16-10-2024 مولانا عبدالصبور عباسي
قرآن په اړه:
قرآن د الله جل جلاله کتاب دی، چې د جبرائيل عليه السلام په واسطه يې په محمد ﷺ نازل کړی دی، بيا له نبي علیه السلام نه زرګونو خلکو اورېدلی او زده کړی دی، بيا له هغو نه زرګونو تابعينو اورېدلی او زده کړی دی ، بيا په همدې توګه په تواتر سره موږ ته رسېدلی دی.
موږ ته د قرآن په رسېدلو کښې لږ غوندې شک هم نشته دی، غټ دليل يې دا دی چې په ټولې نړۍ کښې شته مصاحف که غونډ کړل شي، د يو زور او زير تفاوت په کښې نشته دی،.
د قرآن د حفاظت کار د نبي ﷺ له وخت نه پيل شوی وو ، د هغه ﷺ په زمانه کې قرآن په څو طريقو سره محفوظ کېده ، لومړی ليکل: د نبي ﷺ قاعده دا وه چې کله به يو ايت نازل شو ، کاتب به يې وغوښت او و به ليکل شو، دوهم : صحابه کرامو او نبي پاک ﷺ به حفظ کولو، دريم : ځوانانو او ماشومانو به حفظ کولو او دا سلسله همداسې جاري وه، څلورم: ډېرو به ځان ته هم ليکل کول او مصاحف يې جوړ کړي ول.
په پنځم مونځونو ، جمعه او اختر مونځونو ، نوافلو، تهجدو کښې به هر چا تلاوت کول، يعنې د هر چا د قرآن يوه برخه زده وه چې خپل عبادت پرې روان کړي ، همدا راز تراويحو او تهجدو کې به ډېر زيات قرآن لوستل کېده.
د قرآن د حفاظت يوه مهمه ذريعه په قران پرېکړې کول وو چې په دې ترتيب د قرآن ډیرې برخې د خلکو یادې وې، بس هغه زمانه د قرآن زمانه وه ، خلک په کښې ډېر زيات مصروف ول.
د نبوت په پيل کښې د احاديثو ليکل هم ممنوع کړل شول تر څوله قرآن سره حديث ګډ نشي، کله چې د قرآن اسلوب ، ادبياتو او سبک سره خلک اشنا شول او داوود ه ختمه شوه چې قرآن سره به ګډ شي ، بيا نبي ﷺ د حديثو د ليکلو اجازه ورکړه.
د قرآن د حفاظت لويه ذريعه دا هم وه ، حې د قرآن فصاحت، بلاغت او د بيان اسلوب داسې دی چې د عامې عربي سره ئې تفکيک ډېر په آسانه باندې کېږي، تر اوسه داسې کلام چا نه دی وړاندې کړی چې قرآن سره مشابهت ولري او انسان پرې دوکه شي او قرآن يې وګڼي، قرآن ته يو جلا امتياز الله ورکړی دی چې له انساني کلام نه يې جلا کول په آسانه توګه تر سره کېږي.
انساني کلام د وينا سره زړه، مشاعر او د انسان طبعيت دومره تر تاثير لاندې نه راځي ، څومره چې د قرآن لوستل او اورېدل انسان باندې يو ځانګړی تاثير کوي او سړی له ځان سره روانوي او په زړه خوږ او خوندور لګي. په بيا بيا تلاوت يې انسان د ستړيا احساس نه کوي، هر کرت يې چې لولي تازګي او نوښت په کې احساسوي، عام انساني کلام که موږ دوه درې کرته و وايو، بيا ويل يې خوند نه ورکوي او په طبعيت دروند تمامېږي ، خو قرآن چې څومره لوستل کېږي په طبعيت نه بوج کېږي.
که قرآن تدبر سره څوک لولي هغه په هر کرت لوستلو کښې نوي نوي افکارو او تصوراتو سره مخامخ کېږي، چې هغه دا محسوسوي چې دا افکارو خو هغه بل کرت لوست کې ځان ته نه وم متوجه کړی، دا څه نوي شيان ښکاري. زموږ يو ملګری و پلار يې ډېر تلاوت کوه، ځوی يې کيسه کوله چې زما بابا قرآن په کټ کې پرېږدي او په ما پسې را منډه کړي او وايي راشه نوې خبره مې په کښې وموندله ، دا خبره په يو حديث کې هم راغلې ده، چې د قرآن عجائب نه ختمېږي ، ځکه الله تعالی فرمايي قرآن بايد تدبر سره ولوستل شي. تدبر سره په لوستلو قرآن انسان ته خپلې پټې خزانې را برسېره کوي ( افلا يتدبرون القرآن .....).
