18-11-2024 مولانا عبدالصبور عباسي
د مذهبي اختلافاتو پيل او لاملونه
څلورم فرقه مرجئه
په دې کړکېچنه دوره کې د فکر څلورم طرز هم رامينځته شو چې په اسلامي تاريخ کې په «اعتزال» نومول شوی دی. که څه هم د لومړیو دریو ډلو په څېر د دې ډلې زیږون د خالص سیاسي دلایلو پایله نه وه خو دوی هم د خپل وخت په سیاسي ستونزو کې ځینې مشخص نظریات وړاندې کړل او د افکارو او نظریاتو په هغه مجادله او بحث کې په پوره شدت سره ګډون وکړ کوم چې هغه وخت په ټوله اسلامي نړۍ او په ځانګړې توګه په عراق کې د سیاسي دلایلو له امله خپور شوی ؤ. د دې فرقې بنسټ ایښودونکي واصل بن عطا (۸۰-۱۳۱هـ ۶۹۹-۷۴۸) او عمر بن عبید (وفات ۱۴۵هـ/۷۶۳) وو او په پیل کې بصره د دوی د مناظرو او بحثونو لوی مرکز ؤ.
د معتزله فرقې د سیاسي نظریاتو لنډیز په لاندې ډول دی:
۱- د دوی په اند د امام تقرر (یعنی د دولت تأسیس) واجب ؤ، خو د ځينو نظر دا وو چې امام ته هېڅ ضرورت نشته که امت په خپله پر عدالت ټينګار وکړي نو بيا د امام ټاکل بې ګټې دي.
۲- د امام د ټاکنې په اړه د دوی نظر دا وو چې د امام انتخاب امت ته سپارل شوی دی او امامت د امت په انتخاب پورې مربوط دی. ځينو بيا په دې اړه بل شرط هم لګولی ؤ، چې د امامت د انعقاد لپاره د ټول امت اتفاق ضروري دی او امام د امت داختلاف په حالت کې نه شي ټاکل کېداى.
۳- دوی وايي: امت کولای شي هر مسلمان صالح کس د امام په توګه وټاکي په دې کې د قريشو او غير قريشو او يا عربو او عجمو محدوديت نشته. ځينې معتزله تر دې هم مخکې شول او ويې ويل چې دا غوره ده چې د عربي په ځای يو عجمي ته امامت ورکړل شي خو تر دې هم غوره ده چې مولا (آزاد شوی غلام) امام جوړ کړای شي. دليل يې دا درلود که د امام پلویان ډېر نه وي نو د ظلم په صورت کې به د هغه لرې کول آسانه وي له دېنه داسې ښکاري چې دوی د حکومت د ثبات په اړه دومره اندیښمن نه وو څومره چې د واکمن د نسکورولو په اړه اندېښمن ول.
۴- د هغو په اند د فاسق امام تر مشرۍ لاندې جُمعه او د جماعت لمونځ روا نه دی.
۵- د معتزله ډلې له بنسټیزو اصولو څخه یو یې امر المعروفف او نهې عن المنکر وو، هغو ویل: چې د هغه حکومت په وړاندې بغاوت چې له عدل او انصاف څخه انحراف کوي هغه وخت فرض دی چې بغاوت کوونکي قدرت ولري او بریالی انقلاب رامنځ ته کولی شي.
نو په همدې اساس يې د اموي خلیفه ولید بن یزید (۱۲۵-۱۲۶ هـ ق/۷۴۳-۷۴۴م) په خلاف په بغاوت کې برخه واخیسته او هڅه یې وکړه چې د هغه پر ځای یزید بن ولید په واک کې راولي؛ ځکه چې هغه د اعتزال په مسلک کې هم د دوی په شان نظر درلود.
۶- د کفر او ايمان په مسأله کې د خوارجو او مرجئه فرقې ترمنځ په شخړه کې دوی خپله پرېکړه دا وکړه چې ګناه ګار مسلمان نه مؤمن دی او نه کافر، بلکې د کفر او اسلام تر منځ په يو منځني حالت کې قرار لري.
د دې نظریو تر څنګ دغو کسانو (معتزله فرقې) په جرأت او نامناسبو او بې ادبه طریقو سره د صحابه کرامو او پخوانیو خلافتونو د اختلاف په اړه خپل نظريات صادرول واصل بن عطاء وايي چې د جمل او د صفین په جګړه کې له ښکېلو خواوو څخه یوه ډله فاسقه وه خو دا نه شي ویلای چې کوم لوری د فسق مرتکب شوی دی.
له همدې امله به يې ويل: چې که علي -رضي الله عنه- او طلحه او زبير -رضي الله عنهما- زما په مخ کې د تركاري د يوې ګېډۍ په اړه هم شاهدي وركړي نو زه به يې ونه منم ځكه احتمال شته چې دوى به فاسق وي. (نعوذبالله من من سوءالاعتقاد) عمرو بن عبيد معتزلي په دې اند ؤ چې دواړه ډلې فاسقان دي (العياذبالله من ذلک) دوی پر حضرت عثمان -رضي الله عنه- هم سختې نیوکې کړې دي حتی ځینو یې پر حضرت عمر -رضي الله عنه- هم نیوکې کړې دي. برسېره پر دې ډېر معتزله د اسلامي شريعت له منابعو څخه تقريباً حديث او اجماع ردوي يعنې نه يې مني، اوسني منکرين حديث هم د معتزله او نورو پخوانيو ګمراه ډلو نظريات هم تعقيبوي.
