10-11-2024 مولانا عبدالصبور عباسي
اتم څپرکی
د امام ابو يوسف خدمات
د امام ابوحنيفه -رحمه الله- په ژوند کې د هغه د سياسي عقیدې او له حکومت سره د همکارۍ د نه کولو له امله د عباسي امپراتورۍ او حنفي مکتب فکر تر منځ اړيکې ډېرې ترينګلې شوې وې او دا اغېز د ډېرې مودې لپاره پاتې شو. له دې امله چې د دې مسلک علماء د تعاون د نه کولو په پالېسۍ ولاړ پاتې شول.
د امام ابوحنيفه له وفات نه وروسته کله چې د هغه مشهور شاګرد زفر بن الهذيل (۱۵۸-هـ ق) د قضاء منصب منلو ته اړ شو، هغه هم د دې منصب له منلو نه انکار وکړ او د خپل ژوند د ژغورلو لپاره له حکومت نه پټ شو او له بلې خوا له المنصور نه د هارون الرشيد د عصر ابتداء پورې د سلطنت دا ميلان ؤ چې د حنفي مکتب فکر مقابله وکړي، له دې امله المنصور او ځای ناستي يې چې مملکت کې کومه قانوني خلاء کتله چې د يو مدون قانون غوښتنه کوي، غوښتل دغه خلاء په کوم بل تدوين ډکه کړي. د دې هدف لپاره المنصور او المهدي کوښښ کاوه چې مالکي فقه او امام مالک مخې ته راولي. (الانتقاء ص ۴۰-۴) او هارون الرشید هم 174 ھ ق کال په حج کې له امام مالک نه غوښتنه وکړه چې د هغه تصنیف شوی کتاب الموطا به د مملکت قانون جوړ کړي. (حلية الاولياء ج- ۶ ص-۳۳۲ مفتاح السعادة ج- ۲ص ۸۷)
خو بالآخره له دې فکري مکتب (حنفي) څخه یو داسې ځواکمن شخصیت راڅرګند شو چې په خپل لوړ استعداد او پراخ نفوذ سره یې د عباسي امپراتورۍ قانوني کړکېچ پای ته ورساوه، حنفي فقه یې د سلطنت قانون جوړ کړ او سلطنت يې په يوه اساسي قانون قائم کړ، دا شخصیت د امام ابو حنیفه -رحمه الله- ستر شاګرد امام ابو یوسف -رحمه الله- ؤ.
د ژوند حالات:
اصلي نوم یې یعقوب ؤ، د عربانو د بجيله قبيلې څخه ؤ او کورنۍ يې د مدينې منورې له انصارو سره د خپلوۍ او حلف د اړيکو له امله انصاري بلل کېده.
هغه د کوفې اوسېدونکی ؤ، په ۱۱۳ هـ/ ۷۳۱ میلادي کال کې زیږیدلی.
له لومړنیو زده کړو وروسته هغه علم الفقه د تخصص لپاره انتخاب کړه او د عبدالرحمن بن ابی لیلیٰ شاګرد شو بيا د امام ابوحنيفه -رحمه الله- درس ته راغی او د تل لپاره يې ورسره ملګرتيا وکړه.
مور او پلار يې ډېر غریبان ول دوی نه غوښتل چې زوی یې زده کړو ته دوام ورکړي.
کله چې امام ابوحنيفه د هغه له حاله خبر شو نو نه يوازې د هغه د لګښت، بلکې د ټول کور لګښت یې هم پر غاړه واخيست.
دا د هغه خپله وينا ده چې ما هېڅکله ضرورت نه ده احساس کړې چې خپلې اړتیاوې امام ابو حنیفه ته بیان کړم، وخت په وخت به يې زما کور ته دومره روپۍ رالېږلې چې زه به يې په پوره توګه له اندېښنې خلاص کړم. (المکي ج ۲ ص ۲۲۱) هغه له پيله د خپل دغه شاګرد په اړه ډېر خوشبين ؤ، کله چې د ابو يوسف پلار غوښتل چې هغه له مدرسې څخه وباسي، امام -رحمه الله- ورته وويل: ابو اسحاق! دا هلک به انشاءالله لوی سړی شي.(المکي ج ۲ ص ۲۱۴)
د امام ابو يوسف علمي کمالات:
امام ابويوسف له امام ابوحنيفه نه علاوه د وخت له نورو سترو استادانو ځنې هم ګټه پورته کړې وه او په حديث، تفسير، مغازي، د عربانو تاريخ، لغت، ادب او فقه کې يې تخصص پيدا کړی ؤ.
په ځانګړې توګه د حدیثو په برخه کې یې پراخه پوهه درلوده، د حدیثو حافظ ؤ او د یحیی بن معین، احمد بن حنبل او علي بن المدیني په څېر خلکو هغه ثقه بللی دی.(ابن خلکان ج ۵ ص ۴۲۲- الإنتقاء ص ۱۷۶)
د هغه د معاصرينو متفقه نظر دا ؤ چې د ابوحنيفه په شاګردانو کې د ده په سويه بل څوک نه ؤ.