قرآن د ژوند د ټولو برخو په اړه اصولي لارښوونې کړي دي او د علم او سائنس ډېرو مهمو نکتو ته يې دقيق اشارات کړيدي، چې تدبر سره لوستونکو ته هغه رموز پرانستل کېږي، خو په دې شرط چې لوستونکی استعداد هم ولري.
امام ابوحنيفه رح به د يوې مسئلې لپاره څو کرته قرآن ختموه تر څو لارښوونه په کې ومومي ، همدا لامل دی چې د هغه فقه او مدون شوی قانون ډېر زيات په قران استوار دی، ټول روايات او مرويات يې په قران عرض کړي دي ، کوم چې ورته قرآن سره موافق او نژدې ښکاره شوي دي همغه يې غوره کړيدي، دا کار د هر چا د وس نه دی ، ډېر دقيق فکر او محنت کول غواړي، په همدې اساس هغه د افراطي روايت پرستي او بې مورده عقلانيت نه بچ پاتې شوی دی.
په قران بايد يواځې د دينياتو علماء غور ، فکر او تدبر ونکړي، د نورو علومو ماهرين هم بايد قرآن په تدبر سره ولولي او د خپل علم او تخصص سره مناسب استنباطات ترې وکړي.
قرآن په خپلو ځينو آيتونو کې د مختلفو طبعي او اجتماعي علومو ماهرين هم تدبر او تفکر ته رابللي دي، لکه: أَلَمْ تَرَ أَنَّ اللَّهَ أَنزَلَ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَأَخْرَجْنَا بِهِ ثَمَرَاتٍ مُّخْتَلِفًا أَلْوَانُهَا ۚ وَمِنَ الْجِبَالِ جُدَدٌ بِيضٌ وَحُمْرٌ مُّخْتَلِفٌ أَلْوَانُهَا وَغَرَابِيبُ سُودٌ (۲۷) وَمِنَ النَّاسِ وَالدَّوَابِّ وَالْأَنْعَامِ مُخْتَلِفٌ أَلْوَانُهُ كَذَٰلِكَ ۗ إِنَّمَا يَخْشَى اللَّهَ مِنْ عِبَادِهِ الْعُلَمَاءُ ۗ إِنَّ اللَّهَ عَزِيزٌ غَفُورٌ (۲۸) سورت فاطر.
٫٫آیا تاسو نه وینئ چې الله له آسمان څخه اوبه اوروي، او بیا د هغو له لارې موږ بیلابیل ډول ډول مېوې راوباسو ، چې د هغوی رنګونه مختلف وي؟ په غرونو کې هم سپین، سور او تورې تاريکې لیکې پیدا کیږي چې د هغوی رنګونه مختلف وي.او همدارنګه د انسانانو، څارویو، او مالونو رنګونه هم مختلف دي. په حقیقت کې، د الله د بندګانو څخه یوازې هغه خلک چې علم لري، له الله څخه وېرېږي. بېشکه چې الله ځواکمن او بخښونکی دی،،.
وَلِلَّهِ يَسْجُدُ مَن فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ طَوْعًا وَكَرْهًا وَظِلَالُهُم بِالْغُدُوِّ وَالْآصَالِ ۩ (۱۵)
٫٫د الله لپاره سجده کوي هر هغه څه چې په آسمانونو او ځمکه کې دي، په خوښه او په زور سره، او د هغوی سیوري (هم) د سهار او ماښام په وختونو کې (سجده کوي). (سورت الرعد، آیت ۱۵)
دا آيتونه د تخليق رموزو او اسرارو ته اشاره کوي، چې يو ديني عالم يې ډېر سطحي تشريح کوي، خو که د دغه موضوعاتو سره اړوند متخصصين پرې فکر وکړي ، ممکن ډېرو سترو نتائجو ته ورسېږي. دغه رنګ ايتونه قران کې ډېر زيات دي چې د طبعيت او خپله د انسان د وجود او ځينې حيواناتو په اړه په کې څه اشارات شوي دي.
