سورة البقرة رکوع ١ (١ - ٧ آیت)

18-10-2024    مولانا عبدالصبور عباسي


سورة البقرة رکوع ١ (١ - ٧ آیت) 

بسم الله الرحمن الرحیم. ددې تفسير په سورت فاتحه کښې بیان شوی دی.

ايت:۱ - الم.
دېته حروف مقطعات وایي، معنا یې ده هغه حروف چې جلا جلا تلفظ کېږي، یو له بل نه پرې شوی تلفظ پرې کېږي ، یو له بل سره تړلي او نښتي نه تلفظ کېږي.

حروف مقطعات د قران د ٢٩ سورتونو په پیل کښې راغلي دي.

(د حروف مقطعاتو معنا):
١ - د جمهورو مفسرینو تفسير داسې دی: چې الله عالم دی په خپل مراد له دې حروفو نه.

هم دا رایه له حضرت ابوبکر ، عمر ، عثمان ، علي ، ابن مسعود او مشهور تابعي عامر شعبي، سفیان ثوري او د محدثینو له یو جماعت نه  هم منقول شوې ده.

چې حروف مقطعات په قران کښې د الله تعالی راز دی، له هغه نه پرته بل څوک پرې نه پوهېږي او حروف مقطعات د متشابهاتو له جملې څخه دي. (القرطبي و السمرقندی).

٢ - ځینو علماؤ ویلي دي: دا حروف په هغو اسماؤ دلالت کوي چې دا حروف ترې اخیستل شوي دي او متباقي حروف یې حذف شوي دي.

مثلا:  ابن عباس رض وایي: چې الف د الله له نوم نه،  لام د جبرائیل او میم د محمد د نوم نه اخیستل شوي.
٣ - ابو الضحی له ابن عباس نه روایت کړی او دا د الزجاج ٫٫دعربیت ماهر،،  قول هم دی چې د [الم] معنا ده [ انا الله ، اعلم ، واری ) ژباړه:  زه الله ېم چې پوهېږم او وینم.

٣ - زحاج نحوي داهم ویلي:  چې دا اسلوب عربي نظم او نثر دواړو کښې له پخوا نه  مستعمل و، چې داسې کلام تنظیم شي چې یو حرف په کښې په  یوه کلمه دلالت وکړي ،مثالونه یې القرطبي لیکلي دي. ځینو معاصرو مفسرینو لکه د تفهيم القران ليکونکي هم دا رأیه څرګنده کړي ده.
  ٤ - ځینو ویلي دي:  دا مشرکینو ته  چلینج دی چې قران ستاسو د عربي له تهجي حروفو  نه ترکیب شوی کلام دی، که دا مُعْجِز کلام نه وي خو له همدې حروفو تاسو هم د قران په شان کلام جوړ کړئ.
٥-ځینو ویلي:  چې مشرکینو به د قران اورېدو ته توجه نه کوله، الله دوی په داسې نا آشنا اسلوب مخاطب کړل، ترڅو د اسلوب د تجدد، اجنبيت، نا اشنا توب او غرابت  له امله دوی قران ته  متوجه شي.
۶ - مقطعات حروف د قران د ٢٩  سورتونو سر کښې راغلي دي لکه : سورت بقرة ، آل عمران ، سورت یوسف او نور....

(مهمه نکته):

که څوک دا پوښتنه مطرح کړي چې په دې حروفو نه پوهېدل به زموږ قران پوهنه نيمګړې نه کړي؟
د دې ځواب دا دی چې له قرآن  څخه هدایت اخیستل په دې موقوف نه دي چې مسلمان دې خامخا د دې کلماتو په معنا پوه شي، له همدې امله زموږ د حدیثو، تفسیر او سیرت علمي ذخیرو کښې داسې روایت نشته دی چې اصحاب کرامو له نبي ﷺ نه د دې د معنا پوښتنه کړې وي، له دې نه داهم معلومېږي چې ممکن هغوی دې اسلوب سره آشنا ول او  بیا وروسته دا اسلوب عربي کښې متروک شوی وي او دا هم ترې معلومېږي چې یا  هغو ته دا څرګنده وه چې دا د الله او نبي ترمنځ اسرار دي موږ پورې مربوط نه دي ځکه چې د متشابهاتو له جملې څخه دي.  
(د سورة نوم): د دې سورة نوم سورة البقرة ده،  د دې دا معنا نه ده چې په دې سورت کې به  یواځې د غوا یادونه کېږي، د قران د سورتونو نومونه عموما د عنواناتو بڼه نه لري، بلکې فقط د سورتونو د شناخت او تعارف لپاره د یو نوم په توګه دا الفاظ کارول شوي دي چې د یو سورت له بل سره تفاوت او فرق وشي.
د سورت بقرة د نوم مقصد دی هغه سورة چې د بقرې(غوا) د ذبح کولو نا آشنا کیسه هم په کښې راغلې ده.

ايت:۲ - ذالک الکتاب لاریب فیه،هدی للمتقین. ۳ - الذین یؤمنون بالغیب ویقیمون الصلوة ومما رزقناهم ینفقون.

( دا د الله کتاب دی، هیڅ شک په کښې نشته، د هغه پرهیزګارانو لپاره، هدایت دی ، چې په غیبو ایمان راوړي/ لري او لمونځ قائموي او ځینې هغه شیان چې موږ ورکړي دي ٫٫دالله په لار کښې،، مصرفوي)

(ذٰلک):
پوښتنه دا ده چې عربۍ کې ذٰلک سره بعید ٫٫لرې،، ته اشاره کېږي او قران خو موږ ته حاضر
يا قريب دی. ددې سوال د حل په خاطر تفسیر پوهانو اوږده بحثونه کړي دي.

آسانه ځواب یې دا دی:  چې ٫٫ذٰلک،،  خو اصل کښې بعید ته د اشارې لپاره وضع شوی ډی، خو کله د قریب او نژدې لپاره هم استعمالېږي. مثالونه یې دقران په استشهاد امام قرطبي ذکر کړيدي.
دا تفسیر ابن عباس، عکرمه، سعیدبن جبیر ، مجاهد بن جبر، السدي، مقاتل بن حیان ، زیدبن اسلم، ابن جریج غوره کړی دی او البخاري له ابو عبیدة نه هم نقل کړی دی. (فتح القدیر)

چا ویلي چې قران خو نژدې دی خو د مرتبې او رتبې له اړخه بعید او لرې دی ، دېته بُعْدِ رُتْبِی يعنې د مرتبې لرې والی وایي  ، په د غه حساب ورته دبعید یا غائب لپاره وضع شوې اسمِ اشاره استعمال شوې ده.

نو ذالک الکتاب د هذاالکتاب په معنا شو، په هذا سره  قریب یا حاضر ته اشاره کېږي.

(الکتاب)
عربانو کښې د ليکلو رواج لږ و، کاغذ هم د نیشت برابر و، یواځې ډېر مهم شیان به یې لیکل.

قران ته له لومړي سر نه کتاب ویل چې لا په دنيا کې لیکل شوی نه و، دېته اشاره وه چې دا مهم مضمون او د لیکلو قابل سبق دی.

چا ویلي: کتاب د فَرض او حُکم په معنا هم استعمالېږي لکه: کتب علیکم الصیام. کتب علیکم القتال.
په دې تعبیر قران ته کتاب ویلو کې دې ته اشاره ده، چې دا د الله لخوا په تاسو فرض شوي هدایات او تعلیمات دي ، خامخا به یې منئ دا د الله احکام دي، یواځې پیشنهادات یا سپارښتنې نه دي.
کِتاب مصدر دی له ٫٫کَتَبَ، یَکتُبُ،، نه په معنا د جَمَعَ، یَجْمَعُ  [ یوځای کولو] قاضي بیضاوي وایي:
  وهو مصدر سمي به المفعول للمبالغة. وقيل فعال بمعنى المفعول كاللباس.
 
