18-10-2024 مولانا عبدالصبور عباسي
سورة البقرة رکوع ۳ (۳۰ -٣٩ آیت)
له ۳۰ آيت نه تر ۳۲ سوره البقره.
۳۰ ایت.
وَاِذۡ قَالَ رَبُّكَ لِلۡمَلٰٓئِكَةِ اِنِّىۡ جَاعِلٌ فِى الۡاَرۡضِ خَلِيۡفَةً ؕ قَالُوۡٓا اَتَجۡعَلُ فِيۡهَا مَنۡ يُّفۡسِدُ فِيۡهَا وَيَسۡفِكُ الدِّمَآءَۚ وَنَحۡنُ نُسَبِّحُ بِحَمۡدِكَ وَنُقَدِّسُ لَـكَؕ قَالَ اِنِّىۡٓ اَعۡلَمُ مَا لَا تَعۡلَمُوۡنَ ۞.(۳۰).
وَعَلَّمَ اٰدَمَ الۡاَسۡمَآءَ كُلَّهَا ثُمَّ عَرَضَهُمۡ عَلَى الۡمَلٰٓئِكَةِ فَقَالَ اَنۡۢبِـئُوۡنِىۡ بِاَسۡمَآءِ هٰٓؤُلَآءِ اِنۡ كُنۡتُمۡ صٰدِقِيۡنَ ۞٣١.
قَالُوۡا سُبۡحٰنَكَ لَا عِلۡمَ لَنَآ اِلَّا مَا عَلَّمۡتَنَا ؕ اِنَّكَ اَنۡتَ الۡعَلِيۡمُ الۡحَكِيۡمُ ۞٣٢.
بیا د هغه وخت تصور وکړئ کله چې ستاسو رب ملائکو ته وویل: "زه په ځمکه کې خلیفه جوړوم." دوی وویل: "ایا تاسو په ځمکه کې داسې څوک خليفه ټاکئ چې د هغې اداره به خرابه کړي او وینې به تویوي؟" ستا دحمد او ثناء سره،تسبیح او تقديس خو مونږ کوو، هغه وويل: «زه په هغه څه پوهېږم چې تاسو پرې نه پوهېږئ.
له دې وروسته الله جل جلاله ادم ته د ټولو شیانو نومونه وښودل، بیا یې پرښتو ته وړاندې کړل او ویې ویل: که ستاسو دا خبره سمه وي (چې د خلیفه په ټاکلو سره به اداره خرابه شي) نو ماته د دغو شیانو نومونه و وایاست."
هغو و ویل: پاکي تا لره ده، موږ سره هیڅ علم نشته دی ، مګر هغه چې تاسو موږ ته را زده کړی دی، بیشکه همدا ته علم او حکمت لرونکی یې.
___________________________________________________________________________________
د ۳۰ آيت تفسير:
مخکنۍ رکوع کښې په دې آساس د الله بندګۍ لور ته دعوت ورکړل شو، چې هغه ستاسو خالق، مالک ، مربي، رازق او پروردګار دی، ستاسو ژوند، مرګ دهغه په واک کښې دی، کومو کائناتو کښې چې تاسو اوسئ مالک او مدبر یې هم هغه دی، له دې امله د هغه له بندګۍ پرته تاسو ته بله درسته او صحیح لاره نشته ده.
دې رکوع کښې د الله بندګۍ ته په دې آساس دعوت ورکول کېږي چې الله ستاسو پلار آدم علیه السلام په
ځمکه کښې خلیفه ټاکلی دی، د خلیفه منصب هم دا غوښتنه کوي، چې تاسو به د الله د بندګۍ او پرستش سره د دنیا په ژوند کښې د هغه په لارښونو هم عمل کوئ، که تاسو د هغه د لارښونو موافق کار ونه کړ او د شیطان د لارښونو او دنفس ټولو غوښتنو پسې روان شوۍ، د خدای نه د بغاوت په جرم کښې به ونیول شئ او سخته سزا به درکړل شي.
دلته دانسان حقیقت او کائناتو کښې دده حیثیت په درسته توګه په ګوته شوی دی او د انساني نوعې هغه تاریخ دلته بیان شوی دی، چې له دې ذریعې پرته په هغې د پوهېدو بله مطمئنه لاره نشته ده، د قران له بیان نه چې کومې مهمې پایلې په دې اړه انسان ته په لاس ورځي، هغه طبعا له هغه پایلو او معلوماتو نه ډېر معتبر، علمي او د اعتماد وړ دي، چې د ځمکې له ویخ نه د پخوانۍ زمانې د انسانانو هډوکي را وباسي او بیا یې معاینه کوي، خپل قیاسات او تخمینونه هم ورسره یوځای کوی او بیا په دې ذریعه د انسان دتاربخ په اړه، درست معلوماتو ته د رسېدلو کوښښ کوي.
( للملائکة):
د مَلَک لغوي معنا ده: استاځی، پیغامبر یا فرستاده، چې بیا په فارسي او اردوژبو کښې ترې فرشته جوړه شوېده.
ملائک تشخص لري، (تشخص لرونکي موجودات دي) مجرد قوتونه نه دي، چې تشخص ونه لري، الله له دوی نه د کائناتو د دې ستر سلطنت په چلولو کې کار اخلي، داسې وګڼئ چې دا د خدای د عظیم الشأن سلطنت کارمندان دي، دا په دې معنا نه چې الله سره مرسته کوي او هغه ددې عظیم سلطنت په اداره کولو کې دوی ته محتاج دی، بلکې د څه حکمت په آساس الله د کائناتو د ادارې، ترتیب او تنظیم په دغه توګه جوړ کړی دی، الله شریک نه لري، نه د کائناتو په اداره او انتظام کې چاته محتاج دی.
د همدې سوء تفاهم له امله د قدیم جاهلیت په زمانه کې مشرکینو ملائک له الله سره خدایي کښې شریکان ګڼل، ځینو د خدای خپلوان ګڼل، عبادت یې ورته کولو.
الله په دې اړه فرمایي:
وَقُلِ الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي لَمْ يَتَّخِذْ وَلَدًا وَلَمْ يَكُن لَّهُ شَرِيكٌ فِي الْمُلْكِ وَلَمْ يَكُن لَّهُ وَلِيٌّ مِّنَ الذُّلِّ ۖ وَكَبِّرْهُ تَكْبِيرًا☆.
