سورة البقرة رکوع ٣ (۲۱ -۲۹ آیت)

18-10-2024    مولانا عبدالصبور عباسي


سورة البقرة رکوع ٣ (۲۱ -۲۹ آیت)

۲۱ نه ۲۴ آيت پورې.


يا أَيُّهَا النّاسُ اعبُدوا رَبَّكُمُ الَّذي خَلَقَكُم وَالَّذينَ مِن قَبلِكُم لَعَلَّكُم تَتَّقونَ.( البقرة:  ٢١) الَّذِىۡ جَعَلَ لَـكُمُ الۡاَرۡضَ فِرَاشًا وَّالسَّمَآءَ بِنَآءً وَّاَنۡزَلَ مِنَ السَّمَآءِ مَآءً فَاَخۡرَجَ بِهٖ مِنَ الثَّمَرٰتِ رِزۡقًا لَّـكُمۡ‌ۚ فَلَا تَجۡعَلُوۡا لِلّٰهِ اَنۡدَادًا وَّاَنۡـتُمۡ تَعۡلَمُوۡنَ.- البقرة-٢٢-ایت. (وَإِن كُنتُم في رَيبٍ مِمّا نَزَّلنا عَلى عَبدِنا فَأتوا بِسورَةٍ مِن مِثلِهِ وَادعوا شُهَداءَكُم مِن دونِ اللَّهِ إِن كُنتُم صادِقينَ ). البقرة - ۲۳. فَإِن لَم تَفعَلوا وَلَن تَفعَلوا فَاتَّقُوا النّارَ الَّتي وَقودُهَا النّاسُ وَالحِجارَةُ أُعِدَّت لِلكافِرينَ. (البقرة: ٢٤)


۲۱ - ای خلکو! د خپل هغه رب عبادت کوئ، چې تاسو او له تاسو نه وړاندې تېر شوي خلق یې پیدا کړيدي، د دې لپاره چې ځان وساتئ ( د الله له عذاب نه ).
۲۲ - هغه رب چې ځمکه یې تاسو ته د فرش په بڼه وغوړوله او آسمان یې درته د چت په ډول هسک کړ او له آسمان نه یې اوبه و ورولې، بیا یې د هغې له لارې بېلابېلې مېوې تاسو ته د رزق په توګه پېدا کړې، نو مه ټاکئ الله سره شریکان او تاسو پوهېږئ(چې دا ټول شیان د الله له اړخه دي).
۲۳ - او که تاسو دهغه څه په اړه په شک کښې اخته یاست ، چې موږ په خپل بنده نازل کړیدي، نو راوړئ يو سورت دده په شان،  له الله پرته خپل ټول شهداء را وبلئ ، که تاسو رېښتوني یاست.
۲۴ ـ نو که تاسو دا (کار) ونه کړ او تاسو به هیڅکله دا کار ونه کړی شئ ، نو له هغه اور نه ځان وساتئ چې د سوَن مواد (خاشاک) يې انسانان او ډبرې دي او هغه د کافرانو لپاره چمتو  کړی شوی ده.
________________________________________________________________________

د ۲۱ آيت تفسیر:
که څه هم د قرآن بلنه د ټولو انسانانو لپاره مشترکه ده خو له دې بلنې ګټه اخیستل یا نه اخیستل د خلکو خپلې آمادګي او خوښې پورې اړه لري او بیا د دې خوښې  اوامادګۍ له مخې د الله تعالی په توفیق پورې هم اړه لري ، له همدې امله لومړی د انسانانو تر منځ د توپیر له مخې دابیان شوه چې کوم ډول خلک د دې کتاب له لارښوونو څخه ګټه پورته کولی
شي او کوم ډول خلک یې  نشي پورته کولی، له دې وروسته اوس دې آیت کښې  هغه اصلي  خبره ټولو انسانانو ته وړاندې کېږي، چې قرآن ورته انسانان  بللي دي.

( لعلکم تتقون): د ٫٫لعلکم تتقون،، معنا ده:  يعنې که د الله بندګي وکړئ ، شايد تاسو په دې دنيا کښې د غلط لید ، تفکر او نافرمانۍ څخه او په آخرت کښې د الله تعالی له عذاب څخه ځان وساتئ.
دلته دا سوال پیدا کېږي چې " لَعَّلً"  د شک په مقام کښې استعمالېږي؛ الله ته خو د هر کار پیل او پای معلوم دی، نو الله ولې د شک کلمه استعمال کړه؟ د دې ځواب دا دی چې دا توری هر وخت دشک په مقام کښې نه استعمالېږي، دلته هم د شک په معنا نه دی استعمال شوی.
دلا وضاحت او تفصیل لپاره د علامه ابن جریر تفسیر وګورئ. موږ ژباړه کښې هم د دې خیال ساتلی دی چې د شک مفهوم افاده نکړي، خو ځینو ژباړونکو ژباړه کښې احتیاط نه دی کړی.

(یا أیهاالناس):
"یا"د نداءِ بعید [لرې کس ته د غږکولو] توری دی، أیُّ د "یا"صِله ده، عموما مضاف کارول کېږي  "ها" د تنبیه حرف دی،  د مضاف الیه ځنې عوض دی ځکه چې " أيُّ" مضاف الیه غواړي.
الناس کښې الف لام د تعریف دي ، د تعریف دوه حروف په یو اسم نه داخلېږي ، له دې امله  د" یا" او "ال" تر منځ "أیُّ" د فاصلې په خاطر راوړل شو ، تر څو د تعریف دوه توري په "ناس" داخل نه شي.

(أُعبدوا):
عبادت په لغت کښې عاجزي ، خضوع، تذلل او إنقیاد ته وائي او په اصطلاح کښې:
هي اسم جامع لكل ما يحبه الله ويرضاه من الأقوال والأعمال الباطنةوالظاهرة.
٫٫عبادت یو جامع نوم دی ، دټولو هغه امورو  لپاره چې الله ته محبوب او خوښ وي ، که هغه اقوال دي او که ظاهري یا  باطني اعمال،،( ابن تيمييه) عبادت د درې شیانو مجموعه ده:
خوف ، محبت او رجاء يعنې هیله او امید ، بنده چې دالله عبادت کوي، له یوې خوا له الله نه خوف لري که عبادت یې ونه کړي عذاب به ورکړي ، بل لامل یې الله سره محبت وي اوبل دا چې له خپل خدای نه  هیلې او امیدونه لري چې ورته پوره يې کړي.