یعنې د کتاب لفظ د مصدر صيغه ده ، د مبالغې په هدف د مکتوب لپاره استعمال شوېده نو کتاب په معنا د مکتوب دی او  مکتوب لیکل شوي شي ته وایي.

( لا ریب فیه):  د دې درې تعبيرات مفسرينو کړيدي:

١- یعنې دې کښې شک نشته دی چې دا کتاب  د الله له خوا راغلی دی.

٢- یعنې قران د ریب او شک محل او ځای نه دی.

که کوم باطل خوښونکي  په کښې شک کوي، شک یې نا معقول او بې ځايه دی ځکه چې په قران کښې داسې څه نشته چې دشک قابل وي.
ځکه د دنیا څومره عقلاؤ چې د مابعد الطبعیات یا ماوراء الطبعیات مسائلو کښې بحث کړی،  ټولې خبرې يې په ګومان ، ظن، اټکل او تخمین بناء دي، ټول هغه فلاسفه چې دغه موضوعاتو ته یې تعرض کړي، دا نه شي ویلی او نه یې ویلي: چې زموږ دا نظریات له شک نه پورته دي او په علم او یقین بناء دي.

خو قران چې کوم عقائد، افکار او خيالات وړاندې کړي د هغې په اړه یې واضح و ویل:  چې دا له شک او ریب نه پورته دي.
دغه شی د خداى او بنده د کلام توپیر موږ ته را څرګندوي چې د خدای خبرې په علم ، یقین او حقیقت استوارې وي او د بنده افکار او نظریات د تخمین ، ګومان او اټکل په اساس ولاړ وي.

٣- دلته د نفي حرف ٫٫لا،، د نهي په معنا دی، یعنې  په قران کښې ریب او شک مه کوئ دلته اورېدونکي او کتونکي  له ريب نه منع شوي دي.

( هدی للمتقین). ٫٫هدایت دی متقینو ته،،

دلته چې دا وائي: چې قرآن د‌ متقينو لپاره هدايت دی.  له یو عام کتونکي سره دا سوال پیدا کېږي، چې ولې قران کافرانو ، مشرکانو او غیر متقینو ته لارښونه او هدايت  نه دی؟

مفسرينو د دې ډېر ځوابونه کړيدي، چې دوه ترې غوره کوو.

١- ځواب دا دی چې ٫٫المتقین،، دوه قسمه دي. يو بالفعل متقين چې په عملي توګه په سمه روان وي ، دوهم بالقوه متقين چې د نيکي لور ته د راتلو استعداد په کښې وي.
دلته له متقینو نه له بالفعل متقینو سره بالقوة متقین هم مراد دي، یعنې هغه څوک چې بالفعل خو کافر، مشرک یا فاسق دی خو تقوا او دیندارۍ خواته د راتلو شوق او اراده لري او د حق په لټه کښې وي، نو دغه ډول خلک  هم د قران له لارښونو څخه ګټه پورته کولی شي.

یو هغه حضرات دي چې له سره د هدایت خواته د راتلو اراده نه لري، نه د حق لټه کوي،  بلکې دا تصمیم لري، چې هدایت به نه قبلوي ، نو د دغه ډول خلکو لپاره هم قران د هدایت د کتاب په بڼه مخې ته پروت دی خو دوی خپله ترې ګټه نه پورته کوي، نو طبعا د هغو لپاره هدایت نه شي کېدای.
٢- قران د ټولو لپاره هدایت دی خو اعظمي ګټه  ترې متقین پورته کوي له دې امله و ویل شول ٫٫ هدی للمتقین،،  ( چې دا کتاب د متقینو لپاره هدایت دی.)

(ایمان): د ايمان تعريف او پېژند ګلوي:

علامه آلوسي حنفي  دځینو فقهاؤ او جمهور متکلمینو مذهب داسې نقلوي.

والإيمان في اللغة التصديق أي إذعان حكم المخبر وقبوله وجعله صادقاً وهو إفعال من الأمن كأن حقيقة آمن به آمنه التكذيب والمخالفة.

٫٫ ایمان په لغت کښې تصدیق ته وایي  یعنې د خبر راوړونکي خبره منل، قبلول او هغه ریښتنی منل او ګرځول.
اِیمان د اِفعال له باب څخه مصدر دی، اصل ماده یې ٫٫الأمن،، ده، نو د [ آمَنَ بِهِ] اصلي معنا ده:  د تکذیب او مخالف نه یې مطمئن کړ.[چې زه يې تکذیب او مخالفت نه کوم]

ایمان خو په لغت کښې تصدیق کولو ته وایي لیکن کله چې ورسره صِلة کې جوښت لام راشي لکه: فَاَمَنَ لَهُ لُوطُُ. بیا په کښې د انقیاد، اطاعت او خضوع مفهوم پیدا کېږي، معنا یې جوړېږي: لوط ورته منقاد شو،  مطیع فرمان او تابع شو.
او د إیمان صله کښې چې د  باء توری راشي بیا په کښې د اعتراف مفهوم  پیدا کېږي ، لکه د نبي ﷺ وینا ده ٫٫ان تؤمن بالله،، ٫٫چې ته په الله اعتراف وکړې،،
[روح المعاني]

په دغه آساس د  [یؤ منون با لغیب] ترجمه شوه: چې په غیبو اعتراف کوي/ وکړي.

(  د‌ ایمان دشرعي معنا):

علامه الوسي شرعي ایمان داسې تعریفوي:

1 - وأما في الشرع فهو التصديق بما علم مجيء النبـي  صلى الله عليه وسلم به ضرورة تفصيلاً فيما علم تفصيلاً وإجمالاً فيما علم إجمالاً وهذا مذهب جمهور المحققين.

مفهوم: د شریعت په ژبه کې ایمان په  هغه ټولو شیانو له تصدیق کولو نه عبارت دی چې نبي اکرم صلی الله علیه وسلم  راوړي وي، خو هغه شیان دین کې واضح ، څرګند او هرچاته معلوم وي چې دا له دین نه ثابت امور دي، که هغه خبره رسول الله ﷺ اجمالي کړې وي اجمالي ایمان کفایت کوي او که تفصیلي یې کړې وي، په  تفصیلي توګه پرې ایمان راوړل او د هغې منل ضروري ګرځي. دا د جمهورو محققینو نظر دی.

٢- امام احمد ،امام شافعي، امام ملک ،امام اسحاق بن راهویه،امام سفیان ثوري ، او امام اوزاعي او جمهور محدثین وایي الایمان قول و عمل یزید و ینقص.

٫٫ایمان د زړه د تصدیق ، د ژبې د اقرار او د غړو دعمل نوم دی، کمېږي او زياتېږي،،.

دوی د علامه الوسي د تعریف خلاف په ایمان کې د تصدیق سره اقرار او عمل هم شامل
کړل ، جمهور محدثین او فقهاء وايي  اعمال د ایمان اجزاء دي یعنې ایمان د تصدیق ، اقرار او عمل ځنې  عبارت دی.

