سورة البقرة رکوع ۲ (۸ -۲۰ آیت)

18-10-2024    مولانا عبدالصبور عباسي


سورة البقرة رکوع ۲ (۸ -۲۰ آیت)


سوره البقرة آيت ۸ نه تر ۱۲ پورې.

وَمِنَ النَّاسِ مَنۡ يَّقُوۡلُ اٰمَنَّا بِاللّٰهِ وَبِالۡيَوۡمِ الۡاٰخِرِ وَمَا هُمۡ بِمُؤۡمِنِيۡنَ‌ۘ‏ ۞۸.يُخٰدِعُوۡنَ اللّٰهَ وَالَّذِيۡنَ اٰمَنُوۡا ‌ۚ وَمَا يَخۡدَعُوۡنَ اِلَّاۤ اَنۡفُسَهُمۡ وَمَا يَشۡعُرُوۡنَؕ ۞۹.فِىۡ قُلُوۡبِهِمۡ مَّرَضٌۙ فَزَادَهُمُ اللّٰهُ مَرَضًا ‌ۚ وَّلَهُمۡ عَذَابٌ اَلِيۡمٌۙۢ بِمَا كَانُوۡا يَكۡذِبُوۡنَ‏ ۞۱۰.وَاِذَا قِيۡلَ لَهُمۡ لَا تُفۡسِدُوۡا فِىۡ الۡاَرۡضِۙ قَالُوۡاۤ اِنَّمَا نَحۡنُ مُصۡلِحُوۡنَ ۞ ۱۱. اَلَا ۤ اِنَّهُمۡ هُمُ الۡمُفۡسِدُوۡنَ وَلٰـكِنۡ لَّا يَشۡعُرُوۡنَ ۞۱۲.

۸ - او ځينې خلک داسې هم شته چې وايي: موږ په الله او په وروستۍ ورځ ايمان راوړی دی ، حال دا چې په حقيقت کښې دوی مؤمنان نه دي.

۹ - دوی له الله او مؤمنانو سره دوکه کوي ، مګر په اصل کښې هغوی خپل ځان په دوکه کښې اچوي او دوی ته د دې خبرې شعور نشته دی.
۱۰- د دی په زړونو کښې يوه بيماري ده چې هغه بيماري الله نوره هم زياته کړه او کوم درواغ چې دوی وايي ، د دې په بدله کښې دوی ته درد ناکه سزا ده.
۱۱ - او چې کله ورته و ويل شي ، چې په ځمکه کښې فساد مه کوئ ، دوی وايي: موږ په يقين توګه اصلاح کونکي يو.
۱۲ - خبردار! په حقیقت کښې همدا خلک فساد کونکي دي ، خو دوی شعور نه لري.
_______________________________________________________________________

د ۸ آيت تفسير:
يعنې په خوله خو د ايمان دعوا کوي ، خو د خوله او زړه تر منځ يې موافقت نشته دی. کله چې مدينه منوره کښې اسلام د پرمختګ په لور روان شو ، ځينو خلکو به اسلام سره د منافقانه تړاو اظهار  کولو ، تر څو په اسلامی ټولنه کښې چې د مسلمان په حيث کومې ګټې تر لاسه کولی شي چې تر لاسه يې کړي.

د ۹ آيت تفسير:
يعنې دوی په خپله خپل ځان په دې مغالطه کښې اچولی دی چې دا منافقانه روش دویته ګټور دی ، خو حقیقت دا دی چې دا روش دویته په د نيا او آخرت دواړو کښې تاوان رسوي ، په دنيا کښې يو منافق د څه وخت لپاره خلکو ته دوکه ورکولی شي ، خو د هميش لپاره د هغه دوکه نه شي چلېدی ، اخر هم د ده پټ منافقت څرګندېږي ، بيا په اسلامي ټولنه کښې د ده څه احترام نه پاتې کېږي ، پاتې شو اخرت هلته خو د خولې دعوا څه قيمت نه لري چې عمل د هغې خلاف وي.

د ۱۰ آيت تفسير:
له دې بيماري نه مراد د منافقت بيماري ده او په دې بيماري کښې د ډېر والي مطلب دا دی ، چې الله منافقينو ته د هغو د منافقت سزا په فوري توګه نه ورکوي ، بلکې مهلت ورته ورکوي او د دې مهلت نتيجه دا کېږي چې منافقينو ته  کله په ظاهر کښې خپلې دوکې کامیابې ښکاره شي ، نور هم په منافقت کښې مخکې روانېږي، په دې شکل يې مرض نور ډېرېږي.