سلفو نه روایت دی چې څوک یواځې د محبت له امله عبادت کوي هغه زندیق دی لکه حلولیان او اتحادي غالي صوفیان ، که څوک يواځې د خوف له امله عبادت کوي دا تګ لاره د خوارجو وه ،  که څوک یواځې د رجاء له امله عبادت کوي ، خوف او محبت ورسره مل نه وي دا د أهلِ ارجاء ( مرجئه فرقې)  کړنلاره وه.

د ۲۲ آيت تفسیر:
لومړی د دې نعمت بیان وشو چې تاسو او ستاسو پلرونه او نیکونه الله پېدا کړي یاست، ځکه چې وجود په خپله د الله ستر نعمت دی، د وجود د نعمت نه وروسته یې دوم مهم نعمت ذکر کړ چې ځمکه ده ، ځمکه کښې د انسان د بقاء ټول توکي ايښي دي، دریم د آسمان ذکر یې وکړ چې هلته د انسان رزق ایښودل شوی دی ، الله تعالی فرمایي:
(فی السماء رزقکم و ماتوعدون) د مثال په توګه له بره نه اوبه ورېږي چې هغه د انسان د حیات او رزق داسې مهمه وسیله ده چې له هغې پرته د ځمکې په سر د انسان حیات ممکن نه دی ، همدا راز لمر هم له پاسه نه ځمکې ته تودوښه ورکوي چې له هغې پرته هم په ځمکه کښې د انسان رزق نه تيارېږي ،  بیا د بل مهم نعمت ذکر وشو چې هغه د ځمکې پېداوار، میوې او غلې دانې دي ، چې له دې پرته هم د انسان حیات ممکن نه دی، د دې نعمتونو له یادونې وروسته  الله فرمایي: الله سره شریکان مه جوړوئ او تاسو پوهېږئ چې په تاسو ټولې پېرزوینې او لورینې د الله له لوري دي ، له دې امله د عبادت او بندګۍ مستحق هم یواځې هغه دی.

(جعل) جعلٙ د خلق په معنا هم راځي، لکه: جَعلَ الظُّلُمتِ والنورَ. خو دلته جعل په معنا د صَیَّرَ دی ، يعنې ګرځولې یې ده ځمکه.
ځمکې ته په دې معنا فرش ویل شوی دی چې د انسان ناسته او ولاړه پرځمکه باندې ده ، نه ډېره سخته ده او نه ډېره نرمه چې د ډېر سخت والي یا ډېر نرم والي له امله انسان ته په ناسته پاسته یا کر کرونده او ابادولو  کښې ستونزه پېښ کړي.

(بنآء)  بنآء  لغت کښې ودانۍ ته وایي ، دلته د پښتو ، فارسي او اردو ژباړونکي یې په چت او سقف ژباړي، قران کښې هم آسمان ته سقف ویل شوي دي "وجعلناالسماء سقفا محفوظا"
آسمان ته دلته بنآء او سورة انبیاء کښې سقف محفوظ ویل شوي دي.
د آسمان او ځمکې په اړه د قران د تعبیراتو نه داسې ښکاري چې زموږ دا کُره ارضي موږ ته د یوې داسې ودانې په بڼه راپېژني ، چې د انسان ټول ضرورتونه په کښې تکمیل شويدي، مثلا ځمکه فرش وګڼل شوه ، آسمان چهت ، لمر سپوږمۍ او ستوري، څراغونه، همدا راز میوه خوراک او څښاک هم په کښې آماده دي.
آسمان په دې مانا هم چهت چې د عُلوي نظام د ډېرو تاوان رسونکو پېښو نه ځمکه محفوظ ساتي لکه چهت چې خونه د باران ، ږلۍ ، واورې ، بدې هوا ، طوفان او سیلۍ له ضرر نه محفوظه ساتي ، لکه د أُذُن غلاف هم پاس اود اسمان لوري ته دی او ځمکه د ډېرو مُضِرو ګازونو د ناوړه تاثیراتو نه ساتي.

( و نازل من السماء)
دلته د السماء نه مراد ورېځ ده ، د عربیت له مخې چې کوم شي ستا د پاسه په تا د سپرې غوندې خور وي په هغه د سمآء اطلاق درست دی، له دې امله په وريځو هم د سماء اطلاق کېږي ، په عربي ژبه کښې سمآء د اسمان ، ورېځې، باران، خټې او ګیاه په معنا استعمالېږي.

(أنداد)
أنداد د نِدُُ جمع ده ، معنایې ده: مِثل، نظیر، مدِ مقابل، شریک ، شِبه ، کُفو ، چې جمع یې، شرکاء، اشباه، امثال، اکفاء، نُظراء راځي،
یعنې بل څوک د خدای نظیر ، مثل ، کفو ، مدمقابل او ضد مه جوړوئ چې د هغه هم د خدای په شان عبادت وکړئ.

یو کس زموږ خوږ پېغمبر (ص) ته راغی ویې ویل: څه چې د الله خوښه وي او څه چې ستا خوښه وي؟ زموږ ښکلي پیغمبر ورته و ویل: (أجَعلتَني لِله نِدًّا و هو خلَقَک).ته ما د الله سره شریک ګرځوې او حال دا چې ته هغه پېدا کړی یې! بل کس ته یې د همدې خبرې ځواب کې و ویل : (ماشاء الله کان و مالم یشأ لم یکن) ٫٫څه چې د الله خوښه وي هغه کېږي او څه چې د هغه خوښه نه وي نه کېږي،،
یو بل ته یې و ویل : (قل ماشاءالله ثم شئت) ٫٫و وایه څه چې د خدای خوښه وي او بیا ستا خوښه وي،، (تفسیر فتح القدیر للشوکاني)

دې احادیثو کښې د نِدُُّ معنا څرګنده شوه چې د خدای شریک ، مِثل ، شبیه ، ضد او مد مقابل ته وایي.
دې دوه آیتونو (٢١-٢٢) کې ټولو انسانانو ته د الله د بندګۍ دعوت ورکړل شو او په دې خبره دلايل قائم کړی شول، چې هغه ستاسو پرودګار دی ، تاسو او ستاسو پلرونه یې پیدا کړي دي ، بیا د عبادت ګټه بیان شوه چې په دې ذریعه به د الله د عذاب نه وساتل شئ بیا يې وفرمایل:(ځمکه یې درته د فرش په شان غوړولې ، آسمان یې درباندې د سقف په شان درولی دی، له آسمان( وریځو) نه اوبه وروي، بیا د هغې په ذریعه مختلف قسمه میوې او غلې دانې درته پیدا کوي بیا پایله بیان شوه چې د دې پیرزوینو تقاضا دا ده چې الله سره شریکان مه منئ‌ ، بس یواځې د الله عبادت کوئ ، د عبادت ټول اقسام الله ته ځانګړي کړئ.