٣ - امام ابومنصور ماتریدي، امام ابوالحسن اشعري او یو روایت د امام صیب او ځینو حنفي فقهاؤ نه دا دی چې ایمان فقط د زړه د تصدیق نوم دی ، اعمال د ایمان مکمله[ تکمیلونکي] اجزاء دي خو  مقومه اجزاء یې نه دي چې دایمان حقیقت کې داخل وي، او اقرار هم دایمان  زائد رکن دی اصلي رکن نه دی. همدا خبره علامه ابن ابي العز حنفي هم نقل کړې فرمایي:

ومنهم من یقول ان الاقرارباللسان رکن زائد لیس باصلي و الی هذا ذهب ابو منصور الماتریدي ویروی عن أبي حنیفةرضي الله عنه.
٤ - د امام ابوحنیفة مسلک په  الفقه الاکبر ، العقیدةالطحاویة کې امام طحاوي او شرح عقیدة الطحاویة کې ابن ابي العز الحنفي  بیا داسې  نقل کړی دی.

الایمان هوالاقرار والتصدیق. (الفقه الاکبر)

شرح عقیدة الطحاویة کې وایي:
وذهب کثیر من اصحابنا الی ماذکره الطحاوي، انه الاقرار باللسان والتصدیق بالجنان.
زموږ ډېر ملګري هغه خبره کوي  چې امام طحاوي ذکر کړېده چې ایمان دژبې د اقرار او د زړه د تصدیق نوم دی.
[شرح عقیدة الطحاویة:٣١٤]

جمهور متکلمین او ځینې فقهاء وایي: چې ایمان خو اصلا په لغت کې تصدیق ته وایي او اقرار د ایمان اصلي رکن نه دی لیکن اقرار د دنیایي احکامو د اجراء لپاره  شرط دی  خو دوي دا خبره ورسره کوي چې کله ضرورت پیښ شي او یا د اقرار غوښتنه ترې وشي او اقرار ونه کړي، داسې کس بیا کافر شمیرل کېږي.

( اعمال د ايمان اجزاء دي؟)

ځینې فقهاء او جمهور متکلمین وایي:اعمال د ایمان اجزاء مقوِّمَة نه دي چې په نه شتون سره یې ایمان ختم شي  بلکې اعمال د ایمان، مُکَمِّلة [ تکمیلونکي] اجزاء دي، په نه شتون یې ایمان بالکلیة نه ختمېږي بلکې ایمان پرې ضعیفه کېږي او جمهور فقهاء او محدثین وایي: ایمان پرې ناقص ګرځي.

دا چې اعمال د ایمان مقومه أجزاء دي  که مکمله؟ دا یو  لفظي اختلاف دی اصل هدف د دواړو یو دی، ځکه جمهور محدثین هم عمل نه کونکي ته کافر نه وایي ،  فاسق ورته وایي او فقهاء هم ورته فاسق وایي ، محدثین هم له لمونځ نه پرته دبل عمل پرېښودو ته کفر نه وایي ، له دې امله موږ وایو چې دا اختلاف لفظي دی.

(بالغيب):
غيب د مصدر صیغه ده مبالغةً پرې توصیف شوی. لکه: عالم الغیب والشهادة[الانعام،٧٣]
[ البیضاوي]

غیب هغه شیانو ته ویل کېږي چې د انسان په ظاهري او باطني حواسو او  مشاعرو او د بداهة العقل په ذریعه  نه شي درک کېداى.

(غیب دوه قسمه دی):

١- یو هغه چې دلیل، قرینه او امارة پرې قائم نه وي،  لاندني آیت کې دغه قسم ته اشاره شوې ده:
وَعِندَهُۥ مَفَاتِحُ ٱلْغَيْبِ لَا يَعْلَمُهَآ إِلَّا هُوَ ۚ وَيَعْلَمُ مَا فِى ٱلْبَرِّ وَٱلْبَحْرِ ۚ وَمَا تَسْقُطُ مِن وَرَقَةٍ إِلَّا يَعْلَمُهَا وَلَا حَبَّةٍۢ فِى ظُلُمَٰتِ ٱلْأَرْضِ وَلَا رَطْبٍۢ وَلَا يَابِسٍ إِلَّا فِى كِتَٰبٍۢ مُّبِينٍۢ.[الانعام].
٫٫هغه سره د غیبو کونجیانې دي بل څوک پرې نه پوهېږي مګر همغه او پوهېږي په هغه شیانو چې په وچه کې دي که په سمندر کې او نه پرېوزي یوه پاڼه مګر هغه ته معلومه وي او نه یوه دانه د ځمکې په تیارو کښې، نه وچ او  نه لوانده مګر په یو څرګند کتاب کښې لیکل شوي دي،،.
دوهم قسم غیب هغه غیبي امور دي، چې زموږ د ظاهري او باطني حواسو په رینج کې خو نه دي لیکن دلائل پرې قائم شوي دي.

لکه : د الله عظیم ذات ، دهغه صفات ، د قیامت ورځ او احوال یې  او داسې نور...... دېته زموږ د بحث لاندې ایت [ یؤمنون بالغیب] کښې اشاره شوېده.
ابن عباس ویلي:
له غیب نه دلته هدف ټول هغه شیان دي چې په هغو د ایمان راوړلو امر شوی دی خو ستا له سترګو نه غائب وي، لکه ملائک ، قیامت ، جنت ، دوزخ، صراط ، میزان يعنې د اعمالو د وزن ترازو. (معالم التنزیل)

ځینو ډېر ښه تعبیر کړی دی :
یؤمنون بماغاب عنهم، مما أنبأهم به النبي ﷺ  من أمرالبعث والنشور والحساب وغیر ذالك، فهو بمعني الغائب ، تسمية بالمصدر من قولك غاب الشئ، غيبا.
[مدارك التنزيل و حقائق التاويل]

٫٫ايمان راوړي په هغه شیانوچې له دوی نه غائب دي ، خو نبي ﷺ  ورته د هغو شیانو په اړه خبر ورکړی وي، دلته غیب په معنا د غائب دی.

(و یقیمون الصلوة):
د لمونځ د قائمولو نه هدف دا دی: یعدلون ارکانهاو یحفطونها من ان یقع زیغ في افعالها.....
او یواظبون علیها.
٫٫ارکان یې په سمه طرېقه اجراء کوي او له دېنه یې ساتي چې کوږ والی په کې راشي، او یا په خپلو لمونځونو باندې، مواظبت او دوام کوي.
أو يتشمرون لأدائها من غير فتور ولا توان، من قولهم قام بالأمر وأقامه إذا جد فيه وتجلد، وضده قعد عن الأمر، وتقاعد.
داچې د لمانځه د اداکولو لپاره اماده وي، سستي او بې غوري په کښې و نه کړي، یعنې دلمانځه په سرته رسولو کښې له جدیت نه کار اخلي.

د یُقِیمُونَ الصَّلوةَ، درې مفهومات بیان شول ل.
لومړی:
په درسته طریقه یې سرته رسوي ، رکوع، سجده، قومه   جلسه او قرائت یې په درسته توګه سرته رسوي.
دوهم:
لمونځونو باندې دوام او مواظبت کوي.
دریم:
دلمونځونو په کولو کښې له جدیت نه کار اخلي، بې غوري او سستي په کښې نه کوي.

(د لمانځه احکام):
لمونځ پنځه وخته فرض دی، فرضیت یې په قران، سنت، اجماع او تعامل د نبي علیه السلام بیا د صحابه کرامو تعامل ، بیا د تابعینو تعامل او بیا همداسې تر ننه راځه چې  له لکونو څخه میلیونونو زده کړی دی.

منکر یې کافر دی، دا مسئله هم تفصیلات لري.

