سورت فاتحه

16-10-2024    مولانا عبدالصبور عباسي


د سورت فاتحې په اړه پيليزې خبرې:

سورت فاتحه، چې د قرآن کريم لومړنی سورت دی، د نزول په حساب هم لومړنی سورت دی چې په بشپړ صورت کښې نازل شوی دی ، البته له دېنه وړاندې متفرق ايتونه نازل شوي دي، خو د کامل سورت په بڼه سورت فاتحه لومړۍ نازل شوېده.
د مسلمانانو په ورځني لمونځ کې هم مهم ځای لري، دا سورت د الله د درناوي، ثنا او له الله نه د دعا غوښتلو ترتيب را په ګوته کوي، د قرآن او فاتحې ارتباط د دعاء او د دعاء د ځواب دی، فاتحه کښې بنده له الله نه غوښتنه کوي چې نېغه لاره ورته په ګوته کړي ، د دې غوښتنې په ځواب کښې يې قرآن مخې ته کېښودل شو ، چې دغه قرآن تاسو ته د نېغې لارې په لور لارښوونه کوي.

د دې سورت مضامين په لاندې ډول دي:

1. حمد او ثنا: د سورت فاتحه په لومړيو آيتونو کې د الله تعالی حمد او ستاينه کيږي، چې هغه د ټولې نړۍ رب، رحمن او رحيم، او د قيامت ورځې مالک دی.

2. عبادت او استعانت: په دې سورت کې مسلمانان د الله تعالی په وړاندې خپله عاجزي او تواضع څرګندوي، چې يوازې د الله عبادت کوي او يوازې له هغه نه مرسته غواړي.

3. هدايت غوښتنه: په سورت فاتحه کې مسلمانان له الله نه د سمې لارې غوښتنه کوي، چې دا لاره د هغو کسانو ده چې الله پرې احسان کړی، نه د هغو کسانو چې ګمراه شوي يا په عذاب اخته دي.

4. دعا او استغاثه: دا سورت د دعا او استغاثې په توګه ختمېږي، چې مسلمانان الله نه د هدايت او مرستې غوښتنه کوي.
د سورت فاتحه په ژوره مانا او اهمیت کې نور هم ډير مضامین شته، چې ځینې یې لاندې ذکر شوي:

5. د ربوبیت تذکر: "الحمد لله رب العالمين" د دې مفهوم څرګندونه کوي چې الله تعالی د ټولو مخلوقاتو پالونکی او روزونکی دی. دا د الله تعالی د ربوبیت صفات بیانوي، چې په دې کې د انسانانو ژوند او مرګ، روزي، او ټولې چارې شاملې دي.

6. توحید او اخلاص: "إياك نعبد وإياك نستعين" په دې آيت کې د الله په وړاندې د بنده ګۍ او اخلاص اظهار کیږي. دا توحید ته اشاره کوي، چې یوازینی الله تعالی دی چې عبادت او مرسته ترې غوښتل کیږي.

7. د عدالت او جزا یادونه: "مالك يوم الدين" په دې آيت کې د قيامت ورځ يادونه شوې، چې په دې ورځ به هر څوک د خپلو کړنو جزا ترلاسه کوي. دا انسانانو ته د حساب د ورځې یادونه کوي چې په خپلو اعمالو کې باید د الله د رضا په پام کې ونیول شي.

8. د مثبتو او منفي مثالونو یادونه: "صراط الذين أنعمت عليهم" او "غير المغضوب عليهم ولا الضالين" په دې آيتونو کې دوه مختلفې لارې ذکر شوې دي. لومړۍ د هغو کسانو لاره ده چې الله پرې احسان کړی (پيغمبران، صالحین)، او دوهمه د هغو کسانو لاره ده چې د الله غضب پرې شوی یا ګمراه شوي دي (کافر، منافق، او  يهود او نصارا په ځانګړې توګه).

9. د ژوند اصول: سورت فاتحه په ټوله کې مسلمانانو ته د ژوند اصول په ګوته کوي. دا اصول په الله باندې ایمان، عبادت، تواضع، د صحیح لارې غوښتنه، او د قیامت ورځې په یاد باندې مشتمل دي.

10. د دعا مفهوم: دا سورت د دعا د اهمیت او مفهوم ښکارندویي کوي. مسلمانان دې دعا سره په خپل ژوند کې د الله هدایت او برکتونه غواړي، چې هغوی ته په هر ګام کې صحیح لاره وښيي.
په مجموع کې، سورت فاتحه يو جامع دعا ده چې مسلمانان يې په خپلو لمونځونو کې د الله تعالی د رضایت او هدايت لپاره تکراروي.
سورت فاتحه د مسلمانانو لپاره یو کامل درس دی چې د  مسلمانانو مهم عقائد په کې ذکر شوي دي لکه په الله ایمان، د هغه ثنا ويل، هغه د قيامت د ورځې يواځيني بادشاه ګنل ، هغه سره د عبادت ژمنه او دا چې مرسته به يواځې له هغه نه غواړي ، هغه نه د سمې لارې د پېژندو او په هغې د روانېدو غوښتنه، د ښو او ناکاره خلکو پېژندنه او مثالونه يې هم بيان شوی دی. 

د سورت فاتحې بشپړ تفسير:

(د سورة فاتحې لنډه پېژنده)


فاتحه پښتو کښې  پرانستونکې او پيل کوونکې ته وايي، دې سورت ځکه فاتحه وائي چې له دېنه د قرآن پرانسته او پيل شوی دی او د لمانځه پيل هم ترې کېږي. 

