دپيغمبر پاک ﷺ د #بولو په اړه

16-10-2024    مولانا عبدالصبور عباسي


دپيغمبر پاک ﷺ د #بولو په اړه: 


د‌ رسول الله ﷺ د بولو څکلو حکم: 


لومړی: د رسول الله صلی الله عليه وسلم د بول څښل په دوه احاديثو کې د دوو ښځو په اړه راغلي دي:

لومړی حديث: د "ام ايمن" په اړه دی چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم بول یې څښلي. دغه حديث د ابو مالک نخعي له لارې له اسود بن قیس څخه، هغه له نبیح العنزي څخه، هغه له ام ايمن څخه روايت کړی دی. هغې ويلي: "رسول الله صلی الله عليه وسلم له شپې پاڅېد او په کور کې په يو لوښي کې يې متيازې وکړې. زه د شپې له خوبه پاڅېدم او تږې وم، نو په هغه لوښي کې مې څه و څښل او نه پوهېدم چې څه دی. سهار رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل: ای ام ايمن، پاڅه او هغه لوښی تش کړه! ما ورته وويل: قسم په الله، ما څه چې په کې و څښلي دي. هغې وويل: رسول الله صلی الله عليه وسلم وخندل چې غاښونه يې ښکاره شول، بيا يې وويل: ستا نس به هېڅکله ناروغ نه شي.

( لمړۍ حاشيه او کمت کې د حديث د سند په اړه بحث) 

دويم حديث: د "برکه ام يوسف" په اړه دی چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم بول يې څښلي. دا حديث ابن جریج له لارې راغلی دی، هغه ويلي: حکيمه د اميمه بنت رقیقېه لور ما ته حديث بيان کړ. هغه له خپلې مور څخه روايت کوي چې هغې ويلي: "رسول الله صلی الله عليه وسلم په يو لرګي پياله کې متيازې کولې او بيا یې د خپل بستره لاندې ايښودلې. کله چې بيا راغی، هغه پياله خالي وه. هغه ښځې ته چې "برکه" نومېده او د ام حبيبه خدمتګاره وه (چې له حبشې نه راغلې وه) يې وويل: "هغه بول چې په پياله کې و، چېرې دی؟" هغې وويل: "ما هغه و څښل." نو رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل: "بېشکه چې ته د دوزخ له اور څخه په يوه پرده کې شوې."

( د حديث د سند په اړه بحث دوهمه حاشيه يا کمټ کې کتلی شۍ)


دويم: د رسول الله صلی الله عليه وسلم د بول په اړه حکم: اصلاً دا د نورو انسانانو د بول په څېر دی او په دې کې د پاکوالي کوم استثنا نشته. په  صحيح حديث  ثابت شوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم به د بول کولو او حاجت رفع کولو وروسته استنجا کاوه. هېڅ داسې صحيح روايت نشته چې چا دې د رسول الله صلی الله عليه وسلم بول څښلي وي، او‌دواړه  احاديث په دې اړه ضعيف دي. او که يو له دې حديثونو څخه صحيح وای، دا به بيا هم دليل نه و، ځکه چې د بولو څښل تصادفي شوي او قصداً نه دي شوي.


د رسول الله صلی الله عليه وسلم د بدن اصل هم د نورو انسانانو په څېر دی، لکه څنګه چې الله تعالی فرمايي: (قُلْ إِنَّمَا أَنَا بَشَرٌ مِثْلُكُمْ) [الکهف: ۱۱۰]. او رسول الله صلی الله عليه وسلم ويلي: (إِنَّمَا أَنَا بَشَرٌ مِثْلُكُمْ أَنْسَى كَمَا تَنْسَوْنَ فَإِذَا نَسِيتُ فَذَكِّرُونِي) رواه البخاري (۳۹۲) او مسلم (۵۷۲).


او د هغه د دې قول په اساس: "بې شکه زه يو بشر يم، خوښيږم لکه څنګه چې انسانان خوښيږي، او غوسه کيږم لکه څنګه چې انسانان غوسه کيږي، نو که زما له امت څخه که کوم کس ته مې داسې خېراوې کړې وي چې هغې يې مستحق نه وي، الله دې هغه خېراوې ورته پاکي، زکات، او نېکمرغي وګرځوي چې د قيامت په ورځ ورته د قربت او نېکمرغي لامل وګرځي (مسلم 2603).


خو الله تعالی هغه ته څه ځانګړتياوې هم ورکړې وې، چې د نورو خلکو نه پرته هغه ته ځانګړې وې، لکه څنګه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د عايشه رضي الله عنها له قوله په بخاري (1096) او مسلم (738) کې فرمايلي دي: "ای عايشه! زما سترګې بیدې کېږي خو زړه مې نه ويده کېږي." او لکه څنګه چې له انس بن مالک څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: "صفونه سم کړئ، ځکه زه تاسو له خپل شا څخه وینم." (بخاري 686، مسلم 425). نو د متيازو پاکوالی په ځانګړتياوو کې شامل نه دی.


ورته مطالب
+