۱- تارک الصلوة  د امام اعظم رحمه الله په رایه فاسق ، او غټ ګناه ګار دی.
۲- شافعي او  مالکي فقهاء هم تارک الصلوة ته کافر نه بلکې فاسق ورته وایي.
۳ - ځینې فقهاء لکه احمدبن حنبل د ځینو احادیثو  په استناد لمونځ پرېښودو ته کفر وایي.
۴ - حنبلیان خپلو کې دوه ډلې شوي دي ځینې وایی: مطلق ترکُ الصلوة کفر دی،  یعنې که کله یې کوی او کله نه داهم کافر دی.
۵ - ځینې وايې چې بالکلیة لمونځ تر ک کړي، يعنې بېخي یې نه کوي، دغسې بيلمانځ ته کافر ویل درست دي او چې کله کوي او کله نه، دغه شان کس ته کافر ویل درست نه دي، دا د معاصرعالم ابن عثیمین حنبلي رایه هم ده.
۶ - که دلمانځه نه کول د فرضیت له انکار سره مل وي، دا په اتفاق د علماؤ کفر دی.

۷ - بیا که څوک عذر ولري مثلا نوی مسلمان شوی وي، یا غره او صحراء کې لوی شوی وي جاهل وي دا دواړه قسمه خلکو ته کافر ویل درست نه دي بلکې پوهول یې فرض دي.

۸ - که یو کس ښار یا قریه کې ستر شوی وي او هر څه ورته معلوم وي او بیا له لمانځه نه انکار کوی ده ته کافر ویل درست دي، ځکه د ده انکار شعوری او له پوهې نه وروسته دی.
[المغني لابن قدامة٢-١٥٦]

(د لمانځه د تارک سزا):
" ذَهَبَ الْمَالِكِيَّةُ وَالشَّافِعِيَّةُ إِلَى أَنَّ تَاركَ الصَّلاَةِ تَهَاوُنًا وَكَسَلاً ، لاَ جُحُودًا ، يُقْتَل حَدًّا أَيْ أَنَّ حُكْمَهُ بَعْدَ الْمَوْتِ حُكْمُ الْمُسْلِمِ فَيُغَسَّل ، وَيُصَلَّى عَلَيْهِ ، وَيُدْفَنُ مَعَ الْمُسْلِمِينَ.

( مالکي او شافعي فقهاء وایي: څوک چې د لمانځه باره کې سستي، لټي او تقصير ،کوي او د لمونځ پرېښودل بابیزه ګڼي، مګر منکر ترې نه وي، خو عملا یې نه ترسره کوي، دا به د حد په توګه
توګه يعنې دمجرم او ګناه ګار په توګه قتل کېږي، نه د کافر په حیث، له دې امله مړی به یې وینځي، د جنازې لمونځ به پرې کوي.

حنبلي فقهاء وایي:

وَذَهَبَ الْحَنَابِلَةُ : إِلَى أَنَّ تَارِكَ الصَّلاَةِ تَكَاسُلاً يُدْعَى إِلَى فِعْلِهَا وَيُقَال لَهُ : إِنْ صَلَّيْتَ وَإِلاَّ قَتَلْنَاكَ ، فَإِنْ صَلَّى ، وَإِلاَّ وَجَبَ قَتْلُهُ. وَلاَ يُقْتَل حَتَّى يُحْبَسَ ثَلاَثًا وَيُدْعَى فِي وَقْتِ كُل صَلاَةٍ ، فَإِنْ صَلَّى وَإِلاَّ قُتِل حَدًّا ، وَقِيل كُفْرًا ، أَيْ لاَ يُغَسَّل وَلاَ يُصَلَّى عَلَيْهِ وَلاَ يُدْفَنُ فِي مَقَابِرِ الْمُسْلِمِينَ.
٫٫چې څوک دسستۍ له امله مونځ نه کوي، ده ته به لومړی دعوت ورکول کېږي او ورته به ویل کېږي، چې لمونځ د پیل نه کړ قتل کېږې به، که لمونځ یې شروع نه کړ وژل کېږي به خو حداً [ د ګناه ګار په حیث]
ځینو ویلي قتل کېږی به کفرا يعنې دکفرله امله ، بيا به غسل نه ورکول کېږي، د جنازې لمونځ به پرې نه کېږي او د مسلمانانو مقبره کې به نه دفن کېږي.
دغه دویم حکم د حنبلي مذهب د اصولو سره برابر دی، ځکه دوی یې کافر ګڼي نو دکافر غسل او جنازه خو طبعا ناروا ده.

(وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ يُنفِقُونَ:):

" مِمَّا " اصل کښې  د [ مِنْ مَا ] په معنا دی مِنْ د تبعیض لپاره دی، پښتو کې د " ځینې " معنا ورکوي [مَا] د اَلَّذِيْ   په معنا دی.

( رزق څه شی دی؟)

د رزق معنا ده عطاء يعنې ورکړه.

(حرام رزق دی؟):
د اهل سنت والجماعة په نزد حرام هم رزق کې شمیرل کېږي خو انسان مکلف دی چې د حلال رزق انتخاب به کوي.
معتزله وايي: حرام د سره رزق نه دی. ان شاءالله سورة الانعام کښې به دا موضوع  ښه تشریح شي.

مِمّا: مما کې مِنْ  د تبعیض معنا ورکوي ، دې کښې دېته اشاره ده ، چې مؤمن به د خپل مال ځینې برخه د الله په لاره کښې ورکوي، ټول مال ترې نه دی غوښتل شوی.

نبي علیه السلام به زیات نه زیات د مال د دریمې برخې د انفاق اجازه ورکوله او ترې روایت دی چې وَالثُّلُثُ کَثِیرُُ. دا دریمه هم ډېره ده.
اسلام د اعتدال دین دی ، حتیٰ په إنفاق او عباداتو کښې هم د افراط مخالف دی.

سعدبن ابي وقاص( صحابي)  اراده لرله چې وصیت وکړي او خپل  زیات مال صدقه کړي ، نبي ﷺ  ته یې و ویل:  زه مال دار یم او فقط یوه لور مې ده ، آیا زه د خپل مال دوه ثلثه صدقه کړم؟ نبي ﷺ ورته  و فرمایل: نه ، بیا هغه و ویل چې نیم مال  صدقه  کړم؟ نبي ﷺ  ورته و ویل: نه، بیا یې ترې وپوښتل آیا دریمه برخه مال صدقه کړم؟  ويې ویل: دریمه درست ده خو داهم ډېره ده ، که ته دې وارثان اغنیاء پرېږدې دا له دېنه  ښه ده چې خوار یې پرېږدې او خلګوته لاسونه ونیسي.

ثلث ته هم نبي علیه السلام ډېر و ویل: خو اجازه یې ورکړه چې صدقه یې کړي.

  وَعَنْ سَعْدِ بْنِ أَبِي وَقَّاصٍ رضي الله تعالى عنه قَالَ: قُلْتُ: يَا رَسُولَ اللَّهِ، أَنَا ذُو مَالٍ، وَلَا يَرِثُنِي إِلَّا ابْنَةٌ لِي وَاحِدَةٌ، أَفَأَتَصَدَّقُ بِثُلُثَيْ مَالِي؟ قَالَ: لَا، قُلْتُ: أَفَأَتَصَدَّقُ بِشَطْرِهِ؟ قَالَ: لَا، قُلْتُ: أَفَأَتَصَدَّقُ بِثُلُثِهِ؟ قَالَ: الثُّلُثُ، وَالثُّلُثُ كَثِيرٌ، إِنَّكَ أَنْ تَذَرَ وَرَثَتَكَ أَغْنِيَاءَ خَيْرٌ مِنْ أَنْ تَذَرَهُمْ عَالَةً يَتَكَفَّفُونَ النَّاسَ. (مُتَّفَقٌ عَلَيْهِ ، و البخاری فی کتاب الجنائز و کتاب الوصایا)

د مفسرینو عمومي رایه دا ده چې دلته له انفاق نه  مراد عامه ورکړه او صدقات دي چې  زکات او نفلي صدقاتو دواړو  ته شامله ده حتي په اقاربو مصرف کول هم دربر نیسي.
دې فکر ته امام المفسرین ، علامه ابن جریر طبري هم ترجیح ورکړې ده.