طلحه بن محمد وايي:
(چې هغه د خپل وخت تر ټولو لوی فقیه ؤ، له ده څخه بل څوک په فقاهت کې ستر نه ؤ). (ابن خلکان ج ۵ ص ۴۲۴)
داود بن رشيد وايي:
(که ابوحنيفه يوازې همدغه يو شاګرد روزلی وای نو د ده د وياړ لپاره به کافي ؤ.)( المکي ج ۲ ص۲۳۲)
امام ابوحنيفه په خپله د هغه ډېر قدر کاوه هغه به ویل:
(چې زما په شاګردانو کې ابو یوسف هغه څوک دی چې تر ټولو زیات علم یې ترلاسه کړ.) (الکردري ج ۲ ص ۱۲۶)
يو ځل چې سخت ناروغ شو او د ژوند هېڅ هيله يې نه درلوده، امام ابوحنيفه -رحمه الله- ورته وکتل او کله چې بهر را ووت، ويې ويل: که دا ځوان مړ شي، تر شا به له ځان نه لوی فقيه په ځمکه پرېنږدي.
(ابن خلکان ج ۵- ص ۴۲۴, الکردري ج ۲ ص ۱۲۶)
د حنفي فقهې تدوين:
د امام ابو حنیفه -رحمه الله- نه وروسته ۱۶ کاله د خپل فکري مکتب د روایاتو له مخې امام ابويوسف هم له حکومت سره بې ارتباط پاتې شو، په دې موده کې يې د خپل استاد په علمي او تعليمي کار نور کار ته لا هم دوام ورکړ او د قانون په اکثرو برخو کې يې د جلا جلا کتابونو په تألیف سره دا ستر او مهم خدمت هم ترسره کړ چې په هغو کې به د امام ابوحنيفه او د هغه خپل اقوال په منظمه توګه تنظيمېدل. (الفهرست ابن نديم)
کله چې دا کتابونه په هېواد کې خپاره شول نه یوازې د عامو پوهانو په حلقو کې یې نفوذ وکړ، بلکې د محکمو او ټولو دولتي څانګو د خلکو نظرونه هم د حنفي فقه په حق کې همغږي شول ځکه چې په هغه وخت کې بل کوم منظم فقهي قانون شتون نه درلود حې د مملکت قانوني اړتیاوې پوره کړي.که څه هم د امام مالک الموطا ډېر ژر منځ ته راغی خو هغه نه دومره جامع ؤ او نه د تدوین له لحاظه دومره واضحه ؤ چې د حکومت اړتیاوې پوره کړي، د مالکي فقهې تدوين په دې توګه چې د يو حکومت اړتياوې پوره کړي وروسته شوی دی هغه هم د امام محمد د کتابونو په طريقه. د ابویوسف د دې علمي کار ګټه دا وه چې واک ته له رسیدو نه مخکې حنفي فقهې په ذهنونو او معاملاتو خپل اغېز کړی ؤ او یوازې سیاسي واک پاتې ؤ چې په رسمي ډول یې د هېواد قانون جوړ کړي.
د قضاء منصب:
ښايي د خپل استاد په څېر ابو يوسف به خپل ټول ژوند له دولت سره د نه همکارۍ په لاره کې تېر کړی وای که اقتصادي حالت يې سم وای. خو هغه یو غریب سړی ؤ او د امام ابوحنیفه له مړینې وروسته یې هم یو سخي سرپرست له لاسه ورکړ. بالآخره غربت دې حد ته ورسېده چې حتی د خپلې مېرمنې د کور شاتير يې خرڅ کړ او خواښې پرې داسې ملامت کړ چې غرور یې نه شو زغملی. همدا لامل ؤ چې دی اړ شو چې دولتي کار وکړي. له دې پېښې وروسته په ۱۶۶ هـ ق/۷۸۲ م کې بغداد ته ولاړ او له خلیفه مهدي سره یې وکتل او هغه یې د ختیځ بغداد د قاضي په توګه وټاکه. هغه د الهادي په زمانه کې هم په همدې مقام پاتې شو. بیا کله چې د هارون الرشید دوره راغله، نو په خليفه يې ورو ورو نفوذ دومره زيات شو چې بالآخره يې هغه د ټولې عباسي امپراتورۍ د قاضي القضات په توګه وټاکه، دا لومړی ځل ؤ چې دغه منصب په اسلامي دولت کې رامنځته شو تر دې وړاندې د راشده خلافت او اموي او عباسي امپراتوريو کې څوک قاضي القضات نه و ټاکل شوي.
(المکي ج ۲ - ص ۲۱۱-۲۳۹ - ابن خلکان ج ۵ - ص ۴۲۱ ) او دا مقام چې امام ابو یوسف ته ورسپارل شوی ؤ، د اوسنۍ زمانې د مفکورې له مخې، نه یوازې دا چې هغه د سترې محکمې لوړ حاکم ؤ، بلکې د قانون د وزیر دنده هم په کې شامله وه. يعنې دوی نه يوازې دا چې د قضيو د پرېکړو او د ماتحت محاکمو د قاضيانو د ټاکلو واک يې درلود، بلکې د سلطنت په ټولو داخلي او خارجي چارو کې يې د قانوني لارښوونې دنده هم درلوده.
په دې منصب د قاضي ابو یوسف ګومارنې درې مهمې پایلې درلودې:
یو دا چې دوی ته د هغو کسانو په پرتله د عمل ساحه خورا پراخه په لاس راغله چې په یوه کونج کې د تدریس یا لیکلو او تألیف کولو په دایره کې ناست وو، ځکه چې دوی د هغه وخت د لوی سلطنت له چارو سره مستقیم مخامخ وو په دې حيثيت کې يې حنفي فقه په واقعي وضعيت کې پلي کړه او ده ته دا چانس پيدا شو چې په واقعي حالاتو تطبيق کړي، دې سره ده ته د يو عملي قانون د وضع کولو موقع په لاس راغلې.
