18-11-2024 مولانا عبدالصبور عباسي
دوهم فرقه خوارج
بله ډله د شیعه ګانو په مقابل کې خوارج وو، دا ډله د صفین په جګړه کې هغه وخت پیدا شوه چې حضرت علي او حضرت معاویه د خپل منځي اختلافاتو د حل لپاره دوه کسان وګومارل تر هغه وخته پورې دا خلک د حضرت علي له ملاتړو څخه وو، مګر له تحکيم وروسته دوی ناڅاپه خراب شول او علي -رضي الله عنه- ته یې و ویل: چې ته د خدای پرځای انسان(ابوموسی اشعري او عمرو به العاص رضي الله عنهما) د فيصله کوونکي په توګه په منلو سره کافر شوی یې، له هغې وروسته دوی په خپلو افکارو کې نور هم لرې لاړل.
او له دې امله چې دوی په خپل مزاج کې خورا سختي او تشدد درلوده او د هغو کسانو په وړاندې چې له دوی یې مخالف نظر درلود د جګړې او د ظالم حکومت په وړاندې په خروج او وسله وال پاڅون یې عقيده درلوده. له همدې امله دوی تر ډېره وخته جګړې او مرګ ژوبلې ته دوام ورکړ تر دې چې د عباسي دورې په اوږدو کې د دوی قوت په بشپړه توګه له منځه لاړ. دوی په عراق کې هم تر ټولو لوی ځواک درلود او د بصرې او کوفې تر منځ د البطیح په سیمه کې یې لویې اډې جوړې کړې وې.
د خوارجو د نظریاتو لنډیز په لاندې ډول دی:
۱- خوارجو د حضرت ابوبکر -رضي الله عنه- او عمر -رضي الله عنه- خلافت سم ګڼلی ؤ، خو د دوی په غلط خيال حضرت عثمان -رضي الله عنه- د خپل خلافت په اخري کلونو کې له عدل او حق څخه انحراف کړی ؤ او د وژل کیدو او یا عزل کولو مستحق ؤ.
۲- د دوی په خيال حضرت علي -رضي الله عنه- هم هغه وخت لویه ګناه وکړه چې له الله پرته یې بل څوک حٙکٙم مقرر کړ.
همدارنګه هغه دوه حٙکٙمان (یعني حضرت عمرو بن العاص او حضرت ابو موسی اشعري رضي الله عنهما) او هغه کسان چې دوی یې حکمان مقرر کړي دي (یعني حضرت علي او حضرت معاویه رضي الله عنهما) او هغه کسان چې د هغوی په تحکيم راضی شو یعنې د علی او معاویه -رضي الله عنهما- ملګري، خوارج وایي دا ټول ګناهکار ول.
۳-خوارج وايي:
ټول هغه کسان چې د جمل په جګړه کې یې برخه اخیستې وه هم په لویه ګناه ککړ وو چې حضرت طلحه، زبیر -رضي الله عنهما- معاویه او حضرت عائشه -رضي الله عنهما- هم پکې شامل وو.
۴- دوی ګناه کبیره د کفر په معنا ګڼله او دوی د ګناه کبیره مرتکب (که توبه ونه باسي) کافر ګڼلو نو له همدې امله یې پورته ذکر شوي مشران په ښکاره ډول تکفير کول، بلکې په هغو له لعنت ويلو او هغوی ته له کنځلو کولو نه يې هم ډډه نه کوله.
۵- پر دې سربېره يې عام مسلمانان هم کافران بلل ځکه لومړی دا چې دوی له ګناهونو پاک نه دي، دويم دا چې پورته ذکر شوي خلک (ځينې اصحاب) نه يوازې مؤمنان ګڼي، بلکې خپل مشران يې هم ګڼي او له دوی نه د احاديثو په روايت سره د شريعت احکام هم ثابتوي.
۶- د خلافت په اړه د هغو نظر دا وو چې دا یوازې د مسلمانانو په آزاد انتخاب منعقد کیدی شي.
۷- دوی په دې باور نه درلود چې خلیفه باید قریش وي، هغو به ویل چې قریشي وي یا غیر قریشي، هر یو صالح سړی چې مسلمانان د خپل قيادت لپاره غوره کړي هم هغه به صحیح خليفه وي.
۸- دوی په دې باور وو چې تر هغه وخته پورې چې خلیفه د عدل او اصلاح په لارې روان وي اطاعت یې واجب دی خو کله چې له دې لارې څخه انحراف وکړي نو له هغه سره جنګ کول او له واکه يې لیرې کول یا وژل هم واجب دي.
۹- هغوی قرآن د اسلامی قانون له سرچينو څخه ګڼلی وو خو د حديث او اجماع په اړه يې عقيده له عامو مسلمانانو سره توپير درلود.
د دوی په منځ کې یوه غټه ډله (چې د النجدات په نوم یادیدله) په دې باور وه چې د خلافت تأسیس په بشپړ ډول غیر ضروري دی، مسلمانان باید په خپله د حق سره سم عمل وکړي.خو که دوی د خلیفه د ټاکلو اړتیا احساس کړي دا هم روا ده.
د دوی تر ټولو لویه ډله (ازارقه) ټول مسلمانان پرته له ځانه مشرک بولي.
د هغو عقیده دا وه چې د خوارجو لپاره روا نه دي چې له خپل اذان پرته د بل چا په اذان باندې لمونځ وکړي، نه د بل چا ذبيحه ورته خوړل روا ده، نه له بل چا سره نکاح کول ورته روا دي او نه د خوارجو او غير خوارجو تر منځ د ميراث اخيستلو معامله درست ده، يعنی خارجي او غير خارجي يو د بل وارث نه شي ګرځیدلی. دوی د نورو ټولو مسلمانانو پر ضد جهاد فرض ګڼل، د هغوی د ښځو او ماشومانو وژل او د هغوی د مالونو لوټ کول یې روا ګڼل او په خپله یې د خپلې ډلې ټول هغه کسان کافر اعلان کړل چې دې جهاد کې يې برخه نه اخيسته، هغو حتی له خپلو مخالفینو سره خیانت هم حلال ګڼلی، د خوارجو د تشدد حالت دا وو چې غیر مسلمانان (کافران) به د دوی په څنګ کې د مسلمانانو په پرتله ډېر خوندي وو. د دوی تر ټولو نرمه ډله اباضیه وه چې عامو مسلمانانو ته یې کافر ویل خو مشرک یې نه ویل، دوی ویل چې دوی غير مؤمن دي، د دوی شهادت، نكاح او ميراث يې له ځانه سره روا ګڼل، خو د حكومت مركزونه يې له دې څخه مستثنیٰ ګڼل، دوی په پټه پر مسلمانانو برید کول ناروا ګڼل خو له مسلمانانو سره په ښکاره جګړه کول یې درست او حق ګڼله.
(الملل والنحل- الفرق بين الفرق البغدادي- الفصل بين المللی والنحل لابن حزم الاندلسي)