انسان په قران کښې يواځې له ديني اړخ څخه نه، بلکې د نورو بشري او طبعي اړخونو له پلوه هم ژورې مطالعې ته اړتيا لري. د سائنس، تجربي علومو او رياضي ډېر اساسات مسلمان مفکرينو ايښي دي، هغو سره يواځې قران و، همدې قرآن د هغو فکرونو او عقلونو کې دومره روښانتيا پيدا کړه چې په سائنسي علومو کښې هم مخکې لاړل. علامه اقبال ظاهرشاه خان ته په خطاب کښې وائي
(صد جهان باقي است در قرآن هنوز ـ اندر آياتش يکي خود را بسوز - باز افغان را از آن سوزي بده) يعنې د قرآن په رڼا کښې دا دنيا سل کرته بيا جوړېږي ، خو ته د قرآن آيتونو کې ځان وسوزوه ، بيا افغانانو ته هغه سوز او سوخت منتقل کړه.
يعنې که دا دنيا سل کرته ورانه شي د قرآن په رڼا کښې بيا سل کرته په مختلفو بڼو بيا جوړېدی شي، يا دا چې دا اوس حې څه کشف شوي دا ټول نه دي، ډېر لا پاتي چې موږ يې د قرآن په رڼا کښې لاس ته راوړی شو. خو موږ پرې نن سبا دا خپله دنيا جوړ ه نکړای شوه، دا زموږ د نا اهلي او عدم کفايت غټ ثبوت دی چې له علم نه مو ځان لرې کړی دی.
قران کې موږ په عمومي توګه دوه قسمه ايتونه لرو ، يو هغه چې تشريعي بڼه لري، يا قصص، امثال او مواعظ دي ، دوهم هغه ايتونه دي چې د کائناتو او نړۍ د مطالعې په اړه د انسان پام را ګرځوي ، مخکنيو مسلمانانو دواړو ته پاملرنه کړې وه، چې اسلامي مکتبه پرې شاهدي ورکوي، له عباس بن فرناس نه تر ابوعلي سينا پورې يوه اوږده لړۍ ده، چې څوک ترې انکار نه شي کولی، خو کله چې په اجتهاد بنديز ولګېده، فقه، اصول فقه، اصول حديث، د قرآن تفسير ، اصول تفسير په ټولو کښې په دې بسنه وشوه چې مشرانو څه ليکلي همغه درست دي، تجديد ، نوښت ، تحقيق او څېړنه بابېزه وګڼل شوه ، د مشرانو کار ته د تقدس په سترګه وکتل شول او د انتقاد او نیوکې نه پورته وګڼلشو ، دا خبره مسلم ومنل شوه چې د تمدن ارتقاء او پراختيا لپاره زموږ د خپلو مشرانو په خبرو کې ترميم او تعديل نه شو کولي او د تمدن پراختيا په فقه هيڅ تاثير نه لري، او که بيا چا د مناسب اجتهاد کوښښ هم کړی ، په هغه قسم قسم فتواوې صادر شوي، او کمال دا شوی چې يو هم نه دی بچ شوی.
په ديني اجتهاد باندې د بنديز تاثير په ساينسي او عصري علومو کښې هم د امت سير د جمود په لور روان کړ، همدا وه چې عصري او ساينسي علومو کښې موږ ورځ په ورځ په شا تګ وکړ ، د مستبدو بادشاهانو په حکومتونو کښې صوفیان، درباري ملايان ، واړه مستبد حاکمان، ښه ډېر پيدا شول ، بيا د استبداد او دکتاتورۍ له امله ، لټ ، سست او کاهل چاپلوسان منځ ته راغلل چې ټوله ورځ به په دربارونو کې ناست ول او مفت انعامونه به يې اخيستل ، شعر شاعري او ادب هم لکه د اوس په شان د تملق او له ظالمو بادشاهانو نه د انعام حاصلولو د يوې وسيلې په توګه کارول کېده. اجتهاد، ابتکار، نوښت ، په ديني او عصري علومو کې تحقيق او څېړنې سر وخوړ ، قرآن يواځې د حسن قرات، تجويد ، حفظ او مختصر ديني مذهبي تفسير پورې منحصره پاتې شو.
هر مذهب والا د خپلې خوښی تفاسير وليکل ، چا د خپل عقل په رڼا کښې وليکل چې نقل ته يې په کې هيڅ اهميت ورنکړ، لکه معتزله، چا عقل مطلقا رد کړ لکه ظاهريان او نور روايت پرستان ، چا د رواياتو په حساب وليکل عقل يې په کښې ونه کاروه ، تر دې چې تفاسير د مختلفو فرقو د جنجالونو مرکز وګرځېده،
بيا حنفيانو ، مالکيانو، شافعيانو د احکام القرآن په نوم تفاسير وليکل چې قرآن يې د فقهي جنجالونو د جنګ مرکز و ګرځاوه، تر اوسه د شيعه تفسير جلا دی او د سني جلا، بيا سنيانو کې د دیوبند خپل تفاسير دي او د بريلوي فرقې او هل حديثو خپل، جګړه لا ګرمه روانه ده.