له(٢١) آیت نه وړاندې د درې ځانګرو ډلو ذکر وشو لومړی مخلص او رېښتوني مؤمنان، دوهم کفار ، درېم منافقین او د منافقانو د حالت د توضیح لپاره دوه مثالونه هم بیان شول. د منافقینو بیان (١٣) ایتونو کښې وشو او د کفارو (٢) ایتونو کښې دا ځکه چې د کفارو په نسبت د منافقینو پېژندنه سخته ده ، له دې امله د منافقینو د حالت د توضیح لپاره ډېر بحث ته ضرورت و ، تر څو ئې خلک د هغو له نښو او خويونو څخه و پېژني.
په یویشتم آیت کښې ټول انسانیت ته د الله د بندګۍ عام دعوت ورکړل شو او دليل پرې هم و ويل شول ، په دوه ويشتم آيت کښې پسې څلور نور دليلونه هم وويل شول ، بيا د ټولو دلايلو په نتيجه کښې و ويل شول: چې له الله سره شريکان مه جوړوئ او تاسو پوهېږئ چې دا ټول ياد شوي شيان د الله له خوا تر سره شوي دي.

د ‌۲۳ آيت تفسير:
د الله د بندګۍ له عام دعوت نه وروسته د رسالت او نبوت په اړه خبره پېل شوه ، طبعي ترتیب هم دا دی چې لومړۍ د الله د بندګۍ ، توحید او عبادت خبره وشي او بیا د رسالت، ځکه چې رسالت کښې د خدای د بندګي لپاره بلنه لومړيتوب لري.
مشرکینو او یهودو د رسول ﷺ د رسالت په منلو کښې شک او تردد درلود ،دلته ورته و ویل شول: چې که ستاسو دا شک وي، چې قرآن د الله له خوا نه دی راغلی او دا د محمد ﷺ  شخصي تصنیف دی او دا انګيرئ چې محمد ﷺ  د الله رسول هم نه دی ، د دې شکونو دا ځواب ورکول شو چې  قران په عربي ژبه کې نازلېږي ، ستاسو ژبه هم عربي ده ، تاسو د قران په شان یو سورت تصنیف کړئ ، د محمد ﷺ د نبوت دعوا به په خپله شکمنه او کمزورې شي ، ستاسو ډېر زحمت ته به حاجت پاتې نه شي ، په دې اړه خپل عالمان ، پوهان ، شاعران
او ادیبان هم را وبلئ ، چې تاسو سره په دې کار کښې مرسته وکړي ، دلته قران دوى ته د علمي او ادبي مجادلې دعوت ورکوي او ښکاري چې دوی له علمي مقابلې تښتي د جنګ او جګړې د اور لګولو لپاره کوښښونه پيل کوي، د دې آیتونو نزول پورې لا باقاعده کوم جنګ منځ ته نه و راغلی ، دغه رنګ چلینج له دې نه مخکې مکه مکرمه کښې هم ورکول شوی و.
(وګورئ د سورة یونس: ٤٨ ایت ، سورة هود: ١٣ایت ، سورة بني اسرائیل: ٨٨ آیت ، د سورة الطور: ٣٣-٣٤ ایتونه)

( نَزَّلْنا) :
نزلنا له تنزیل ځنې دی ځینې وایي:تنزیل تدریجي نزول ته وایي ، د دوى په قران یو اعتراض دا و چې دا ولې تدریجي  نازلېږي ، باېد د بشپړ کتاب په بڼه یو ځای نازل شي ، د دوی د دې اعتراض په ځواب کښې هم د تنزیل له باب نه کلمه استعمال شوه ، یعنې که تاسو د هغه کتاب په اړه په شک کې یاست چې موږ یې په خپل نبي علیه السلام په تدریجي توګه نازل ګرځوو ، نو تاسو نه هم په یو ځای د ټول کتاب د تصنیف مطالبه نه کېږي ، فقط یو سورت تصنیف کړئ ، د سورت اطلاق په سورة الکوثر هم کېږي ، خو د مشرکینو شاعران او ادیبان د الکوثر د سورة په اندازه سورة هم تألیف نکړل شو ، دا چیلنج تر نن ورځې پورې باقي دی.

( من مثله): کښې ضمیر قران ته راجع دی ، دا محقق قول دی ، ځکه په دې اړه چې نورو سورتونو کښې کوم ایتونه راغلي له هغې همدا څرګندېږي، چې دلته دا ضمیر باید قران ته را
راجع شي ،  ځینو ویلي ضمیر محمد ﷺ ته راجع دی ، یعنې د محمد علیه السلام په شان کس نه د قران په شان کتاب وړاندې کړئ ، خو علماوو دا تعبیر د تفسیرالقران بالقران نه خلاف ګڼلی او څه نور رکاکت هم په کښې شته.

(شهداءکم):
شهداء ، جمع ده ، مفرد یې" شهید" دی ، د شهید معنا ده حاِضِر ، یعنې ټول حاضرین راجمع کړئ چې دې کار کښې درسره مرسته وکړي.
یا مراد دا دي چې کله مو د قران معارضه کې یو سورت وړاندې کړ بیا خپل ، پوهان، شاعران او ادیبان را وبلئ چې دا ګواهي وکړي چې دې کښې د قران معارضه شوې ده او دا کلام د قران د مرتبې کلام دی.
یا مراد د دوى معبودان دي چې د هغو په اړه د دوی دا عقیده وه چې دا معبودان به د الله په نزد زموږ د عقائدو د صحت ګواهي ورکوي ، مشرکینو خپل معبودان په دغه معنا شاهدان ګڼل ، دلته چې دوی ته ویل کېږي چې له خپلو دغو معبودانو نه په دې معارضه کښې مرسته وغواړئ ، دا په دوی پورې یو قسم استهزاء ده ، چې ورته ویل کېږي چې له دې کاڼو او ډبرو نهرد خدای د کتاب په مقابله کښې مرسته وغواړئ.

(اِن کنتم صادقین): ٫٫که تاسو په دې خبره کښې رېښتوني یاست چې دا قران د الله له خوا نه دی راغلی.