(سورة البقرة له ١٣ نه تر ۱۸ آيت )

إِذَا قِيلَ لَهُمْ آمِنُوا كَمَا آمَنَ النَّاسُ قَالُوا أَنُؤْمِنُ كَمَا آمَنَ السُّفَهَاءُ ۗ أَلَا إِنَّهُمْ هُمُ السُّفَهَاءُ وَلَٰكِن لَّا يَعْلَمُونَ.۱۳. وَاِذَا لَقُوۡا الَّذِيۡنَ اٰمَنُوۡا قَالُوۡاۤ اٰمَنَّا ۖۚ وَاِذَا خَلَوۡا اِلٰى شَيٰطِيۡنِهِمۡۙ قَالُوۡاۤ اِنَّا مَعَكُمۡۙ اِنَّمَا نَحۡنُ مُسۡتَهۡزِءُوۡنَ ۞۱۴. اَللّٰهُ يَسۡتَهۡزِئُ بِهِمۡ وَيَمُدُّهُمۡ فِىۡ طُغۡيَانِهِمۡ يَعۡمَهُوۡنَ‏.۞۱۵. اُولٰٓئِكَ الَّذِيۡنَ اشۡتَرَوُا الضَّلٰلَةَ بِالۡهُدٰى فَمَا رَبِحَتۡ تِّجَارَتُهُمۡ وَمَا كَانُوۡا مُهۡتَدِيۡنَ‏ ۞۱۶.مَثَلُهُمْ كَمَثَلِ ٱلَّذِى ٱسْتَوْقَدَ نَارًا فَلَمَّآ أَضَآءَتْ مَا حَوْلَهُۥ ذَهَبَ ٱللَّهُ بِنُورِهِمْ وَتَرَكَهُمْ فِى ظُلُمَٰتٍۢ لَّا يُبْصِرُونَ.١٧. صُمُُّ بُکم عُمۡىٌ فَهُمۡ لَا يَرۡجِعُوۡنَ ۙ‏ ۞.۱۸.

۱۳ - او كله چې ورته وويل شي، چې هغه شان ايمان راوړئ، لکه چې نورو خلكو راوړى دى، نو هغوى ځواب وركوي: چې آيا د احمقانو په څېر ايمان راوړو؟  خبردار!  په حقیقت کې دوی پخپله احمقان دي مګر دوی نه پوهیږي.
۱۴ ـ کله چې له مؤمنانو سره مخامخ شي وائي: موږ ايمان راوړی دی او کله چې له خپلو شیطانانو سره ځان ته شي، وايي: په اصل کښې خو موږ له تاسو سره يو او له هغو سره هسې ټوقې کوو.
۱۵ - الله له دوی سره ټوقې کوي او دوی ته د دوی په سرکشۍ کښې مهلت ورکوي ، په داسې حال کښې چې دوی د ړندو په شان حيران ، سر ګردان دي.
۱۶ - دا هغه خلک دي کومو چې د هدايت په عوض کښې ګمراهي غوره کړېده ، مګر د دوی دا تجارت د دوی لپاره ګټور ثابت نه شو او دوی په سمه لاره نه دي روان.
۱۷ - د دوی نا آشنا حالت دهغه کس په شان دی چې اور یې بل کړ، کله چې اور د ده چاپیریال روښانه کړ ، الله د دوی رڼا لېرې کړه او دوی یې په تیرو کښې پرېښودل چې څه نه ویني.
۱۸ - (دوی د حق په وړاندې) کاڼه ، ګونګي او ړانده دي او ل٫٫ه خپلې ګمراهي څخه،، نه راګرځي.
________________________________________________________________________

د ۱۳ آيت تفسير:
( کما آمن الناس):
له ٫٫الناس،، نه مراد مخلص مؤمنان دي. يعنې د نوور مخلصينو مؤمنانو غوندې إيمان راوړئ ، دا ستاسو منافقانه إيمان درته ګټور نه دی.

(کما آمن السفهاء):
رېښتونی ، صادقانه او مخلصانه ایمان هغوی ته بیوقوفي او کم عقل توب ښکارېده چې انسان د درستې عقیدې لپاره د ټولې دنیا دښمني په سر واخلي، د سختو احکامو" لکه جهاد، روژه او زکوة"  تعمیل ته ملا وتړي او دنفس د ځینو مرغوباتو نه د دین د پیروۍ په نامه لاس واخلي.
هغوی داسې ایمان داري غوره ګڼله چې له مادي او اجتماعي ګټو نه یې استفاده وکړي او کوم خطر تحمل نه کړي او دا هدف یې په منافقانه ایمان کې په ښه توګه تر لاسه کولی شو، چې د اسلام د اجتماعي سیستم له اړخه راتلونکې ګټه کښې شریک اوسي، غنیمت، انفال ، مال فیء او له زکوة نه خپله برخه پوره واخلي، د قربانۍ، جهاد او سرښندنې وخت کې پلمې او اعذار وړاندې کړي.