ځینو له دې نه هم خبره عام ګرځولې ده ، وایي:
د مال په شمول له دې نه  دالله ټولې ورکړې او استعدادونه مراد دي  لکه ذهني ، فکري او عملي صلاحیتونه چې انسان ته ورکول شوي ، د دې صلاحیتونو څه برخه باید د الله په لار کښې هم استعمال شي.
انسان عموما تنګ نظر واقع کېږي، خپل صلاحیتونه یواځې د ځان په ګټه استعمالوي.
دلته د قران نه د استفادې یو مهم شرط دا و ټاکل شو، چې د خپلو استعدادونو یوه برخه به د الله په لار کښې هم استعمالوي، تر څو د بشریت خیر ښېګڼه هم په نظر کښې وساتي.

ځینو بیا ترې زکات مراد اخیستی دی ، ځکه چې دلته انفاق د صلوٰة سره جوښت ذکر شوی دی ، له دې امله وایي: چې زکات ترې مراد ده، ځکه چې قران کښې ځای پر ځای له صلوة سره جوښت د زکوة یادونه کېږي ، لکه:
  وَأَقِيمُوا الصَّلَاةَ وَآتُوا الزَّكَاةَ وَارْكَعُوا مَعَ الرَّاكِعِينَ (البقرة:۴۳) او داسې نور.
(مدارک التنزیل - فتح القدیرللشوکاني)

د علماوو کوم جماعت چې عمل د إيمان أصلي جزء او مقوِّم نه مني ، یو دلیل یې همدا دی چې دلته مونځ او انفاق په ایمان عطف شوي دي او معطوف له معطوف علیه نه جلا شی دی ، له دې امله استدلال کوي چې  اعمال د ایمان ماهیت کې شامل نه دي ، البته ډېر مهم دي ؛ انسان  یې په ترک فاسق ، فاجر او مجرم ګرځي ، خو کافر نه.

د انفاق فضائل:
مَّثَلُ ٱلَّذِينَ يُنفِقُونَ أَمْوَٰلَهُمْ فِى سَبِيلِ ٱللَّهِ كَمَثَلِ حَبَّةٍ أَنۢبَتَتْ سَبْعَ سَنَابِلَ فِى كُلِّ سُنۢبُلَةٍۢ مِّاْئَةُ حَبَّةٍۢ ۗ وَٱللَّهُ يُضَٰعِفُ لِمَن يَشَآءُ ۗ وَٱللَّهُ وَٰسِعٌ عَلِيمٌ.(بقرة، ٢٦١)

دې آیت کښې الله فرمایي:
چې الله به انفاق کونکو ته یو په اووه سوه (٧٠٠) اجر ورکوي او چې چاته یې اراده وشي له دې نه هم زیات ورکوي ، هغه په نیتونو پوه او مهرباني یې وسیع ده.هر چا سره د هغه دنیت ، اخلاص اود نیت د پاکي  په کچه معامله کوي.


آيت:۴ - وَالَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِمَا أُنزِلَ إِلَيْكَ وَمَا أُنزِلَ مِن قَبْلِكَ وَبِالْآخِرَةِ هُمْ يُوقِنُونَ.


٫٫او هغه خلک چې ایمان راوړي/ لري، په هغه کتاب[ تعلیماتو] چې تاته نازل شويدي او په هغه کتابونو [ تعلیماتو] چې  ستا له راتګ نه وړاندې نازل شوي ول، او په آخرت همدوي یقین لري/ ساتي،،.

(لفظي تحلیلونه) :

د ٫٫مَا،، توری، په ٫٫بِمَا أُنزِلَ،، کې د مفرد او جمعِ دواړو لپاره استعمالېږي، له دې امله مو، ٫٫مَا اُنْزِلَ اِلَیکَ،، کې، د مَا ترجمه  په [هغه کتاب] سره وکړه او ٫٫وَمَا اُنزِلَ مِنْ قبلِکَ،، کې مو د مَا ترجمه، په هغه کتابونو، سره وکړه.

(باَلآخِرٙة).
٫٫الاخرة،،  د اٙلآخِر، تانیث دی او اَلآخِر د اَلاَوّٙلُ، ضد دی.

  اَلاٙخِرةُ ،، صفت دی ، موصوف یې مقدر دی چې د ٫٫اَلدَّارُ،، توری دی، یعنې وَبِالدَّارِالاَخِرةِ هم يوقنون[ په اخرني کور همدوي یقین ساتي]

( هم يوقنون):
هُم یُوقِنُونَ، کې، د {هُمْ} توری د اختصاص او حصر معنا ورکوي، یعنې یواځې دغه ډول کسان په آخرت یقین ساتي، چې دا مخکني شرطونه یې پوره کړي دي، يعنې ډېر خلک د ايمان دعوا کوي خو اصلي منونکي او ايمان لرونکي دغه رنګ خلک دي.
[تفسیر محاسن التاوی، تفسیرالمنار]

اَلاِیقانُ: إتقان العلم بانتفاء الشك والشبهة عنه.
٫٫یقین د علم پوخوالي او مضبوط والي ته وایي په دې شان سره چې شک او شبهات  ترې نه منتفي کړای شوي وي،،

(مهمه يادونه):
قران نه د هدایت اخیستلو لپاره قران دلته شپږ شرطونه یاد کړي دي:

١- تقوا. ٢- ایمان بالغیب ٣-اقامةالصلوة ٤ -انفاق في سبیل الله-٥ په آسماني کتابونو ایمان ٦-په آخرت باندې یقین ساتل.

لومړی شرط:

قران نه د هدایت اخیستلو لپاره لومړی شرط دا بیان شوی، چې له دې کتاب نه هغه سړی هدایت اخیستی شي، چې پرهېزګار وي ، نیکي اوبدي کې فرق کونکی وي، له بدۍ نه بچ کېدل غواړي، د نیکۍ په لټه کې  وي او پر هغې به د عمل کولو  اراده او شوق  لري.
پاتې شول هغه خلک چې دنیا کې د حیواناتو په شان ژوند کوي، چې کله یې دا فکر هم نه وي کړی چې دا زه څه کوم درست دي  که غلط؟
کومې خوا ته چې دنیا روانه وي، یا د نفس خواهش یې ور ټیل  وهي، یا یې چې کومې خواته قدم پورته شو، همغې خوا ته روانېږي، داسې خلک له قران ځنې هدایت نه شي حاصلولی.