حافظ جلال الدین السیوطي د سورت فاتحې  ٫٫ ۲۵،،‌ نومونه یاد کړیدي، ځينو ویلي دي شل  نومونه لري. هر چا دخپل تحقیق او څېړنې په کچه خبره کړېده.


(ځینې نومونه یې علامه سیوطي دا لاندني یاد کړي دي):

 الفاتحة، فاتحة الكتاب، أم الكتاب، أم القرآن، القرآن العظيم، السبع المثاني، الوافية، الكنز، الكافية، الأساس، النور، سورة الحمد، سورة الشكر، سورة الحمد الأولى، سورة الحمد القصرى، الرُّقية، الشفاء، الشافية، سورة الصلاة.

(الاتقان في علوم القران)

په  دې کښې ډېر، نومونه داسې دي چې په روایاتو کښې ئې ذکر راغلی دی، د سوة فاتحې ډېر نومونه  صفتي یا لقبي نومونه دي.


(دایتونو شمیر):

د آیتونو شمېر یې په اتفاق د علماؤ اووه(٧) دی.

ځینې تسمیة (بسم الله....) له سورة الفاتحة نه یو آیت ګڼي.

کوم علماء چې تسمیة له فاتحې نه یو آیت نه مني، بلکې مستقل آيت يې ګڼي ، هغوی شپږم آیت ٫٫صراط الذین انعمت علیهم،،  شمېري او اووم آيت ئې غير المغضوب عليهم ولاالضالين ګڼي.

د دې پيليزو خبرو نه وروسته د فاتحې د آيتونو په تفسير پيل کوو، طبعا چې د فاتحې په پيل کښې تسميه ( بسم الله.....) په دې اړه به هم خبره کېږي.


بسم الله الرحمن الرحیم.:

٫٫پيل کوم د هغه الله په نوم چې رحمن او رحیم دی،،

تفسير:

د الله د ډېرو صفتونو څښتن او مالک دی،  خو دلته د قرآن د پيل او پرانستې لپاره ئې د رحمن او رحيم صفتونه انتخاب کړل ، دا دېته اشاره کوي چې دغه کتاب چې د انسان د لارښوونې لپاره زه لېږم ، دې کښې ياد شوي قوانين ، احکام او حتیٰ  حدود، په بندګانو د خدای د رحمت په اساس ټاکل شوي، الله په خپلو بندګانو مهربان دی ، هر حکم يې د بندګانو په خير او ګټه تمامېږي، کله به يو حکم د يو چا په نسبت سخت ښکاري ، لکه له غل نه لاس پرېکول يا محصن زاني سنګسارول، دا درست ده چې دغه يو فرد ته به په ځان د دغه حکم تطبیق ګران ښکاري، خو دې کښې د عام انسانيت د شرف ، عزت او مال د خوندي کېدو ګټې نغښتې دي ، چې د مجرم  له دې وېرونې سره په ټولنه کښې د عام وګړي لپاره ، سکون او اطمینان رامنځ ته کېږي، د خپل ځان ، مال او د کورنۍ د شرف، عزت او ابرو په اړه ورته اطمینان ور په برخه کېږي ، په يو مجرم باندې د ترحم په خاطر د ټولنې، ژوند، مال ، شرف ، عزت او سکون په خطر کښې اچول هيڅ عقل مندي نه ده او مجرم ته سزا ورکول  د خدای د رحمانيت له صفت سره منافي عمل نه شو ګڼلی، ځکه هغه په عامو خلکو هم مهربان دی هغه ته د مجرم په نسبت د عامو خلکو مفاد، عزت، شرف او هوساينه ډېره مهمه ده، دغه ځينې سختۍ هم په عام مخلوق د هغه د رحمانيت د صفت غوښتنه ده.


د کار په پيل کښې بسم الله.... ويل:

کله چې موږ د يو جائز  کار پيل کوو، موږ ته لارښوونه شوېده، چې له بسم الله .... نه ئې پيل کړو، د دې ګټې دا دي چې له دې سره زموږ ارتباط او اړيکه له خدای سره مسلسل قائمه پاتې کېږي ، ځکه انسان هر وخت د يو کار د پيل په تکل کښې  وي، که انسان د هر کار په پيل کښې د خدای نوم يادوي، الله سره ئې ارتباط ټينګ پاتې کېږي، چې دا ډېر مهم او ضروري او ګټور کار دی.

دوهم دا چې په کارونو کښې ورسره د الله مرسته شاملېږي، انسان د ژوند په هره لحظه کښې د خدای د مرستې محتاج دی، بايد هر کار کښې له خپل رب نه مرسته وغواړي.

دريم دا چې کله انسان په دې عادت شي چې د هر کار په پيل کښې بسم الله ...... وائي ، نو کله چې د ده لاس غلط کار ته اوږدېږي او د‌ عادت له مخې يې خولې ته بسم الله .... راځي ، نو دی به د هغه کار د کولو په اړه سل کرته فکر کوي او دا تصور به يې زوروي چې زه  په يو کار بسم الله ... هم نه شم ويلی ، نو ولې وکړم ، په دې ترتيب ممکن دی له ډېرو ګناهونو نه وساتل شي. اسلام دا غواړي چې مسلمان مسلسل له الله سره په ارتباط کښې وي، د دې هدف لپاره يې مختلف وسائل په کار اچولي دي، چې يوه وسيله  يې دا هم ده.


۱- الحمدلله رب العالمین. ٫٫ستاینه ده هغه الله (جل جلاله) لره، چې د ټولو نړيوالو پالونکی دی،، تاسو دا ترجمه هم کولی شئ،

"ټوله ستاینه او مننه د ټولو جهانونو پالونکي یوازیني الله لپاره ده." دې کې د شکر مفهوم هم راغلی دی.

