18-11-2024 مولانا عبدالصبور عباسي
خلافت سره اړوند مسایلو کې د امام موقف
۲- د خلافت د انعقاد سمه لاره
د خلافت د انعقاد په اړه د امام ابوحنيفه -رحمه الله- نظر دا ؤ: چې لومړی په زور واک اخيستل او بيا تر فشار لاندې له خلکو نه بيعت اخيستل د خلافت د انعقاد سمه لاره نه ده. صحیح خلافت هغه دی چې د اهل الرأي د اتفاق او مشورې په واسطه تأسیس شي. هغه دا نظر په داسې نازکه موقع څرګند کړ کله چې دا خبره په ژبه راوړل د څټ د وهلو په قيمت ول، يا دا خبره په ژبه راوستل د غاړې د پرېکولو مترادف وه. د المنصور له حاجب (ګارډ) ربیع بن یونس څخه روایت دی چې کله منصور امام مالک، ابن ابی ذئب او امام ابوحنیفه -رحمهم الله- راوغوښتل او هغوی ته یې وویل: دا حکومت چې الله تعالی ماته په دې امت کې راکړی دی تاسو خلک يې په اړه څه فکر کوئ؟ آیا زه د دې لپاره وړ یم؟ امام مالک -رحمه الله- وويل: که تاسو يې اهل نه واست الله متعال نه درسپاره.
ابن ابي ذئب وفرمايل:
د دنيا بادشاهي الله چې چاته وغواړي ورکوي يې، خو د آخرت بادشاهي هغه کس ته ورکوي چې هغه يې غوښتونکی وي او الله ورته د دې توفیق ورکړي. د الله توفیق به تاته نژدې وي چې ته يې اطاعت وکړې او د هغه د نافرمانۍ په صورت کې به درنه د الله تعالی توفيق لرې وي. حقیقت دا دی چې خلافت د اهل تقویٰ په اتفاق قائمېږي او څوک چې پرې په خپله قبضه وکړي د هغه لپاره هېڅ تقویٰ نشته ده، ته او ستا مرستندويان له توفیق نه خارج او له حق نه منحرف ياست! اوس که تاسو له الله نه سلامتي وغواړئ او په سپېڅلو اعمالو د هغه تقرب حاصل کړئ نو دا به درته نصيب شي، که داسې ونه شي نو تاسو په خپله مطلوب ياست.
امام ابوحنيفه -رحمه الله- وايي: چې کله ابن ابي ذئب -رحمه الله- دا خبرې کولې نو ما او امام مالک خپلې جامې را ټولې کړې چې ښايي د ده غاړه پرې شي او وينه به يې زموږ په جامو را پرېوځي. له دې وروسته منصور امام ابوحنيفه ته مخاطب شو او ویې ويل: ته څه وايې؟
امام صيب و ويل:
که خپل وجدان وڅېړئ نو په خپله به پوه شئ چې تا موږ د الله -جل جلاله- د رضا لپاره نه يو رابللي، بلکې ته غواړې چې موږ ستا د وېرې له امله ستا د خوښې مطابق خبرې وکړو او بيا هغه عامو خلکو ته معلومې شي. تر ټولو مهمه خبره دا ده چې ته په داسې حال کې خليفه شوی یې چې د اهل فتویٰ له ډلې څخه دوه کسان هم ستا پر خلافت نه دي راغونډ شوي، حال دا چې خلافت د مسلمانانو په راغونډېدو او مشوره تر سره کېږي. وګوره! ابوبکر صدیق -رضي الله عنه- تر شپږو میاشتو پورې د یمن خلکو د بیعت تر راتلو پورې له فیصلې کولو څخه ډډه کوله. له دې خبرې وروسته درې واړه کسان پورته شول.له دې وروسته منصور ربيع (خپل ګارډ) ته درې هميانۍ د دراهمو وركړې او درې واړه حضراتو ته يې واستولې او ګارډ ته يې وويل: كه امام مالك يې قبول كړي نو ورته يې ورکړه، خو كه ابوحنيفه يا ابن ابي ذئب دا ډالۍ ومنله نو سرونه ترې غوڅ كړه ماته يې راوړه. امام مالک دا ډالۍ قبوله کړه، خو کله چې ربيع ابن ابي ذئب ته ډالۍ وړاندې کړه هغه وويل: زه په خپله د منصور لپاره دا مال حلال نه ګڼم، څنګه به يې د ځان لپاره حلال وګڼم؟
ابوحنيفه وفرمايل:
که زما غاړه هم غوڅه شي زه به ورته لاس نژدې نه کړم منصور چې دا کيسه واوریده، ویې ویل: دې استغناء اوبې نیازۍ د دوی څټونه بچ کړل.