مراجع:
(الفرق بين الفرق البغدادي _ الفصل بين الملل و النحل _ الشهرستاني _ تاريخ الخلفاء_ السيوطي، مقالات الاسلاميين- الاشعري، صفحات ٤٥٠ الى .....)
د سواد اعظم حالت:
د دغو متخاصمو او متشددو ګمراه ډلو په منځ کې د مسلمانانو ستر اکثريت (سواد اعظم) په خپلو هغو افکارو او اصولو ولاړ وو چې د خلفاء راشدینو له وخته مُسٙلَّم مسلمانانو ته انتقال شوي ول او جمهورو مسلمانانو پرې عقيده درلوده. هغه (اصول او اساسات) چې د اکثرو صحابه کرامو، تابعينو او عامو مسلمانانو له خوا له پیل نه د اسلامی اصولو په توګه پېژندل شوي او منل شوي ول په سلو کې اووه یا لس سلنه مسلمانان به د دې اختلاف څخه اغیزمن شوي او د ګمراه ډلو به ښکار شوي وي باقي ټول مسلمانان د جمهورو علماوو مسلک ته غاړه ایښې وه او له زړه نه يې منلی ؤ، خو د اختلاف د دورې له پيل څخه د امام ابوحنيفه تر دورې پورې هېچا هم د دغو اختلافي مسایلو په اړه يو مشرح کتاب نه ؤ ليکلی چې د سواد اعظم اهل سنت والجماعت مسلک په کې د يو مرتب فکري نظام په توګه مشرح بيان شوی وي. برعکس فقهاوو او محدثينو په مختلفو وختونو کې په خپلو اقوالو، فتواوو، روایتونو او طرز عملونو سره د اهل سنت و الجماعت د عقیدې ځینې اړخونه په جلا جلا توګه تشریح کول.
د استبداد فکري تاوانونه:
هره دکتاتوري د امت اجتماعي، سیاسي، فقهي، اعتقادي او فکري اړخونه په ناچاره توګه متأثره کوي، مثلا که د امویانو دکتاتورۍ واخلو، د امت اجتماعیت یې په تفريق، اختلاف او سیاسي انتشار تبديل کړ، حتیٰ د قرون أُولیٰ مسلمانان يې یو د بل وژلو ته آماده کړل. ارزښتونه تر پښو لاندې شول، مدینه او مکه باندې د یزید وخت کې او دوهم کرته په مکه مکرمه باندې د عبدالملک بن مروان حکومت کې خونړۍ حملې وشوې دومره ستر او مهم مقدسات يې توهین کړل چې ابرهه نه وو کړای شوي، بیت الله په منجنیقونو ( د هغه وخت په توپونو) و ویشتل شوه، هغه وخت له منجنیق نه پرته بله کومه مدرنه سلاح نه وه ایجاد شوې کنه د هغې د استعمال نه به هم یزید، عبدالملک او حجاج ډډه نه وی کړې. د رسول الله -صلی الله علیه وسلم- له وفات نه تقريبا 50 کاله وروسته 61هجري محرم مياشت کې د هغه د اهل بيتو قتل عام داسې چا (يزيد) وکړ چې د هغه پلرونه او نیکونه او کورنۍ نبي پاک د مکې د فتحې په ورز معاف کړل، چا چې شل کاله په سیاسي، عقيدوي او جنګي ډګرونو کې د الله د رسول قوي مقابله کړې وه، د بدر او أحد جنګونو کو کې د يزيد نيکه (ابوسفيان) قوماندان ؤ، أحد کې د ٧٠ صحابه کرامو قاتلین د ده مشران ول، هغه ټول رسول الله -صلی الله علیه وسلم- معاف کړل او ده کربلا کې د همغه مهربان پیغمبر بچي و وژل. (اذا فاتک الحياء فافعل ماشئت ) چې حياء درنه ضايع شي چې څه کوې بيا کوه. په اهل بیتو او د هغو په مخلصینو يې دنیا دومره تنګه کړه چې د اهل بیتو أئمه به پټ ګرځېدل، زموږ د امام اعظم صیب ملاقاتونه به امام زید بن علي به حسين -رحمه الله- سره پټ کېدل او امام ابوحنیفه -رحمه الله- له امامانو سره د ښه تعلق او د هغو د مرستې له امله ټول عمر د امويانو له فشار لاندې ژوند تېر کړی، هر وخت به یې د نیولو او وژلو خطر موجود ؤ، حتیٰ فقهي مسایلو کې یې ورته جنجالونه جوړول، په ملت دې فشار، ظلم، استبداد او دکتاتورۍ، دوه غټې فتنې وزېږولې:
لومړۍ: د ناصبیانو فتنه
دوهمه: د رافضیانو فتنه