د ۲۴- آيت تفسیر:
تر دې وړاندې هم په مکه مکرمه کښې څو څو ځله دا ننګونه شوې وه چې که تاسو دا قرآن د
انسان تصنیف ګڼئ ، نو دې ته ورته یو کلام تاسو هم تصنیف کړئ ، بیا یې را وړاندې کړئ، اوس مدینې ته له رسیدو وروسته دا چلینج بیا تکرار شو.  (د سوره یونس ۴۸، سوره هود آیت ۱۳، سورة بنی اسرائیل آیت ۸۸ ، الطور،٣٣ آیت ۳۴ وګورئ)

په دې کښې یوه دقیقه اشاره دېته هم ده چې نه یوازې تاسو به د  جهنم د اور لرګي یاست، 
بلکې ستاسو  هغه بُتان به هم درسره سوزي چې تاسو خپل معبود او مسجود جوړ کړي ول، په هغه وخت کښې به تاسو پخپله پوه شئ چې دوی څومره د خدای  په خدائي کښې شریک ول.

(فان لم تفعلوا):
دې کښې غالبا د مکي دورې هغه پخوانیو چلینجونو ته اشاره ده ، مثلا: سورة بني اسرائیل ۸۸ آيت کښې ویل شوي ول: که جنیات او انسان سره راټول شي او په ګډه کوښښ وکړي چې د قران په شان کتاب تصنیف کړي ، دا کار نه شي کولی. دسورة هود ۱۳ آيت کښې و ویل شول: چې تاسو ته چلینج دی د قران په شان لس سورتونه تصنیف کړئ. مننه من رن

سورت یونس کښې و ویل شول: له الله نه پرته نور چې هر څوک،  را بللی شۍ، را وې بلئ، بیا تاسو ټول په ګډه د قران په شان یو سورت تصنیف کړئ. (٣٨)
دا سورتونه ټول مکي دي، سورة بقرة مدني سورت دی، دلته دا چلینج بیا تکرار شو، ځکه دلته یهودیان هم اوسېدل او د کتاب الله د علم دعوا یې لرله ، دې چلینج سره د مشرکینو په وړاندې دیهودو د علماوو ضعف او کمزوري هم څرګنده شوه، چې د مشرکینو په شان دا د علم او پوهې مدعیان هم د قرآن معارضه نه شي کولی.

(ولن تفعلوا):
په راتلونکې زمانه کښې هم تاسو دا معارضه نه شئ کولئ ، دلن توری په مستقبل کښې  د نفي لپاره راځي.
دا چلینج د رسول پاک د صداقت د غټ دلیل په توګه ثابت شو ، چې د دې آیت له نزول نه تر نن ورځ پورې چا د قران معارضه ونه شوه کړای، که محمد ﷺصادق پیغمبر نه وی، دا چلینج یې نه شو ورکولی ، ځکه ډارېده به چې دروغجن نه شم( نعوذبالله).

(وقودها الناس والحجارة):
له "أَلنَّاسُ" نه مراد کفار او مشرکین دي."أَلْحِجَارَةُ" نه مراد یا د دوی بوتان او اصنام دي چې هغه یې له ډبرو نه جوړ کړي ول یا ترې عامې ډبرې مراد دي ، په دې کښې بیا د دوزخ د اور شدت ته اشاره ده چې په ډبرو به هم بلېږي ، ځینو مفسرینو ویلي چې له دې نه مراد د کبریت( ګوګړو) کاڼي دي ، محققینو دا قول د دلائلو په آساس رد کړی چې په  کبریت  خو هر رنګ اور بلېږي ، بیا خو  د دوزخ د اور څه ځانګړتیا پاتې نه شوه.

( أعدت للکافرين): أُعدت د ماضي صيغه ده ، له دېنه دا عقيده اخيستل شوې ده چې دوزخ له وړاندې نه تيار او اماده دی.


۲۵ نه تر ۲۹: آيت - سورتبقره.

وَبَشِّرِ الَّذِيۡنَ اٰمَنُوۡا وَ عَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ اَنَّ لَهُمۡ جَنّٰتٍ تَجۡرِىۡ مِنۡ تَحۡتِهَا الۡاَنۡهٰرُ‌ؕ ڪُلَّمَا رُزِقُوۡا مِنۡهَا مِنۡ ثَمَرَةٍ رِّزۡقًا ‌ۙ قَالُوۡا هٰذَا الَّذِىۡ رُزِقۡنَا مِنۡ قَبۡلُ وَاُتُوۡا بِهٖ مُتَشَابِهًا ‌ؕ وَلَهُمۡ فِيۡهَآ اَزۡوَاجٌ مُّطَهَّرَةٌ ‌ۙ وَّهُمۡ فِيۡهَا خٰلِدُوۡنَ ۞(۲۵).إنّ اللّٰهَ لَا يَسۡتَحۡـىٖۤ اَنۡ يَّضۡرِبَ مَثَلًا مَّا ‌بَعُوۡضَةً فَمَا فَوۡقَهَا ‌ؕ فَاَمَّا ‌الَّذِيۡنَ اٰمَنُوۡا فَيَعۡلَمُوۡنَ اَنَّهُ الۡحَـقُّ مِنۡ رَّبِّهِمۡ‌ۚ وَاَمَّا الَّذِيۡنَ ڪَفَرُوۡا فَيَقُوۡلُوۡنَ مَاذَآ اَرَادَ اللّٰهُ بِهٰذَا مَثَلًا ۘ يُضِلُّ بِهٖ ڪَثِيۡرًا وَّيَهۡدِىۡ بِهٖ كَثِيۡرًا ‌ؕ وَمَا يُضِلُّ بِهٖۤ اِلَّا الۡفٰسِقِيۡنَۙ۞(۲۶). الَّذينَ يَنقُضونَ عَهدَ اللَّهِ مِن بَعدِ ميثاقِهِ وَيَقطَعونَ ما أَمَرَ اللَّهُ بِهِ أَن يوصَلَ وَيُفسِدونَ فِي الأَرضِ أُولئِكَ هُمُ الخاسِرونَ.البقرة:(٢٧). كَيۡفَ تَكۡفُرُوۡنَ بِاللّٰهِ وَڪُنۡتُمۡ اَمۡوَاتًا، ٣٦،فَاَحۡيَاکُمۡ‌ۚ ثُمَّ يُمِيۡتُكُمۡ ثُمَّ يُحۡيِيۡكُمۡ ثُمَّ اِلَيۡهِ تُرۡجَعُوۡنَ-٢٨ ۞. هُوَ الَّذي خَلَقَ لَكُم ما فِي الأَرضِ جَميعًا ثُمَّ استَوى إِلَى السَّماءِ فَسَوّاهُنَّ سَبعَ سَماواتٍ ٣٧ وَهُوَ بِكُلِّ شَيءٍ علیم•   [ البقرة:  ٢٩].