[ الاسراء، 111]
"و وایه! حمد هغه الله لردی، چې هیڅوک یې زوی نه دی نیولی، نه ورسره پاچاهي کښې څوک شریک شته، نه یې د عجز له امله څوک مددګار شته دی او ته د هغه د ستروالي او لویي اعلان وکړه."
( خليفة): خلیفه هغه چاته ویل کېږي، چې د چا په مملکت کښې د هغه له خوا، سپارل شوي واکونه د نائب په توګه استعمال کړي، خلیفه مالک نه دی، بلکې د اصلي مالک نائب دی. د هغه واکونه شخصي نه دي، بلکې د مالک لخوا ورکړل شوي دي. هغه حق نه لري چې په خپله اراده عمل وکړي، بلکې دنده يې د مالک د منشا او مرضي پوره کول دي. که خلیفه ګان، خپل ځانونه مالکان وګڼي او له ورکړل شویو واکونو څخه په خپلسري ډول ګټه پورته کړي، یا له اصلي مالک پرته بل څوک د مالک په توګه وپيژني او د هغه د ارادې پیروي وکړي او د هغه د حکمونو اطاعت وکړي، نو دا ټولې کړنې به د خیانت او سرکشۍ کار ګڼل کېږي. دې تشریح سره دا څرګنده شوه چې ځمکه کښې د انسان حیثیت د خدای د خلیفه دی، دی به د ځمکې انتظام د خدای د مرضي او منشا موافق چلوي.
( أتجعل فيها..... آيا ته ګرځوې په ځمکه کښې هغه چې فساد به کوي؟):
دا د ملائکو له خوا د الله په فیصله د اعتراض په توګه نه دي ویل شوي، د کائناتو نظام کښې د دې مجال بلکل نشته چې څوک د الله په فیصله انتقاد یا اعتراض وکړي، د دې خبرې اصل حقیقت دا دی چې د خلیفه له لفظ نه ملائکو دا انګېرلې وه ،چې دې مخلوق سره به اختیارات او واک هم وي، هغو سره دا پوښتنه پیدا شوه، چې د کائناتو په کومه برخه کښې چې دا مخلوق خلیفه ټاکل کېږي، طبعا هلته به بې نظمي او وینه تویونه رامنځ ته کېږي، ځکه انسان خلیفه دی او خلیفه طبعا واک لري، د مخلوق له اړخه د واک استعمال له مشکلاتو نه خالي کېدای نه شي.
( و نحن نسبح بحمدک و نقدس لک):
له دې وینا نه د ملائکو دا هدف نه وو چې د ځمکې خلافت باید دوی ته وسپارل شي، دوی غوشتل دا و وایي: چې ای الله! ستاسو حکمونه په ځای کېږي، حمد، ثناء، تقديس او ستا پاکي موږ بیانوو، اوس د دې حکمت څه دی؟ چې ځمکه کښې مو د خلیفه د پیدا کولو اراده کړېده، ملائکو په دغه حکمت د ځان پوهولو کوښښ کولو.
د تسبیح دوه معناګانې دي: یوه پاکي بیانول، دوهمه انهماک او سرګرمۍ سره کار کول، یعنې موږ ستا د پاکې بیانولو سره سره ښه په شوق ، دقت ،انهماک او سرګرمۍ سره ستاسو حکمونه تطبیقوو او عملي کوو. تقدیس هم ذومعنیین دی یوه معنایې ده پاکي بیانول، بله معنا یې ده، پاکول
یعنې ستا پاکي هم بیانوو او ستا لپاره ځان هم له ګناهونو نه پاک ساتو "نطهر نفوسنا عن الذنوب لأجلک"
[انوارالتنزیل واسراالتأویل]
ځینو ډکشنریو کې د تسبیح او تقديس، معنا:
خدای را به پاکی یاد کردن. ( تاج المصادر بیهقی )
منزه داشتن حق جل و علا باشد از نقائص عالم إمکان و نشانه های حدوث و از عیوب ذات و صفات.
همچنانکه تقدیس نیز به همین معنی باشد.
(کشاف اصطلاحات الفنون).
تسببح: [سبحان اﷲ گفتن] ( منتهی الارب )
عرب وايي: قدَّس اللهَ: ای عظَّمه وبجّله ونزّهه عمّا لا يليق بألوهيّته.
"يعنې د الله تعظیم او تبجیل یې وکړ، او له هغه څه نه یې د الله پاکي بیان کړه چې دهغه د الوهيت له شان سره نه ښائي."
همداراز عربان وایي:" قَدَّسَ لله" یعنې الله ته یې لمونځ وکړ.
( إني اعلم ما لاتعلمون ): دا د ملائکو د دوهم شبهې ځواب دی. يعنې الله وويل چې زه د خليفه د ټاکلو په ضرورت او مصلحت پوهيږم، خو تاسو پرې نه پوهېږئ. هغه خدمتونه چې تاسو یې یادونه کوئ کافي نه دي، مګر یو څه نور کارونه هم مطلوب دي، له همدې امله موخه دا ده چې په ځمکه کې یو داسې مخلوق رامینځته کړم، چې ځینې واکونه ورته لیږدول کیدی شي.
( و علم ادم الاسماء کلها):
د انسان د علم بڼه اصل کښې داسې ده چې د أشیاؤ د نومونو، په وسیله د اشیاوو په اړه معلومات د خپل ذهن په ګرفت کښې راولي، له دې امله د انسان ټول معلومات د شیانو په أسماؤ مشتمل دي، آدم بابا ته ټول نومونه ور زده کول، دا معنا ورکوي چې هغه ته یې د ټولو شیانو علم ورکړی و، د ځینو شیانو علم يې ورته بالفعل ورکړی و او د ځینو شیانو بالقوه چې مستقبل کښې یې له اولاد نه ظهور وشو.
انسان د تعلیم د ترتیب سلسله داسې ده چې لومړی نومونه ، بیاد أشیاوو خواص او بیا یې ترکیبي خواص زده کوي.
دلته دا نه دي ویل شوي چې آدم ته یواځې دیني او شرعي علم ورکول شوی ، "الاسماء کلها" راغلی چې د نړۍ ټولو علومو ته شاملېږي، چې انسان ورته خپل ژوند کښې اړتیا لري.