(د حمد ، مدح او شکر  تفاوت):

( د حمد معنا):

حمد د ثناء ، ستاینې ، شکر او دعاء په توګه استعمالېږي، د دعاء مفهوم په کښې ډېر دقیق پروت دی. د فارسي ترجمه یې ستایش او سپاس شوې ده.


د حمد اصطلاحي معنا:

هوالثناء باللسان علی الجمیل الاختیاري ، علی جهة التعظیم والتبجیل.

٫٫ حمد د تعظیم او احترام  په نیت په ژبه د چا د ښو صفاتو او خویونو ، ستاینه کول دي، خو هغه صفات او خویونه چې اختیاري وي،  لکه د چا سخاوت یا شجاعت ستایل.


حمد سره نژدې لفظ د مدح دی، (د مدحې معنا):

مدح هم په ژبه د چا د ښو اوصافو ستایل دي، البته هغه اوصاف چې اختیاري نه وي لکه د چا حسن ستایل.

دلته (په الحمدلله کښې)  له حمد نه مراد د الوهیت ټول صفات دي.


مفسرین د مزید وضاحت لپاره وایي:

د الحمدُ او لِلّٰهِ ترمنځ د ٫٫واجبُُ یا ثابتُُ،،  توری مفهوماً مراد دی یعنې الحمد واجب يا ثابت لِلّٰهِ.

٫٫حمد الله لره  واجب ، یا ثابت دی،،.

دلته الله دخپل ذات ستاینه کړې ده، د هغه لپاره داسې کول درست دي تر څو بندګان يې وپېژني او انسان متوجه کول هم ترې هدف دی چې باید دالله حمد او ثنا ويلو ته پاملرنه وکړي.


(د حمد او شکر فرق)

د حمد او شکر فرق دا دی چې شکر له ژبې سره په زړه او نورو غړو هم ترسره کیدای شي او حمد فقط په ژبه ویل کېږي.

شکر عموما د نعمت او احسان په مقابل کښې ترسره کېږي او حمد عام دی چې د نعمت مقابل کښې وي او که نه؛ بلکې حمد  د چا د ښو صفاتو له امله کېږي، خو داسې به څوک وي چې د خدای نعمتونه پرې نه وي،

له دې امله رئيس المفسرين امام ابن جرير طبري دلته حمد د شکر په معنا اخيستی دی او په دې اړه يې له ابن عباس نه هم يو روايت نقل کړی دی.

(الله):

١-د لغت د ماهرینو یو نظر دا دی چې د ٫٫الله،، د توري اصل مادة: أله، يأله إلاهُُ، دى.

په وزن د فِعٙالُُ. دا توری (إلاهُُ) مصدر دی ، خو اِلاهُُ (مصدر) دلته  په معنا د مألوهُُ (اسمٍ مفعول)  دى، د مألوهُُ معنا ده معبود ( هغه ذات چې عبادت یې کېږي ).

بیا د  ٫٫اِلاهُُ،،  په سر کښې الف او لام زیات شول، له دې سره له دې لفظ نه د "الله" لفظ جوړ شو.

او معنا یې کېږي : المعبود بِحٙقِِ،   (حق معبود ، ریښتونی معبود ، د عبادت اصلي حقدار)

ځکه دلته د ٫٫اِلاهُُ،، په سر کښې د ٫٫اَلْ،، توری زیات شو دی، له دې زیادت سره له ٫٫اِلاهُُ،، نه ٫٫اٙلْاِلٰهُ،، جوړ شو، نو معنا یې هم له معبود نه مخکې لاړه  حق معبود/ ریښتونی معبود/ یا د عبادت اصلي حقدار جوړه شوه.

بیا ٫٫ألإلهُ،، کښې د عربي ګرامر له مخې اعلال شوی، يعنې منځنی حمزه یې ساقط شوی ، د  الله لفظ  ترې جوړ شوی دی.


٢- دوهم د عربي ژبې ځینو پوهانو  ویلي:  چې د الله لفظ له  ٫٫أله، يأله،،  نه مشتق نه دی، بس دغه توری د  کائناتو د خالق اسم علم دی، عربانو له اسلام نه مخکې هم د الله  د توري استعمال د خپل خالق لپاره کولو.

د الله د لفظ تعریف علماوو داسې لیکلی دی:

ولفظ «الله» هو عَلَمٌ على الذات الواجب الوجود المستحق لجميع المحامد، وهو الإله الحق لجميع المخلوقات ولا معبود بحق إلا هو.

ژباړه:

د الله لفظ د یو داسې ذات اسمِ علم دی چې د کمال د ټولو صفتونو مستحق دی او د ټولو مخلوقاتو حق معبود دی ، له هغه نه پرته بل څوک حق معبود نشته دی.

لکه څنګه چې د الله ذات یو دی هم دغه ډول د الله لفظ هم نه جمع کېږي او نه تثنیه کېږي، تل مفرد دی.

( الرب):

الرَّب عربي ژبه کښې د الله له نومونو نه یو نوم دی.

پرته له اضافت نه ئې اطلاق له الله څخه پرته په بل چا نه کېږي ، د اضافت مثال لکه رب الدار ( دکورمالک)

د رب معنا ده:  پالونکی، مالک ، او السید ، الرئیس یعنې حاکم ،  الله ته د رب العالمین ویلو معنا ده: چې د ټول مخلوق پالونکی ، مالک او حاکم دی.

( العالَمین ):

العالمین: جمع د العالَم ده،  عالَم وایي: پرته له الله نه ټولو موجوداتو ته.

دلغت ځینو پوهانو ویلي: د عالَمُُ اطلاق یواځې  په هر عقل لرونکي ذی روح مخلق باندې  کېږي،  لکه انسان،  ملائک،  جنیات او شیاطین.