دوهم دا چې د قاضيانو عزل او نصب د ده په اختيار کې شو، په دې اساس د حنفي فقهې سره تړلي خلک د سلطنت قاضيان جوړ شول او په دې ترتيب حنفي فقه په طبیعي توګه د مملکت قانون جوړ شو.
درېیم دا چې هغه په خپل اخلاقي او علمي تأثير سره وکولی شو چې يو لوی سلطنت ته چې د امويانو له دورې څخه د ده تر وخته په مطلق العنانۍ چلېده يو منظم اساسي قانون ورکړي په اساسي قانون يې یو کتاب تألیف کړ، چې له نېکه مرغه د (کتاب الخراج) په نوم تر اوسه هم له موږ سره شته.
د کرکټر لوړوالی او ځواک:
خو مخکې له دې چې د اساسي قانون پر دې کتاب خبرې وکړو، اړینه ده چې یو عامه غلط فهمي له منځه یوسو چې د امام ابویوسف -رحمه الله- د ژوند لیکوونکو د هغه په اړه ځینې داسې کیسې نقل کړې دي، چې په لوستلو سره به یې د هغه عکس داسې مخې ته راځي لکه څوک چې د پاچاهانو د خوښې او د خپلو نفسي غوښتنو په اساس يې شرعي حيلې ایجاد کړي دي.
او همدا د خلیفه ګانو سره د دوی د نږدېوالي اساس ؤ، که څه هم یو عادي هوښیار سړی هم په دې پوهېدلای شي چې هغه څوک چې د بادشاهانو د خوشحالولو له لارې پاچاهانو ته نږدې کېږي او په شرعي مسایلو کې د هغوی د خوښې له مخې لاسوهنې ته دوام ورکوي، که په دې ناوړه طريقه څوک هر څومره بادشاهانو ته نژدې شي، پر پاچاهانو یې اخلاقي اغېز هېڅکله هم نه کېږي. اوس که موږ هغو پېښو ته وګورو چې د خلفاوو او د هغوی د وزیرانو او جنرالانو سره د هغه د چلند په اړه په مستند تاریخونو کې موږ موندلي دي، نو باور مو ناشوني ښکاري چې کوم حيله ګر او دسیسه کوونکی به کله هم د دې ډول چلند جرات وکړي، د خليفه الهادي په زمانه کې چې هغه یوازې د ختیځ بغداد قاضي ؤ، په يوه دوسيه کې یې په خپله د خلیفه خلاف پرېکړه وکړه. (الکردري ج ۲ - ص ۱۲۸)
د هارون الرشید په زمانه کې یوه بوډا عیسوي د خليفه پر ضد د باغ دعوه وکړه او قاضي ابو يوسف نه يوازې دا چې د بادشاه مخامخ يې دعویٰ واورېدله، بلکې د ده د ادعا د ردولو لپاره يې له خليفه څخه حلف هم واخيست او ابو یوسف تر مرګه په دې پښیمانه ؤ چې ولې مې بادشاه د ده برابر ونه دراوه. ( السرخسي ج ۱۶ ص ۶۱. المکي ج ۲، ص ۲۶۶ -۲۶۷)
هغه د هارون لومړی وزیر علي بن عیسی د بې اعتباره شاهد په توګه اعلان کړ او لامل یې دا ؤ چې ما له ده څخه اوریدلي وو چې أنا عبد الخلیفة (زه د خلیفه غلام یم) که دا کس رښتیا هم غلام وي نو د ده شاهدي نه منل کېږي او که د چاپلوسۍ او خوشامد له امله يې داسې ويلي وي بيا هم د داسې درواغجن کس ګواهي درست نه ده.( المکي ج ۲ - ص۲۲۶-۲۲۷)
همدا اخلاقي سزا په همدغه رنګ چاپلوسۍ هغه د هارون الرشید يوه سپه سالار ته هم ورکړې وه.
(المکي ج ۲ ص ۲۴۰)
عبدالملک بن مبارک وايي: چې هغه به د هارون الرشید دربار ته لوړ شان سره تللو او هغه ځای پورې به سپور تللو چې وزير اعظم به هم هلته پياده تللو او بادشاه به په خپله وړاندې کېدو او د سلام ابتداء به يې کوله.17.(المکي ج ۲، ص ۲۴۰، ملا علي قاري ذيل الجواهر المضيه ص ۵۲۶)
یو ځل له هارون څخه پوښتنه وشوه چې ولې یې ابو یوسف ته دومره لوړ مقام ورکړ؟ هغه و ویل: ما دا سړی د علم په هر باب کې کامل وموند، له دې سره- سره هغه د یو ښه او قوي شخصیت مالک هم دی، که د هغه په شان بل څوک وي ماته يې راوړئ.( المکي ج ۲، ص ۲۳۲)
کله چې په ۱۸۲ هجري/ ۷۹۸ م کې وفات شو هارون الرشید په خپله د هغه د جنازې سره پیاده روان شو، د جنازې لمونځ یې په خپله ادا کړ، د خپلې کورنۍ په هدیره کې یې ښخ کړ او ویې ویل: دا یوه داسې حادثه ده چې ټول اهل اسلام بايد پرې غم او په دې باندې ماتم وکړي هر یو باید له بل سره خواخوږي وکړي. ( الکردري ج دوهم ص ۱۲۰)
موږ ته تر ټو لو لوی شاهد د هغه کتاب الخراج دی یوازې بادشاه ته د هغه د پیشنهاداتو په کتلو سره يو څوک پوهیدلی شي چې یو چاپلوس انسان نشي کولی دا شیان پاچا ته په خطاب کې ولیکي.