نن چې څومره شیان پر انسان منکشف کېږي د دې ټولو شیانو علم الله آدم ته بالقوه ورکړی و، په جنیټکي توګه دغه علوم د آدم اولاد ته انتقالېږي، د ضرورت ، کوښښ ، محنت او تفکر په آساس نړۍ کې یې نتائج عملا ظاهرېږي او موجودېږي، که آدم ته دا علوم نه وی ورکول شوي، نن به یې له انسان نه ظهور نه کېده او نه به انسان د څه شي په ایجاد قادر شوی و، ځکه چې د یو کار استعداد په فطري توګه چاسره نه وي، هغه په عملي بڼه کله هم ظهور نه شي کولای.
( ثم عرضهم ): "بیا یې دا نومونه ملائکو ته وړاندې کړل"
دلته پوښتنه پیداکېږي، چې وروسته وايي: انبئوني بأسماء هولاء، له دېنه دا معلومېږي چې مسمیات عرض شوي، دا یو نوع تضاد دی، د دې ځواب مفسر القرطبي او نورو درکړی چې د أهل سنتو په آند اِسم او مُسَمّٙی یو شي دی.
( قواوو سبحانک لاعلم لٙنا آيا ما علمتنا) ٫٫ موږ سره علم نشته مګر هغه چې تا را کړی دی،،
داسې ښکاري چې د هرې فرښتې او د فرښتو د هر صنف پوهه په هغه ساحو پورې محدوده ده چې دوی ورسره تړاو لري. د مثال په توګه: هغه فرښتې چې د هوا مدیریت سره اړیکه لري د هوا په اړه په هرڅه پوهیږي، مګر د اوبو په اړه په څه نه پوهیږي. د نورو برخو د پرښتو معامله هم همداسې ده.
د دوی برعکس انسان ته جامع پوهه ورکړل شوې ده، که څه هم انسان د یو صنف د ملائکو اختصاصي ډګر کښې د هغه ډګر له ملایکو څخه ممکن کمه پوهه و لري، مګر هغه علمي جامعیت چې انسان ته ورکړی شوی دی ملائکو ته نه دی ورکول شوی، ځکه چې دانسان علم د انساني ژوند یو ډګر پورې محدود نه دی
مثلا د انسان علم کښې د اجتهاد، استباط او انکشاف دروازه تر قیامت پورې خلاصه ده، له یو أصل نه د فروعو په استنباط کښې ځانګړې ملکه او أستعداد لري، دخپل د تخیل د قوت په ذریعه د نوو شیانو، د انکشاف او ایجاد استعداد هم انسان ته ښه پوره ورکول شوی دی، علم یې په یو حالت جامد ولاړ نه دی"،وَقُلْ رَبِّ زِدْنِي عِلْمًاً"-طه: [114] کښې دېته اشاره شته ده، چې د انسان علم جامد نه دی، بلکې
انکشافي دی، يعنې د انکشاف استعداد په کښې موجود دی. د ده محنت او کوښښ پورې تړلې ده چې څومره مخکې تلل غواړي، دې کښې د کافر او مسلمان تر مڼځ هم الله توپیر نه دی کړی، دواړو ته یې یو رنګ استعداد ورکړی دی ، لاندني آیت کښې دې موضوع ته اشاره شوې ده : كُلًّا نُّمِدُّ هَٰٓؤُلَآءِ وَهَٰٓؤُلَآءِ مِنْ عَطَآءِ رَبِّكَ ۚ وَمَا كَانَ عَطَآءُ رَبِّكَ مَحْظُورًا. (الاسراء:۲۰)
٫٫موږ له ټولو سره مرسته کوو، که دا وي که هغه ، ستا د رب ورکړه په چا بنده نه ده،،.
نور دانسان محنت، کوښښ ، څېړنې او اجتهاد پورې اړه لري ، چې څومره ترقي کول غواړي، دالله له اړخه په ورکړه کښې نه بخل شته نه امتیاز ، دې معامله کښې یې هم د خپل بندګانو سره د انصاف تګ لاره غوره کړېده.
٣٣- ۳۴- ۳۵ ایت سورة بقرة.
قَالَ يٰٓـاٰدَمُ اَنۡۢبِئۡهُمۡ بِاَسۡمَآئِهِمۡۚ فَلَمَّآ اَنۡۢبَاَهُمۡ بِاَسۡمَآئِهِمۡۙ قَالَ اَلَمۡ اَقُل لَّـكُمۡ اِنِّىۡٓ اَعۡلَمُ غَيۡبَ السَّمٰوٰتِ وَالۡاَرۡضِۙ وَاَعۡلَمُ مَا تُبۡدُوۡنَ وَمَا كُنۡتُمۡ تَكۡتُمُوۡنَ ۞(۳۳)
وَاِذۡ قُلۡنَا لِلۡمَلٰٓئِكَةِ اسۡجُدُوۡا لِاٰدَمَ فَسَجَدُوۡٓا اِلَّاۤ اِبۡلِيۡسَؕ اَبٰى وَاسۡتَكۡبَرَ وَكَانَ مِنَ الۡكٰفِرِيۡنَ ۞(٣٤)
وَقُلۡنَا يٰٓـاٰدَمُ اسۡكُنۡ اَنۡتَ وَزَوۡجُكَ الۡجَـنَّةَ وَكُلَا مِنۡهَا رَغَدًا حَيۡثُ شِئۡتُمَا وَلَا تَقۡرَبَا هٰذِهِ الشَّجَرَةَ فَتَكُوۡنَا مِنَ الظّٰلِمِيۡنَ ۞(۳۵).
"الله" و ویل: ای ادمه! ته دوی د دې شیانو په نومونو خبر کړه،49، کله چې یې دوی د هغو شیانو په نومونو خبر کړل، " الله" و ویل : ولې ما تاسو ته ویلي نه وو؟ چې زه د آسمانونو او ځمکې په پټو حقیقتونو پوهېږم او زه په هغو خبرو هم پوهېږم چې تاسو یې ښکار کوۍ، او په هغو هم چې تاسو یې پټې ساتۍ.(۳۳)
او کله چې موږ پرښتو ته و ویل: آدم ته سجده وکړئ، له ابلیس نه پرته نورو ټولو ټولو سجده وکړه، هغه انکار وکړ او تکبر یې وکړ "ځان یې لوی وشمېره" او له کافرانو ځنې وګرځیده.(۳۴).