پوښتنه: مخلوق ته ولې عالَمُُ  ویل کېږي؟  الزجَّاج د عربیت ماهر  وایي:

وهو: مأخوذ من العَلم، والعَلامَة لأنه يدل على موجده.

ژباړه: عالَم له علَمُُ او علامةُُ نه اخیستل شوی علامة نښې ته وایي او  دا مخلوقات هم په خپل مُوجِد ( ايجاد کوونکي)  دلالت کوي.

موجودات د موجد(ايجاد کونکي)  د وجود نښه او دلیل دی، ځکه بې له خالق نه مخلوق منځ ته نه شي راتلای، د خٙلْقِ بِلا خالق( له خدايه پرته مخلوق)  فلسفه په تېر شوي قرن کښې د کمونیزم مؤسسینو وړاندې کړې وه، پخوا زمانو کښې هم لږ دهریان (د خدای منکرین) تېر شوي دي چې د خٙلقِ بِلا خالق د عقیدې قائل ول.د، خو عموما نړئ کښې دا عقيده د عقلاؤ او پوهانو له اړخه د تاريخ په اوږدو کښې درسته نه ده ګنلې شوې.


قران یې داسې ذکر کړیدی:

إِنْ هِىَ إِلَّا حَيَاتُنَا ٱلدُّنْيَا نَمُوتُ وَنَحْيَا وَمَا نَحْنُ بِمَبْعُوثِينَ.(المؤمنون:٣٧)

وَقَالُوا مَا هِيَ إِلَّا حَيَاتُنَا الدُّنْيَا نَمُوتُ وَنَحْيَا وَمَا يُهْلِكُنَا إِلَّا الدَّهْرُ ۚ وَمَا لَهُم بِذَٰلِكَ مِنْ عِلْمٍ ۖ إِنْ هُمْ إِلَّا يَظُنُّونَ.(الجاثیة:٢٤).


ژباړه: (دوی وائي):  فقط زموږ د دنیا دا ژوند دی ، مړه کېږو او ژوندي کېږو او موږ د قبرونو نه ( د حساب کتاب) لپاره نه پاڅول کېږو.

دوی وائي: نه دی مګر زموږ د دنیا دا ژوند دی، مړه کېږو او ژوندي کېږو، موږ نه هلاکوي مګر زمانه، او نشته دویته په دې اړه څه علم ، دوی فقط له ګومان څخه کار اخلي. 


۲ - الرحمن الرحیم: ٫٫هغه رحمن او رحیم دی،،

رحمن او رحیم د مبالغې صيغې دي. د دې اسماؤ اصل مادة رَحْمٙةُُ  دی رحمة وايي: رقة القلب (دزړه نرم والي) ته؛ خو د الله نومونه الله ته د غایاتو په اعتبار  استعمالېږي له دې امله یې معنا کوو: مهرباني، احسان ، پیرزوینه ، سخا ، کَرَمْ، بخښنه.

فارسي کښې یې معنا کوي:  مهربان و بخشاینده( بخښونکی).

د یوې معنا د ادا کولو لپاره د دوه صیغو(رحمن او رحیم) په  استعمال کښې علمي نکتې:


المبرد وایي:

رحمن کښې کمال د رحمت ته  او رحیم کښې ایصال د رحمت ته اشاره شوېده ، په دې معنا چې رحمت یې بشپړ دی او پېرزوينې ئې مسلسل په بندګانو جاري دي. ځینې علماء وایي:

رحمن کښې عموم ته اشاره ده، د مثال په توګه دنیا کښې یې پیرزوینې په هر نیک او بد باندې  جاري دي. اوپه رحیم کښې خصوص ته اشاره ده مثلا:  اخرت کښې دالله رحمت، بخښنه او پیرزوینه یواځې  مؤمنانو پورې ځانګړې ده.

د اهل تشیع کتابونو کښې همدغه رنګ یو روایت د امام جعفر صادق علیه السلام نه هم نقل شوی دی.

ځینې وایي:

د دوه صیغو په استعمال کښې د الله د رحمت شمول ، دوام او لزوم  ته اشاره ده ، چې دالله رحمت ټولو مخلوقاتو ته شامل دی، مسلسل دوام لري او دا چې، رحمت کول الله په ځان لازم ګرزولی دی،

د ابن تیمیه او ابن قیم نظرونه که ګډ شي تقریبا دغه مفهوم ورکوي.


وَإِذَا جَاءَكَ الَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِآيَاتِنَا فَقُلْ سَلَامٌ عَلَيْكُمْ ۖ كَتَبَ رَبُّكُمْ عَلَىٰ نَفْسِهِ الرَّحْمَةَ ۖ أَنَّهُ مَنْ عَمِلَ مِنكُمْ سُوءًا بِجَهَالَةٍ ثُمَّ تَابَ مِن بَعْدِهِ وَأَصْلَحَ فَأَنَّهُ غَفُورٌ رَّحِيمٌ (الانعام54).

په دغه ایت  کښې هم په مؤمنانو  د هغه د ځانګړي رحمت او هم دهغه د رحمت د لزوم خبره شوېده.


( له رحمن او رحیم نه د قران پیل):

د الله له خوا د دغه دوه صفتونو ځنې د قرآن پيل دېته اشاره کوي چې د الله د تعلق او ارتباط نوعیت له مخلق سره د رحمت ، پیرزوینې او مهربانۍ دی.