په دې آیت کښې الله جل جلاله دوی ته په ځواب کښې  هم په تاکیدي کلماتو د سفاهت او حماقت نسبت کړی، ځکه چې د دنیا د موهومې" غیر متیقنې" ګټې لپاره خپل آخرت خرابول حتماً جهالت او حماقت دی، همدا راز ټولنه کښې د مثبت رول پر ځای منفي رول لوبول  هیڅ عقل مندي نه ده او منافقین هر وخت ټولنه کښې منفي رول ترسره کوي، دوی له فکري، علمي تعمیر او مادي ابادي او جوړونې سره هیڅ دلچسپي نه لري، فقط شخصي ګټه او تخریب یې مهم اهداف دي.

(السفهاء):
السفهاء،  د السفیهُ، جمع ده، سفیه خفیف العقل، کم عقل او احمق ته وایي. منافقينو به مخلص مؤمنان  سفهاء ګڼل ، ځکه چې هغوی د ایمان لپاره له ځان، مال او اولاد نه تېر ول خو منافقینو ته دا کار سفاهت ښکارېده.

(لایعلمون):
مخکني آیت کښې د منافقینو په اړه ویل شوي "لایشعرون" دلته ویل شوي "لا یعلمون" دا ځکه چې په دې آیت کښې منافقینو مؤمنانو ته د سفاهت نسبت کړی، سفاهت جهالت ته ویل کېږي، دې سره مقابله کښې  مناسب لفظ د "لایعلمون" دی.
یا داچې شعور هغه پوهې ته ویل کېږي چې د حواسو په وسیله تر لاس کېږي او علم هغه پوهې ته ویل کېږي چې د فکر ، نظر او استدلال په نتیجه کې تر لاسه کېږي، د نفاق او د هغې د زیان پیژندګلوي، ساده او آسانه خبره وه ، خو منافقین پرې نه پوهېدل له دې امله ورته و ویل شول چې دوی خو شعور هم نه لري، د حق او باطل شناخت ، تفکیر ، نظر او استدلال ته اړتیا لري له دې امله دلته دوی ته لایعلمون و ویل شول چې حق او باطل سره نه شي جلا کولی " داستدلال او تفکیر قوه نه لري".

د ۱۴ آيت تفسير:
شيطان په عربي ژبه کښې سرکش ، شورشي ، متمرد او ياغي، باغي ته وائي، دا لفظ جنياتو او انسان دواړو لپاره استعمالېږي، اګر چې قرآن کښې په عمومي توګه د جني شيطانانو لپاره استعمال شوی دی ، خو په ځينو ځايونو کښې شیطان صفته انسانانو لپاره هم استعمال شوی دی ، له مخکې او  وروسته عبارت نه معلومېږي چې هدف ترې انسي شيطان دی، که جنيات؟  په دې ځای کښې د شياطين لفظ د هغه لويو لويو قبائلي مشرانو لپاره استعمال شوی دی، چې په هغه وخت کښې د اسلام په مخالفت کښې ډېر وړاندې ول او د شیطان رول يې ترسره کول.

د ۱۵ آيت تفسير:
دا خبره چې الله په دوی پورې ټوقې کوي ، په دې معنا ده چې الله به دوی ته د دې ټوقو سزا ورکړي ، او د هغې يو شکل دا و چې دوی ته الله مهلت ورکړ او په فوري توګه يې دوی و نه نيول ، دوی دا فکر وکړ چې زموږ دا ترتیب ښه کامياب روان دی ، بيا الله نا څاپه ونيول ، نو دا يو رنګ ټوقه وه چې يې پرې وکړه ، پاتې شوه هغه چې الله  له دوی سره ټوقې پيل کړي دا د الله د شان سره مناسب نه ده ، دا د عربي ژبې د بيان يو ځانګړی اسلوب دی چې پښتو کښې هم شته دی.

د (يمدهم) معنا ده: الله دویته مهلت ورکوي ، پړی يې اوږدوي ، په طغيان کښې ورته ترقي ورکوي چې ښه په کښې مخکې لاړ شي.
د (في طغيانهم) لفظ له يٙمُدُّهُمْ  سره تړلی دی ، ځينو له ٫٫يٙعْمٙهُونٙ،، سره تړلی چې دا اهل سنت له‌  عقيدې نه خلاف د معتزله فرقې له عقيدې سره برابره ترجمه ده.
(يعمهون) : مفسرين وايي: يو د سترګو ړوند والی دی هغې ته عربي کښې ٫٫عمي،، وايي او يو د زړه ړوند والی دی هغې ته ٫٫عمه،، وايي، دلته دغه دوهمه معنا مراد ده.