________________________________________________________________________

۲۵- او ای پیغمبره! زېری ورکړه هغه خلکو ته چې په دې کتاب ايمان لري او نيک کارونه يې کړيدي ، چې د هغو لپاره داسې باغونه( جنتونه) شته دي ، چې ترې لاندې به يې نهرونه بهېږي ، د هغه باغونو مېوې به په شکل کښې د دنيا له مېوو سره هم رنګ وي. کله چې دوی ته د خوراک لپاره کومه مېوه ورکول کېږي نو دوی به و وائي: دغه رنګ مېوه له دېنه وړاندې دنيا کښې هم موږ ته را کول کېده ، د هغو لپاره هلته پاکې مېرمنې شتون لري او هغوی به هلته د تل لپاره اوسېږي.

۲۶ - بیشکه الله له دېنه نه شرمېږي چې د ماشي یا د هغې نه د کوم غټ شي مثال بیان کړي ، نو کومو خلکو چې ایمان راوړی دی ، هغوی پو هېږي چې دا مثال د دوی د رب له اړخه حق دی او هغه خلک چې  کفر یې کړی دی نو هغوی وایي: له دې مثال نه د الله څه اراده ده؟. ګمراه کوي الله دې ٫٫مثال،، سره ډېر خلک او لارښونه پرې کوي ډېرو خلکو ته او الله  نه ګمراه کوي دې مثال سره مګر فاسقان.

۲۷ - (فاسقان) هغه خلک دي چې له خدای سره تړل شوی عهد وروسته له مضبوطولو څخه ماتوي او د کومو شیانو په اړه چې الله د وصل کېدو حکم کړی هغه قطع کوي او ځمکه کې فساد کوي ، همدغه خلک ٫٫په دنيا او اخرت کښې،،  تاوان کونکي دي.

۲۸ - تاسو څنګه له الله نه انکار کوئ ، په داسې حال کې چې تاسو نشت وئ ، هغه تاسو ته ژوند درکړ ، بیا به هغه ستاسو ژوند واخلي ، بیا به هغه تاسو ته ژوند درکړي ، بیا به تاسو د هغه لوري ته وګرځول شئ.

۲۹ - همغه ذات دی چې ستاسو لپاره یې په ځمکه کې ټول شیان پیدا کړل ، بیا یې خپل پام د اسمان لور ته کړ او اووه ٫٫ ۷ ،،  اسمانونه یې برابر کړل او هغه په هر څه پوه دی•

________________________________________________________________________

د ۲۵ آيت تفسير:

يعنې نا آشنا او نا پېژندل شوي مېوې به نه وي ، چې دوی ورسره نا بلد وي ، په شکل کښې به له هغو مېوو سره هم رنګ وي چې دوی ورسره په دنيا کښې آشنا ول ، البته په خوند کښې به د د نيا له ميوو نه ډېرې متفاوتې وي ، ځکه چې د جنت میوې د خوند او کيفيت له مخې د دنيا له ميوو سره د سره د مقابلې وړ نه دي.

په عربي متن کښې د ازواج لفظ استعمال شوی دی چې معنا يې ده ٫٫جوړې،، او دا لفظ د مېړه او مېرمنې دواړو لپاره استعمالېږي ، مېړه د مېرمنې لپاره زوج دی او مېرمنه د مېړه لپاره ، خو هلته به دا ازدواج د پاکېزګۍ له صفت سره ښايسته وي ، که دنيا کښې څوک صالح وي او مېرمن  يې نيک عمله نه وي آخرت کښې به دا رشته قطع کېږي او نيک سړي ته به نيکه ښځه ورکول کېږي ، همدا راز که کومه ښځه نيکه وي او مېړه يې ناکاره انسان وي آخرت کښې به ترې دا مېرمن کوم صالح انسان ته په نکاح کړل شي او که مېړه او مېرمن په دنيا کښې دواړه نيک وي ، دا رشته به يې هلته هم تل پاتې وي.


د ۲۶ آيت تفسير:

(لا یستحیِ ): د حياء معنا: په عربي ژبه کښې موږ درې شيان لرو چې تر منځ يې دقيق تفاوت شتون لري. لومړی: حیاء. دوهم: وقاحت.دريم: خجالت. د حیاء معنا قاضي بیضاوي داسې کړېده:

والحياء: انقباض النفس عن القبيح مخافة الذم ، وهو الوسط بين الوقاحة التي هي الجراءة على القبائح وعدم المبالاة بها والخجل الذي هو انحصار النفس عن الفعل مطلقاً.

د حياء مفهوم دا دی: کله چې نفس د خلکو د نيوکو له امله د يو ناکاره کار له کولو نه تنګي حس کوي ، دلته د الله په اړه د دې لفظ ٫٫لایستحيِ,،، د استعمال مفهوم دی: "لَایَتْرُکُ" یعنې الله د یو مثال بیان د خلکو د اعتراض له امله  نه ترک کوي ، بلکې د کوم مثال په ذریعه چې د مُدعیٰ توضیح کېږي ، الله هغه مثال ضرور بیانوي ، د چا د اعتراض پروا نه کوي.

دلته د اعتراض له مفصل ذکر کولو څخه پرته د هغه ځواب ورکول کیږي هغه داچې:  په قرآنکریم کښې ځينو ځایونو کښې د مچیو ، ماشو او نورو حشراتو مثالونه راغلي دي ، خو دقران مخالفانو اعتراض کاوه چې دا څنګه الهی کلام دی چې د داسې حقیرو شیانو مثالونه په کښې بیان شوي دي ،  دوی به ویل: که دا د خدای کلام وای نو ددې حقيرو شيانو مثالونه به په کښې نه کارېدل.


دوهم خجالت: خجالت هغه حالت دی چې انسان په کښې د هیڅ کار د کولو جرائت نه کوي، اګر که هغه کار درست هم وي. دريم: وقاحت: وقاحت د بې حیایي هغه مرحله ده چې انسان په کښې د بې حیائي هغه حد ته رسېږي چې د هیڅ شي پروا نه کوي ، چې څه په مخه ورزي کوي یې او وایي یې.