او موږ وویل: ای ادم! ته او ستا مېرمن په جنت کښې اوسېږئ او د هغې له نعمتونو څخه پرېمانه وخورئ له هر ځای څخه چې غواړئ، خو دې ونې ته مه نژدې کېږئ، کنه نو تاسو به له ظالمانو، څخه وشمیرل شئ.(۳۵).
___________________________________________________________________________________
د ۳۳ ايت تفسير:
دا د امتحان معامله د فرښتو د لومړي شک( چې انسان به فساد کوي) ځواب وو؛ ګویا په دې توګه الله تعالی دوی ته وویل چې زه ادم ته یواځې واک نه ورکوم، چې هغه به د فساد باعث وګرځي، بلکې له واک سره علم هم ورکوم، چې علم به د خیر لوري ته د هغه د اولاد لارښونه کوي.
د هغه د ګمارنې له امله چې تاسو سره د فساد کومه اندیښنه بیدا شوې دا د موضوع یوازې یو اړخ دی، بل اړخ يې د صلاح او فایدې هم شته دی او د فساد له اړخه ډېر وزني او ارزښتناک دی. دا د هوښيار سړي کار نه دی چې د يوې وړې خرابۍ او عيب له امله ستره صلاح او ګټه له پام وغورځوي.
علامه شوکاني لیکلي:
چې د أسماوو د تعلیم په سلسله کښې الله آدم بابا ته د زر "1000" کسبونو علم هم ورکړ، بیایې ورته و ویل: که ستا اولاد د دنیا د ګټلو شوق کوي، له دغه کسبونو نه د کار واخلي، د دین په وسیله د دنیا نه ګټي.
علم الله آدم في تلك الأسماء ألف حرفة من الحرف، وقال له: قل لأولادك، ولذريتك إن لم تصبروا عن الدّنيا، فاطلبوها بهذه الحرف، ولا تطلبوها بالدين، فإن الدين لي وحدي خالصاً، ويل لمن طلب الدنيا بالدين ويل له.
[فتح القدیر للشوکاني]
د ۳۴ آيت تفسير:
( د سجدې حکم کومو ملائکو ته شوی و؟):
پوښتنه داده چې ملائک خو ډېر دي د سجدې حکم کومو ملائکو ته شوی وو؟ دلته دوه تعبیرونه ممکن دي:
لومړي داچې د سجدې یا تسخیر، حکم ټولو ملائکو ته شوی وو، چې هغه د کائناتو هره برخه کښې استوګن ول. دوهم: دا چې هغه ملائکو ته د مسخر کېدو یا سجدې حکم وشو چې ځمکه او ورسره تړاو لرونکو کائناتي طبقاتو کښې مؤظفې وې.
د دې سجدې مفهوم د یو تعبیر په آساس دادی، چې د ځمکې او ورسره د کائناتو د متعلق طبقو ملائکو ته حکم وشو چې انسان ځمکه کښې دخدای خلیفه مقرر شوی دی. که ښه کوي که بد مثلا که لمانځه ته ځي
که غلا ته، تر څو موږ ورته د خپل مشیت او حکمت په آساس اجازه ور کوو ، تاسو به یې کارونو کښې ممانعت نه کوئ، بلکې تسهیل کاري به کوئ، الا دا چې د کومې ځانګړې معاملې په هکله الله اختصاصي فرمان صادر کړي، دا ځکه چې د الله له اړخه دوی ته جلا شریعت ورکول شوی، الله له دوی سره د هغه شریعت په چوکاټ کښې د حساب په ورز محاسبه تر سره کوي. یو جماعت د علماوو وایي: له دغه تسخیر
څخه په سجده کولو تعبیر شوی دی. او ممکن د حکم د تطبیق لپاره د څه ظاهري مراسمو د اجراء کولو معامله هم تر سره شوې وي. او همدا درست برېښي ځکه چې د قران له ظاهري نصوصو نه یې هم تائید کېږي، مثلا: [ اسجدوا لادم او داسې نور ایتونه] "آدم ته سجده وکړئ "عملا د سجدې اجراء کول د قران له ظاهر نه څرګندېږي.
د آدم بابا د خلافت مثال دنیا کښې دلږ توپیر سره داسې دی چې د یو مملکت بادشاه یو کس ته په یو ایالت کې مهمه دنده وسپاري، یو ایالت ته یې د ټولو ستر منصبدار په توګه ولېږي، طبعا د هغه ایالت ټول نظامي او ملکي کارمندان ده سره د وفادارۍ او اطاعت تعهد کوي،ممکن دې لپاره څه مراسم هم اجراء شي، فوځیان، پولیس او د نورو نظامي ادارو کارمندان د ځانګړیو مراسمو په ترڅ کښې ورته سلوټ او یوه نوعه انحناء هم وکړي، ښکاره ده چې دا کارمندان به د ده دحکم مخ کې خنډونه نه اچوي، بلکې د خپل وظیفوي مسؤلیت په آساس به یې اوامر تطبیقوي هم، که ښه امر کوي که ناوړه؛ د ایالت د کارمندانو وظیفه د امر تطبیقول دي اوبس.
خو د مملکت لوی، بادشاه طبعا د ده ټولې چارې څاري، کله چې یې له وظیفې معزول کړ، او د ایالت پولیسو ته له بره حکم وشي، چې ګرفتار یې کړئ، فورا همغه کارمندان یې لاسونه پښې تړي، زندان ته یې لیږي، همدا مثال د انسان دی ،ملائک ورته په سجده شول په ځمکه کښې یې د ده مشري تسلیم کړه، د سجدې په بڼه یې دا تعهد وکړ چې د ده د چارو په مخ کې به خنډونه نه ایجادوي، بلکې زمینه سازي به کوي، خو کله چې د الله له خوا حکم وشي همدغه ملائک به یې نیسي او دخدای محکمې ته به یې ورسپاري.
سجده یوه لغوی معنا لري بله اصطلاحي او شرعي:
لغت کې د سجدة معناده: تذلل، خضوع، سر تيټول، او انحناء راغلې ده.