د ۱۶ آيت تفسير :
په مخکنيو آيتونو کښې د منافقينو په اړه و ويل شو ، چې دوی د اسلام رڼا وليده ، مزه ئې ورته وڅکله او کفر کښې خو له پخوا نه اخته ول ، هر څه یې ليدلي ول ، خو دوی د دنياوي
ګټو په خاطر اسلام پرېښود. الله تعالیٰ د دوی دې کار ته تجارت و ويلې او بيا يې و فرمايل: چې دا تجارت يې څه ګټه نه ده کړې، بلکې تاواني تجارت دی ، چې د ښه شي په بدل کښې يې څومره ناکاره شی غوره کړ.

د ۱۷ آيت تفسیر:
مطلب دا چې کله د الله جل جلاله یو بنده د حق رڼا خپره کړه او حق یې له باطل  او سمه لاره له ګمراهۍ څخه جلا کړه ، دې سره د خلکو د سترګو پر وړاندې  ټول حقایق څرګند شول، خو دا منافقان چې په خپله خود غرضۍ کې ړانده وو، په دې رڼا کښې یې هیڅ نه لیدل.

(ذهب الله بنورهم ) ٫٫الله یې د لید رڼا لېرې کړې ده،،.
د قران له دې جملې نه هیڅوک باید دا غلط فکر ونه کړي چې  په تیاره کښې د دوی د پاتې کېدو او سرغړونې مسؤل دوی نه دي، ځکه چې الله ترې د بصیرت رڼا سلب کړېده.
  الله جل جلاله هغه څوک د بصیرت له رڼا څخه بې برخې کوي، څوک چې د حق په لټه کې نه وي، د هدایت پر ځای ګمراهۍ ته ترجیح ورکوي، نه غواړي چې د صداقت روښانه مخ وویني.  کله چې دوی د حق له رڼا څخه مخ واړول او غوښتل یې چې د باطل په تیارو کښې اخته وي، نو الله تعالی هم دوی ته د دې کار فرصت ورکړ.

(د ۱۷-  آيت لفظي تحلیل):
(مَثَل): نظیر او مشابه ته وایي:  و المثل في الأصل بمعنى النظير يقال: مَثَل و مِثْل و مَثِيل كَشَبَه و شِبْه و شَبيه.
بیا د هر هغه حالت ، مورِد ، صفت او قصې لپاره استعمالېږي چې اهمیت ولري، غرابت او نا آشنا والی په کښې وي.مفسرِبیضاوي وایي:
استعير لكل حال أو قصة أو صفة لها شأن وفيها غرابة مثل قوله تعالى: {أية :
مَّثَلُ ٱلْجَنَّةِ ٱلَّتِى وُعِدَ ٱلْمُتَّقُونَ }تفسير : [الرعد: ۳۵] وقوله تعالى: {أية :وَلِلَّهِ ٱلْمَثَلُ ٱلأعْلَىٰ } (النحل:۶۰)

والمعنى حالهم العجيبة الشأن كحال من استوقد ناراً.
معنا دا ده چې د دوی نآشنا او عجیبه حالت د هغه کس د حال په شان دی چې اور ولګوي.......

(والذي) بمعنى الذين كما في قوله تعالى: {أية :کمثل الذي:
الذي(هغه کس ) په معنا د الذین( هغه کسان)  دی، لکه  لاندني آیت کښې چې الذي د الذین په معنا دی، یعنې مفرد د جمع په معنا راغلی. بل مثال يې: وَخُضْتُمْ كَٱلَّذِي خَاضُواْ ) دی ، چې دلته هم الذي په معنا د الذين دی.
پوښتنه: هُم د جمع ضمیر دی، دې آیت کښې درې پېرې استعمال شوی:
لومړی: مثلهم  دوهم: بنورهم دریم : تر کهم کې  دا ضمائر په همدې حساب جمع استعمال شوي، چې الذی په معنا د الذین دی او الذین خو جمع ده
" مَاحَولَهُ" کښې  د مفرد ضمیر استعمال شوی دی، دلته دېته کتل شوي چې اَلَّذِي لفظاً مفرد دی.

د ١٨ آیت تفسیر:
مطلب دا دی چې دوی د حق له اورېدو نه کاڼه او له حق ویلو نه ګونګیان او له حق لیدلو نه  وړانده دي.