( مَاذَآ اَرَادَ اللّٰهُ بِهٰذَا مَثَلًا......):( په دې مثال ويلو سره د الله څه اراده ده؟) دا د مخالفينو هغه

اعتراض دی. ددې د ځواب خلاصه ده يعنې هغه څوک چې نه غواړي په خبره پوه شي او د سره د حقيقت په لټه کښې نه وي ، سترګې يې يوازې د الفاظو په ظاهري بڼه کې مصروفې وي او له هغو  څخه ناسمې پايلې اخلي ، په دې ترتیب له حقيقت څخه نور هم لرې ځي او

په درسته خبره هم نيوکې کوي ، برعکس هغه څوک چې د حق په لټه کښې وي او سم بصیرت لري په دې مثالونو کښې د حکمت جوهر ويني او زړونه یې ګواهي ورکوي چې دا ډول د حکمت خبرې  یوازې د الله تعالی له لوري راتلای شي.

مثال په اصل کښې د ممثل د توضیح لپاره وي ، په تمثیل دا اعتراض کول چې دې کښې غټ شي ذکر شوی دی که وړوکی او حقیر شی ذِکر شوی که عظیم ، اصلا د بحث وړ موضوع نه ده ، خو مشرکینو به په قران د اعتراض کولو لپاره پلمې لټولې او نامعقول اعتراضات به یې پرې کول.


(فاسقین): د فاسق جمع ده. فاسق نافرمان او د اطاعت له حدودو څخه تجاوز کونکي ته وایي.

فسق درې مرتبې لري:  لومړۍ مرتبه يې دا ده چې ګناه ترې کېږي خو ګناه ناروا ګڼي ، روا ورته نه وایي، د فسق دوهمه مرتبه د انهماک مرتبه ده چې انسان په ګناه کولو معتاد وګرځي او چې ګناه ترې وشې پروا هم پرې نه کوي او د فسق درېمه مرتبه د جحود ده چې انسان ګناه کوي او ښه یې ګڼي د روا او ناروا قضیه هم هغه ته کوم اهمیت نه لري ، کله چې انسان دې مرتبې ته ورسېږي له ایمان ځنې خلاصېږي.(خلاصه له بيضاوي ځنې)


(لفظي تحلیل):

أن یَضرِبَ مثلامابعوضة: " مَا" ابهامیة دی، لکه "أعطني کتابامَّا " اي: أي کتاب کان. ٫٫یو کتاب راکړه چې هر کتاب وي،،.دلته یې معنا شوه: ٫٫الله ڼه پرېږدي چې یو مثال بیان کړي که هغه د ماشي وي یا د هغې نه د کوم غټ شي،،. یا "مَا" زائد دی د تأکید لپاره راغلی لکه " فَبِمَا رحمةٍ من الله"  کښې چې زائد دی، بعوضة عطف بیان دی د ٫٫مَثَلاً،،. یا ٫٫یَضْرِبُ،، د "جَعْل " معنا لره متضمن دی، نو مثلا او بعوضة ئې دواړه مفعول واقع شوي، ان یضرب ای "أن یَجْعَلَ"

یا بعوضة مفعول د یضرب دی او مثلا  مقدم حال دی. یا بعوضة مفعول د یضرب دی او مثلا  مقدم حال دی.( تفسیر بیضاوي)


(فما فوقها):

د دې دوه ترجمې شوي: یوه دا ده: چې د ماشې نه غټ وي یا دا چې له ماشې نه هم وړوکی او حقیر وي ، يعنې چې فوق وي له ماشې نه په غټوالي کښې یا فوق وي له ماشي نه په ورکوټي والي کښې.


د ۲۷ آيت تفسير:

(عهدالله): هغه فرمانونه یا لارښونې چې د پاچا لخوا خپلو نوکرانو او رعیت ته صادریږي په عربي اصطلاح کښې ورته ٫٫عهد،، ویل کیږي ، ځکه چې د هغه اطاعت په رعیت باندې واجب دی. دلته د عهد کلمه په همدې معنی کارول شوې ده. د الله تعالی عهد د الله پاک هغه دائمي فرمان ته اشاره کوي چې له مخې يې ټول انسانان يوازې دهغه د عبادت ، اطاعت او بندګۍ پابند دي.

( من بعد ميثاقه) ٫٫له کلک والي وروسته،، دې الفاظو سره دېته اشاره کوي چې د آدم د پیدایښت په وخت کښې ټول انسانانو نه د دې عهد د پابندي اقرار اخیستل شوی و دغه هغه کلکوالی دی. دسوره اعراف په ١٧٢ آيت کښې دغه ژمنه په تفصيل سره روښانه شوې ده.


مفسرین وائي: په قران کښې  درې قسمه عهدونه یاد شويدي: لومړی هغه عهد چې د آدم له تخلیق نه وروسته دنیا ته دانسان له راتلو نه وړاندې له ټولو انسانانو نه الله په خپله اخیستی دی ، هغه د خدای د عبادت ، اطاعت او بندګۍ عهد دی.

وَإِذْ أَخَذَ رَبُّكَ مِن بَنِي آدَمَ مِن ظُهُورِهِمْ ذُرِّيَّتَهُمْ وَأَشْهَدَهُمْ عَلَىٰ أَنفُسِهِمْ أَلَسْتُ بِرَبِّكُمْ ۖ قَالُوا بَلَىٰ ۛ شَهِدْنَا ۛ أَن تَقُولُوا يَوْمَ الْقِيَامَةِ إِنَّا كُنَّا عَنْ هَٰذَا غَافِلِينَ. (آل عمران:۱۷۲)

دوهم عهد هغه دی چې الله له انبیاؤ ځنې اخیستی:

وَإِذْ أَخَذَ اللَّهُ مِيثَاقَ النَّبِيِّينَ لَمَا آتَيْتُكُم مِّن كِتَابٍ وَحِكْمَةٍ ثُمَّ جَاءَكُمْ رَسُولٌ مُّصَدِّقٌ لِّمَا مَعَكُمْ لَتُؤْمِنُنَّ بِهِ وَلَتَنصُرُنَّهُ.

(آل عمران:۸۱)


: وَإِذْ أَخَذْنَا مِنَ ٱلنَّبِيِّنَ مِيثَٰقَهُمْ وَمِنكَ وَمِن نُّوحٍۢ وَإِبْرَٰهِيمَ وَمُوسَىٰ وَعِيسَى ٱبْنِ مَرْيَمَ ۖ وَأَخَذْنَا مِنْهُم مِّيثَٰقًا غَلِيظًا.(ألأحزاب:۷)

دریم:  هغه عهد دی چې الله له هغه خلکو نه اخیستی چې د کتاب علم یې ورته ورکړی دی:


وَإِذْ أَخَذَ ٱللَّهُ مِيثَٰقَ ٱلَّذِينَ أُوتُواْ ٱلْكِتَٰبَ لَتُبَيِّنُنَّهُۥ لِلنَّاسِ وَلَا تَكْتُمُونَهُۥ فَنَبَذُوهُ وَرَآءَ ظُهُورِهِمْ وَٱشْتَرَوْاْ بِهِۦ ثَمَنًا قَلِيلًا ۖ فَبِئْسَ مَا يَشْتَرُونَ.(آل عمران:۱۸۷)

لومړی عهد د انسانیت د تخلیق په پیل کښې له ټولو انسانانو نه الله مخامخ اخیستی دی ، دا د خدای د بندګۍ او اطاعت عهد دی. دوهم عهد هغه دی چې پروردګار له انبیاؤ نه اخیستی دا د دین د تبلیغ او بیانولو عهد دی. همدا راز د دین د اقامت او د راتلونکي پیغمبر په اړه خپل أمت ته د منلو او مرستې توصیه او که د یو نبي ژوند کښې بل نبي راغی په هغه ايمان او  له هغه سره  د مرستې  کولو عهد دی.


