مدني سورتونه

16-10-2024    مولانا عبدالصبور عباسي


((د مدني سورتونو مضامين))

مدني سورتونو کښې عموما شرعي احکام بيان شوي دي، دا ځکه چې کله رسول ﷺ مدينې ته تشریف يوړ هلته ئې د يو اسلامي رياست بنسټ کېښود، له ټول عربستان نه مسلمانان راغلل هلته ئې يو اجتماعيت تشکيل کړ، ددې مدينې پخواني اوسېدونکي هم په اسلام کښې داخل شول ځينې په اخلاص او ځينې د نفاق په توګه، همدا راز د مدينې يهودو اوسېدونکو سره معاهدې وشوې، هغوی د يو قرار داد له مخې د مدينې د اسلامي رياست اوسېدونکي تسليم کړل شول، دا ټول تغييرات چې د مسلمانانو په ژوند کښې را غلل د احکامو ، قوانينو او د بشپړ شريعت متقاضي ول تر څو د دوی تر منځ جنائي، اقتصادي او اجتماعي ستونزې په ښه توګه حل کړي.

۱- نوي تشکيل شوې اسلامي ټولنې او اسلامي رياست کښې د نظم ضبط ساتلو په خاطر په مدينه منوره کښې، د قصاص، ديت ، سرقې او حرابې په اړه احکام نازل شول تر څو څوک د‌خپل جائز بريد نه تجاوز و نه کړي او د تجاوز په صورت کښې سزا و ويني تر څو نورو ته عبرت وګرځي.

۲- همدا راز په مسلمانه ټولنه کښې د حياء، عزت او کورني شرف د ساتلو لپاره، معاشرتي قوانين وضع شول، د چا د عيبونو لټون، تجسس، د چا کور ته بې اجازې ننوتل ، د چا کور ته د سوري او کړکۍ له لارې کتل، بې حجابه ګرځېدل، د پردو ښځو سره اختلاط او يواځې کېدل حرام وګرځول شو، د زنا، قذف او لعان احکام نازل کړای شول.، د پردو ښځو سره د سړو د ارتباط په اړه حدود او قواعد وټاکل شول،

۳- د انسان د شخصي عزت او شرف ساتلو لپاره د قذف او شهادت سخت قانون مقرر شو، چې په چا د زنا تهمت لګول د مجلس نُقُل و نه ګرځي، په همدې اساس د زنا د اثبات لپاره څلور شاهدان مقرر کړل شول، او د قذف په صورت کښې هم بايد قاذف څلور ګواهان وړاندې کړي ، او که داسې و نکړای شي بيا قاذف ته اتيا درې ورکول کېږي او ټول عمر به يې شهادت هم نه قبلېږي.

۴- همدا شان د امت مسلمه د امتيازي شان ساتلو په پار په خوراک او معاشرت کښې د حلال او حرامو قطعي حدود تعيين کړل شول، په دې سلسله کښې شراب، د خنزير غوښه، د مردار شوي څاروي غوښه، روانه وينه ، هغه څاروی چې له الله نه پرته د بل چا په نوم ذبح کړل شي، او هغه منښتې چې د غيرُالله په نوم کېدلې، ټول حرام وګرځول شول دا داسې حد بندي وه چې امت مسلمه يې له مشرکينو، يهودو او نصاراوو نه په قطعي توګه جلا او جدا کړل.

۵- طهارت ، نظافت، غسل ، اودس، تيمم ، د غسل لاملونه ټول په تفصيل سره بيان شول.

۶- د حج او عمرې مناسک، احرام، احصار، د احصار دم، قرباني، تکبيرات تشريق، د حرامو مياشتو او حرم احترام، د شعائرالله احترام، د حرم په اړه حکمونه او د هغه احترام په تفصيل سره بيان شول.

۷- د عبادت طريقې ، د پنځه وخته لمونځ جماعت صلوٰة خوف، د مسافر لمونځ، مسجد جوړول، اذان ، د جمعې او اختر لمونځونه ، روژه ، بيت الله لور ته د قبلې تبديلي، دا ټول په مدينه منوره کښې قائم شول.

۸- ميراث، د هغې د تقسيم ترتيب او د مستحقينو برخې هم واضح کړل شوې.

۹- د جهاد او قتال حکم او تفصيلي احکام ، مال غنيمت ، فيء، غنيمت کې خمس ، حرامو مياشتو او حرم پاک کښې دفاعي يا هجومي جنګ کول ، دجنګي قيديانو مسائل او د هغې احکام هم د مدني سورتونو موضوعات دي

. ۱۰- د اسلامي حکومت د خارجه او داخلي پاليسي تشکيل، مختلفو قبائلو سره مختلف قسم تعاملات، د کفارو تقسيم محارب، مسالم، معاهد، بې طرف، مستأمن، او ذمیانو ته، او له هر قسم سره جلا تعامل، همدا راز له منافقينو سره د تعامل بڼه.

۱۱ - د زکوٰة، عشر، صدقه فطر، او نورو مالي مسائلو سره هم تماس نيول شوی دی.