لفظي تحلیل:
صُمًًٍ - د اٙصم جمع ده، اصم "کوڼ" ته وائي. او  بُکْمُُ د ابکم جمع ده ابکم ګونګ" ته وائي
عُمْیُُ - د اعمی جمع ده معنا يې ده "ړوند"


د ۱۹ او ۲۰ آيت تفسير:

أَوْ كَصَيِّبٍۢ مِّنَ ٱلسَّمَآءِ فِيهِ ظُلُمَٰتٌ وَرَعْدٌ وَبَرْقٌ يَجْعَلُونَ أَصَٰبِعَهُمْ فِىٓ ءَاذَانِهِم مِّنَ ٱلصَّوَٰعِقِ حَذَرَ ٱلْمَوْتِ ۚ وَٱللَّهُ مُحِيطٌۢ بِٱلْكَٰفِرِينَ.- ١٩.يَكَادُ ٱلْبَرْقُ يَخْطَفُ أَبْصَٰرَهُمْ ۖ كُلَّمَآ أَضَآءَ لَهُم مَّشَوْاْ فِيهِ وَإِذَآ أَظْلَمَ عَلَيْهِمْ قَامُواْ ۚ وَلَوْ شَآءَ ٱللَّهُ لَذَهَبَ بِسَمْعِهِمْ وَأَبْصَٰرِهِمْ ۚ إِنَّ ٱللَّهَ عَلَىٰ كُلِّ شَىْءٍۢ قَدِيرٌ.-٢٠.

۱۹ - یا د هغوی مثال داسې وګڼئ، چې له اسمانه ډېر باران ورېږي او ورسره تیاره ، رعد او برېښنا وي.
دوی د تندرونو له کبله ، د مرګ له ډار نه ، خپلې ګوتې په خپلو غوږونو کښې ننباسي او الله د دغه کافرانو،  محاصره کونکی دی.
۲۰ - (دبریښنا له امله د دوی حالت داسې کیږي) لکه چې بریښنا به ژر د دوی لید لېرې کړي. کله چې دوی لږ رڼا احساسوي، دوی په هغې کښې یو څه فاصله تګ کوي او کله چې په دوی باندې تیاره راشي دوی ودریږي.
كه الله غوښتلاى نو د دوى سماعت او بصيرت به يې په بشپړه توګه له منځه وړی واى. بېشكه الله  په ​​هر څه باندې  قادر دى.
________________________________________________________________________

د ‌۱۹ آيت تفسیر:

(أَوْ كَصَيِّبٍۢ ............... )
په دې مثال کې له باران نه اسلام مراد دی، چې د انسانیت لپاره د رحمت په توګه راغلی دی.
له تیارو، تندر او برېښنا څخه د سختیو مشکلاتو او کړاوونو، هغه سخت هجوم او مشکلاتو مراد دي چې د اسلامي تحریک په مقابل کښې د قدیم جاهلیت خوښونکو د مزاحمت له امله مخې ته راتلل یا هغه شرعي احکام او لارښونې چې په دوی به سختې تمامېدې یا هغه لارښونې چې د دوی د جاهلي تصوراتو ، معتقداتو ، افکارو ، دودونو ، رواجونو او تعصباتو په ضد به وې.

( مِّنَ ٱلسَّمَآءِ):
باران کله د یو خاص اُفُق له خوا وي، دغه رنګ باران کښې ظُلُمات او تيرې ډېرې نه وي او نه ډېر دهشت لري، ځکه د نورو افقونو له اړخه طبعا رڼا موجوده وي، خو کله چې د باران باره کښې و ویل شي:  "مِن السَّماءِ" هلته هدف دا وي چې دا باران مُطبِق او هر لوریز دی ، ټول افقونه یې دربر نیولي، دغه شان باران کښې تیاره هم ډېره وي او دهشت یې هم قوي وي.
یوه تیاره په خپله د باران د مسلسل اورېدونکو څاڅکو ، دوهمه د وریځو تياره او دريمه د شپې تیاره او څلورم دا چې دیوه اُفُق له خوا هم د رڼا څرک نه معلومېږي ، په دې اساس په داسې باران کښې تياره ښه ډېره او قوي وي.


(يَجْعَلُونَ أَصَٰبِعَهُمْ فِىٓ ءَاذَانِهِم) (خپلې ګوتې په خپلو غوږونو کښې ننباسي)
په دې ترتیب خو ځان د څه وخت لپاره دې غلط فهمۍ کښې اخته کولای شي چې له هلاکت نه به بچ شو ، خو فی الواقع دا د بچ کیدلو سمه لاره نه ده ځکه چې ٫٫والله محیط بالکافرین،، الله په خپلو قوتونو سره  کافران راګیر کړي دي".

