه- په لیکلې بڼه په تألیف کولو سره ډېر لوی خدمت ترسره کړ، ځکه چې عامو مسلمانانو ته یې معلومه کړه چې د مختلفو ګمراه ډلو په پرتله د دوی ځانګړی عقیده څه ده.
نهم- د اسلامي شریعت تدوین
خو د امام ابوحنيفه تر ټولو ستره لاسته راوړنه چې ده ته يې په اسلامي تاريخ کې ابدي عظمت ورکړ، هغه دا وه چې د راشده خلافت له را نسکورېدو وروسته د شوریٰ د له منځه تلو سره چې د اسلام په حقوقي نظام کې کومه تشه رامنځ ته شوه امام هغه تشه په خپلو شخصي کوښښونو سره ډکه کړه. موږ د دې تشې منفي پايلو ته مخکې اشاره کړې ده، نژدې يو پېړۍ وخت په دې حالت تېرېدو کې چې کوم تاوانونه مخې ته راتلل هغه هر د پوهې خاوند احساس کول. له یوې خوا د اسلامي دولت سرحدونه له سنده تر هسپانیې پورې غځیدلي وو، شل قسمه قومونه له خپل کلتور، دود او دستور سره اسلام کې داخل شول. د کور د ننه مالیاتي مسایل، د سوداګرۍ او کرنې مسایل، د صنعت او سوداګرۍ ستونزې، د نکاح، طلاق او ودونو مسایل، د اساسي ملکي او نظامي قوانینو او مقرراتو ته ورځ په ورځ اړتيا زیاتېدله او د مسایلو نوي، نوي شکلونو کې مخ ته راتلل. دا سترې او جدي ننګونې وې چې اسلام ورسره مخ ؤ او له بلې خوا دا حالت داسې ؤ چې د ملوکيت په دوره کې د مسلمانانو داسې مُسلّٙمه قانوني او دستوري اداره نه وه موجوده چې په هغې کې د مسلمانانو د اعتماد وړ علماء، فقهاء او مفکرین ناست وي او د دې ستونزو په اړه فکر وکړي او د شریعت له اصولو سره سم یې یو مستند حل وړاندې کړي چې د سلطنت د محکمو او د دولتي ادارو لپاره د قانون په توګه اعلان او وپېژندل شي او په ټول سلطنت کې په يو شان تعقیب شي.
خلفاوو، واليانو، مامورینو او قاضیانو ټولو د دې زیان احساس کاوه ځکه چې دا د هر مفتي، حاکم، قاضي او اداري مسؤول دنده نه وه چې ورځنۍ ستونزې د فردي اجتهاد او معلوماتو په اساس په خپل وخت حل کړي.
او که دا متنوع مسایل په انفرادي ډول هم حل شوي وای نو د بې شمېر متضاد پریکړو یو ځنګل به جوړ کړی شوی وای، خبره دا ده چې داسې منظمه اداره یوازې د حکومت له خوا رامنځ ته کیدای شي. او حکومت د هغو کسانو په لاس کې وو چې خپله پوهېدل چې د مسلمانانو په منځ کې اخلاقي وقار او اعتبار نه لري. له فقهاوو سره مخامخ کېدل خو پرېږده د هغوی لپاره د فقهاوو زغمل هم ستونزمن کار ؤ او د دوی تر مشرۍ لاندې جوړ شوي قوانین په هېڅ صورت کې د مسلمانانو په نظر کې د اسلام د قانوني نظام برخه نه شوه جوړېدای.
د دې تشې د ډکولو لپاره ابن المقفع المنصور ته وړاندیز وکړ چې خلیفه دې د علماوو یوه شورا جوړه کړي چې په هغه کې به د ټولو اړخونو پوهان د وړاندې شویو مسایلو په اړه خپل علم او نظریات وړاندې کړي بیا به خلیفه د هرې مسألې په اړه خپله پرېکړه وکړي او دا به د قانون په حيثيت و ګڼل شي. خو منصور له خپل حقیقته دومره ناخبره نه ؤ چې دا حماقت وکړي ځکه چې د هغه فیصلو د ابوبکر او عمر د فیصلو حيثيت نشو غوره کولی.
