18-11-2024 مولانا عبدالصبور عباسي
د مذهبي اختلافاتو پيل او لاملونه
لومړۍ فرقه شیعه
د علي -رضي الله عنه- د پلویانو ډله وه په لومړي سر کې د علي شيعه(شيعة علي) په نامه يادېده وروسته بیا دوی په ساده ډول شیعه وبلل شول، که څه هم له رسول الله -صلی الله علیه وسلم- وروسته د بني هاشمو او د ځینو نورو اصحابو په منځ کې داسې کسان هم وو چې حضرت علي -رضي الله عنه- د خلافت وړ ګڼي او ځینو دا فکر هم کاوه چې هغه (علي مرتضیٰ) تر نورو صحابه کرامو غوره دی او دا چې هغه په ځانګړي ډول له حضرت عثمان -رضي الله عنه- څخه لوړ دی، دا د ځينو خلکو نظريات ول او ځينې داسې هم وو چې له رسول الله -صلی الله علیه وسلم- سره يې د اړيکو له امله هغه د خلافت حقدار ګڼلی ؤ، خو دغو نظريو د حضرت عثمان -رضي الله عنه- تر وخته پورې د عقيدې او مذهب بڼه خپله کړې نه وه د دې فکر خلک د وخت د خلفاوو هم مخالف نه وو، بلکې د درې واړو خلفاوو خلافت یې په رسمیت پېژندلی ؤ او ترې راضي ول. د رسمي او مشخصو ایډیالوژیو سره د یوه ګوند يا فرقې شتون د حضرت طلحه او زبیر سره په جمل او له حضرت معاویه سره په صفین او له خوارجو سره په نهروان کې د حضرت علي د جنګونو په وخت کې پیل شو. بیا د حسین -رضي الله عنه- شهادت د دغو خلکو صفونه سره یو ځای کړل د هغوی احساسات یې لاپسې پیاوړي کړل او د هغوی نظریاتو ته یې روښانه بڼه ورکړه. پر دې سربېره هغه کرکه چې د امويانو د حکومت د اسلوب له امله د عامو مسلمانانو په منځ کې خپره شوې وه او د خواخوږۍ هغه احساسات چې د امويانو او عباسيانو په زمانه کې د علي -کرم الله وجهه- د اولادې او د هغوی د پلویانو د ځورونې له امله د مسلمانانو په زړونو کې پيدا شوي وو د شیعه ګانو دعوت ته غیر معمولي ځواک ورکړ، کوفه د دغو خلکو تر ټولو قوي مرکز ؤ.
د شیعه ګانو ځانګړي نظریات:
۱- امامت (چې د خلافت پر ځای د دوی ځانګړې اصطلاح ده) دوی وايي: امامت د خلکو له مصالحو سره تړلی شی نه دی چې انتخاب دې امت ته پرېښودل شي تر څو یو څوک دې د امت له خوا امام (خليفه) وټاکل شي، بلکې امامت د دین یو رکن او د دین بنسټ دی، د رسول الله -صلی الله علیه وسلم- له وظیفو څخه یوه دا ده چې د امام انتخاب امت ته د پرېښودلو پر ځای هغه په خپله په ښکاره حکم سره وټاکي.
(ابن خلدون صفحه ۱۹۶ طبع مصطفی محمد، مصر ۔ الشهرستانی، کتاب الملل والنحل، طبع لندن، جلد: 1 صفحه 108)
۲- امام باید معصوم وي، یعنې له ټولو کوچنیو او لویو ګناهونو څخه بايد پاک او خوندي وي، د خطا او غلطۍ صدور ترې جائز نه وي (لکه انبياء عليکم السلام معصوم وي) او هره خبره او عمل چې کوي باید سم، درست او په حق وي.
(ابن خلدون صفحه ۱۹۶۔ الشهرستاني جلد: 1 صفحه ۱۰۹)
۳- حضرت علي -رضي الله عنه- هغه څوک دی چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- له ځان نه وروسته د امام په توګه ونوماوه او د هغه امامت د شرعي نص او حکم پر بنسټ ولاړ او ثابت دی.