أَصَابِع: ګوتو ته وایي. نو غوږونو کې خو  ګوتې نه بلکې دګوتو سرونه خلک ننباسي، د دې ځواب دا دی چې دلته د عربیت د قواعدو په اساس د ګوتو نه مراد د ګوتو سرونه دي، أصَابِع ورته مبالغةً ویل شوي.
یجعلون اصابعهم....... جمله مستانفه ده ، د سوال په ځواب کښې واقع شوې ده چې دغه شان ناکاره حالت سره به دوی څه قسم تعامل کوي؟ ځواب کښې وويل شو چې د صواعقو له امله د مرګ له وېرې نه ګوتې په غوږونو کښې منډي (چې ګنې په دې توګه به له دې مصیبت نه بچ شو.

د ١٩ آیت لفظي تحلیل:
(اَوْ کَصَیٍبٍ):
د "اَوْ"- معنا ده- "یا"- یعنې یا هغه مخکنی مثال د منافقینو په اړه و وایه یا دا دوهم مثال، دا دواړه مثالونه پر منافقینو ښه تطبیقېږي. يا دلته دا ٫٫أَوْ،، د ٫٫واو،،  پرځای استعمال شویدی، عربۍ کښې ٫٫أَوْ،،  کله کله د ٫٫واو،، په پرځای  استعمالېږي.
( ابن جریر)

په کصيب کښې د ٫٫ کَ ،، معنا ده په څېر-  "په شان"
كَصَيِّبٍۢ، کښې د " کَ" توري پسې " ذَوِیْ " توری مقدر دی، چې په پښتو کښې ئې معنا ده "والا"  معنا داسې شوه: یا مثال یې  په شان د باران والاو دی، یعنې هغه خلک چې باران ګېر کړي وي.( ابن جریر)
ابن عباس او  ابن مسعود رضی الله عنهما په اصحابو کښې او  عطاء، قتادة ، مجاهد او ضحاک بن مزاحم په تابعينو کښې وایي: د "صَیِّب"معنا ده باران. (ابن جرير) ځينو د غټو څاڅکو د باران معنا هم کړېده.

(ظلمت)  د ظُلمةُُ جمع ده معنا یې ده " تیرې ، ترګمۍ
"رعد"  درزار ، ګړزار ، غُړغُړو بابا ته وائي. فارسي کې : "غرش آسمان" ورته وایي. برقُُ - بریښنا ته وایي ، صواعق جمع د صاعقةُُ ده صاعقة تندر ته وایي.
په ډېرو ژباړو کښې دا الفاظ دقیق نه دي ژباړل شوي، مونږ دې آيت کښې  درې شیان لرو:

لومړی برق چې برېښنا ورته وايو، دوهم: رعد دا هغه غږ ته وایي چې له وریځو نه اورېدل کېږي، کله یې د ډېرو ناکاره او ډارونکو غږونو په بڼه کښې اورو. دریم: صواعق چې د صاعقه جمع ده: چې پښتانه یې  تندر بولي، د اور په شکل کښې له ورېځو نه ځمکې ته  ښکته کېږي، ځمکه کښې دخپل حجم په مقدار کله لږ او کله ډېر تخریب کوي.

☆د فارسي لغاتو کتابونه وایي:
صاعقة: برقی که از ابر بر زمین افتد/ پاره آتش هلاک کننده که از آسمان فرودآید با بانگ سخت.( ترجمان القرآن جرجانی ص:۶۳ )

آتش که از ابر بیفتد و بانگ هلاک کننده. ( مهذب الاسماء ) برقی که از ابر بر زمین افتد.
( غیاث اللغات ) نزول جرقه های الکتریکی هوا توأم با رعد و برق.
له ځینو ژباړونکو نه د رعد او صاعقې معناګانو کښې اشتباه او خلط شوی دی ، رعد یې
تندر بللی ،  دا درست ده رعد کله د تندر په معنا هم استعمال شوی ، خو دا هغه شدیده پېښه وي چې په ورېځو کښې دننه سره واقع کېږي او ډېر شدید غږ توليدوي ، خو کوم برق یا اور چې له ځینو ناری اجسامو سره له ورېځو نه ځمکې ته را غوزېږي هغه صاعقه ده او پښتانه ورته تندر وایي.
کشاف اصطلاحات الفنون کښې د رعد ، برق او صاعقې تشریح داسې کړې ده:

اعلم ان ّالدّخان الذی هو اجزاء ناریة تخالطها اجزاء صغار ارضیة اذا ارتفع مع البخار و انعقد السحاب من البخار واحتبس الدخان فیما بین السحاب ، فما صعد من الدخان الی العلو لاشتعال حرارته ، او نزل الی السّفل لانتقاص حرارته یمزق السحاب فی صعوده و نزوله تمزیقاً انیفاً (عنیفاً ؟) فیحصل صوت هائل فیسمی هذا الصوت رعداً وان اشتعل الدخان لما فیه من الدهنیة بالحرکة العنیفة المقتضیة للحرارة فیحصل لمعان و ضوء فیسمی هذا برقاً و ان کان الدخان کثیفاً غلیظاً جداً حتی یصیر ثقیلاً فیمزق السحاب لشدة حرارته و ینزل الی الارض لثقالته فیحرق کل ّ شی ٔ لحرارته و یمزقه لغلظه و ثقله فیسمی صاعقة.
(كشاف اصطلاحات الفنون).