١-ځینو ویلي: دلته هم له سجدې نه همدغه لغوي سجده مراد ده.
٢- او چا دلته له سجدې نه اصطلاحي سجده " تندی په ځمکه ايښودل" مراد اخیستې ده.
په دې چې د شرک کوم اشکال راځي هغه یې داسې ځواب کړی چې سجده اصلاً الله تعالی ته وه، آدم بابا د سجدې قبله و، لکه موږ چې کعبې شریفي ته مخ کوو، خو سجده الله ته کوو.
٣- ځینو ویلي: له دلته له سجدې نه مراد اصطلاحي سجده ده، خو سجده په لومړي شریعتونو کې انسان ته جائز وه، زموږ شریعت کې غیرالله ته هر قسم سجده منع شوې ده، دا قول مشهور دی خو ضعیف دی، ځکه شرک په یو شریعت کې هم جائز نه دی راغلی.
٤- او ځینو له سجدې نه مراد تسخیر اخیستی دی، چې مخکې تشریح شو، په هغو خو د شرک شبه له سره نه واردېږي.
دا ټول څلور تعبیرات شول، لومړی او څلورم سره نژدې دي، دریم ضعیف دی،دا چې آدم د سجدې قبله وه، هم ښه تعبیر ګڼلی شو.
دټول امت په دې اتفاق دی چې له الله پرته هیڅ قسم سجده چاته روا نه ده.
☆-مشایخو ته سجده.
ځینې جاهل صوفیان خپلو مشاهدو ته سجده کوي، دېته علماوو حرام او ناروا ویلي، که مخ یې قبلې ته وي یا بلې خواته، علماؤ، پیرانو، مشايخو، بادشاهانو، استادانو او مور، پلار ته هر قسم سجده ناروا ده.
امام قرطبي وایي:
قلت: وهذا السجود المنهيُّ عنه قد ٱتخذه جُهّال المتصوّفة عادةً في سماعهم وعند دخولهم على مشايخهم وٱستغفارهم؛ فيرى الواحد منهم إذا أخذه الحال بزعمه يسجد للأقدام لجهله سواء أكان للقبلة أم غيرها جهالة منه؛ ضلّ سَعْيُهم وخاب عملهم.(القرطبي).
(ابليس):
د ابلیس لفظي ترجمه ده، "انتهائي مایوس" اصطلاح کې دا د هغه جِن" پېري" نوم دی چې د الله له حکم نه یې نافرماني وکړه، آدم او اولاد ته یې له مسخر کېدو نه انکار وکړ او له الله نه یې تر قیامت پورې مهلت وغوښت چې د انسانی نسل د بې لارې کولو او منکراتو لور ته د ترغیب ورکولو موقع ورکړي.
دغه ته " الشیطان" هم وایي، حقیقت کې ابلیس او شیطان د کوم مجرد قوت نوم نه دی، بلکې هغه هم د انسان په څېر تشخص لرونکی موجود دی، دا سوء تفاهم رفع کول هم مهم دي چې شیطان له ملائکو ځنې وو، ځکه وړاندې قران خپله تصریح کړېده چې شیطان د جنیاتو له جملې څخه دی، چې له ملائکو نه جلا بل ډول مخلوق دی.
( و کان من الکافرين):
له دې الفاظو " وکان من الکافرین" ځنې داسې ښکاري چې ابلیس د سجدې په انکار کې یوازې نه و، بلکې د پېریانو یوې ډلې د نافرمانۍ هوډ درلود او د ابلیس نوم یوازې په دې خاطر واخیستل شو چې هغه د دوی مشر او په دې پاڅون کښې، سرګرم او مخکې مخکې وو.
خو د دې آيت بله ژباړه دا هم کيدای شي چې «هغه له کفارو څخه وو». په دې صورت کې به د دې مانا دا وي چې د پېريانو يوه ډله پخوا هم سرکښه او نافرمانه وه او ابليس هم له همدې ډلې څخه و.
په قرآنکریم کې د (شیطان او شیطین ) کلمه عموما د پیریانو او د هغوی د اولادونو لپاره کارول شوې ده او چیرته چې انسان ته د "شیطان" ویلو لپاره هیڅ دلیل او قرینه شتون ونه لري، له شیطان یا شیطین نه مراد همدغه شیاطین الجن وي.
دلته یوه پوښتنه پیداکېږي، چې امر خو ملائکو ته وو، شیطان څنګه په سجده نه کولو ملامت وشمېرل شو
د دې يو ځواب دادی، أمر دواړو ته وو، د افضل ذکر شو أدنی پرې بايد قیاس شي، چې ملائک چاته سجده کوي نو جنیات به یې ولې نه کوي. دوهم داچې ابلیس ملائکو سره اوسېده دی خامخا د حکم د لاندې وو.
دریم داچې د حکم دلاندې نه وی بیا الله نه محاسبه کولو. څلورم داچې ابلیس هم دا نه دي ویلي چې حکم خو ملائکو ته وو. ماته خو حکم نه وو شوی، چې ابلیس په دې خبره غلی شوی او دلیل وایي: چې زه له اور نه تخلیق شوی یم او آدم له خټې، نو ولې ورته سجده وکړم؟ .
کنه دا خو آسانه خبره وه، ویلي به یې وو چې له ما نه خو سجده نه ده غوښتل شوې، که يې غواړۍ اوس یې کوم، خو دی داسې نه وایي، بلکې دی وايي: ولې ورته سجده وکړم زه له اور نه پيدا يم او هغه له خټې نه.
نور تفصیل به د سورة یوسف و خروا له سجدا آیت کښې راشي.
له دې آیتونو نه داهم څرګنده شوه چې انسان ځکه د ځمکې خلیفه وټاکل شو چې علم یې په مجموعي توګه له ملائکو او جنیاتو نه ډېر وو، امتحان یې وګاټه، دې کې دېته هم اشاره ده چې چاسره هم علم ډېر وي، هغه به د ځمکې واکدار وي، خلک به ورته تابع او مطیع وي، لکه ملائکو چې د آدم تفوق او فضیلت ته سر ټیټ کړ، دا یواځې په دیني علم نه کېږي تر څو علم "الأسماء" ورسره ملګری نه وي، دا یو داسې حقیقت دی چې نن یې د سر په سترګو ګورو.
