د مذهبي اختلافاتو پيل او لاملونه - درېیمه: فتنه خوارج

18-11-2024    مولانا عبدالصبور عباسي


د مذهبي اختلافاتو پيل او لاملونه

درېیمه: فتنه خوارج


د خپل منځي جنګونو او د شورائيت د ړنګېدو بله نتيجه خوارج ول چې د علي او معاويه -رضي الله عنهما- دواړو تکفير يې کولو. که شورائيت موجود وی لږ تر لږه دا سیاسي فتنې نه پيدا کېدې، په سیسټم به د خلکو اعتماد په ځای پاتې کېده، هر چا به حکومت کې خپل قدر، عزت او احترام ليده، په چا به ظلم تېری نه کېده، د خلافت راشده مبارک دور غوندې به عمومي اطمینان موجود وی، کله چې شورائيت ړنګېږي، فاميلي حکومتونه منځ ته راځي د بادشاه کورنۍ، د حکومت لوړ رتبه افسران او د باد شاهي کورنۍ دوستان او متعلقین د مسلمانانو په څټونو ناست وي، بيت المال شخصي خزانه وګرزي، طبيعي ده چې د هر چا خوله کې اوبه رازي ځکه خلک پوهېږي چې دا خو عيش عشرت دی او مسؤوليت وجود نه لري، همدغه د عدم مسؤوليت احساس د بادشاهۍ مينه او شوق پيدا کوي، همدا راز دغه رنګ حکمراني کينې او عقدې هم زېږوي، خلکو سره د‌ محروميت احساس هم پيداکېږي، ځينو ته خپل مسلم حقوق نه رسېږي او شاهي کورنۍ ويني چې د مسلمانانو په دولت عيش و ماش کوي طبعا دغه رنګ حالت کې کمزوري صبر کوي، صالحينو ته هم بله لار نه وي خو ځينې عام خلک حتیٰ ځينې صالحين د ځان لپاره نه د امت لپاره دردېږي او عکس العمل ښايي. د استبدادي حکومتونو په ضد پاڅون کې به عموما علماء او قراء هم د مظلومانو د‌ مرستې او ملاتړ په خاطر په ګڼ تعداد کې د ظالمو حاکمانو مخ ته ودرېدل، طبعا له دېنه به عملا مشکلات جوړېدل.   

 

پايله يا نتيجه ګيري: 

مسلمان شخصيات، تنظیمونه، حکومتونه، حتی پلرونه بايد د استبداد شوق ونه کړي، ځکه استبداد ښې پايلې نه لري، تر دې چې فکري او عقيدوي فتنې هم زېږوي چې تاريخ پرې ښه شاهد دی. قرآن په حکومتولۍ او ټولنيزو امورو کې فردي، فاميلي، قبيلوی او تنظيمي استبداد ردوي او د و (وأمرهم شوریٰ بینهم) خبره کوي. مشوره، صلاح مصلحت، جرګه، مرکه د حکومتونو د تقويت او ټولنه کې د ثبات، استقرار او امنيت باعث ګرځي.  خلک ډېر زیات دي څومره به څوک مړه کړي، که په مرګونو د حکومتونو عمر اوږدېدلی، تر اوسه به د يزيد، حجاج، ابن زياد، شمر ذي الجوشن، د لمسيانو او کړوسيانو حکومت قائم وو.  

فاعتبروا يا اولي الابصار.


ورته مطالب
+