۳ - مالک یوم الدین. ٫٫هغه د جزاء د ورځې مالک دی،،

مالِک او ملِک دواړه ه قسمه لوستل شوی دی، د عاصم په قرائت کښې  مالِک دی، مالک وایي:څښتن ته  عرب وایي:  مالک الدار دکور مالک ٫٫څښتن،، الله تعالی د جزاء د ورځې مالک، څښتن او واک لرونکی دی.

(د‌ ملِک معنا):

مٙلِک، بادشاه ته وایي ،  معنا دا شوه چې الله د د قیامت د ورځې بادشاه دی.

د الله په اړه دواړه معنا ګانې درستې دي، ځکه چې همغه د حساب کتاب د ورځې واکدار او څښتن دی.


( الدین):

الدین، جزاء او بدلې ته وایي، اخرنۍ ورز ته د جزاء ورځ ځکه ویل کېږي چې هلته به هر څوک د خپل عمل جزاء او بدله ګوري.

دا آیت د هغو خلکو د عقائدو د اصلاح لپاره ویل شوی دی چې دا عقيده یې لري چې زموږ معبودان به د آخرت په ورځ موږ د الله له عذاب نه خلاصوي.

دلته خبره واضح شوه چې د حساب، کتاب د ورځې څښتن او بادشاه يواځې الله دی هیڅوک د الله له عذاب څخه څوک نه شي خلاصولی ، د خلاصون لپاره درې مهم اسباب دي، لومړی: ایمان دوهم : صالح عمل ، او دريم : د الله فضل. د درستې عقېدې او صالح عمل په نتیجه کښې پر بنده د الله تعالی فضل کېږي.


۴ - إیَّاکَ نَعبُدُ وَ إیّاکَ نستعٍینُ.

٫٫ يواځې ستا عبادت کوو او يواځې له تا نه مرسته غواړو،،

دې آیت کښې دا رازده کوي چې د عبادت لائق یواځې الله دی ، له هغه سره بل څوک شریک نشته دی چې موږ دهغه بل  عبادت هم وکړو.

انبیاء ، اولیاء ، علماء ، پیریان ، ملائک نه له الله سره شریک دي، او نه د عبادت استحقاق

لري، همدا راز لمر ، سپوږمۍ ، ستوري ، اور ، بتان ، قبرونه ،  تېګې ، ونې او بوټي هم د دې وړ نه دي چې موږ ورته سر ټیټ کړو، یا ترې د خیر هیله ولرو او یا یې له ضرر نه و وېرېږو.

د خیر او  شر مالک یواځې الله دی ،  خیر او  شر دواړه د الله په واک کښې دي.

څومره کیسې چې خلکو په دې باب اورېدلي دي ،  چې له الله نه پرته بل څوک هم په غیبي توګه ، د اسبابو له استعمال نه پرته چاته تاوان یا ګټه رسولی شي ، دا د اسلام له تعلیماتو نه مخالفې او دروغ کیسې دي. قران وایي: وَالَّذِينَ تَدْعُونَ مِنْ دُونِهِ مَا يَمْلِكُونَ مِنْ قِطْمِيرٍ.

٫٫هغه چې تاسو ئې له الله څخه پرته را بولئ، هغه  د يوې ذرې څښتنان هم نه دي.(فاطر ١٣)


إِن تَدْعُوهُمْ لَا يَسْمَعُواْ دُعَآءَكُمْ وَلَوْ سَمِعُواْ مَا ٱسْتَجَابُواْ لَكُمْ.

٫٫که تاسو یې را و بولئ، ستاسو بلنه نه اوري او که بالفرض ستاسو بلنه واوري ، ستاسو دعاء نه شي قبلولی. (فاطر ١٤)

له الله پرته بل هیڅوک د چا چغې او فریادونه نه شي اورېدی ، که یې واوري بیا یې د قبول وړتیا او واک نه لري.


(لفظي تحلیلونه) :

اِیّاکٙ ، د مفعول ضمیر دی، راجع دی الله ته ، د مفعول ضمیر کې قاعده دا ده چې له فعل نه

وروسته د متصل ضمير په بڼه راځي، کله چې دمفعول ضمیر په فعل مخکې کېږي نو متصل ضمير په منفصل تبديلېږي او دا کار د ځانګړی هدف لپاره ترسره کېږي ، دلته هغه ځانګړی هدف او غرض حصر او اختصاص دی ، یعنې دا چې موږ دا عبادت په الله پورې مختص او ځانګړی کوو ، بل څوک ورسره د نه شریکولو ژمنه کوو.


همدا مسئله په ٫٫ایاک نستعین ،، کې ده ، چې ضمیر متصل په منفصل تبدیل شویدی، يعنې د کوم ضمیر ځای چې وروسته و ، مقدم ګرځول شوی ،  (ضمير په  فعل مقدم شوی) اوس یې معنا شوه: ٫٫یواځې له تانه مرسته غواړو ، نه له بل چانه،،.

همدې ته توحید وایي، چې عبادت یواځې د الله وکړل شي او غیبي استعانت او مرسته  هم یواځې له الله نه وغوښتل شي.

کوم امور چې د اسبابو لاندې نه راځي ، هغې کې له مخلوق ځنې مرسته غوښتل او دا عقیده ساتل چې ده سره داسې غیبي قوت شته  دی چې د اسبابو او وسائلو له  استعمال پرته هم مرسته کولی شي ،  دغه شان عقیده ساتل په   شرک  کې حسابېږي.

  توحید دېته  ويل کېږي چې عبادت یواځې د الله وکړل شي او مرسته هم  یواځې له الله نه وغوښتل شي.


۵ - إهدِنا الصِّراطَ المُستقِيمَ.د: ٫٫موږ ته سمه لار و ښایه،، او دا تر جمه هم کېدای شي، موږ په

سمه لار کلک کړه، دا ځکه چې نیغه لار خو موږ ته ښول شوې ده، اوس دعاء کوو چې الله مو پرې کلک کړي.

