18-11-2024 مولانا عبدالصبور عباسي
د مذهبي اختلافاتو پيل او لاملونه
درېیم فرقه مرجئه
د شیعه ګانو او خوارجو د متضاد نظریاتو غبرګون د یوې درېیمې ډلې د زیږون لامل شو چې مُرجِئه بلل کېږي.
د حضرت علي -رضي الله عنه- په جنګونو کې لکه څنګه چې ځينې خلک د هغه کلک ملاتړي ول او ځينې يې سخت مخالفين وو، هماغسې د بې طرفه خلکو يوه ډله هم شته وه چې يا به يې کورنۍ جګړه نامناسبه ګڼله او ځان يې ترې ليرې ساتلو او يا به يې په دې کې شک درلود چې حق له کوم لوري سره دی. دغو خلکو خامخا احساس کاوه چې د مسلمانانو تر منځ جګړه او وینه تویول لویه بدي ده، خو دوی دې ته تیار نه وو چې هېڅ یوې جنګیالي ډلې ته بد و وايي، د هغوی پرېکړه یې خدای ته پرېښې وه چې په آخرت کې به دا پرېکړه کوي چې څوک سم دي او څوک غلط، تر دې حده خو د هغو نظر د عامو مسلمانانو له نظرونو سره توپير نه درلود.
خو کله چې شیعه ګانو او خوارجو د خپلو افراطي افکارو پر بنسټ د کفر او ايمان په اړه پوښتنې راپورته کړې او یو لړ لانجې، مناظرې او بحثونه یې پیل کړل نو دې بې طرفه طبقې هم د خپلو نظرياتو په حق کې مستقل دينياتي دلایل قائم کړل.
چې دا يې لنډیز دی:
۱- ایمان یوازې د خدای او رسول الله -صلی الله علیه وسلم- د معرفت نوم ده، عمل د ايمان په حقیقت کې شامل نه دی، نو انسان د فرائضو له پرېښودو او د لویو ګناهونو له کولو سره سره هم مؤمن پاتې کېږي.
۲- نجات یوازې په ایمان پورې اړه لري هېڅ ګناه نشي کولی د ایمان د شتون سره یو شخص ته زیان ورسوي، د انسان د بښنې لپاره همدا بس دی چې له شرک څخه ځان وساتي او په توحید باندې مړ شي.
(الشهرستاني- جلد: ۱ صفحه- ۱۰۳-۱۰۴۔ الاشعری جلد: ۱ صفحه ۱۹۸-۲۰۱)
د مرجئه فرقې ځينو کسانو همدا فکر لا پسې نور هم و ړاندې بوته او دا نظر یې واخیست چې له شرک څخه پرته تر ټولو بد عملونه به هم خامخا بخښل کېږي.(الشهرستاني جلد : 1 صفحه ۱۰۴)
او ځينې بيا له دې نه هم يو قدم مخکې تللي او ويلي يې دي چې که د چا په زړه کې ايمان وي او په ژبه د کفر اعلان وکړي حتی په دارالاسلام کې چې له چا نه ويره هم نه وي، يا د بتانو عبادت وکړي او يا يهوديت او نصرانيت ته ننوځي بيا هم کامل مؤمن او د الله تعالی ولي او د جنت خاوند دی. (ابن حزم، الفصل فی اللمل والنحل، جلد: ۴- صفحه ۴۲۰۔ المطبعۃ الادبیه، مصر 1317ھ، المسعودی جلد: 2 صفحہ 191)
دې افکارو ګناه، فسق او ظلم ته خلک وهڅول او خلکو ته یې د الله تعالی د بخښنې داسې اعتماد ورکړ چې په ګناهونو یې ښه زړه ور کړل. دې نظر ته ورته بل نظر دا ؤ چې امر بالمعروف او نهې عن المنکر لپاره که د وسلې پورته کول پکار وي نو دا فتنه ده، له حکومت پرته د نورو خلکو په بدو کړنو نیوکه کول جایز دي، خو د حکومت د ظلم پر ضد خبرې کول روا نه دي. (الجصاص، احکام القرآن جلد:۲ صفحه- ۴۰) علامه ابوبکر جصاص له دې افکارو نه په کلکه شکایت کوي چې دې شیانو د ظالمانو لاسونه پیاوړي کړي او د شر او ګمراهۍ په وړاندې د مسلمانانو د مدافعت قوت ته یې سخت زیان رسولی دی.