16-10-2024 مولانا عبدالصبور عباسي
دا هغه سورتونه دي چې له هجرت نه وړاندې په مکه مکرمه کښې نازل شويدي، تقريبا ۸۷ سورتونه ترې جوړېږي.
( د مکي سورتونو ځانګړتياوې):
۱- د مکي او مدني سورتونو تر منځ يو فرق خو د زمانې په اعتبار سره دی چې مکي سورتونه لومړی د نبوت له پيل سره نازل شويدي او بیا مدني سورتونه په مدينه منوره کښې له هجرت نه وروسته نازل شويدي.
۲- دوهم تفاوت يې د مضامينو په اعتبار سره دی، مکي سورتونو کې عموما اسلامي عقائد لکه توحيد، رسالت او آخرت او همدا راز اسلامي اخلاقيات هم تشريح کېږي.
۳ ـ دريم تفاوت يې د بيان په اسلوب کښې دی ، هغه داسې چې په مکه مکرمه کښې، د شعر شاعري بازار ډېر ګرم وو، نو په مکي سورتونو کښې هم د لفظي فصاحت او بلاعت داسې خيال ساتل شوی چې د هغو ټول فصاحت بلاعت او شعر شاعري يې په اوبو لاهو کړه ، د قرآن فصاحت بلاغت او د بيان د محکم اسلوب په مقابل کښې د هغو شاعرانو او اديبانو ماتې وخوړه او د قرآن د ورکړل شوي چلينج مقابله يې هم و نه کړی شوه چې لږ تر لږه د قرآن د سورتونو په څېر يو سورت وړاندې کړي.د قرآن د ټولو نه واړه سورت ( الکوثر ) مقابله يې هم تر سره نه کړی شوه، دا ځکه چې قرآن د لفظي بلاغت او فصاحت سره د محتوا د لوړوالي، عمق او سپېڅلتيا نه هم برخه من وو چې دا نو بيا د دوی د وس نه پورته خبره وه. او لکه څنګه چې په مدينه منوره کې يهود اوسېدل ، طبعا هغوی له ډېرو ديني عقائدو، ما وراء طبعيت شيانو، او ډېرو شرعي قوانينو او مسائلو سره بلد ول ، نو د مقتضی الحال په نظر کې نيولو سره په مدني سورتونو کې د محتوا اړخ ته ډېره پاملرنه شوېده.
۴ - د شرک په مختلفو قسمونو او د مختلف قسم مشرکينو په عقائدو نيوکې کېږي او د عقل په رڼا کښې د شرک کمزورۍ په ګوته کېږي.
۵ - د پخوانيو أنبياوو واقعات بيانېږي او د هغې په ضمن کښې اسلامي عقائد او اخلاقيات تشريح او په شرک او له آخرت نه په انکار نيوکه کېږي او دا چې د توحيد او آخرت نه انکار د دوی اخلاقو او ټولنيز ژوند ته څومره تاوان رسولی وو او په ځانګړې توګه د آخرت په اړه د مشرکينو ، يهودو او نصاراو ځينې غلطو عقائدو باندې نيوکې کېږي او د آخرت د منلو درسته بڼه يې مخ ته ايښودل کېږي.
۶ - د مثالونو په ذريعه په انساني نفسياتو باندې د توحيد او اخرت منلو مثبت تاثيرات، د شرک او د آخرت نه د انکار نقصانات او په انساني ژوند او نفسياتو يې ناوړه اغېزې واضح کېږي. او د آخرت د عقيدې د منلو له امله چې په انسانانو کښې کوم لوړ، اخلاقي صفات وده کوي هغه په ګوته کېږي. او د آخرت نه د انکار له امله چې کوم ناوړه صفات په انساني ټولنو کښې وده کوي، د هغې هم بيان کېږي.
۷ - هغه عقائد ، تصورات، خيالات او افکار چې انسان کښې د عمل له اړخه کمزوري او سستي پيدا کوي هم په ګوته شوي دي.
(د مکي سورتونو ځينې سرټکي):
د مکي سورتونو موضوعات د انسان د عقيدې مختلف اړخونه رانغاړي، چې په دې کې د توحید، اخرت او رسالت عقیدې، په لومړي سر کې واقع دي. دلته د مکي سورتونو څو مهم موضوعات وړاندې کوو:
۱ . توحید (د الله یکتایي):د مکي سورتونو یو له مهمو موضوعاتو څخه د الله تعالی د یکتائي بيان دی. په دې سورتونو کې الله تعالی د خپل ذات او صفاتو په اړه وضاحت ورکوي او د شرک په وړاندې ټینګار کوي.
۲. ایمان او عقیده: په مکي سورتونو کې ډېر زور په ایمان او د مسلمانانو په عقیده ورکول شوی دی. دا سورتونه په دې هڅه کوي چې د خلکو زړونه په الله تعالی او آخرت باندې قانع کړي.
۳. د قیامت ورځ: د مکي سورتونو بله مهمه موضوع د قیامت ورځ ده. په دې سورتونو کې د قیامت ورځ، د حساب او جزا موضوعات بیان شوي دي، چې په دې سره خلک د آخرت په اړه خبروي او له ګناهونو څخه یې منع کوي.
۴. جنت او جهنم: د مکي سورتونو موضوعاتو کې د جنت او جهنم ذکر هم شامل دی. په دې سورتونو کې د جنت نعمتونه او د جهنم عذابونه په تفصیل سره بیان شوي دي.
۵. د پخوانیو قومونو داستانونه: د مکي سورتونو یوه بله مهمه موضوع د پخوانیو قومونو کیسې دي. دا کیسې د نبيانو او د هغوی د قومونو سره د الله تعالی د تعامل په اړه معلومات ورکوي، او د هغو قومونو د هلاکت کیسې هم وړاندې کوي چې د الله تعالی پیغام یې نه دی منلی.
۶. اخلاق او نیک عملونه: په مکي سورتونو کې د انسانانو د ښه اخلاقو، عدل، او انصاف په اړه هم خبرې شوې دي. دا موضوعات ټول د دې لپاره دي چې د مسلمانانو عقیده قوي کړي او هغوی د الله تعالی په لور روان کړي.