له هدایت غوښتو څخه هدف دا دی چې موږ ته د فکر او عمل د داسې منهج لور ته لارښونه وکړه، چې موږ ته زموږ د ژوند ټولو اړخونو کې حق لار تعیین کړي ، تر څو موږ له فکري ، اعتقادي او عملي ، بې لاریتوب څخه بچ شو او د اعتدال ، وسطیت او توازن لار ښه و پېژنو.


(ارتباط):

د مخکنې آیت اخر کښې راغلل "ایاک نستعین" دلته راغلل، اهدناالصراط المستقیم.

یعنې موږ سره دا مرسته هم  وکړه چې نېغه لار مونږ ته وښایه ، ځکه له ټولو نه غټه مرسته همدا ده چې انسان یې د درستې لارې د پېژندلو لپاره له  الله نه غواړي.

(د هدایت معنا): د هدايت معنا ده: الدلالة بلطف. ٫٫په نرمي سره لارښونه کول.


(د هدایت اقسام):

قاضي بیضاوي د هدایت څلور اقسام بیان کړي دي.

١ - إفاضة القوىٰ التي بها يتمكن المرء من الاهتداء إلى مصالحه كالقوة العقلية والحواس الباطنة والمشاعر الظاهرة.

(داسې قوتونه الله انسان ته ورکړي چې بنده پرې د خپلو مصالحو پېژندلو ته لار پیدا کړي، لکه عقلي قوتونه ، باطني حواس او ظاهري مشاعر او حواس. نو داهم یو نوع هدایت دی.

٢- دوهم دا چې  د حق او باطل ، صلاح او فساد  د جلا والي په خاطر الله تعالی داسې  دلائل قائم کړي چې انسان د هغې په اساس د حق او باطل د توپیر لار ومومي.  لکه چې الله

فرمایي:و هدینه النجدین.(البلد:۱۰) وَأَمَّا ثَمُودُ فَهَدَيْنَـٰهُمْ فَٱسْتَحَبُّواْ ٱلْعَمَىٰ عَلَى ٱلْهُدَی.

(فصلت:۱۷)

٣- یو نوع هدایت دا دی چې الله کتابونه نازل کړي او انبیاء را ولېږي چې خلکو ته نېغه لار واضحه کړي.

٤- څلورم قسم هدایت دا دی:

أن يكشف على قلوبهم السرائر ويريهم الأشياء كما هي بالوحي ، أو الإلهام والمنامات الصادقة ، وهذا قسم يختص بنيله الأنبياء والأولياء. وإياه عنى بقوله: (أُوْلَـئِكَ ٱلَّذِينَ هَدَى ٱللَّهُ فَبِهُدَاهُمُ ٱقْتَدِهْ.( الانعام: ۹۰) وَٱلَّذِينَ جَـٰهَدُواْ فِينَا لَنَهْدِيَنَّهُمْ سُبُلَنَا. (العنکبوت:٦٩)


ژباړه :

یو نوع هدایت دا دی چې الله د وحې ، الهام یا ریښتونو خوبونو په ذریعه د ځینو بندګانو په زړونو کښې ځینې اسرار منکشف کړي او کائنات ورته هغه شان ور څرګند کړي ،لکه څنګه 

چې دي ، دا بیا د ده د لارښونې وسیله جوړه شي، خو دا قسم هدایت انبیاء او اولیاؤو ته کېږي،  چې د قران پورته ذکر شوو آیتونو کې ورته اشاره شوې  ده.


۶- صراط الذین انعمت علیهم. ۷ -  غیرالمغضوب علیهم ولاالضالین.

٫٫لاره د هغه کسانو چې تا پرې نعمتونه کړيدي ، غضب پرې نه دی شوی او ګمراهان نه دي،،.


تفسیر:

نعمتونه دوه قسمه دي ، یو مادي نعمتونه، دوهم روحاني او دیني نعمتونه ، چې ټولو کښې لوړ نعمت د ایمان او صالح عمل  نعمت دی.  مراد له هغه خلکونه چې نعمتونه پرې شويدي أنبياء ، صديقين، شهداء او  صالحين دي.

وَمَن يُطِعِ اللَّهَ وَالرَّسُولَ فَأُولَٰئِكَ مَعَ الَّذِينَ أَنْعَمَ اللَّهُ عَلَيْهِم مِّنَ النَّبِيِّينَ وَالصِّدِّيقِينَ وَالشُّهَدَاءِ وَالصَّالِحِينَ ۚ وَ حَسُنَ أُولَٰئِكَ رَفِيقًا. (النساء: ۶۹)


فائده:

دلته چې هدايت موندونکي خلک له تعيين ن سره په ګوته کړل شول، د دې ګټه دا ده چې د اشخاصو د تعیین سره ، عامو خلکو ته د هدایت لار پیدا کول آسانه کېږي او څوک یې غلطولی بیا هم نه شي کله چې پورتنیو یاد شوو ، شخصیاتو پسې اقتداء وکړي.

چې کله هم له انسان نه لاره ورکېږي لنډه لاره ورته الله په ګوته کړه چې دغه خلکو پسې لاړ شئ لار به ومومئ.

د نن زمانې مسلمان ، مارکس ، لینن، انګلز ، ډارون او فرائډ پسې روانېږي ، محمد ﷺ ابوبکر ، عمر او د صحابه ای کرامو لار نه تعقیبوي او ځان ښه سوچه مسلمان هم ګڼي. په ژوند کښې قدوه او نمونه لرل په سمې لار د تلو لپاره مهم دي.