د هغه د پرېکړو عمر د هغه د خپل عمر څخه ډېر نه ؤ، بلکې د ده په ژوند کې هم دا طمعه نه کېده چې په ټول سلطنت کې به یو مسلمان هم وي چې د ده له خوا صادر شوی قانون به په اخلاص سره عملي کوي، دا یو سیکولر قانون خو کیدای شو مګر دا هېڅکله د اسلامي قانون برخه نه شوه کیدای په دې حالت کې امام ابوحنیفه یوه عجیبه لاره غوره کړه او هغه دا وه چې په حکومت باندې له تکیه کولو پرته په خپله خوښه یوه غیر دولتي مقننه جوړه کړي. دا وړاندیز یوازې د خورا هوښیار ذهن لرونکي سړي لخوا تصور کیدای شو او سربیره پردې یوازې د هغه سړي لخوا پر دې جرئت کیدای شي چې په خپله وړتیا، شخصیت او خپل اخلاقي وقار باندې خورا باور لري. چې هغه به د داسې یوې ادارې په جوړولو سره قوانین تصویب کړي بیا به پرته له کوم سیاسي قوت څخه د هغه لخوا تصویب شوي قوانین د خپل لوړ کیفیت، درست والي او له احوالو سره د مطابقت او د دوی د اخلاقي قوت او اغېز پر بنسټ په خپله پلي شي او د اعتماد وړ وګرځي. او قوم به يې په خپله ومني، حکومتونه به ورته محتاج شي، مجبورا به يې تسليم کړي، امام په غيبو نه پوهېده چې نيمه پېړۍ وروسته واقع کېدونکي نتایج او پايلې يې له اوسه کتلې، خو هغه د خپل ځان او ملګرو په هکله درست پوهېده، د مسلمانانو له اجتماعي مزاج څخه خبر ؤ او د وخت په حالاتو يې عميق نظر درلود. دا خلا یې په خپل شخصي حيثيت ډکه کړې او د هغه ډکول به دا خلا په واقعي توګه هم ډکه کړي. د دې مجلس ګډونوال د امام خپل شاګردان ول چې په کلونو، کلونو، يې په خپله قانوني مدرسه کې روزلي ول، په قانوني مسایلو کې تفکير، تحقیقات او له دلائلو نه د مسایلو د استنباط عملي تربيه يې هم ور کړې وه. په دوی کې هر چا د قرآن، حدیث، فقه او نورو ګټورو علومو؛ لکه: لغت، نحو، ادبیات او د تاریخ زده کړې له امام نه پرته د خپل وخت له نورو سترو استادانو ځنې هم کړې وې. مختلف شاګردان د مختلفو علومو متخصصين ګڼل کېدل، د مثال په توګه چا په قياس او استنباط کې لوړ مقام درلود، چا سره د احاديثو، د صحابه کرامو د فتواګانو، د مخکنيو خلفاوو او قضاتو د عدالتي نظائرو وسيع معلومات ول، چا د تفسير علم يا د قانون د کومې ځانګړې شعبې يا د لُغت، نحوې او مغازي په علومو کې تخصص درلود. یو ځل امام په خپله یوه وینا کې وویل چې دا د کومې مرتبې خلک دي: «دا ۳۶ کسان دي چې ۲۸ تنه یې د قاضي کیدو وړ دي، ۶ یې د فتوا ورکولو وړ دي او دوه یې داسې دي چې قاضیان او مفتیان تيارولی شي. د دې مجلس کړنلاره چې د امام معتبرو بیوګرافي لیکونکو تشريح کړې ده، دلته یې د هغو په خپلو الفاظو کې نقلوو.
الموفق بن احمد المکی (۵۶۸هـ ق ۱۱۷۲) لیکي ابوحنيفه خپل مذهب د خپلو شاګردانو په مشوره مرتب کړی دی، هغه خپل تر وسه د دین لپاره د ډېر تکليف ويستلو جذبه درلوده، الله، رسول او مؤمنانو لپاره چې هغه کوم کامل اخلاص درلود، د هغې له امله يې له شاګردانو پرته دا تقنيني کار يوازې ترسره نه کړ. هغه به يوه مسأله د هغو مخې ته وړاندې کوله او د هغې مختلف اړخونه هم د هغو په وړاندې ايښودل، د شاګردانو ټول نظريات، افکار او علمي خبرې به يې اوریدې او خپله رأی به يې هم څرګندوله. تر دې چې کله به په يوه مسأله پوره مياشت يا له دې هم زیاد وخت بحث ترسره کېده، چې کله به په يوه رأی اتفاق وشو بيا به قاضي ابو يوسف د اصولو کتابونو کې ليکله.
د ابن بزار الکردری (د فتاوی بزازیه لیکوال، 827هـ 1424هـ) قول دی: (د هغه شاګردانو به په یوه مسأله باندې خورا په خلاص بحث کاوه او د مختلفو فنونو له نظره به یې څېړله، په دې وخت کې به امام په چوپتیا سره د هغو خبرې اوریدلې.