دریم عهد له علماؤ نه د انبیاؤ په لاس اخیستل  شوی چې علماء به د ین بیانوي او دين به نه پټوئ.

اکثر مفسرین وایي:  دلته له عهد نه د خدای د عبادت ، بندګۍ ، اطاعت او د هغه د حکمونو د منلو عهد دی، کوم چې د آل عمران ۱۷۲ آیت کښې هم یاد شوی دی.


( و يقطعون ما أمرالله ان يوصل به):

يعنې چې دکومو اړيکو په ټينګښت او استحکام پورې چې د انسان اجتماعي او فردي هوساينه تړلې ده او الله تعالی يې د سم ساتلو حکم کړی دی، پر هغې دوی تیشه چلوي، دا لنډه جمله دومره پراخه ده چې د انساني تمدن او اخلاقو ټوله دنیا چې د دوو انسانانو له اړیکو څخه تر نړیوالو اړیکو پورې غزېدلې ده، په همدې یوه جمله کې احتوا شوې ده،  د اړیکو پرې کول یوازې د انساني اړیکو د پرې کولو په معنا نه دي، بلکې د:اړیکو  ټول هغه ناسم او غلط ډولونه، چې د اړیکو له سمو او مشروع ډولونو څخه نه وي، ټول  په دې  کټګورۍ کښې راځي، ځکه چې د ناروا او ناسمو اړیکو پای هم همدا دی، کوم چې د اړیکو د قطع کولو دی، چې هغه د  ټولنې انحلال، او د خپلمنځي روابطو ماتیدل، او د اخلاقو او تمدن د نظام خرابېدل دي.

کوم شیان چې الله په هغې امر کړی دی چې وصل د شي، قاضي شوکاني فتح القدیر کښې داسې تشريح کړيدي:

له دې نه مراد، د خدای د شریعت د ټولو، هغه احکامو او حدودو حفاظت دی، چې د خپلو کتابونو او انبیاؤ په وسیله یې موږ ته د هغو د ساتنې او حفاظت امر کړی دی له آیت نه داټول مراد دي، آیت شریف ټولو ته شامل او عام دی او همدا د جمهورو مفسرینو وینا ده، دقطع کولو معنا یې داده چې پر دغو احکامو عمل ونه کړل شي.

"وقيل: المراد به حفظ شرائعه، وحدوده التي أمر في كتبه المنزلة، وعلى ألسن رسله بالمحافظة عليها، فهي عامة، وبه قال الجمهور، وهو الحق."

٣٥- په دې دریو جملو( ينقضون - يقطعون- يفسدون)   کښې د فاسق، بشپړ تعریف بیان شوی دی.  د خدای او بنده او د انسان او انسان تر منځ د اړیکو د قطع کولو یا خرابولو حتمي پایله فساد دی او څوک چې دا فساد رامینځته کوي هغه فاسق دی.


☆-لفظي تحلیل :

الذین:

چا الذین د الفاسقین صفت ګڼلی او څوک ورته  مبتدا  وایي، اولئک هم الخاسرون یې خبر ګڼي.

{ البحر المحیط}


ینقضون:

د نقض لغوي معنا ده "څپړل" لکه: "وَلَا تَكُونُوا كَالَّتِي نَقَضَتْ غَزْلَهَا مِنْ بَعْدِ قُوَّةٍ أَنْكَاثًا".

(النحل - ۱۹۲).

دلته ترې د عهد ماتول مراد دي. میثاقه کښې ضمیر عهد ته راجع دی.

أمر : تعریف دی: قول القائل لغیره علی سبیل الاستعلاء اِفْعَلْ. یعنې یو کس په بل برلاسی وي او بیا ورته حکم وکړي چې دا کار وکړه، مثلا: حاکم  رعیت ته. (نورالأنوار مع شرحه قمر الأقمار )


د ۲۸ آيت تفسير:

(کنتم امواتا ):

تاسو مړه وئ، دلته دا پوښتنه پیداکېږي،چې مرګ خو هغه حالت ته وایي،چې له ژوند نه پس  په انسان راځي او ژوند ختموي، کله چې انسان دسره پیداشوی نه وي، نو مرګ له کومه راغی؟

د دې ځواب دادي چې کله انسان دنیا ته نه و راغلی، نو انسان په دې معنا د مړي غوندې وي،چې ژوندی جسم یې نړۍ کې نه وي موجود، دبدن سکلیټ یې جوړ نه وي ، روح او جسد سره یو ځای شوی نه وي، دنیا کې یې لکه د مړي په شان، وجود، شناخت او تعارف نه و موجود، له دغه حالت نه په مرګ یا موت تعبیر شوی، چې ډېر ښه مناسب او د فهم وړ او قابل تعبیر دی.


(فأحیاکم).

٫٫له دېنه د دنیا دا حیات او ژوند مراد دی،،.

له"ثُمًَ یُمِیتُکُمْ" نه مراد هغه موت دی چې ددې حیات په پای کې راځي، له " ثُمَّ یُحْیِیْکُمْ" نه مراد هغه حیات دی چې د دنیاله له پای نه وروسته،  بندګان، د محاسبې په خاطر ، الله ټول خپل حضور ته رابلي، دې سره به نوی ژوند پیل شي، دچا ژوند به جهنم کې او دچا به په جنت کښې ترسره کېږي.


د ۲۹ آيت تفسير:

(اووه آسمانونه ): د اووه اسمانونو حقیقت ، تفصیلات او کیفیت څه شی دی؟ د دې معلومول ګران کار دی ، د تاریخ مختلفو برخو کښې په دې اړه انسان مختلفې مفکورې او تصورات وړاندې کړي او د انسان تصورات په دې اړه بدلېږي رابدلېږي، په یو ځای نه ودرېږي.