کتاب الخراج:
قاضي ابو یوسف د هارون الرشید په شخصیت کې یو داسې بادشاه وموند چې د متضادو صفاتو ټولګه وه، هغه په عین وخت کې یو تکړه عسکر، یو عیش پرست پاچا او له خدای ویره لرونکی مؤمن ؤ. ابوالفراج اصفهاني د هغه صفت په یوه جمله کې داسې بیانوي: «هغه څوک ؤ چې په تبلیغ او نصیحت کې به یې تر ټولو زیات ژړل او د غوسې په وخت کې تر ټولو زیات ظالم ؤ) امام ابویوسف په بشپړ تدبر، حکمت او کامل فراست سره د هغه د فطرت دیني اړخونه تر خپل علمي او اخلاقي اغیز لاندې راوستل پرته له دې چې د هغه د فطرت له ضعیف اړخونو سره په تماس کې شي. تر دې چې داسې وخت هم راغى چې په خپله يې د سلطنت لپاره د اساسي قانون د يو کتاب د تألیف دنده امام ابوسف ته وسپارله، تر څو په راتلونکي کې د هېواد چارې په سمه توګه اداره شي، همدا د کتاب الخراج د تألیف لامل جوړ شو، لکه څنګه چې امام موصوف په خپله د کتاب په سریزه کې ویلي اميرالمؤمنين ايده الله تعالیٰ په خپله غوښتنه وکړه چې يو داسې جامع کتاب ورته جوړ کړم چې د هغې مطابق د خراج، جزيه، عشورو او صدقاتو د غونډولو او نورو هغو معاملاتو کې چې انتظام يې د امير په غاړه دی عمل وکړای شي او دوی له ما څخه د ځینو مسألو په اړه پوښتنې هم کړې دي چې دوی یې مفصل ځواب غواړي ترڅو په راتلونکي کې په سلطنت کې پلې شي. هغو پوښتنو ته په کتو چې له هارون الرشید څخه یې د کتاب په مختلفو ځایونو کې نقل کړي دي، داسې ښکاري چې دا شاید د اساسي قانون، حقوقي، اداري او نړیوالو مسایلو په اړه د حکومت د سکرتريت له خوا یوه پوښتنپاڼه جوړه شوې وي تر څو د قانون له وزارت څخه د روښانه ځواب په ترلاسه کولو سره د سلطنت لپاره يوه دایمي قانون نامه وګرځي. د کتاب له نوم څخه داسې بریښي چې یوازې د خراج او محاصلو له موضوع څخه بحث کوي، خو په حقیقت کې هغه تقريباً د دولت په ټولو چارو بحث کوي. اوس به د هغه نور جزئیات پریږدو او د کتاب مضامين به یوازې له دې اړخه وڅېړو چې د سلطنت اصلي تصور او سیسټم وړاندې کوي.
د راشده خلافت لور ته واپس کېدل:
لومړۍ خبره چې د ټول کتاب په غور سره له لوستلو وروسته د انسان ذهن ته راځي هغه دا ده چې امام ابو یوسف د امويانو او عباسيانو له قيصري او کسروي عادتونو څخه خلیفه لیرې کول غواړي او د سلطنت په هر اړخ کې یې د راشده خلافت د دودونو او عادتونو پیروي کولو لور ته دعوت کوي. که څه هم هغه دکتاب په هېڅ ځای کې په صراحت سره بادشاه ته نه دي ویلي چې د خپلو پخوانیو او مشرانو روایتونه او عادتونه پرېږده، بنو اميه او بنو عباس خو پرېږده په خپله د هارون الرشید د پلرونو او نيکونو چلند او پرېکړې یې کله هم د مثال په توګه نه دي وړاندې کړي. په هر کار کې یا له قرآن او سنتو څخه استدلال کوي او یا د ابوبکر، عمر، عثمان او علي -رضي الله عنهم- څخه بېلګې راوړي او په وروسته پاتې خلیفه ګانو کې که د چا کړنې هغه د نمونې په توګه وړاندې کړي هغه المنصور یا المهدي نه، بلکې د امویانو خلیفه عمر بن عبدالعزیز دی. د دې څرګند مطلب دا ؤ چې د عباسي امپراتورۍ د دغه اساسي قانون د جوړولو پر مهال دوی (د عمر بن عبدالعزيز له دوه نيمو کلونو پرته) د حضرت علي -رضي الله عنه- له مړينې څخه د هارون الرشيد تر زمانې پورې د 132 کلن سلطنت ټول دودونه او تعاملات له پامه وغورځول. كه يو حق پرست ديني عالم دا كار په غير رسمي ډول يوازې د نصيحت او وعظ په توګه كړى واى، نو كوم خاص اهميت به يې نه درلود، خو دا په پام کې نیولو سره دا خبره ډېره مهمه ګرځي چې دا د یو لوی قاضي او د قانون د وزیر لخوا په خپل بشپړ رسمي حيثيت کې د خليفه له خوا د سپارل شوي خدمت په توګه ترسره شوی کار دی.