لفظي تحلیل:
( و کان من الکافرین): د دې مفسرينو درې تعبيرات کړي دي:
۱ - "صار من الکافرین" وګرځېده له کافرانو نه" یعنې دې انکار او کفر کښې شيطان یواځې نه وو. آدم ته له سجدې نه نورو جنیاتو هم انکار کړی وو، دی هم په کښې شامل شو. ۲ - ٫٫وو له کافرانو نه،، یعنې د جنیاتو یوه ډله له پخوانه کافران ول او دی هم له همغې ډلې نه وو. ۳- شیطان د خدای په علم کې له کافرانو نه
وو. الله اعلم.
د ۳۵ آيت تفسير:
( و لا تقربا هذه الشجرة):
له دې څخه څرګندېږي چې ځمکې ته له رالېږل کېدو مخکې، د خليفه په توګه دواړه په جنت کښې د دې لپاره ځای پر ځاى شوي وو، چې د هغوى لېوالتيا تمایلات او رجحانات و ازمايي.
د دې ازمیښت لپاره یوه ونه وټاکل شوه؛ انسان ته حکم وکړل شو چې دې ونې ته مه نږدې کېږئ او په پای کې دا هم ویل شوي چې انسان که داسې وکړي نو زموږ په سترګو کې به ظالم وبلل شي.
په دې اړه دا بحث کول ضروري نه دي چې دا د څه شي ونه وه؟ او په دې ونه کښې څه خاصیت وو چې د هغې له امله په انسان حرامه وګرځول شوه.
له دې ونې نه د انسان د منع کولو دلیل دا نه وو چې د دې ونې په طبیعت کې کوم عیب شتون درلود چې آدم او حوّا ته ترې د زیان رسېدلو خطر موجود وو.
اصلي هدف دا وو، چې دا وڅیړل شي چې دوی به د شیطان د هڅونې او وسوسې په وړاندې د خدای د حکمونو تعقیب ته څومره دوام ورکړي.
د دې هدف لپاره دا کافي وه چې د ازمیښت لپاره یو شی غوره کړی شي چې هغه هر شی وي. له همدې امله الله تعالی د ونې نوم او ځانګړتیاوې نه دي یاد کړي.
جنت د دې امتحان لپاره تر ټولو مناسب ځای وو، له جنت نه امتحان ګاه جوړولو کښې هدف دا وو چې د انسان ذهن کښې داخبره کښېنوي، چې ستاسو لپاره د انسانیت د مرتبې له مخې جنت وړ او لائق ځای دی.
خو که تاسو د شیطاني لمسونو او وسوسو له امله د الله تعالی د اطاعت له لارې نه انحراف وکړئ، نو په پای کې به له جنت څخه بې برخې شئ، لکه څنګه چې تاسو په پیل کې له جنت نه محروم وګرځېدۍ.
یوازینۍ لار چې تاسو کولی شئ خپل ورک شوی فردوس[ فردوس ګُم ګشته] بیرته ترلاسه کړئ، خپل هغه دښمن سره په بریالیتوب سره مقابله کول دي، کوم چې هڅه کوي ترڅو تاسو د اطاعت له لارې نه واړوي.
( فتکونا من الظالمين):
ظالمین د ظالم جمع ده، د ظلم معنا ده: (و الظلم أصله: وضع الشيء في غير موضعه).
٫٫ د يو شي بې ځايه استعمال ته ظلم وايي،،
[فتح القدیر]
قران کښې ظلم په لاندې معناوو استعمال شویدی، یعنې لاندني کلمات د ظلم مترادف کلمات دي:
العدوان، النقص، الشرك، عدم تطبيق أحكام الشرع [ دشریعت احکام نه تطبیقول] ، الفساد، الطغيان، البغي، العتو، الهضم، التعدي، الحيف، الجنف. دا ټول کلمات د قران مختلفو مقاماتو کښې استعمال شوي دي.
موږ فارسۍ کښې ظلم ته حق تلفي او ستم کردن وایو، مثلا د الله حق تلفي، دبنده حق تلفي، یا د خپل ځان د حقوقو تلف کول.
د لته مفسرینو له انبیاؤ نه د معصیت د صدور په اړه بحثونه کړي، په دې موضوع دومره پوهېدل په کار دي چې انبیاء له شرک، کفر، کبیرة او صغيره ګناهونو نه الله پاک ساتلي دي، ځکه چې د دوی قول، فعل د امت لپاره حجت دی، حجت باید له محفوظې لارې نه راشي.
د اهلسنت و الجماعة په نزد د دې موضوع په تفصیلاتو کښې د نظر اختلاف شته، همدا راز د تعبیر اسلوب هم د علماوو تر منځ مختلف دي.
په دې پوهېدل هم مهم دي،چې د أهلسنت په آند، له ملائکو او انبیاوو نه پرته بل څوک معصوم نشته دي.
د ملائکو او د انبياوو د عصمت تر منځ فرق شته، هغه دا چې له ملائکو د ګناه طاقت مسلوب شوی دی او انبياوو سره د ګناه کولو طاقت شتون لري ، خو الله ئې له ګناه ځنې حفاظت کوي. يوسف عليه السلام فرمائي: (إلا تصرف عني کيدهن أصب اليهن و اکن من الجاهلين). ( سورة ،يوسف)
اهل تشيع، د اهل بیتو امامان معصوم ګڼي لکه [علي کرم الله وجهه، امام حسن، امام حسین،امام زین العابدین، امام محمد باقر، امام جعفر صادق، امام موسی الکاظم، امام علي الرِضاء، امام محمد الجواد، امام علي الهادي، امام الحسن العسکري، امام محمدالمهدي یعنې امام غائب ]
زموږ په نزد دا عقیده شرعا درسته نه ده، په شا یې څه دلیل هم نشته، دلیل یې فقط محبت کې غلو "افراط" دی. د أهل بیت امامانو سره موږ هم محبت لرو خو اهل سنت د چا محبت کې غلو او افراط نه کوي.
موږ هم دغه مشران نیکان او صالحین ګڼو خو د انبیاوو نه وروسته څوک معصوم نه ګڼو، خلفاء راشدین او عشره مبشره چې موږ ډېر احترام ورته لرو؛ هم معصوم نه ګڼو.
۳۶ نه تر ۳۹ آيت پورې سورت بقره.