له دې امله دا ناسمه ده چې د دغو متغیرو او بدلېدونکو تصوراتو او مفکورو په رڼا کښې موږ د قران د دې الفاظو د حقیقت او کیفیت تعین وکړو.

خو دومره خبره په اجمالي توګه مخې ته رازي چې له ځمکې نه ماوراء ټول کاینات الله په اوه مستحکمو برخو ویشلي دي یا ځمکه چې د کایناتو کومه برخه کې واقع ده دا په اووه برخو ویشل شوې ده.


( ثُمَّ استویٰ الی السماء): د ٫٫ثُمّٙ ،، توری عموما د زماني ترتیب لپاره کارېږي، خو کله بيا د بیاني ترتیب لپاره هم کارېږي،  دلته د بیاني ترتیب لپاره کارول شویدی، ځکه قران په سورت فصلت کښې داخبره څرګنده کړې چې ځمکه او آسمانونه دواړه یوځای په دوه ورځو کښې تخلیق شوي دي او څلور ورزې ځمکه کښې ترقیاتي کارونه ترسره شويدی، مثلا د غرونو نصبول، اوبه ، هوا، د مختلفو ضروري شیانو ذخیرې او د انسان ، حیوان او نباتاتو ټولې اړتیاوې په متوازن او مناسب طریقه ځمکه کښې ځای پر ځای شوي ، ممکن دغه موده کې اسمانونو کښې هم ترقیاتي کارونه سرته رسېدلي وي ، خو قران پر هغې ساکت دی ځکه د هغه عصر انسان ته په دې معلوماتو پوهېدل آسانه کار نه وو.


د فصلت آیت په لاندې توګه دی:

قُلْ أَئِنَّكُمْ لَتَكْفُرُونَ بِالَّذِي خَلَقَ الْأَرْضَ فِي يَوْمَيْنِ وَتَجْعَلُونَ لَهُ أَنْدَادًا ذَلِكَ رَبُّ الْعَالَمِينَ * وَجَعَلَ فِيهَا رَوَاسِيَ مِنْ فَوْقِهَا وَبَارَكَ فِيهَا وَقَدَّرَ فِيهَا أَقْوَاتَهَا فِي أَرْبَعَةِ أَيَّامٍ سَوَاءً لِلسَّائِلِينَ * ثُمَّ اسْتَوَى إِلَى السَّمَاءِ وَهِيَ دُخَانٌ فَقَالَ لَهَا وَلِلْأَرْضِ اِئْتِيَا طَوْعًا أَوْ كَرْهًا قَالَتَا أَتَيْنَا طَائِعِينَ * فَقَضَاهُنَّ سَبْعَ سَمَاوَاتٍ فِي يَوْمَيْنِ وَأَوْحَى فِي كُلِّ سَمَاءٍ أَمْرَهَا وَزَيَّنَّا السَّمَاءَ الدُّنْيَا بِمَصَابِيحَ وَحِفْظًا ذَلِكَ تَقْدِيرُ الْعَزِيزِ الْعَلِيمِ}  (فصلت: له ۹ نه تر ۱۲)


۹ - اې نبي! دوى ته ووايه: ايا تاسې د هغه الله څخه انکار کوئ او له هغه سره شريکان نيسئ چا چې ځمكه په دوو ورځو كې پيدا كړه، حال دا چې همدغه (ذات) د ټولو جهانو پالونكى دى. هغه (الله) د ځمکې له پیدا کولو وروسته پر هغې باندې له پاسه غرونه ټينګ کړل، او پکې یې برکت واچاوه، او د دې دننه یې د ټولو غوښتونکو لپاره د هغوی د اړتیا مطابق روزي په یو ټاکلي اندازې کښې برابره کړه ، دا ټول کارونه په څلورو ورځو کښې ترسره شول.

۱۱ - بیا هغه آسمان ته متوجه شو، په داسې حال کې چې هغه (آسمان) لوګی و. نو یې آسمان او ځمکې ته وفرمایل: "رامینځته شئ، که خوښ یاست او که ناخوښ." دواړو وویل: "موږ د فرمان بردارانو په شان راغلو."

۱۲ - نو هغه په دوو ورځو کې اووه آسمانونه پیدا کړل، او هر آسمان ته یې د هغه قانون وحی کړ او موږ د دنیا آسمان په څراغونو (ستوریو) ښکلی کړ او ښه مو محفوظ کړ،دا ټول د یو ځواکمن او پوه ذات تدبیر دی.


( و هو بکل شيء عليم):

دې جمله کې انسان په دوه حقیقتونو پوه کړل شوی دی، یو داچې تاسو د هغه خدای په مقابل کښې د بغاوت او انکار رویه په کوم جرئت سره خپلوئ کوم ته چې ستاسو هر څه معلوم دي ، ستاسو له ټولو کړو وړو هغه ښه خبر دی، دوهم دا چې له هغه خداى نه مخ ګرځول چې په ټولو حقايقو پوهيږي او چې په حقيقت كښې هغه د علم سرچينه ده ، له دې پرته بل څه نتيجه وركوي چې د جهالت په تيارو كښې به سرګردان ګرځئ ، کله چې له هغه پرته د پوهې بله سرچینه نه وي، کله چې تاسو  له بل ادرس نه هغه رڼا ونه مومئ چې تاسو  په کښې په روښانه توګه د خپل ژوند لاره و وینئ، نو  په دې صورت کې له هغه څخه مخ اړول څه ګټه لري؟


( لفظي تحلیل):

استوی الی السماء: معنا یې ده:  قصد، اراده ، توجه او  پام یې وکړ د آسمان د تخليق  لورته.

فسواهن: فسواهن معنا ده داسې  يې پیدا کړل چې کوږوالی ، شقوق او بې انډولي په کښې نه وه ،  له دې امله یې ژباړه کوي  "برابر کړل".

دلته پوښتنه پیدا کېږي چې د "هُنَّ" ضمیر خو د مونث جمعِ ته راجع کېږي ، دلته دا ضمیر څه شي ته راجع دی؟ مخکې خو د مؤنث د جمعې صیغه نشته چې دا ضمير ورته راجع شي. ځواب دا دی چې "هُنَّ" ضمیر مبهم مفسر دی، وروستي کلمات یې تفسیر دی چې هغه کلمات (سبع  سموات دي)

یا ضمیر د هُنَّ السماء ته راجع کېږي چې  السماء په معنا د اجرامو او اجسامو واخيستل شي او اجرام بیا جمع ده.


ورته مطالب
+