بیا به چې کله امام د بحث د موضوع په هکله خپله وینا پیل کړه نو په جماعت کې به داسې چوپتیا وه لکه چې له ده پرته بل څوک ناست نه وي.(الله دې وبخښه ابوحنيفه څومره ستر شخصيت وې) (المکي ج- ۲- ص-۱۳۳)
عبدالله بن مبارک وايي: چې يو پېره په دې مبارک مجلس کې په يوه مسأله درې ورځې بحث وشو، په درېیمه ورځ د ماښام په وخت کې مو د الله اکبر ژغونه واورېدل نو معلومه شوه چې د دې بحث فيصله وشوه. د امام د يو شاګرد « ابوعبدالله» له وينا نه معلومېږي چې په دې مجلس کې به د امام کوم نظر تثبيت شو د ليکلو نه وروسته به امام هغه بيا اورېده.
د هغه خپل الفاظ داسې دي: ما به امام ته د هغه خبرې له ليکلو نه وروسته لوستلې، ابو يوسف به د مجلس پرېکړې ليکلې (د مجلس د پرېکړو د ثبتولو پر مهال) هغه خپل اقوال هم ثبتول نو د لوستلو پر مهال به مې هڅه کوله چې د يعقوب اقوال پرېږدم او یوازې د امام خپل اقوال ورته و لولم، یوه ورځ خطا شوم او د ابو يوسف قول مې هم ولوست، امام پوښتنه وکړه: دا بل قول د چا دی؟ له دې سره سره د المکي له قول ځنې معلومېږي چې د دې شورا پرېکړې د امام ابوحنيفه -رحمه الله- په ژوند کې د جلا جلا عنوانونو او فصلونو په بڼه کتابونو کې مرتب کېدې.
المکي وايي: «ابو حنيفه لومړنی شخص دی چې د دې شريعت علم يې مدون کړ، له ده نه وړاندې چا دا کار نه و کړی.......... ابوحنيفه دا علم په کتابونو او جلا جلا عنوانونو لاندې ترتيب او تدوين کړ» لکه مخکې مو چې و ويل: چې په دې مجلس کې ۸۳ زره قانوني مسایل فيصله شوي ول، په دې کې يواځې ورځني مسایل نه وو چې د وګړو يا رياست مخې ته راتلل، بلکې د معاملاتو احتمالي او امکاني صورتونه په نظر کې نيولو سره به مسایل د فرضيو په بڼه د بحث لپاره وړاندې کېدل او د حل په لارو چارو به يې تفکير کېده. د دې لپاره چې که کله داسې صورت د مسألې رامنځ ته شي چې تر اوسه مخې ته نه دی راغلی چې قانون کې يې له مخکې نه د حل لاره موجوده وي، دا مسایلو تقريبا د قانون له هرې شعبې سره تړاو درلود، مثلا: نړیوال قانون چې (د هغه لپاره د السیر اصطلاح کارول شوې وه) اساسي قانون، ملکي او نظامي قانون، د شهادت قانون، د محکمې قانون، د اقتصادي ژوند د هرې برخې لپاره جلا قوانین، واده، طلاق ،میراث، او داسې نور، د شخصي حیثیت قوانین، او موږ دا ټول سرلیکونه د کتابونو په هغه فهرستونو کې موندلی شو چې د دې مجلس لخوا چمتو شوي موادو څخه امام ابو یوسف او بیا د امام محمد بن حسن الشیباني لخوا مرتب شوي. د قانون د دې منظم تدوين اغېز دا وشو چې کومو مجتهدينو، مفتیانو او قاضیانو چې په انفرادي توګه کار کړی وو هغه په مسلسله توګه بې ارزښته شو. د قرآن او حديث د احکامو او د پخوانيو پرېکړو، فتواګانو او نظائرو څېړنه چې د علماوو يو ستر کميسيون د امام ابوحنيفه غوندې دقيق فهمه « نکته رس، نکته دان» شخصيت تر مشرۍ لاندې تر سره کړه او احکام يې په منقح توګه د امت مخ ته کېښودل، په طبيعي توګه يې امت کې قبولیت خپل کړ. بيا د شريعت د اصولو په رڼا کې يې د پراخه اجتهاد په اساس د ژوند په هره شعبه کې د راتلونکو امکاني ضرورتونو لپاره د عمل وړ مناسب احکام مرتب کړل، له دومره پراخ کار څخه وروسته په انفرادي توګه د اشخاصو له خوا مرتب شوو احکامو ته په آسانۍ سره په ټولنه کې ځای نيول ګران کار کار ؤ. له دې امله کله چې هم دا علمي او قانوني کار