18-11-2024 مولانا عبدالصبور عباسي
د مذهبي اختلافاتو پيل او لاملونه
لومړۍ: د ناصبیانو فتنه
لومړۍ: د ناصبیانو فتنه
ناصبیان: ناصبیان د اهل بیتو سخت دښمنان ول او د حکومتي چینې نه خړوبېدل، ځکه حکومت د اهل بیتو د ځپلو لپاره د عسکري قوت سره یو فکري او علمي تحریک ته هم ضرورت درلود چې اهل بیت علي، حسن، حسین -رضي الله عنهم- او نور د خلکو تر منځ سپک کړي، پړه پرې واچوي او ملامت یې ښکاره کړي.
د ناصبیت پیل:
علي -رضي الله عنه- سره د عداوت او جګړو له امله په سیاسي دښمنۍ کې داسې خلک پیدا شول چې حضرت علي به یې فاسق ګڼه دښمني یې ورسره کوله، د هغه خلافت یې هم درست نه ګاڼه او عموما اهل بیتو سره يې دښمني لرله، د علي سره د مخالف فریق جنګ کې يې هغه بل اړخ په حق ګاڼه، حسین -رضي الله عنه- ته يې د باغي خطاب کاوه، د اهل بيتو په قتل خوښ ول، د عاشورا ورځ به يې اختر نيوه، حجاج بن يوسف ثقفي، زياد بن أبيه، عبيدالله بن زياد او داسې نور د نواصبو فکري او عملي مشران ول.