د حکومت مفهوم:
د کتاب په پیل کې د حکومت کوم تصور چې هغه بادشاه ته وړاندې کوي د هغه په خپلو الفاظو کې داسې دی: يَا أَمِيرَ الْمُؤْمِنِينَ، إِنَّ اللَّهَ وَلَهُ الْحَمْدُ قَدْ قَلَّدَكَ أَمْرًا عَظِيمًا: ثَوَابُهُ أَعْظَمُ الثَّوَابِ، وَعِقَابُهُ أَشَدُّ الْعِقَابِ؛ قَلَّدَكَ أَمْرَ هَذِهِ الأُمَّةِ فَأَصْبَحْتَ وَأَمْسَيْتَ وَأَنْتَ تَبْنِي لِخَلْقٍ كَثِيرٍ قَدِ اسْتَرْعَاكَهُمُ اللَّهُ وَائْتَمَنَكَ عَلَيْهِمْ وَابْتَلاكَ بِهِمْ وَوَلاكَ أَمْرَهُمْ، وَلَيْسَ يَلْبَثُ الْبُنْيَانُ إِذَا أُسِّسَ عَلَى غَيْرِ التَّقْوَى أَنْ يَأْتِيَهُ اللَّهُ مِنَ الْقَوَاعِدِ فَيَهْدِمَهُ عَلَى مَنْ بَنَاهُ، وَأَعَانَ عَلَيْهِ.(٢؛ .ص 13)
اې د مؤمنانو اميره! الله سبحانه وتعالی چې یوازې د ستاینې او عبادت وړ دی، په تاسو د یو دروند کار بار اچولی دی چې اجر او ثواب یې ډېر لوی او عذاب یې هم ډېر سخت دی.
الله د دې ملت مشري تاته سپارلې ده او ته شپه او ورځ د خدای د ګڼ تعداد مخلوق لپاره ودانۍ جوړوې، کوم چې هغه تاته تابع کړي دي او ته يې پرې امين ګرځولی يې، د دوی په وسیله یې تاسو په ازميښت کې اچولي ياست او د دوی د چارو اداره یې تاته سپارلې ده.
هغه تعمیر چې د خدای له وېرې پرته په بل اساس باندې جوړ شي هغه درېدلی نشي مګر دا چې الله تعالی هغه د هغه چا په سر باندې را و غور زوي چې جوړونکی يې دی او چې په دې تعمیر کې ورسره مرسته کونکی دی.
راعي «مسؤول» به خپل رب ته داسې حساب ورکړي لکه څنګه چې په دنیا کې شپون د رمې څښتن ته حساب ورکوي.
په کږه لار مه ځه چې ستاسو رمه به هم په کږه روانه شي.......ټول خلک د خدای په قانون کې مساوي وساتئ، که له تاسو ته څوک نږدې وي یا لرې.
سبا ته د خدای په حضور کې داسې مه راښکاره کېږه چې ته د ظلم کوونکو له جملې څخه وې ځکه د یوم الدین حاکم به د خلکو قضاوت د هغوی د اعمالو پر بنسټ کوي نه د حیثیت په اساس.
له دې څخه و وېرېږه چې خپله رمه ضائع کړې او د رمې مالک در څخه پوره او بشپړه بدله واخلي. (کتاب الخراج ص ۳-۴-۵ المطبعه السلفيه مصر دوهمه طبع ۱۳۵۲)
له دې وروسته هغه ځای پر ځای هارون الرشید ته دا احساس ورکوي چې هغه د هېواد مالک نه، بلکې د اصلي مالک خلیفه دی.( صفحه ,۵ )
هارون ته وایي: که هغه صالح امام جوړ شي نو غوره انجام به وويني او که ظالم امام پاتې شي نو له ناکاره عذاب سره به مخ شي.( صفحه ۸)
بلکي هغه د کتاب په يوه برخه کې هغه ته د حضرت عمر -رضي الله عنه- دا قول وايي: چي په دنيا کي هېڅ صالح انسان هم دې مرتبې ته نه رسیږي چې د الله د نافرمانۍ په صورت کښي د هغه اطاعت وکړل شي.
(صفحه ۱۱۷)
د جمهوريت روح:
دوی دا نظریه وړاندې کوي چې خلیفه نه یوازې خدای ته، بلکې انسانانو ته به هم حساب ورکوي او د دې لپاره یې په مختلفو ځایونو کې احاديث او د صحابه کرامو اقوال نقل کړي دي چې دا ثابتوي چې مسلمانان حق لري چې د خپلو واکمنانو او چارواکو په وړاندې په آزاده توګه نیوکه وکړي او دا آزاده نیوکه د ملت او حکومت دواړو په ګټه ده.( ص ۱۲ الخراج)
امربالمعروف او نهې عن المنکر د مسلمانانو حق دی او فريضه هم ده، د هغې د دروازې د تړلو معنی دا ده چې ملت به په پای کې د عام عذاب سره مخ شي.( الخراج ص ۱۰- ۱۱)
حاکمان باید دومره صبر ولري چې حقیقت ته غوږ ونیسي، د هغه له تند مزاج او عدم تحمل نه زيات کوم شی زیان رسوونکی نشته دی.( ص ۱۲)
مسلمانان حق لري چې د رعيت کوم حقونه چې شريعت په حکمرانانو عائد کوي او د خلکو د هغه امانتونو په اړه چې دوى ته سپارل شوي له دوی سره حساب وکړي. ( ص- ۱۱۷)
د خليفه فرائض:
د خليفه وظيفې چې په ځانګړې توګه يې بيان کړي دي:
۱- د الله د حدودو قائمول.
۲- په سمه توګه د څېړلو له لارې د حق لرونکو حقونه ډاډمن کول.
۳- د صالحو واکمنانو د دستور العمل بیا راژوندي کول چې د تېرو ظالمو حکومتونو لخوا پرېښودل شوي وو.(ص -۵)
۴- د ظلم مخنیوی او د خلکو شکایتونه تر څېړنو وروسته رفع کول.( ص ۶ )
۵- خلکو ته د الله جل جلاله د حکمونو موافق د اطاعت امر کول او له ګناه څخه يې منع کول.
