اووم څپرکی خلافت سره اړوند مسایلو کې د امام موقف

10-11-2024    مولانا عبدالصبور عباسي


اووم څپرکی 

خلافت سره اړوند مسایلو کې د امام موقف


لکه څنګه چې ډېموکراسۍ کې حاکميت د جمهورو استحقاق ګڼل کېږي يعنې د خلکو اکثريت چې څه غواړي هغه به د قانون په توګه منل کېږي. اسلام موږ ته دا درس راکوي چې حقیقي حاکم الله دی، حاکميت د الله استحقاق دی، په دې اړه د امام ابوحنيفه مسلک په دې توګه نقل شوی دی: 

امام ابوحنیفه د سیاست په برخه کې خورا مفصل نظر او مفکوره درلوده چې تقریبا د دولت په ټولو اړخونو يې نظر خپور وو او په ځینو بنسټیزو چارو کې يې له نورو امامانو سره توپیر هم درلود. دلته به د هرې برخې په اخستلو سره په دې اړه د امام نظر وړاندې کړو.


ورته مطالب
+