دوهم شرط:
په غیبو ایمان دی، غیب نه مراد هغه حقیقتونه دي چې د انسان له حواسو نه پټ دي، کله هم په مستقيم ډول د عام انسانانو په مشاهده یاتجربه کې نه شي راتلای مثلا د الله ذات او صفات، ملائکه ، جنت، دوزخ او داسې نور...دغه حقائق بې لیدلو په دې اعتماد یې منل چې نبي ﷺ د هغې خبر ورکړی دی، دغه رنګ ایمان ته ایمان بالغیب ویل کېږي.
د آیت هدف دا دی چې کوم کس دغه غیر محسوس او غير ملموس حقیقتونو منلو ته آماده وي  یواځې دغه ډول  کس د قران له هدایت نه استفاده کولی شي، پاتې شول هغه خلک چې د منلو لپاره دکتلو، څکلو لمس کولو او بوی کولو شرط کېږدي او وایي:  زه هغه شی نه منم چې نه  تلل کېږی، نه لمس کېږي، نه بوي کېږي او نه اندازه کېږی ، دغه رنګ خلک د قران له هدایت نه استفاده نه شي کولی، دا خلک ماده پرستان بلل کېږي.

دریم شرط:
دادی چې د قران له لارښونو نه هغه څوک ګټه نه شي پورته کولی چې له منلو نه وروسته قرار ناست وي، قران نه د استفادې لپاره ضروري ده ، چې د ایمان نه وروسته انسان عملي کار ته هم آماده شي،  د عملي اطاعت لومړنۍ او دائمي نښه لمونځ دی چې د ایمان راوړلو سره جوښت یا څو ساعته وروسته یې سلسله پیل کېږي، کله چې مؤذن د لمانځه لپاره غږ وکړي اوس معلومېږي، چې ایماندار صیب عملي اطاعت ته هم تیار دی او که نه؟
لمونځ د اطاعت لومړنۍ او دائمي نښه ده، د ورځې پنځه کرت ورته مؤمنان بلل کېږي، که دې مسلسل  بلنو په مؤمن صیب څه تاثیر ونه کړ، نو خپله معلومېږي چې د ایمان مدعي له اطاعت نه تیښته کوي ، دلمونځ ترک کول  اصلا د اطاعت پرېښودل او له اطاعت نه تېښته کول دي، څرګنده خبره ده چې کوم سړی په هدایت باندې عمل کولو ته تیار نه وي، هغه ته لارښونه کول او نه کول یو برابر دي.
اقامت صلوٰة یوه جامعه اصطلاح ده ، د دې هدف فقط همدومره نه دی، چې یوکس پابندۍ سره پنخه وخته لمونځ وکړي، بلکې اقامت صلوة کې د جماعت د لمانځه  نظام قائمول هم شامل دي، يوازې انفرادی مونځ د اقامت صلوٰة غرض او مقصد نه پوره کوي.

٤ - شرط:
د قران له لارښونو نه د استفادې لپاره داهم شرط دی چې انسان به زر پرست او تنګ زړی نه وي  بلکې د ده مال کې چې  د خدای د مخلوق کوم حقوق مقرر شوي هغه ترسره کوي، په کوم دین یې چې ایمان راوړی دهغې د پرمختګ او غلبې لپاره هم مالي قرباني ورکوي.

٥ - شرط :
قران نه د استفادې لپاره،  پنځم شرط دا ښول شوی چې په ټولو هغه کتابونو به ایمان ساتي چې پخوا په مختلفو زمانو کې ، الله په انبیاؤ نازل  کړي ول او په هغه کتاب هم چې په محمد علیه  السلام یې نازل کړی دی.
د دې شرط په رڼا کې د خدای د هدایت دروازه په هغه خلکو بنده ده چې له سره دا ضروري نه ګڼي چې انسان د ژوند تېرولو لپاره د خدای هدایت ته اړتیالري، یا دا خو یو ضرورت ګڼی، خو وحې او انبیاؤ ته رجوع ضروري نه ګڼي  بلکې هغه خپله څه افکار او نظریات تخلیق کوي او هغه د خدای د لارښونو په حیث مني، یا د آسمانی کتابونو ضرورت ته هم قائل وي  خو هغه کتابونه مني چې د ده پلار نیکه منل او دهمغه خدای هغه هدایت چې د نورو قومونو د انبیاؤ په وسیله  راغلي هغه بیا نه مني، لکه یهود او نصارا.

قران فقط هغه خلکو ته د خپل هدایت دروازې  خلاصوي،چې ځان د خدای هدایت ته محتاج ګڼي، دا هم مني چې د خدای هدایت یو یو فرد  ته په جلا جلا توګه نه راځي، بلکې خدای خپلې لارښونې د انبیاؤ او آسماني کتابونو  له لارې انسان ته رسوي، بل داچې هغه کوم قومي او نسلي تعصب کې هم اخته نه وي، بلکې هغه د حق پیروي کول غواړي، چې حق په هر ځاى کې په  هره بڼه کې راغلی وي دی ورته سر ټيټوي.

٦- شرط.

شپږم شرط  دادی چې داکس به  په آخرت ایمان ساتي
په آخرت باندې ایمان لپاره  فقط دومره کفایت نه کوي،چې یوکس وایي:  زه  په آخرت ایمان لرم.
په آخرت باندې ایمان، قران په  لاندې توګه تشریح کړی دی.

١-  په اخرت باندې  د ایمان دعوا کونکی به دا عقیده لري چې انسان په دې نړۍ کې غیر مسؤل نه دی، بلکې د خدای په  وړاندې د خپل ټولو اعمالو جواب ورکونکی دی.
٢- د دنیا دا اوسنی سیستم دائمي نه دی ، یو وخت به دا ټول سیستم ختمېږي، د ختمېدو وخت یې یواځې الله ته معلوم دی.
٣- او داچې د دې عالَم د ختمولو نه وروسته به الله بل عالمَ او بله نړۍ جوړوي، په هغې کې  به ټول هغه انسانان چې د دې نړۍ له پیل نه تر قیامت پورې  پیدا شوي دي، بیا دوهم کرت  په یوه وخت یوځای را ژوندي کوي، ټولو سره به د هغو د اعمالو په اړه حساب کتاب کوي هر چاته به د هغه د عمل پوره پوره جزاء ورکوي.

٤- د خدای د فیصلې له مخې چې کوم خلک نیک وګڼل شي هغه به جنت او چې کوم ناوړه وبلل شي هغه به جهنم ته ځي.

٥- داچې د کامیابۍ او ناکامۍ اصلي معیار د دې دنیا کامیابي او ناکامي نه ده، بلکې کامیاب انسان هغه دی چې دخدای هغه اخري فیصله کې کامیاب شي، او ناکام هغه دی چې هلته ناکام شي.

د عقائدو په دغه مجموعې چې د چا عقیده  نه وي، هغه له قران نه استفاده نه شي کولی ، له دې عقائدو نه انکار خو لرې خبره ده، که څوک د دغه امورو باره کې شک یا تذبذب کې اخته وي، هغه هم نړۍ کې  د قران ښودلې شوې لار نه شي تعقیبولی.( تفهيم القران)



آيت: ۵ - أُوْلَٰٓئِكَ عَلَىٰ هُدًى مِّن رَّبِّهِمْ ۖ وَ أُوْلَٰٓئِكَ هُمُ ٱلْمُفْلِحُونَ.
٫٫دغه شان خلک د خپل رب له لوري  په ستر هدایت باندې دي او همدوی په بشپړه توګه کامیاب دي،،.

(لفظي تحلیلونه):
(هم المفلحون)  کښې هم  ضمیر فصل بلل کېږي، دا ضمیر دلته اختصاص افاده کوي، یعنې کامیابي همدغه خلکو پورې ځانګړې کوي  چې دا پنځه مواصفات ولري.