(غیر المغضوب علیهم و لاالضالین.)

دلته هندي او زموږ  دپښتو مفسرینو ترجمه داسې کړې ده [نه لار د هغه  کسانو چې غضب پرې شوی او نه لار د ګمراهانو] دا ترجمه خو مفهوم تر یوې اندازې واضحه کوي ، خو دا د قران د الفاظو درسته ترجمه نه ده.

درسته ترجمه هغه ده چې موږ اختیار کړېده ، دلته مؤمن له خپل رب نه دا غواړي ، چې موږ ته د داسې خلکو لار وښایه چې تا پرې نعمتونه کړيد، غضب پرې نه ده شوی او ګمراهان نه دي.

تفسیر بیضاوي او مدارک کښې وایي:چې غیرالمغضوب.... بدل دی د ٫٫الذین،، نه او یا صفت دی.

د بیضاوي عبارت:

[بدل من {ٱلَّذِينَ } على معنى أن المنعم عليهم هم الذين سلموا من الغضب والضلال.

أو صفةُُ له مبينة أو مقيدة على معنى أنهم جمعوا بين النعمة المطلقة وهي نعمة الإيمان، وبين السلامة من الغضب والضلال]. يعنې موږ ته د هغو خلکو لار وښايه په کومو خلکو چې نعمتونه شوي دي او هغه له غضب او ضلالت نه سالم پاتې شوي دي.


مغضوب او الضالین څوک دي؟

مغضوب علیهم نه مراد بدعمله ، مجرمین او فاسقان دي  او له الضالین نه مراد ، جاهلان ، بې لارې او ګمراهان دي ، مؤمن له الله نه غواړي چې د داسې خلکو لار راته وښایه چې صالحین او نیکان وي ، بدعمله ، بدکرداره ، جاهلان او بې لارې نه وي.


قاضي بیضاوي تفسیر کښې وايي:

ويتجه أن يقال: المغضوب عليهم العصاة والضالين الجاهلون بالله ، لأن المنعم عليه من وفق للجمع بين معرفة الحق لذاته والخير للعمل به ، وكان المقابل له من اختل إحدى قوتيه العاقلة والعاملة. والمخل بالعمل فاسق مغضوب عليه لقوله تعالى في القاتل عمداً: (وَغَضِبَ ٱللَّهُ عَلَيْهِ ) (النساء: ۹۳).

والمخل بالعقل جاهل ضال لقوله: (فَمَاذَا بَعْدَ ٱلْحَقّ إِلاَّ ٱلضَّلاَلُ.) ( يونس، ۳۲).

يعنې له مغضوب عليهم نه هدف بد عمله ګناه ګاران دي چې په عملي توګه فاسد وي ،  او له الضالين نه مراد ناپوهان او هغه خلک دي چې عقلي قوتونه يې مختل او فاسد وي. دې تفسير ته د قرآن  دا دوه ايتونه  چې ذکر شوي دي اشاره کوي


(د سورة الفاتحة په اخر کښې آمین ویل).

په دې د علماؤ اتفاق دی چې آمین د قران توری نه دی ، نبي عليه السلام  امر کړی چې د سورة الفاتحة  په اخر کښې آمین و وایاست ، ځکه چې د امام آمین پسې ملائک هم آمین وايي ، که دچا آمين د ملائکو له آمین سره برابر شو الله یې  مخکني ګناهونه معاف کوي.


حدیث:

عن أبي هريرة رضي الله عنه: إذا أَمَّنَ الإمام فأمنوا، فإنه من وافق تأمينه تأمين الملائكة: غفر له ما تقدم من ذنبه».  (متفق عليه). له دې عمله د فاتحې په اخر کښې آمين ويل سنت دي.

د آمین معنا ده اِفْعَلْ یا اِستَجِب. (ای الله زموږ دا دعاء قبول کړه).


(د امین خفیه ویل) :

په جهري لمونځ کښې هم امام پسې آمین خفیه ویل سنت دي، ځکه آمین دعاء ده ، قرآن کښې الله وایي:  ٫٫خپل رب خفیه را و بولئ،،.

ادْعُوا رَبَّكُمْ تَضَرُّعًا وَخُفْيَةً ۚ إِنَّهُ لَا يُحِبُّ الْمُعْتَدِينَ (الاعراف: ۵۵)

٫٫را و بولئ خپل رب په عاجزۍ سره او په پټه پټه ، یقینا هغه له برید نه تېرېدونکي نه خوښوي،،.

د زكريا علیه السلام خفیه دعاء الله ستایلې ده: إِذْ نَادَىٰ رَبَّهُ نِدَآءً خَفِيًّا. (سورة مریم:٣) يعنې کله چې ئې خپل رب په پټه را وبله.

(شرح مختصر الطحاوي، جصاص، صفة الصلاة.)

د مشهور تابعي ابراهیم نخعي رحمه الله څخه روایت دی څلور شیان په پټه لوستل کېږي یو په کښې آمین دی ، دا د امام ایوحنیفه قول هم دی.

امام شافعي او احمد د جهر [ په زوره لوستلو] قائل دي دا د وائل بن حجر رضي الله عنه روایت کښې راغلي دي.(ابوداود او ابن حبان)


دواړه طرېقې درست او سنت دي که چا په جهر و ویلې که په خفیه لمونځ یې درست دی، خو قرآني تعلیماتو او لارښونو سره د موافقت له امله چې خفیه ٫٫پټه،،  دعاء ئې ستایلې ده ، د آمین خفیه ویل غوره او راجح دي.


(امام پسې فاتحه لوستل)

امام پسې د سورة الفاتحة لوستل اختلافي مسئله ده، حنفي فقهاء د نه لوستلو قائل دي.