ژباړه: ٫٫پوه شه چې هغه لوګی (دخان) چې د اور وړې برخې پکې وي او له ځمکنيو وړه وړه موادو سره ګډ شوی وي، کله چې دا له بخار سره یو ځای پورته شي، او له بخاره وريځې جوړې شي، نو دا لوګی د وريځو تر منځ بند پاتې شي.
نو که دا لوګی د خپلې تودوخې له امله پورته وخېژي، یا د تودوخې په کمېدو سره ښکته راشي، دا د وريځو منځ کې ډېر زورور حرکت کوي او وريځې څيري کوي، نو له دې امله یو ډېر دروند او هولناک غږ پیدا کېږي — همدا غږ رعد بلل کېږي.
او که دا لوګی د خپل غوړوالي له کبله د تیز حرکت او ډېرې تودوخې په وجه وسوځي، نو رڼا او ځلا پیدا کوي — دا ځلا برق (برېښنا) نومېږي.

او که دا لوګی ډېر غلیظ او دروند شي، آن تر دې چې ډېر وزن ولري، نو دا د خپلې سختې تودوخې له کبله وريځې څيري کوي او د خپل دروندوالي له امله ځمکې ته راښکته شي، هر څه سوځوي او له منځه یې وړي — دا پدیده صاعقه (تندر ویشتونکې برېښنا/صاعقه) بلل کېږي.،،

د ۲۰ آيت تشريح:
(وَلَوْ شَآءَ ٱللَّهُ لَذَهَبَ بِسَمْعِهِمْ وَأَبْصَٰرِهِمْ ۚ.)

یعنې لکه څنګه چې د مخکني قسم منافقانو د بصیرت رڼا الله په قطعي توګه  سلب کړه، په تیارو کښې یې پرېښودل، همدغه راز الله تعالی دوی هم د حق لپاره کاڼه او ړانده ګرځولی شو ، مګر دا د الله تعالی قاعده نه ده چې څوک وغواړي چې تر یو حده څه و ویني او واوري او د حق لیدلو او اورېدلو ته تیار وي همغه مقدار سماعت او بصارت يې هم ختم کړي  بلکې الله تعالی داسې خلکو سره هم د عدل په رڼا کښې تعامل کوي يعنې تر څو چې دوی د حق د ليدو او اورېدو لېږد توان هم ولري ، الله له دوی څخه دغه توان او نه سلب کوي ، بلکې ورسره پرېږدي یې.

د سورة بقرې پ ١٧- ١٩ - ٢٠  ایتونو کښې د منافقینو لپاره دوه مثاله بیان شول، دا دواړه مثالونو د دوی د حیرت ، تحیر ، سرګردانۍ او دهشت وهنې د کیفیت د تشریح او توضیح لپاره بیان شوي دي او دا چې د دوی قلبي اطمینان او اعتماد ختم شوی وو، دهشت وهلي ول، لار ترې ورکه شوې وه ، د خپلې ګتې او تاوان په لار پیژندنه کښې حیران ، سرګردان او پریشان  ول او د اسلامي تحریک د مسلسل کامیابیو له امله یې ویره، دهشت ، پرېشاني، حیرانتیا او سر ګرداني ورځ په ورځ  په زیاتېدو وه.

د دې مدعا د وضاحت په خاطر، دسورة بقرې همدا لومړنۍ رکوع کې الله تعالی دوی ته  د لايشعرون لا یعلمون، یعمهون، وماکانوا مهتدین؛  الفاظ کارولي دي ، چې دا ټول په دې دلالت کوي چې د دوی، شعور، علم او پوهې ، کار پرېښی وو ، حیران سرګردان او لار ورکي ګرځېدل، تشویش ، حیرت او سرګردانۍ کښې اخته ول ، قلبي اطمینان او اعتماد ترې سلب شوی و او دا دواړه مثالونه په مجموعي توګه د دوى د دغه پریشان ذهني کیفیت عکاسي کوي.
د دوى د پریشانۍ سبب دا و چې د اسلامي تحریک د کامیابۍ په صورت کې عقیده، رسم ، رواج د پلار نیکه دین ، دود ، دستور ، شخصي  او قبیلوي ناروا مفادات یې له خطر سره
مخامخ کېدل او دا هم چې اسلام ته د صادقانه راتلو فیصله یې هم نه شوه کولی ، ځکه دا ویره ورسره وه چې د دې  تحریک د ناکامیدو په صورت کښې به بیا هر څه له لاسه ورکړي، دغه د تذبذب ذهني کیفیت دوی پریشانه کړي ول چې اخوا شي که دیخوا.