امام فخرالدین رازي رح فرمایي:
وثانيتهما: حصر الخبر في المبتدأ، فإنك لو قلت الإنسان ضاحك فهذا لا يفيد أن الضاحكية لا تحصل إلا في الإنسان، أما لو قلت: الإنسان هو الضاحك فهذا يفيد أن الضاحكية لا تحصل إلا في الإنسان.(التفسیرالکبیر)
٫٫او دویم ډول یې دا دی: د خبر محدودول په مبتدا پورې. که ته ووایې "انسان خندېدونکی دی"، دا دا نه ښيي چې خندېدنه یوازې په انسان کې پیدا کېږي؛ خو که ووایې: "انسان هماغه خندېدونکی دی"، نو دا ښيي چې خندېدنه یوازې په انسان کې پېښېږي،،

(علی هدیً):
عَلی د استعلاء[ پورته والي] معنا ورکوي.
دلته یې مُتقین له هغو خلکو سره تشبیه کړي، چې په سپرلۍ پورته شي، چې په سپرلۍ څوک پورته شي، طبعا سپرلۍ د ده په کنټرول کې راځي، هرې خواته یې اړولی شي، دېته اشاره ده چې د پورتنیو  مواصفاتو لرونکو خلکو هم هدایت خپل قابو کښې راوستی، پوره یې کنټرول کړی دی، پرې کلک ولاړ دي، په دې کار کښې پوره  متمکن دي.
مثل لتمكنهم من الهدى واستقرارهم عليه وتمسكهم به بحيث شبهت حالهم بحال من اعتلى الشيء وركبه.( کشاف او مدارک)

د  عَلی هُدًی من رّٙبِّهم، مفهوم):ابن جریر طبري داسې کړی دی:
على نور من ربهم وبرهان واستقامة وسداد بتسديد الله إياهم وتوفيقه لهم.

٫٫دوی د خپل رب له لوري نه په یوه رڼا کښې دي، په برهان ولاړ دي او الله ورته استقامت نصیب کړی، په سمه یې روان کړي دي او توفیق یې ورته ورکړی.(فتح القدیرللشوکاني)

أُولئِک علی هدیً: 
دې وينا کې په أهل کتابو تعریض شوی  دی، هغه داسې: چې هغو هم د دیندارۍ او تقوا دعوې کوي، خو په هدایت نه دي روان، لیکن اصل کې د هدایت په لاره دغه خلک روان دي چې په دې یاد شوو صفاتو یې ځان خائیسته کړی دی، یهود په دې مواصفاتو کې پاتې راغلي ول، د یهودو او نصاراو عقایدو کې  حتي د توحید او آخرت عقیده کې يې هم ډېرې داسې نیمګړتیاوې شته وې چې د هغو نیمګړتیاو په موجودیت کې د هغو په اړه دا ویل ناممکن ول، چې دوی د هدایت په لا روان  دي.

د اهل کتابو د اعمالو حال هم د هغو د عقایدو په څېر ډېر ناوړه و، د اعمالو د ترسره کولو قوت محرکه یې ریاء، ځان ښونه، ځان لویونه او یا لږ تر لږه قومي فخر او غرور و؛ اخلاص، لِلّٙهیت، خدای پرستي او دخدای په مخلوق ترحم د هغو له اعمالونه کډه کړې وه. 

(د المفلحون معنا):
الظافرون بما طلبوا الناجون عما هربوا؛ فالفلاح درك البغية والمفلح الفائز بالبغية.
٫٫چې څه يې  غوښتل، د هغې په ترلاسه کولوکې کامیابیدونکي ، چې له کوم شي نه تښتېدل ، له هغې نه نجات موندونکي،،
فلاح وایي هدف تر لاسه کولو کښې کامیابیدو ته، مُفلِح هغه کس ته وایي چې څوک  په مقصد تر لاسه کولو کښې کامیاب شي.

(خلاصه):
دې ایتونو، کښې لومړی د متقینو، پنځه  مواصفات بیان شول، بیا د پایلې اعلان وشو چې څوک په دې صفاتو ځان خائیسته کړي، دوه انعامونه به ورته ورکول کېږي، یو په دنیا او بل په آخرت کې ، د دنیا انعام یې شو، [اولئک علی هدی من ربهم] د آخرت انعام یې شو و ٫٫اولئک هم المفلحون،،.
له دېنه د ستر انعام  تصور نور نه شي کېدای، چې د یوکس د دنیا او د آخرت د کامیابۍ یواځې اعلان ونه شي بلکې الله یې اعلان وکړي.

إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا سَوَاءٌ عَلَيْهِمْ أَأَنذَرْتَهُمْ أَمْ لَمْ تُنذِرْهُمْ لَا يُؤْمِنُونَ{٦}.

٫٫ کومو خلکو کښې چې { د دې خبرو له منلونه} انکار وکړ، دهغو لپاره برابره ده چې چې ته یې وډاروې یا یې ونه ډاروې، هغوې ایمان نه راوړي،،

(لفظي تحلیل):
إنَّ: د فعل سره مشابه حرف دی، اسم او خبر غواړي، ٫٫الذین کفروا،، یې اسم دی، سواءُُ یې خبر دی.

(کُفْر):
د کُفر معناده پټول، دهقان ته هم لغت کې کافِر وایي، ځکه تخمونه په خاورو کې پټوي. کافِر ته ځکه کافر وایي، چې حق پټوي،

(سواءُُ): اسمِ مصدر دی، مصدر یې دی استواءُُ، دلته سواء په معنا د ٫٫مستوٍ،، دی.

(أأنذرتهم أم لم تنذرهم): له دې جملې  نه د استفهام معنا سلب شوې ده. د ټول عبارت مفهوم مفسرینو داسې بیان کړی: كأنه قيل: إن الذين كفروا مستوٍ عليهم إنذارك وعدمه.٫٫ کومو خلکو چې کفر کړی دی په هغوی ستا له اړخه وېرول او نه وېرول دواړه يو برابر دي.
لایؤمنون: مفسِرّة جمله ده، آیت کې چې ابهام پاتې و، هغه یې ختم کړ.
{اسرارالتنزیل و انوارالتاویل}

يو مهمه پوښتنه:
سوال دا دی چې د دې آیت له نزول نه وروسته ډېرو کافرانو ایمان راوړی دی، سره له دېنه چې آیت کې خو  صراحت سره دا راغلل چې کومو خلکو کفر کړی دی نور ایمان نه راوړي.
د دې سوال ځواب امام المفسرین علامه ابن جریر طبري،رحمت الله عليه دا ورکړی دی چې سعیدبن جبیر له ابن عباس رضي الله عنهما نه دا روایت کړی دی چې  له دېنه مراد، ځینې مخصوص کافران دي لکه د مدینې یهود او د هغو احبار ، رهبان او مشران ،
دوهم قول دا دی چې له دېنه مراد د مشرکینو ځینې وګړي دي، لکه ابوجهل، عتبه، شیبه، ولیدبن مغیرة او ځینې نور سرداران،  همدا راز د اوس او خزرج قبائلو، منافق مشران.