شوافع یې د لوستلو قائل دي ، ځینې حنفي علماء یې سِرِّي ( پټ)  لمونځونو کښې لوستل غوره ګڼي.

دغه رنګ مسائلو کښې تشدد درست نه دی، دواړه اړخه علماء دي دلائل یې شتون لري ، د احنافو یو دلیل د قران دا آیت دی

وَ إذا قُرِئَ القُرآنُ فاسْتَمِعوا لَهُ وَ أَنْصِتوا لَعَلَّکُم تُرْحَمونَ.(الاعراف ٢٠٤)

٫٫کله چې قران لوستل کېږي غوږ ورته کېږدئ او چپ اوسئ، شاید رحم درباندې وشي،،.


(د سورت فاتحې فضیلت):

عن أبي سعيد بن المعلىٰ رضي الله عنه قال: كنت أُصلي بالمسجد فدعاني رسول الله ﷺ  فلم أجبه، ثم أتيته فقلت: يا رسول الله، إني كنت أُصلى، فقال:

"ألم يقُل اللهُ تعالى: يا أيُّها الّذين آمنُوا استجيبُوا للّه وللرّسُول إذا دعاكُم،  ثُمّ لأُعلّمنّك سُورةً هي أعظمُ سُورةٍ في القُرآن قبل أن تخرُج من المسجد.

فأخذ بيدي، فلما أردنا أن نخرج، قلت: يا رسول الله، إنك قلت: لأعلمنك أعظم سورة في القرآن! قال:

الحمدُ لله ربّ العالمين: هي السّبعُ المثاني، والقُرآنُ العظيمُ الّذي أُوتيتُهُ.

(البخاري و أبو داود و النسائي).


ژباړه :

له ابو سعید بن المعلىٰ نه روایت دی: چې ما مسجد کې لمونځ کولو ، نبي ﷺ را وبللم ، زه فورا رانغلم، له مونځ کولو نه وروسته راغلم، ما وویل: ای دالله رسوله ما لمونځ کولو؛ نبي کريم ﷺ و ویل:  ولې تا قران کې نه دي لوستي، ای د ایمان خاوندانو! د الله او رسول د حکم استجابت وکړئ کله مو چې را وبلي، له مسجد څخه له وتلو وړاندې به  درته داسې سورة زده کړم چې قران کې تر ټول عظیم الشان سورة دی، زه یې له لاس نه ونیولم روان شو، کله چې له مسجد نه وتلو ته نژدې شو ، ما ورته و ویل تاسو فرمایلي ول چې د قران ستر سورة به درته په ګوته کړم، ویې فرمایل: ٫٫الحمدلله رب العالمین،،. همدا هغه السبع المثاني او القران العظیم دی چې ماته راکول شوی دی.

همدغه راز پېښه  له ابي بن کعب سره هم شوې وه، هغه ته یې ویلې ول:  داسې سورة به  درته، وښایم چې تورات، انجیل، زبور او فرقان کښې یې الله مثل نه دی نازل کړی.

(ترمذي، ابن خزیمة، ابن حبان)


ابن عباس نه روایت دی:

وعن ابن عباس  رضي الله عنهما، قال: بينما جبرائيل، عليه السلام، قاعدٌ عند النبي ﷺ ، سمع نقيضًا من فوقه فرفع رأسه، فقال: هذا بابٌ من السماء فتح، لم يفتح قط إلا اليوم، فنزل منه ملك، فقال: هذا ملكٌ نزل إلى الأرض لم ينزل قط إلا اليوم، فسلم وقال: أبشر بنورين أُوتيتهما لم يُؤتهما نبي قبلك: فاتحة الكتاب، و خواتيم سورة البقرة، لن تقرأ بحرف منهما إلا أعطيته.

(رواه مسلم، والنسائي)


ژباړه:

  ٫٫ جبرائیل عليه السلام  نبي علیه السلام سره ناست و، له پاسه نه ئې څه غږ واورېده، پورته یې وکتل  ويې ویل: دا د اسمان یوه دروازه ده چې فقط نن پرانستل شوه، یو ملک ترې راکوز شو چې فقط نن ځمکې ته راغلی دی.

هغه تازه کښته شوي ملک و ویل:  ای د الله رسوله! د دوه رڼاګانو بشارت قبول کړه، چې ستا نه وړاندې کوم بیغمبر ته نه دي ورکول شوي،  یو سورة فاتحة، دوهم د سورة بقرة خواتیم (وروستي دوه ایتونه)  بیا یې وفرمایل:  لن تقرأ بحرف منهما إلا أعطيته.

٫٫ د دې هر یو حرف چې و لولې درته پرې درکول کېږي،، د دې دوه معناګانې دي:

یوه دا چې د هر حرف په لوستلو به الله اجر درکوي. بل مفهوم یې دادی چې ملاعلي قاري او شیخ سندی د النسایي حاشیه کښې، بیان کړی. وقال الملا علي القاري في المرقاة :


أي أعطيت ما اشتملت عليه تلك الجملة من المسألة كقوله: اهدنا الصراط المستقيم ـ وكقوله: غفرانك ربنا.

(له حرف نه مراد یوه برخه ده)

چې هره برخه یې و لولې په هغې کښې چې کومه غوښتنه ده الله هغه غوښتنه تاته درکوي.

يو صحابي چې ابو سعید خدري نومېږي،  په سورة الفاتحة  یو لړم چیچلی کس دم کړی وو،  الله ورته صحت ورکړی و.

دا کیسه امام بخاري په کتاب الطب کښې  نقل کړېده.


ورته مطالب
+