د مذهبي اختلافاتو پيل او لاملونه - دوهمه: فتنه روافض

18-11-2024    مولانا عبدالصبور عباسي


د مذهبي اختلافاتو پيل او لاملونه

دوهمه: فتنه روافض


د اهل بيتو مخلصین حکومتونو منزوي کړل، د اهل بيتو أئمه د شهادت، محبسونو او شديدې انزوا سره مخ شول په دې اساس له حکومتونو سره د عامو خلکو کينه هم پيدا شوه، په دغه رنګ حالاتو کې د اهل بيتو د مخلصينو په نوم بله فرقه جوړه شوه چې شيعان علي به يې ورته ويلې، ابتدائي شیعان علي او ابوبکر، عمر او عثمان رضي الله عنهم ته بد، رد نه ويلې، که چا به څه وويل، نورو به ورته ځواب ورکوه، څومره چې ظلم، استبداد او تېری زیاتېده د شیعان علي نه خبره رافضيت ته ورسېده، د امامانو د انتقام اخيستلو احساس پيدا شو، د عام مسلمانانو او علماوو هم له حکومتونو نه نفرت مخ په زیاتېدو شو. امام اعظم -رحمةالله عليه- غوندې شخصیت او تقريبا ټول علماء د امامانو ملګري جوړ شول حتی د امام صيب زوی حماد هم حکومت بندي کړ چې امام صيب ته ځورنه ورکړي، په خپله د امام صیب قيد او بند او حجاز مقدس ته هجرت خو له چا نه پټ نه دي، د امويانو خلاف د امام زید بن علي بن حسين -رحمه الله- په قيام کې امام اعظم -رحمه الله- امام ته لس زره درهمه مرسته استولې وه. د مختار بن عبيد الثقفي په نوم يو کس د امامانو د انتقام غږ پورته کړ په ځينو ښارونو يې حکومت هم قایم شو د اهل بيتو قاتلين يې بې درېغه و وژل (لکه عبيدالله بن زياد، عمر بن سعد، شمر بن ذوالجوشن،سنان بن انس، حرملة بن الکاهل، خولي بن يزيد او نور.....) د امام حسين قتل خلک دومره دردولي ول چې د مختار پوليس د حسين د قاتل (خولي) کور ته لاړل د ښځې نه يې ورته پوښتنه وکړه چې خولي څه شو؟ هغې په خوله وويل زه خبره نه يم، خو اشاره يې وکړه چې هغه ځای کې پټ دی، د دې بي بي د دې کړنې لامل دا ؤ چې د مېړه په لاس کې د هغه ماندينې د حسين -رضي الله عنه- سر ليدلي وو چې قطع کړی يې دی، له همغې ورځې نه يې له خپل خاوند سره کرکه پيدا شوه ځکه يې پوليسو ته په ګوته کړ چې مړ يې کړي،(قام المختار بقتل الكثير من قتلة شهداء كربلاء ومن شارك فيها و منهم: عبيد الله بن زياد، و عمر بن سعد، و شمر بن ذي الجوشن، و سنان بن أنس وغيره )


ورته مطالب
+