ميدان کې بر سېره شو عوام، حُکام او قاضيان، مجبور ول چې رجوع ورته و کړي، ځکه چې دا د وخت غوښتنه وه او خلک له ډېره وخته ورته محتاج ول. په همدې توګه مشهور فقیه یحیی بن ادم رحمه الله (۲۰۳هـ/ ۸۱۸) وايي: چې د ابوحنیفه د اقوالو له امله د نورو قاضیانو د اقوالو بازار سوړ شو، د هغه علم په مختلفو سیمو کې خپور شو، خلیفه، امامان او چارواکو پرې پرېکړې پیل کړې، د مسايلو چلند د ده د اقوالو په اساس شکل ونيوه. (المکي ج ۲- ص ۴۱) د خليفه مامون الرشيد (198-218 هـ ق / 813-833 هـ ق) دورې ته په رسيدو سره داسې حالت رامنځته شول چې کله لومړي وزير «فضل بن سهل» ته د ابوحنيفه مخالف فقيه او عالم له خوا مشوره ورکول شوه چې د حنفي فقهې د استعمال د بندولو امر د وکړي. وزيراعظم باخبره او پوه خلک وبلل او په دې اړه يې د هغوي نظر واخستو، دوی په اتفاق سره وویل: دا کار به ټول هېواد ستاسو مخالف وګرځوي، هغه څوک چې تاسو ته یې دا مشوره در کړې ده د ضعیف عقل خاوند دی.وزیر وویل: زه په خپله هم له دې نظر سره موافق نه یم او امیرالمؤمنین به هم ورسره موافقه و نه کړي.
(المکي ج ۲ ، ۱۵۷-۱۵۸ - الکردري – ج دوهم- ص -۱۰۶-۱۰۷)
په دې توګه د تاریخ دا مهمه پېښه را منځته شوه چې د یوه شخصي مجلس له خوا ترتیب شوی قانون یوازې د خپل ښه کيفيت او د هغه د تألیف کوونکو د اخلاقي لوړوالي او ښه شهرت له امله د هېوادونو او امپراتوریو قانون جوړ شو. له دې سره سره د دې ستر کار دویمه مهمه پایله دا وه چې د اسلامي قوانینو د تدوین لپاره یې د مسلمانو حقوق پوهانو او مفکرینو لپاره یوه نوې لاره پرانیستله. نور لوی فقهي نظامونه چې وروسته رامنځته شول ښايي هغوی د اجتهاد طرز او د اجتهاد په پایلو کې له حنفيت سره توپیر ولري خو د امام رحمه الله کار د دوی ټولو لپاره ښه نمونه وه چې د دوی په وړاندې جوړه شوې وه او دوی پر همدغه بنسټونو د خپل کار تعمير قائم کړ.
د يو سوء فهم إزاله:
په اوسني عصر کې ځينې خلک په دې غلط فهمۍ کې اخته دي چې بين المللي قانون يو نوی شی دی او کامې د دې بنسټ ايښی دی هغه د هالينډ ګروټيس ( Grotus-۱۵۸۳-۱۶۴۵) دی، ليکن چا چې د امام اعظم صاحب د شاګرد محمد بن حسن الشيباني کتاب السير لوستی وي هغه پوهېږي چې له ګروټيس نه ۹۰۰ کاله مخکې دا علم د ابوحنيفه په لاسونو تدوين شوی ؤ او په کې د بين المللي قوانينو په ډېرو اړخونو او د هغې په وړو او غټو مسایلو يې بحث کړی دی، له نن نه ډېر کلونه وړاندې دا حقيقت علماوو تسليم کړی دی او جرمني کې شيباني سوسايټي آف انټرنيشنل لاء قائمه کړی شوې ده.
الفقه الاکبر:
د علم الکلام د اصطلاح له ترويج نه وړاندې د عقائدو، اصول دين او قانون ټولو لپاره د الفقه اصطلاح استعمالېده، تفاوت دومره وو چې د عقائدو لپاره د الفقه الاکبر اصطلاح استعمالې ده او همدا نوم امام ابوحنيفه رحمه الله د خپلې رسالې لپاره هم استعمال کړ، د اوسنۍ زمانې ځينو محققينو د دې رسالې د ځينو برخو په اړه شک ظاهر کړی دی چې دا الحاقي دي خو د دغو مسایلو په اړه نور ذرائع هم دغه وايي له دې امله دلته ثبت شوي مسایل د امام صاحب د مسلک او مذهب موافق دي د مثال په توګه د اما صيب الوصية رساله، د ابو مطيع بلخي روايت شوې رساله: الفقه الأبسط او عقيده الطحاويه چې د امام صیب او د هغه د شاګردانو( ابو يوسف او محمد بن الحسن) نه روايت شوي مسألې په کې بيان شوي دي.