۱۲- عربان د منظمو محاکمو سره آشنا نه ول پرېکړې به يې په قبائلي جرګو کې کېدلې ، خو نبي ﷺ په مدينه کې منظم اسلامي محاکمو قائم کړل.

۱۱- ميراث او د هغې تفصيلي احکام هم په مدينه منوره کښې نازل شويدي.

۱۲- نکاح ، طلاق، ايلاء، لعان ، خلع ، ظهار، د طلاق عدت، د مړشوي کس د ماندينې عدت ، د حاملې عدت او دېته ورته احکام هم په مدينه منوره کښې مخې ته راغلل.

۱۳- د يهودو او نصاراوو ځينو غلطو عقائدو باندې نيوکې او اصلاح ئې کېږي.ج، أهل کتاب اصلي اسلام ته بلل کېږي او هغه ورته په واضحه توګه مخې ته ايښودل کېږي، د هغو علماوو او پيرانو چې کوم تحريفات کړي ول هغه ورته په ګوته کوي.دا د هغه احکامو غټ غټ عنوانات دي چې په مدني سورتونو کښې بيان شوي دي.

((د مدني سورتونو مهم سرټکي)):

۱. قانوني احکام او فقهي مسائل: په مدني سورتونو کې ډېر قوانین او احکام شته چې د اسلامي شریعت بنسټ جوړوي. دا احکام د عباداتو، معاملات، حدود او نورو قانوني مسائلو په اړه دي.

۲. اجتماعي عدل: مدني سورتونه په ټولنه کې د عدل او انصاف په اهمیت ټینګار کوي او د ظلم او ناانصافۍ مخنیوي لپاره لارښوونې وړاندې کوي.

۳. جهاد او دفاع: په مدني سورتونو کې د جهاد، د مسلمانانو د دفاع او د هغو حقوقو په اړه خبرې شوي چې د دوی لپاره اړینې وې.

۴. منافقین او د هغوی کردار: مدني سورتونه په مسلمانانو کې د منافقت او د منافقینو د کردار په اړه تفصیلي بحث کوي.

۵. نظم او د ټولنې بنسټیز اصول: په دې سورتونو کې د ټولنیز نظم، د کورني نظام، او د مسلمانانو تر منځ د اړیکو اصول بیان شوي دي.

۶. د اهل کتاب سره تعامل: په مدني سورتونو کې د یهود او نصاراو سره د مسلمانانو تعامل، او د دوی سره د اړیکو په اړه هدایات شامل دي.

۷. د نوي امت جوړول: په مدينه کې نازل شوي سورتونه د نوي اسلامي امت د جوړښت په اړه مهمې لارښوونې لري او د مسلمانانو د ټولنیز او سیاسي ژوند په اړه رهنمايي کوي.

۸. عقیدوي موضوعات: که څه هم عقیدوي موضوعات په مکي سورتونو کې زیات شتون لري، خو په مدني سورتونو کې هم د توحید، نبوت، او معاد په اړه وضاحتونه شته دي. په ځانګړي ډول، د منافقینو د غلط عقیدې په مقابل کې ټینګار شوی.

۹. د اسلامي ټولنې اقتصادي اصول: په مدني سورتونو کې د زکات، صدقې، او د یتیمانو د حقوقو په اړه احکام شتون لري، او د سود (ربا) پر حراموالي ټینګار شوی.

۱۰. د ښځو حقوق: مدني سورتونه د ښځو حقوق، د نکاح او طلاق احکام، د میراث قوانین او د ښځو په اسلامي ټولنه کې د رول په اړه څرګندونې لري

۱۱ . د نفاق او خیانت په اړه احکام: په مدني سورتونو کې د هغو کسانو په اړه آیاتونه راغلي دي چې په ټولنه کې نفاق او خیانت کوي، او د دې ډول کړنو عواقب بیان شوي دي.

۱۲ . د اسلامي ټولنې پوځي او سیاسي احکام: مدني سورتونه د جګړې اصول، د سولې تړونونه، او د اسلامي دولت د سیاسي او پوځي چارو په اړه لارښوونې وړاندې کوي.

۱۳ . د نړیوالو اړیکو اصول: په مدني سورتونو کې د مسلمانانو او غیر مسلمانانو تر منځ د نړیوالو اړیکو اصول او د هغو حقوق او مسئولیتونه څرګند شوي دي.

۱۴ . د ایتلاف او دوستۍ اصول: په دې سورتونو کې د مختلفو قبیلو او ملتونو سره د ائتلاف، دوستۍ، او همکارۍ اصول بیان شوي دي.

۱۵ . د جماعت او اتحاد اهمیت: په مدني سورتونو کې د مسلمانانو تر منځ د اتحاد او یووالي پر اهمیت ډېر ټینګار شوی، او د اختلاف او فتنې ايجادولو څخه په ډډه کولو امر شوی. دا ټول موضوعات په مدني سورتونو کې د اسلامي ټولنې لپاره مهمې لارښوونې وړاندې کوي او د مسلمانانو د ژوند مختلف اړخونه تنظيموي.


ورته مطالب
+