(فَاَزَلَّهُمَا الشَّيۡطٰنُ عَنۡهَا فَاَخۡرَجَهُمَا مِمَّا كَانَا فِيۡهِ وَقُلۡنَا اهۡبِطُوۡا بَعۡضُكُمۡ لِبَعۡضٍ عَدُوٌّ ۚ وَلَـكُمۡ فِى الۡاَرۡضِ مُسۡتَقَرٌّ وَّمَتَاعٌ اِلٰى حِيۡنٍ۞(۳۶)
فتَلَقّى آدَمُ مِن رَبِّهِ كَلِماتٍ فَتابَ عَلَيهِ إِنَّهُ هُوَ التَّوّابُ الرَّحيمُ) البقرة: (۳۷)
قُلنَا اهبِطوا مِنها جَميعًا فَإِمّا يَأتِيَنَّكُم مِنّي هُدًى فَمَن تَبِعَ هُدايَ فَلا خَوفٌ عَلَيهِم وَلا هُم يَحزَنونَ) ( ٣٨)
وَالَّذينَ كَفَروا وَكَذَّبوا بِآياتِنا أُولئِكَ أَصحابُ النّارِ هُم فيها خالِدونَ. (٣٩)
بیا شیطان له ونې (نه د خوراک) له امله دواړه و ښویَول، نو دواړه یې له هغه نعمتونو نه و ویستل چې دوی په کښې وو او موږ وویل: ښکته شئ په داسې حال کښې چې ځینې به د ځینو دښمنان یاست،٥٥، او تر یو خاص وخته پورې تاسو ته په ځمکه کې د اوسېدو ځای او د استفادې سامان شته دی.(۳۶)
په دې وخت کښې ادم له خپل رب نه څو کلمې زده کړې (او توبه یې وکړه) ۵۶- نو رب یې توبه قبول کړه، ځکه هغه ډېر بخښونکی او رحم کوونکی دی. (۳۷)
موږ وویل: ټول له دې ځای "جنت" نه کوز شئ، که بیا زما له خوا کوم هدایت تاسو ته درشي، نو چا چې زما د لارښونې پیروي وکړه، نو پر هغو به هیح ډار نه وي، او نه به غمجن شي.( ۳۸)
او هغه کسان چې د دې (هدایت) له منلو څخه یې انکار کړی دی او زموږ د آیتونو تکذیب یې کړی، دغه خلک اور ته تلونکي دي، هلته به د تل لپاره وي.(۳۹).
__________________________________________________________________________________
د ۳۶ آيت تفسير:
( ځينې د ځينو دښمنان): یعنې شېطان د انسان دښمن او انسان د شېطان دښمن؛ شېطان د انسان د دښمن په توګه، خو ښکاره ده چې هغه پخپله انسان سره د خپلې دښمنۍ اعلان کړېدی او هڅه کوي انسان د الله تعالی د اطاعت له لارې وګرځوي او هلاکت ته یې ور برابر کړي.
دا چې انسان د شیطان دښمن دی، نو په حقیقت کښې د انسانیت د مقام غوښتنه دا ده چې انسان شیطان ته د دښمن په سترګه وګوري، خو شیطان د نفس د خواهشاتو د پوره کولو لپاره چې انسان ته کوم ترغیبات وړاندې کوي، انسان په دوکه کښې غورزېږي او هغه خپل دوست ګني.
دا ډول دوستي په دې مانا نه ده چې دښمني په دوستۍ بدله شوې ده، بلکې مانا یې دا ده چې یو دښمن د بل دښمن له خوا مات شوی او د هغه په جال کې ګېر شوی دی.
د أنبیاؤ زلات:
أََزَلّ، د ماضي صیغه ده، مجرد یې زلة دی، زلةُُ: ښویدلو ته وایي، لکه چیکړو چې انسان خویه شي.
له همدې ځای نه امام اعظم رحمه الله ویلي دي:
أنبیاء له کبیره او صغيره ګناهونو نه الله ساتلي دي، خو زلتونه" ښوېدل" ورته شته وایي: "وَلَهُمْ زَلاَّتُُ"
(شرح الفقه الاکبر]
زلة داسې عملیه ده چې د انسان قصد او اراده په کښې شامله نه وي.
د أنبیاؤ او ملائکو عصمت کې دا تفاوت دی چې ملائکو نه د ګناه کولو طاقت سلب شوی دی یا ورته د ګناه کولو طاقت نه دی ورکول شوی، خو أنبیاء د ګناه کولو د طاقت لرلو سره الله ترې محفوظ کړيدي.
یوسف علیه السلام وایي:
"اِلَّا تصرف عني کیدهن أصب الیهن وأکن من الجاهلین "سورة یوسف"
ژباړه: که ته د دې ښځو له مکر نه ما خلاص نکړې، زه به ورته تمایل پېدا کړم او له ناپوهانو نه به وګرزم.
له أنبیاؤ نه وروسته په مخ د ځمکې صحابه کرام افضل، بهتر، صالح او نیک عمل والا مخلوق دي، ژوند کښې یې خیر، نیکي او ښېګڼه غالب ده، حسنات یې بې حده بې حسابه دي، د الله په نزد ورته لوړ مقام خاصل دی، خو د انبیاؤ او ملائکو غوندې عصمت ورته حاصل نه دی. دا د اهلسنت پخښه عقیده ده. خو د انحطاط په موده کښې د نورو ډېرو خرابيانو سره يوه خرابي دا هم منځ ته راغله چې د نيکانو او صالحینو د سپېڅلتيا په اړه د غلو عقائد منځ ته راغلل، اهل تشيع خپل امامان معصوم ګڼي او په موږ کښې هم څه خلک صحابه کرامو ته تقريبا له اعترف نه پرته په عملي توګه په عصمت قائل شويدي.