۶- د خدای قانون په خپل ځان او نورو باندې مساوي پلي کول او په دې حالت کې د دې پروا نه لرل چې څوک ترې اغېزمن کېږي. ( ص ۱۳)
۷- له خلکو څخه په مشروع ډول ماليات جمع کول او اخیستل او بيا په مشروع ډول یې مصرف کول.(ص ۱۰۸)
د مسلمانو اتباعو دندې:
له بلې خوا د خپلو واکمنانو په اړه د مسلمانانو وظيفې چې هغه بيانوي هغه دا دي:
• د هغوی اطاعت وکړي، د هغوی نافرماني ونه کړي.
د هغوی پر وړاندې وسله پورته کړي.
• بدې خبرې ورپسې ونه کړي.
د دوی له اړخه په سختیو صبر وکړي.
• دوکه ورته ورنه ورنکړي.
• د هغوی رښتینې خير خواهي وکړي.
• د بدو کارونو څخه د هغوی د مخنیوي هڅه وکړي.
• او په بدو کارونو کې ورسره مرسته ونه کړي. ( ص ۹-۱۲)
بيت المال:
هغه بيت المال د پاچا د شخصي مال پر ځاى د خداى او خلكو امانت بولي او د کتاب الخراج په بې شمېره ځايونو كې خلیفه ته د حضرت عمر -رضي الله عنه- ويناوې نقل كوي، چې په هغه كې يې ويلي وو، چې د سلطنت د سرپرست لپاره بيت المال حيثيت داسې دی لکه د یتیم د سرپرست لپاره د يتيم د مال په څېر.
كه هغه شتمن وي نو د يتيم له مال څخه دې د قرآن د لارښوونو له مخې څه نه اخلي او د الله تعالى د رضا لپاره دې د هغه مال اداره كړي او كه محتاج وي نو دومره حق الخدمت دې په ښه توګه واخلي چې ټول خلک يې مشروع وګڼي.( ص ۳۶ – ۱۱۷)
هغه د حضرت عمر -رضي الله عنه- چلند هم د خلیفه په وړاندې د مثال په توګه ايښی يا بيان کړی دی چې هغه به د خزانې په مصرف کې ډېر احتیاط کاوه څومره چې په خپل مال په مصرف کې يې یو سړی کوي.
په دې لړ کې د هغې پېښې يادونه کوي چې حضرت عمر -رضي الله عنه- د کوفې د قاضي، امير او تحصيلدار د ټاکلو پر مهال امر وکړ چې د درېيو واړو کورنيو د خوراک لپاره هره ورځ يو پسه ورکړي او ورسره به یې دا هم وويل: چې له هغه ځمکې نه چې هره ورځ يو پسه د افسرانو لپاره وړل کېږي ډېر ژر به ویجاړه شي.( ص – ۳۶)
دوی له خلیفه دا هم غوښتي چې خپل چارواکي بايد د شخصي استفادې لپاره د دولتي ملکیتونو او مالونو له استعمال څخه منع کړي.( ص ۱۸۶)
د ټيکسونو وضع کول:
هغه اصول چې هغه د مالیاتو په اړه بیان کړي دا دي:
۰ مالیه باید یوازې د خلکو په هغه ملکیتونو ولګول شي چې د ضرورت نه يې اضافه وي.
• ټيکس باید د دوی د رضایت په اساس ولګول شي.
• هېڅوک باید د هغه له توان څخه زیات مجبور نه شي.
• دا باید له شتمنو څخه واخیستل شي او په غریبانو باندې مصرف شي. [۳۸]( ص : ۱۴)
• د پایلو په ارزولو او د هغوی د نرخ په ټاکلو کې باید پوره پاملرنه وشي چې حکومت د خلکو وینه ونه څښي.
• د مالياتو په غونډولو کې بايد دولتي مامورين له ظالمانه طريقو نه کار ونه اخلي.
(صفحات: ۱۶-۳۷- ۱۰۹ – ۱۱۴)
•دولت د قانون له مخې له ټاکل شوي عاید پرته هېڅ ډول غیرقانوني مالیه بايد نه حکومت واخلي، نه د ځمکې مالکین او نه د هغوی استازو ته بايد دا اجازه ورکړی شي چې له مزارعينو نه اضافي ماليه واخلي. ( ص ۱۰۹-۱۳۲)
• کوم ذميان چې مسلمان شي بايد جزیه ترې وانخیستل شي. ( ۱۲۲- ۱۳۱)
په دې اړه هغه د راشدینو خلفاوو چلند د مثال په توګه وړاندې کوي، د بېلګې په توګه د حضرت علي -رضي الله عنه- هغه واقعه بيانوي: چې خپل استازي ته يې د خلکو په وړاندې د هداياتو ورکولو پر مهال وويل: چې له دوی څخه بايد ټول ماليات په بشپړه توګه راغونډ کړئ او هېڅ ډول تخفيف و نکړي، مګر بيا یې په جلا توګه را وغوښتل او سخته لارښوونه یې ورته وکړه: خبردار! چې د خراج د اخيستلو په خاطر څوک لمر ته ونه دروئ او نه پرې دومره سختي وکړئ چې د مالياتو د پرېکولو په خاطر خپلې جامې، دکور لوښي، يا څاروي خرڅ کړي.