(ابن خلدون صفحه ۱۹۶-۱۹۷۔ الشهرستاني جلد: 1 صفحه ۱۰۸)
هر نوی امام باید د مخکي امام پر نص او تصريح وټاکل شي، ځکه د دې مقام ټاکل امت ته نه دي سپارل شوي تر څو د مسلمانانو له خوا یو څوک وټاکل شي. (ابن خلدون صفحه۔۱۹۷۔الاشعری، مقالات الاسلامین، مکتبه النهضہ المصریه، قاهرہ طبع اول جلد: ۱ صفحه ۸۷۔ الشهرستانی جلد: ۱ صفحه ۱۰۹)
۴- د شيعه ګانو د ټولو ډلو تر منځ په دې اتفاق وو چې امامت يوازې د علي -رضي الله عنه- د اولاد حق دی. (الشهرستاني ج ۱ ص ۱۰۸) له دې متفقې نظریې وروسته د شیعه ګانو د مختلفو ډلو نظرونه سره مختلف شول، د معتدل شیعه ګانو نظر دا وو چې حضرت علي -رضي الله عنه- تر ټولو غوره دی هغه څوک چې له دوی سره جګړه کوي یا له دوی سره کينه لري د خدای دښمن دی، هغه به د تل لپاره په دوزخ کې اوسیږي او برخلیک به یې له کفارو او منافقانو سره يو ځای وي. ابوبکر، عمر او عثمان -رضي الله عنهم- چې له ده څخه مخکې خلیفه ګان ټاکل شوي وو که علي -رضي الله عنه- د دوی له خلافت نه انکار کړی وای او له دوی څخه یې ناخوښي ښودلې وای نو موږ به ویل چې دوی هم په دوزخ کې دي خو داسې نه دي شوي. خو لکه څنګه چې علي -رضي الله عنه- د هغو مشري ومنله او له هغو سره يې بيعت وکړ او د هغو تر شا يې لمونځ وکړ نو موږ د علي -رضي الله عنه- له عمل او کړنې نه تجاوز نه شو کولاى. موږ د علي -رضي الله عنه- او رسول الله -صلی الله علیه وسلم- تر منځ د نبوت له مرتبې پرته نور هېڅ توپير نه کوو او په نورو ټولو حيثيتونو کې له رسول الله -صلی الله علیه وسلم- سره ګډ فضيلت ورکوو. د متشدد شیعه ګانو نظر دا ؤ چې هغه خلفاوو چې له حضرت علي -رضي الله عنه- څخه مخکې یې خلافت منلی او کړی وو غاصبین وو او هغه کسانو چې دوی خلیفه ګان جوړ کړل ګمراه او ظالم ول، ځکه چې د رسول الله -صلی الله علیه وسلم- له صريح نص څخه یې انکار وکړ او امام «علي رضي الله عنه» يې له خپل ثابت حق څخه محروم کړ. په اهل تشيعو کې ځينو خلکو له دې نه هم ډېر تشدد کړی هغه داچې د لومړيو دريو خليفه ګانو او هغو کسانو تکفير يې کړی چا چې دوی منتخب کړي ول.
په دوی کې تر ټولو نرمه فرقه زیدیه فرقه وه چې د زید بن علي بن حسین (متوفی ۱۲۲هـ/ ۷۴۰م) پیروان ول، هغوی حضرت علي -رضي الله عنه- تر ټولو غوره ګڼلو خو د هغو په وينا د غوره په شتون کې د يو غير افضل لپاره امامت هم روا دی نو نتيجه دا شوه چې زيديانو د درې واړه خلفاوو- خلافت درست ګڼلو. همدارنګه د دوی(زیدیه فرقې) په اند د حضرت علي -رضي الله عنه- د امامت په حق کې د رسول الله -صلی الله علیه وسلم- شخصي او ښکاره نص او تصريح شتون نه لري، نو له همدې امله دوی د حضرت ابوبکر او عمر خلافت منلی وو. خو د هغو نظر دا وو چې امام بايد د فاطمې له اولادې څخه يو وړ کس وي په دې شرط چې د سلاطينو په مقابل کې ودرېږي او د امامت غوښتنه هم وکړي. «د ديني فرقو په اړه مفصل معلومات عبدالکریم شهرستاني الملل والنحل کتاب کې بيان کړي دي او نورو هم»