د دغه جنجال له امله د قرآن اصلي پيغام او داعيه تت او کم رنګه شوه ، اوس د قرآن يو عام طالب د دې تفاسيرو له مطالعې نه وروسته په دې نه پوهېږي چې د قرآن اصلي پيغام څه دی، دا د څه لپاره راغلی و، کوم کتاب چې له جزيرة العرب نه تر ديواري چین او قفقاز نه تر افریقې دا پراخه نړۍ متحد کړې وه ، هغه نن د دوه مدرسو ملايان ولې نشي يو ځای کولی؟
دا ځکه چې له موږ نه د قرآن اصلي پيغام ورک شوی دی، نو په څه به سره متحد شو، هره فرقه دا ګڼي چې قرآن زموږ د فرقې د حقانيت د اثبات او زموږ د مخالف د ترديد لپاره راغلی دی (او همدا ورته تلقين شويدي)، نو نن سبا قرآن ډېر مظلوم کتاب دی، څوک اجازه نه ورکوي چې اصلي پيغام ئې د خلکو مخې ته راشي.
علامه اقبال مرحوم د قرآن د اصلي پيغام په اړه وائي:
۱ ـ آن كتاب زنده قرآن حكيم ـ حكمت او لايزال است و قديم ـ رهزنان از حفظ او رهبر شدند ـ از كتابي صاحب دفتر شدند ـ گر تو ميخواهي مسلمان زيستن ـ نيست ممكن جز به قرآن زيستن.
۲ ـ نقش قرآن تا درين عالم نشست ـ نقشهاي كاهن و پاپا شكست ـ فاش گويم آنچه در دل مضمر است ـ اين كتابي نيست چيزي ديگر است ـ چون بجان دريافت، جان ديگر شود ـ جان چو ديگر شد جهان ديگر شود.
۳ ـ مينداني آيهي ام الکتاب ـ امت عادل ترا آمد خطاب -در جهان وابستهي دينش حيات ـ
نيست ممکن جز بآئينش حيات ـ اي که ميداري كتابش در بغل ـ تيزتر نه پا به ميدان عمل.
په دې لنډو بيتونو کې اقبال د قرآن پيغام ډېر ښه واضح کړی دی: چې کوم قوم قرآن خپل کړ او د هغه ابدي حکمت ته يې غاړه کېښوده، هغه قومونه پرمختګ کوي ، لوړ او پورته کېږي، د علم ، حکمت او پوهې خاوندان ترې جوړېږي، د يو سوچه مسلمان په توګه ژوند تېرولو لپاره قرآن ډېر اړين دی ، د قرآن د لارښوونو نه پرته درست ژوند تېرول ګران دي،.
د قرآن له راتلو سره پاپائيت ختم شو ، هر څوک خپله له خپل رب سره وتړل شو، د پاپ واسطې ته حاجت پاتې نه شو، دا يواځې يو کتاب نه دی بلکې د انقلاب او تغيير سر مشق دی، انسان له داخل نه بدلوي او چې انسان تغيير شو، نړۍ ورسره په اساني تغيير خوري.
ای مسلمانه قرآن تا ته د عادل امت خطاب کوي، تا عادل امت ګڼي. اوبيا وايي: په نړۍ کې د یو شخص ژوند د هغه له دین سره تړلی دی، بې له دین (آیین) نه ژوند ممکن نه دی.
په بل عبارت، شعر دا مفهوم وړاندې کوي چې د یو انسان حقیقي ژوند او بقا د هغه د دین او عقیدې په پیروي پورې تړاو لري، او پرته له دین نه انسان په حقیقت کې ژوند نه شي کولی. او ته چې د پيغمبر کتاب( قرآن) غېږ کې نيسې ، نو د دې غوښتنه دا ده چې عمل ته به اماده کېږي، د سستي او تنبلي ته به شا کړې ، په جديت سره د عمل ميدان ته و دانګې، د امت د پرمختګ لپاره ګامونه پورته کړئ.
ماپه دې خپله ليکنه کې دا عزم کړی چې د قرآن اصلي پيغام د لوستونکي مخې ته راولم ، اختلافي شيانو کې د اعتدال لار ونيسم ، ځوان نسل کنفيوز نکړم، او امت وحدت او اتفاق ته دعوت کړم ، په اصولو او اساساتو کې نرمي ونکړم او په فروعو کې سختي.