او د عمرفاروق -رضي الله عنه- ترتيب په دې توګه ؤ چې خپل د مالياتو د محکمو افسران به یې را غوښتل او پلټنه به یې ترې کوله چې د مالياتو په وضع کولو کې يې د خلکو د استطاعت نه زائد ماليات خو نه دي وضع کړي؟
کله به چې د کومې منطقې ماليات راغلل د هغې منطقې مشران او نمايندګان به يې راغوښتل پوښتنې به یې ترې کولې او ګواهۍ به یې ترې اخيستې چې د مالياتو په را جمع کولو کې په کوم ذمي يا مسلمان ظلم خو نه دی شوی؟ ( ص ۳۷- ۱۱۴ )
د غیر مسلم اتباعو حقوق:
د اسلامي رياست د غیر مسلم اتباعو په اړه امام ابو یوسف په دې کتاب کې د حضرت عمر -رضي الله عنه- په حواله درې اصول نقل کړيدي:
۱- چې کومې ژمنې له دوی سره شوې دي باید پوره شي.
۲- د وطن د دفاع مسؤولیت د دوی پر غاړه نه، بلکې د مسلمانانو پر غاړه دی
۳- پر دوی باید جزیه او ماليات د دوی د قوت نه زیات بار نه کړای شي.( ص: ۱۴-۳۷-۱۲۵)
بيا وايي: چې غريبان، ړانده، بوډاګان، راهبان، د عبادت خانې کار کوونکي، ښځې او ماشومان له ټيکس(جزيه) نه معاف دي. د ذميانو په مال او څارويو کې زکات نشته. له ذميانو څخه د جزيې په راټولولو کې وهل او ټکول روا نه دي، د ټيکس نه ورکولو په صورت کې زيات نه زیات حکومت د بندي کولو واک لري او له مقرر ټيکس (جزيه) نه ډېر اخيستل هم ناروا دي او د محتاج او معذوره ذميانو خدمت بايد له دولتي خزانې نه تر سره شي(ص- ۱۲۲-۱۲۶)
هارون الرشید ته د تاریخي پېښو په وړاندې کولو سره دا په ګوته کوي چې دا په خپله د سلطنت په ګټه ده چې د ذمیانو سره په سخاوت او نرمۍ سره چلند وکړي. د حضرت عمر -رضي الله عنه- په زمانه کې د همدې چلند له امله د شام عیسویان د خپلو مذهبي ورونو «رومیانو » په مقابل کې د مسلمانانو وفادار او خیر غوښتونکي شول.( ص-۱۳۹)
د ځمکو مديريت:
امام ابو یوسف د ځمکې د مدیریت په برخه کې دا ډول زمینداري حرامه بللې ده چې دولت له کروندګرو څخه د شتمنیو د محصول لپاره څوک پر هغوی د زمينداور په نوم کېنوي ورکولو وروسته هر څه چې له کروندګرو څخه غواړي راټولوی یې.
دوی وايي چې دا په رعیت باندې د سخت ظلم او د سلطنت د بربادۍ لامل ګرځي او حکومت باید هېڅکله دا طریقه غوره نه کړي.( الخراج ص ۱۰۵ )
په همدې توګه هغه دا طریقه هم مطلق حرام بولي چې دولت له چا څخه ځمکه اخلي او په جاګیر کې یې بل چا ته ورکوي.
دوی وايي: (امام اجازه نه لري چې د مسلمان یا ذمي له ملکیت څخه څه شی واخلي، مګر دا چې د قانون له مخې په هغه کوم ثابت حق په معروفه توګه واجب وګرځي.
د ده په خيال د خلکو مالونه په خپلسري ډول اخيستل او نورو خلکو ته ورکول د داړې اچولو او مال خلکو ته د بخښلو معنا لري.( الخراج ص ۵۸ - ۶۰ -۶۶)
دوی وايي چې د ځمکې بسپنه یوازې په هغه صورت کې جواز لري چې لا مالکه، شاړه يا لاوارثه پرېښودل شوې وي، د استوګنې په مقصد یا د رښتیني ټولنيز د خدمت په بدل کې په معقول مقدار کې چاته ورکړل شي.
او دا ډول عطيه هم بايد له هغه چا څخه بېرته واخيستل شي چې تر دريو کلونو پورې ترې کار وانخلي يا یې آباد نکړي.( الخراج ص له ۵۹ تر ۶۶)
د ظلم مخنيوی:
بيا هغه هارون الرشيد ته وايي: چې په دولتي ادارو کې له ظالمو او خيانت کوونکو څخه کار اخيستل او د رياستونو او يا د سيمو د واليانو په توګه د هغو ټاکل حرام دي، په دې حالت کې هر هغه څه چې دوی یې کوي د هغې وبال به په تاسو باندې هم راځي.
هغه په وار وار بادشاه ته وايي: چې د خپل حکومت په کارونو کې له صالحو، پرهېزګارو او له خدایه وېرېدونکو کسانو نه کار واخلي.
هغه کسان چې د عامه خدمت لپاره غوره کېږي باید د خپلو وړتیاوو سره د هغو د ښو اخلاقو څخه هم بايد اطمینان حاصل کړئ.
