16-10-2024 مولانا عبدالصبور عباسي
د اوښانو متيازې پاکې او څکل یې حلال دي ؟
پوښتنه:
موږ سره يو ورور دی هغه وايي چې دلته يو کس دی وايي: چې د اوښانو بولې څکل روا دي، او وايي چې دا دبخاري شريف حديث دی او د سعودي د دارالافتاء شيوخ هم پرې فتوا ورکوي.
ځواب:
د امام شافعي او امام ابوحنيفه د څېړنې مطابق دا فتوا درست نه ده ، دا د حنبليانو فتوا ده او هغوی اوس هم د اوښانو متيازې څکي، او په يو حديث استدلال کوي چې بخاري شريف کې روايت شوی دی غالبا د حديث شمېره ۲۳۳ ده چې رسول ﷺ د عکل قبيلې څه خلکو ته امر کړی وو چې د اوښانو متيازې او شدې و څکئ ستاسو بيماري به ښه شي، د دغه حديث له امله هغو د اوښانو متيازې څکل روا ګڼي.
خو د حديث د سند سره بايد متن يې هم وڅېړل شي چې درست دی او که د قرآن خلاف دی؟
که موږ دا روايت له قرآن سره وګورو نو قران کې د نبي عليه السلام په اړه راغلي دي: (و يحرم عليهم الخبائث) «چې دا پيغمبر خبيث شيان په خپل امت حرام ګرځوي» . نو دا څرګنده ده چې د هر سليم عقل خاوند پوهېږي چې متيازې خبيث شی دی، او حديث شريف کې راغلي : (استنزهوا عن البول......). له متيازو نه ځان وساتئ ځکه چې عموما د قبر عذاب د متيازو نه د نه بچ کېدو له امله پيدا کېږي. نو دغه د قرآن آيت او احاديث د شيخانو فتوا غلطه ثابتوي.
او خپله بخاري کې دا روايت هم شتون لري چې نبي عليه السلام دويته ويلي ول د اوښانو شدې وڅکئ په هغه کښې د متيازو ذکر نشته دی، خو هغو يې متيازې هم وڅښلې بيا يې شپون مړ کړ او د تښتېدو کوښښ ئې وکړ، خو زه نه پوهېږم چې د ځينو ولې د اوښ متيازو سره دومره محبت پيدا شوی،د؟
سعودي والا شيخان خو حنبليان دي، هغوی د هغه تقليد په اساس د امام احمد په رايه فتوا ورکوي اګر که هغه د قرآن او صحيح حديث سره خلاف پرېوځي. بس هغو د خپل فهم په اساس فتوا ورکوي ٫فلهم اجر، خو موږ د سعودي د شیخانو په تقليد مکلف نه يو، هغه هم په غلطه مسئله کښې.
"عبدالصبور عباسي"