د سورة بقرې ابتداء کښې کې د منافقینو لپاره دوه مثاله بیان شول ، دا دواړه مثالونو د دوی د حیرت ، تحیر ، سرګردانۍ او د هشت وهنې دکیفیت د تشریح او توضیح لپاره بیان شوي دي، دا چې د دوی قلبي اطمینان او اعتماد ختم شوی و،
دخپلې ګتې او تاوان لار پیژندنه کې حیران ، سرګردان ول او داسلامي تحریک مسلسلو کامیابیو پرې دهشت او ویره هم خپره کړې وه.
د دې مدعا د وضاحت په خاطر، دسورة بقرې همدا لومړنۍ رکوع کې الله تعالی دوی ته  د  لایشعرون ، لایعلمون،یعمهون،وماکانوامهتدین-  الفاظ استعمال کړي دي، چې دا ټول په دې دلالت کوي چې دوی حیران سرګردان او لار ورکي ول، تشویش،حیرت او سرګردانۍ کې اخته ول، قلبي اطمینان ترې سلب شوی و. دا دواړه مثالونه هم په مجموعي توګه د دوى دغه ذهني کیفیت موږ  ته د مثالونو په بڼه مخې ته راولي.

(یکاد البرق):
  دا دوهمه جمله مستانفه ده،جمله مستانفه په سوال د سائل کې واقع کېږي. سوال داسې دی چې دې باران کې خو بریښنا هم شته، دې برېښنا سره د دوی حالت څنګه وي، ځواب ورکړل شو  نژدې ده چې برېښنا د دوى د بصارت قوت ختم کړي،

(کلمااضاءلهم مشوا فیه واذا اظلم علیهم قاموا)
"کله چې دولته رڼا شي، په کښې تګ کوي او چې تیاره شي په ځای ودرېږي"
دا دریم  استیناف دی دا هم د پوښتنې په ځواب کښې، واقع شوی چې د دې بریښنا د مختلفو حالتونو سره د دوی حالت څنګه وي؟ ځواب ورکړشو: کله چې رڼا شي په کښې تګ کوي او کله چې تیاره شي په ځای ودرېږي.

د مثال په دغه وروستۍ برخه کې د دې منافقانو حالت راښکاره شوی چې کله خبره لږ څه اسانه او حالات لږ ښه  شي، نو پر مخ ځي،[د اسلام لوري ته لږ را نژدې کېږي]
او کله چې حالات ستونزمن شي  د ستونزو ورېځې خپرې شي  یا قران کې  داسې امرونه ورکړل شي چې د دوی په نفسي خواهشاتو او یا جاهلي تعصباتو په کې برید وشي، بیا دوی په خپل نفاق او کفر کلک ودریږي.

دلته د منافقانو د حالت د توضیح لپاره دوه مثالونه ذکر شول: لومړی مثال په اولسم"١٧" شمیره آیت کښې او دوهم مثال په نولسم او شلم شمیره آیت کښې.
لومړی مثال د هغو منافقانو وو، چې په زړونو کې مطلق منکر ول او د یو څه مصلحت،  شخصي يا قبيلوي   ګټو لپاره  مسلمانان شوي ول. او دا دویم مثال د هغه منافقانو ده چې په شک،  تردد او ضعیف ایمان کې اخته ول.
دا دوهم قسم منافقان  تر یو بريده د حق  قائل هم ول، خو د داسې حق او صداقت قائل نه ول چې د هغې په خاطر دردونه، غمونه او کړاوونه و زغمي او قربانۍ ورکړي.

د ٢٠ ایت د مشکلو الفاظو تشریح:
یکاد: دا د افعال مقاربه و له جملې څخه دی، معنا یې ده: نژدې ده.
یخطف: فعل مضارع ده اصل ماده یې ده: خطفُُ. د خطف معنا ده( الأحذ بسرعة)  په سرعت سره یو شی تښتول،لکه ښکاري مارغه چې یو شی تښتوي،پښتو کې ورته مخصوص لفظ نه لرو.

اضاء: د ضوء نه اخیستل شوی ضوء رڼا ته وایي ، دا چې لازمي استعمال شي معنا یې کېږي( چې رڼاشي).
او متعدي هم راځي  معنا یې  کېږي( چې رڼا کړي دابرق دوی ته لاره)
أظلمَ:  فعل ماضي دی اصل مادة یې "ظ، ل، م" ده ظلمة تیرې ته وایي. د اضاء په شان لازمي او متعدي استعمالېږي.


ورته مطالب
+