او بیا دې د دوی تر شا معتبر مخبران وګومارل شي تر څو که دوی فاسد شي، ظلم او خیانت وکړي نو خلیفه ته به په مناسب وخت کې د دوی د اعمالو په اړه خبر راشي او حساب کتاب به ورسره وشي.(الخراج -ص۱۰۶ -۱۰۷-۱۱۱-۱۳۲-۱۸۶)
هغه هارون الرشید ته دا هم وايي: چې خلیفه باید په خپله د خلکو شکایتونو ته غوږ ونیسي، كه په مياشت كې يوه ورځ هم داسې عامه غونډه وكړي چې هر مظلوم ورته راشي او خپل شكايت ورته وكړي او حكومتي چارواكي پوه شي چې د دوى د كړنو معلومات نېغ په نېغه خليفه ته رسېږي، نو په دې ترتیب به د ظلم مخنيوی وشي.(الخراج ص ۱۱۱-۲۱۲)
قضایه قوه:
هغه د قضاء په اړه وايي چې دنده یې عدالت او بشپړ عدالت دی. هغه چا ته سزا نه ورکول چې د سزا مستحق وي او هغه چا ته سزا ورکول چې مستحق نه وي، دواړه یو شان حرام دي. د شک په اساس باید څوک مجازات نشي. په بخښنه کې تېروتنه په سزا کې له خطا څخه غوره ده. د عدالت په چارو کې د هر ډول لاسوهنې او سپارښتنې دروازې باید وتړل شي او د یو شخص رتبه یا حیثیت باید په پام کې ونه نیول شي.(الخراج ص ۱۵۲-۱۵۳)
د شخصي آزادۍ تحفظ:
دوی دا هم وايي چې یو څوک یوازې د تهمت په اساس زنداني کیدی نشي. اړينه ده چې پر هغه چا چې کوم تور وي، بايد په رسمي ډول محاکمه شي، ثبوتونه او شهادتونه پرې قائم کړی شي. که مجرم ثابت شي، باید زنداني شي، که نه، باید خوشې شي. هغه خلیفه ته مشوره ورکړه چې ټول هغه کسان چې په زندانونو کې بند دي د هغو دوسيې بايد وڅېړل شي او هغه کسان چې بې ثبوته بندیان دي بايد خوشې شي او د راتلونكي لپاره بايد ټولو واليانو ته امر وكړي چي هېڅ څوك دې د تورونو او تهمتونو په اساس له محاكمې پرته زنداني نه شي.
(الخراج ص ۱۷۵-۱۷۶)
هغه دا هم په ټینګار سره وايي چې د تورونو په اساس د تورن وهل د قانون خلاف کار دی. د شريعت له مخې د هر سړي ملا تر هغه وخته پورې خوندي ده چې د محکمې له خوا د وهلو وړ اعلان نه شي.( کتاب الخراج ص ۱۵۱)
د محبسونو اصلاحات:
هغه اصلاحات چې د زندان په اړه يې وړانديز کړى دى، وايي چې بنديان حق لري چې د دولت له خزانې څخه ورته ډوډۍ او جامې ورکړل شي. امام ابویوسف هغه عمل په کلکه غندي چې د اموي او عباسي حکومتونو په وخت کې ترسره کېده، چې هره ورځ به بنديان په لاسونو او بندونو ايستل کېدل او د ډوډۍ او جامو لپاره به يې سوال کاوه. دوی خلیفه ته وايي چې دا طریقه دې بنده شي او بندیانو ته دې د حکومت له خوا ګرمې جامې او خواړه ورکړل شي.
همدارنګه دوی دا خبره هم په کلکه غندي چې کله يو لا وارث زنداني مړ شي نو له غسل او ښخولو پرته ښخیږي. هغه وايي: دا د اسلام د خلکو لپاره د ډېر شرم خبره ده، چې د دغه ډول بنديانو د دغه رنګ بنديانو تدفين او د جنازې د وسايلو انتظام بايد حکومت وکړي.
نوموړي دا سپارښتنه هم کړې، چې په زندان کې دې د قتل له مجرمانو پرته نور هېڅ بندي ونه تړل شي.( کتاب الخراج ص ۱۵۱)
د دوی د کار رښتینی ارزښت:
دا د اساسي قانون اړوند د هغه مهمو وړاندیزونو لنډیز دی چې امام ابو یوسف دولس سوه کاله مخکې د سلطنت د قانون د وزیر او قاضي په توګه یو مطلق العنان حاکم ته وړاندې کړل. که دوی د اسلامي دولت له بنسټیزو اصولو او د راشده خلافت له لارښوونو او د خپل استاد امام ابوحنیفه له لارښوونو سره پرتله شي، نو دا ډېر کم ښکاري. د دې پيشنهادونو په منځ کې د ټاکنیز خلافت په تصور لږه خبره هم نه ده شوې.
همدا راز د شورا له لارې د حکومت کولو یادونه هم نه ده شوې. دا هم له دې مفکورې بې برخې ده چې ظالم امام د واکمنۍ حق نه لري او خلک حق لري چې د هغه د واکمنۍ پر ځای د غوره واکمنۍ هڅه وکړي. په دې توګه، په ډېرو برخو کې دا پیشنهادات د اصلي اسلامي مفکورې په پرتله خورا ضعیف دي، مګر د دې معنی دا نه ده چې د امام ابو یوسف د دولت مفکوره دومره ده چې د کتاب الخراج په دې وړاندیزونو کې موندل کېږي. په حقیقت کې دوی نور څه نه غوښتل چې په دې کتاب کې یې بیان کړي، بلکې په حقیقت کې د عباسي امپراتورۍ په دې دوره کې د یوه عملي مفکر په حیث د هغه همدومره توقع وه چې ممکن دا شيان عملي شي، د دوی په مخ کې یوازې د خیالي نقشې وړاندې کول نه وو چې د تصور تر حده بشپړ وي، بلکې په واقعیتونو کې د هغې د پلي کولو امکان نه وي. د دې پر ځای هغوی غوښتل چې د اساسي قانون یوه داسې طرحه جوړه کړي چې لږ تر لږه د یوه اسلامي دولت ځينې مهم اساسي شيان په کې خوندي شي او هم په دې شرایطو کې پلي شي.
له دېنه زيات د هغه په سلطنت منل ممکن نه وو.