د دواړو اقوالو هدف دا شو چې له {اِنّٙ الذین کفروا} ځنې مراد ټول کفار نه دي، لکه چې د الفاظو له ظاهري بڼې نه ذهن ته راځي، بلکې مراد ترې مخصوص کفار دي یا یهود یا د مشرکینو او منافقینو مشران.
ابن جریر د ابن عباس رضی الله عنهما قول ته ترجیح ورکړې ده، چې له دېنه مراد د مدینې منورې شاوخوا پراته یهودان او په ځانګړې توګه مشران یې دي.(ابن جریر او تفسیر کبیر)

دې تحقیق سره پو ښتنه حل شوه، عربي کې دا قاعده موجوده ده چې ذکر د عام کېږي او  مراد ترېنه خاص وي.دلته هم ذکر د عامو کفارو وشو ، لیکن مراد ترېنه د ځینو قرائنو په آساس مخصوص کفار دي.
د پورتنیو  تعبیرونو هدف دا دی، چې له دېنه هغه ځانګړي کفار مراد دي چې په کفر د ټینګ پاتې کېدو مصمم عزم او فیصله یې کړې وه، طبعې خبره ده چې څوک په یوه عقیده د ټینګ پاتې کېدو کلک عزم وکړي، یو دلیل یې هم نه شي قانع کولی.
مګر دا چې الله یې د خپل غیبي قوت په وسیله مسلمان کړي، خو  انسان ته  جبراً هدایت کول د الله سنت او روش نه دی پاتې شوی، د آدم علیه السلام له تخلیق نه  تر محمد ﷺ پورې دانسانانو د لارښونې په اړه د الله په سکیم کې، جبري لارښونه نشته ده، هدایت قبلول د انسان تر خپل  قناعت پورې اړه لري، د قناعت لپاره الله انبیاء او کتابونه را لېږي.

خَتَمَ اللَّهُ عَلَىٰ قُلُوبِهِمْ وَعَلَىٰ سَمْعِهِمْ ۖ وَعَلَىٰ أَبْصَارِهِمْ غِشَاوَةٌ ۖ وَلَهُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ (٧)

٫٫الله د هغوی په زړونو او دهغوی په غوږونو مهرلګولی دی او د هغوی په سترګو یوه ځانګړې پرده غوړېدلې ده او د هغوی لپاره ستر عذاب شته دی،،

لفظي تحلیل:

(ختم الله):  د ختم معناګانې.:
أ- التغطیة یعنې د یو شي پټول، لکه په لوښي سر پوښ ایښودل.
ب : ختم يعنې مهر لګول، یا مهر کول، ختم او طبع یوه معنا لري، له ختم نه هدف دا دی چې شی داسې کلک کړل شي، چې بل شی ورته داخل نه شي، عربانو به د شرابو د بوتلونو د سر د کلک بندولو لپاره چې هوا ورته داخله نه شي، یو رقم مواد استعمالول دغه عملیه به یې ختم بلله، پخوانیومفسرینو هغو موادو ته د طِینُُ خَاص { مخصوصه خټه} اصطلاح کارولې ده، موږ هغه خټې ته غالبا { لاک} وایو، فارسي او پښتو کې هم  موږ د مُهر لاک اصطلاح لرو، همدا راز مکاتیب به هم په هم دې خټه  مهر کېدل،چې اضافه خبره په کې څوک داخله نه کړي، دې سره سره به عام رسمي مهرونه هم د مکتوب د مهر کولو لپاره کارول کېدل، نبي ﷺ هم د مکتبونو د ختم يعنې د مهر کولو لپاره یو مُهر (الخاتم) درلود چې محمد رسول الله يې پرې لیکلي ول، د دې مهرونو هدف هم دا دی چې له دې مهر نه وروسته بل څوک د کومې خبرې د لیکلو واک نه لري.

(قلوب): د قلب جمع ده. علامه طاهر ابن عاشور وایي:

عربۍ کې قلب د زړه او عقل دواړو لپاره استعمالېږي، غالبا له دې دوه معناګانو نه پرته د بلې معنا لپاره نه استعمالېږي،
له قلب نه مراد دلته عقل او لُب دی، ........ زړه له عقل سره د اشیاؤ په ادراک کې مرسته کوي. 

والمراد من القلوب هنا الألباب والعقول، والعرب تطلق القلب على اللحمة الصنوبرية، وتطلقه على الإدراك والعقل، ولا يكادون يطلقونه على غير ذلك بالنسبة للإنسان وذلك غالب كلامهم على الحيوان، وهو المراد هنا، ومقره الدماغ لا محالة ولكن القلب هو الذي يمده بالقوة التي بها عمل الإدراك.(التحریر والتنویر طاهربن عاشور)

(سمع): د مصدر صیغه ده، معنا ئې ده اورېدل، د لته سمع د دوه جمعو{ قلوب او ابصار}  تر منځ واقع شوې، امام سیبویه وایي: سمع  دلته د جَمعِې معنا ورکوي. یاله ٫٫سمعِ،، نه مراد مواضع يعنې ځایونه د سمعِ  دي چې هغه غوږونه دي یا ترې قوت سامعه مراد دی.

(ابصار): جمع د بَصَرُُ ده، بصر د سترګې ادراک ته وایي، دلته له {ابصار} نه مراد قوت باصره ده، یا دا عضو چې موږ یې سترګې بولو، بیضاوي همدې ته ترجیح ورکړې ده.

(غشاوة): پرده.
عَذاب: د لفظ او معنا دواړو له مخې د ٫٫نَکَال،، په څېر کلمه ده، د نکال معناد ده منع کېدل، فارسي ډکشنریانو د نکال معنا داسې بیان کړېده:
زنجير وقيد و بند - عذاب (از کلمه نِکْل به معناي طناب پابند حيوان و آهن لجام آن است ، چون هر دو مانع آزادي حيوان است ، و جمع آن أنکال است ).

دعذاب توري کښې هم د منعِ مفهوم پروت دی، عربان وایي:
عَذَّبَهُ عَنِ الشَّيْءِ : مَنَعَهُ،كَفَّهُ.
عذاب ته ځکه عذاب وايي: چې د نورو انسانانو له ګناه نه د منع کېدو باعث ګرځي.

(عظیم): د حقیر په مقابل کې استعمالېږي،او کبیر د صغیر په مقابل کې، موږ پښتو کښې دواړه په غټ، ستر یا لوی سره ژباړو.

(ختم الله علی قلوبهم):
الله یې په زړونو  مهر لګولی،  د حق او خیر څه خبره یې په زړونو کې نه داخلېږي، زړونه یې سرغچ شوي دي.
د دې معنی دا نه ده چې الله جل جلاله یې پر زړونو مهر لګولی و، له دې امله یې د خبرې له منلو نه انکار وکړ، بلکې مانا دا ده چې کله يې پورته ذکر شوي اساسي مسائل رد کړل او د قرآن د وړاندې  شوې لارې پر خلاف  يې بله لاره غوره کړه، بیا الله د دوی زړونه او غوږونه مهر کړل.  د دې مهر کولو احساس به د هغه چا لخوا ښه تجربه شوی وي چې کله یې د تبلیغ کولو تجربه کړېوي.  کله چې یو څوک ستا وړاندیز یو ځل رد کړي، نو ذهن یې مخالف لوري ته حرکت پیل کړي تردې چې ستا په خبره بیا هغه نه پوهېږي چې ته څه وایې؟ ستا دعوت ته یې غوږونه کاڼه شي، سترګې یې ستا د لارې په ښېګنو ړندې شي ، او په ښکاره احساسېږي، چې زړه یې مهر شوی دی، خو لکه څنګه چې الله د هر شي خالق دی ، په دې اساس د خلق له اړخه د هر شي نسبت هغه ته کېږي ، کنه په اصل کښې دا مهر د دوی د خپلو عملونو په نتيجه کښې پرې لګول کېږي، قرآن په سورت المطففين کښې وايي:
كَلَّا ۖ بَلْ ۜ رَانَ عَلَىٰ قُلُوبِهِم مَّا كَانُوا يَكْسِبُونَ(۱۴) دلته د مهر کېدو نسبت ددوی عملونو ته شوی دی.
تعديل: ۹ اپرېل: ۲۰۲۵م



ورته مطالب
+