(الکردري، مناقب الامام الاعظم ج-2 ص15 -16)
(خو د علامهکردري دا يوه خبره لا نوره څېړنه غواړي چې ابوبکر -رضي الله عنه- ر ښتيا د يمنيانو د بيعت راتلو پورې فيصلې ځنډولې وې او که څنګه؟ دا مسأله د څېړنې وړ ده)
حاشيه
دا کيسه مؤرخينو او د امام سيرت نګارانو په دغه الفاظو نقل کړې ده.
- الطريقة الصحيحة لانعقاد الخلافة: يرى الإمام أبو حنيفة -في مسألة الخلافة- أن الاستيلاء على السلطة بالقوة ثم أخذ البيعة بعد ذلك غصبًا ليس هو الصورة الشرعية الصحيحة لانعقاد الخلافة، والخلافة الصحيحة هي ما تقوم باجتماع وشورى أهل الرأي، وقد قال الإمام رأيه هذا في موقف دقيق لم يكن من يعلن فيه مثل هذا الرأي يضمن بقاء رأسه على كتفيه. يروي ربيع بن يونس حاجب الخليفة المنصور، أن المنصور دعا الإمام مالك وابن أبي ذئب والإمام أبا حنيفة، وقال لهم: (كيف ترون هذا الأمر الذي خولني الله تعالى فيه من أمر هذه الأمة هل أنا لذلك أهل؟(قال الإمام مالك: (لو لم تكن أهلًا لما ولاك الله تعالى) وقال ابن أبي ذئب: (ملك الدنيا يؤتيه الله تعالى من يشاء، وملك الآخرة يؤتيه الله تعالى لمن طلبه ووفقه الله تعالى، والتوفيق منك قريب إن أطعت الله تعالى، وإن عصيته فبعيد، وأن الخلافة تكون بإجماع أهل التقوى لمن وليها، وأنت وأعوانك خارجون عن التوفيق عادلون عن الحق، فإن سألت الله تعالى السلامة وتقربت إليه بالأعمال الزاكية كان ذلك وإلا فأنت المطلوب) قال الإمام أبو حنيفة: (كنت أنا ومالك نجمع ثيابنا مخافة أن يقطر علينا من دمه) ثم قال المنصور لأبي حنيفة: (ما تقول أنت؟) فقال: (المسترشد لدينه يكون بعيد الغضب، إن أنت نصحت نفسك علمت أنك لم ترد الله باجتماعنا، فإنما أردت أن تعلم العامة أنا نقول فيك ما تهواه مخافة منك، ولقد وليت الخلافة وما اجتمع عليك اثنان من أهل الفتوى، والخلافة تكون باجتماع المؤمنين ومشورتهم، فهذا أبو بكر الصديق رضي الله عنه أمسك عن الحكم ستة أشهر حتى جاءته بيعة أهل اليمن) فأمرهم المنصور فانصرفوا ثم أمر لهم بثلاث بدر أكياس من المال-، واتبعهم بها وقال لحاجبه: (إن أخذها مالك كلها فادفعها له، وأن أخذها ابن أبي ذئب أو أبو حنيفة فجئني برأسيهما) فقال ابن أبي ذئب: (ما أرضى بهذا المال له كيف أرضاه لنفسي)، وقال أبو حنيفة: (والله لو ضرب عنقي على أن أمس منه درهمًا ما فعلت)، فقبله كله مالك فأعطاه له، فلما علم المنصور بذلك قال: (بهذه الصيانة أحقنوا دماءهم.)