د ۳۷ آيت تفسير:
کله چې بابا ته د خپلې نیمګړتیا احساس وشو، غوښتل یې چې توبه وکړي، د الله خواته را وکرځي، بیا ورسره الفاظ نه ول، چې څنګه او په کومو الفاظو توبه وکړي، الله (ج) ورته هغه الفاظ ور زده کړل، د هغه الفاظو د تعیین باره کښې ځینو روایاتو غلط فهمي پیدا کړې. د قران د تفسیر درست او قویم منهج دا دی چې د قران یوه برخه د بلې تفسیر واقع شي، دلته هم وینو چې سورة أعراف کښې هغه الفاظ موږ ته قران راپه ګوته کړي دي:
(قَالَا رَبَّنَا ظَلَمْنَا أَنفُسَنَا وَإِن لَّمْ تَغْفِرْ لَنَا وَتَرْحَمْنَا لَنَكُونَنَّ مِنَ الْخَاسِرِينَ) - (ألأعراف-۲۳)
دا هغه الفاظ ول چې د الله (ج) له خوا آدم علیه السلام او مور بي بي ته ور زده کړی شول، ځینو د ځپلو عقیدو د اثبات لپاره دلته د ډېرو کمزورو روایاتو نه استفاده کړې او په دې یې هم فکر نه دی کړی چې دا روایات که په زوره درست هم وګرځو بیا هم د قرآن له ظاهر نه خلاف پرېوځي، له دې امله داسې روایات تفسیر کې ساقط الاعتبار ګرځي.
د بنده له خوا د توبې معنا ده، د الله ج لوري ته ورګرځېدل، په خپل عمل شرمساري ښکاره کول، پښېمانه کېدل، د الله له خوا د توبې "فتاب علیه" معنا ده د بنده توبه قبلول رحمت سره بنده ته متوجه کېدل.
( د ګناه نتيجه) :
د قران له مخې د ګناه نتیجه لازمه نه ده، په دې معنا چې له چا ګناه وشي خامخا به یې سزا ویني. دا د انسان له ګمراه کوونکو افکارو او نظریاتو څخه یوه نظریه ده، د دې مفکورې له مخې چې انسان یو ځل ګناه کښې اخته شو، د همیش لپاره یې مایوس کوي، ځکه دا ګڼي که توبه وباسم هم به د پخوانۍ ګناه په سزا کې جهنم ته ځم. د دې مفکورې په وجود کښې به انسان کله هم توبې ته آماده نشي.
قران دا وایي: چې د ګناه سزا او د نیکۍ اجر ورکول د الله په اختیار کښې دي، که یې خوښه وشوه معاف به یې کړي، د ګناه سزا څکل لازمي نه دي، همدا راز د نېکۍ ثواب لېدل هم الله پورې اړه لري، چې ثواب درکوي او که نه، ثواب ستا د نېکۍ طبعي او لازمي نتیجه نه ده، لیکن د الله فضل د هغه حکمت سره تړاو لري، هغه ګوري چې بنده په ښه نیت یواځې زما د رضاء لپاره عمل کړی نو ثواب ورکوي، که د کومې نیکۍ ثواب نه ورکوي، په دې بنسټ یې نه ورکوي چې دا عمل زما د رضاء لپاره نه وو، فقط ظاهري شکل او بڼه یې د نېکۍ وه.
که په کومه ګناه سزا نه ورکوی او بخښنه کوي، په دې بنسټ چې دا ګناه له بنده نه د بشري کمزورۍ پر بنسټ صادره شوې، د بغاوت له جذبې سره نه ده ترسره شوې، ورپسې توبه، انابت او شرمساري هم موجوده وه.
سزا هم په هغه ګناه ورکوي چې د مجرمانه او باغیانه احساس سره شوي وي، ورپسې شرمساري، توبه، پښېمانه کېدل نه بلکې په ګناه افتخار کوي او د ګناه خواهش یې لا ژوندی وي.
د هیڅ غټ کافر او فاسق لپاره د خدای له دربار نه هیڅ مایوسي نشته، په دې شرط چې توبه وکړي، په ګناه د شرم احساس وکړي او په راتلونکي کښې د ګناه نه کولو او اطاعت هوډ ولري.
(د ٣٨ ایت تفسير)
( إهبطوا منها) د دې جملې (اهبطوا) اعاده معنا لرونکې ده.
له دې وړاندې، ٣٦ ایت کښې هم ورته ویل شوي دي، چې له دې ځای نه کوز شئ. په ٣٧ آیت کښې و ویل شو، آدم توبه وکړه، الله یې توبه قبول کړه، او په ,۳۸ آيت کښې د توبې له قبول نه وروسته بیا د کوځېدو حکم ورته وشو، د دې معنا دا شوه چې آدم ع د ګناه له امله د سزا په توګه له جنت ځنې نه ویستل کېږي، هغه ته سزا نه ورکول کېږي نه یې مستحق دی، ځکه چې توبه یې قبول شوې ده، دنیا ته هغه ګناهګار نه دی راغلی.
د توبې د قبول هم دا مطلب نه و چې آدم بابا دِ په جنت کښې پاتې شي، ځکه ځمکه کښې د خلیفه په حیث مقرر شوی وو، وظیفه او ماموریت یې ځمکه کښې و، خامخا به دلته راکوځېده.
دا تمهید د مسیحیانو د هغې عقیدې د تردید لپاره ولیکل شو چې هغو وایي: انسان دنیا ته پیدائشي
ګناهګار راغلی ، د آدم (علیه السلام) د ټول اولاد او په خپله د آدم په لمن د ګناه تور داغ دی، الله د دې ګناه نه د انسان د خلاصون لپاره دا تدبیر وکړ، چې خپل نازولی زوی عیسی بن مریم (نعوذ بالله) یې دنیا کښې سولۍ کړ، ترڅو د ده قرباني د ټول انسانیت د ګناهونو کفاره وګرځي.
دلته قران لومړی د آدم د توبې د قبول اعلان وکړ، دوهم وار یې بیا ځمکې ته د آدم د ښکته کېدو حکم وکړ، چې هر عقلمند ترې دا فهم اخېستلی شي چې آدم بابا دنیا ته له ګناه پاک او سپېڅلی د دنیا د خلافت لپاره لېږل شوی.
جنت د هغه د اوسېدو ځای نه وو، د اوسېدو ځای ورته دنیا ټاکل شوې وه، جنت نه د سزا په توګه نه دی ویستل شوی، بلکې د خدای د خلیفه په حیث دنیا ته لېږل شوی دی، جنت کښې هغه د څه وخت لپاره د امتحان په خاطر اوسول شوی وو.
د مسیحیانو عقیده په هیڅ منطق نه ده ولاړه، ځکه چې دا فلسفه خو د هيچا عقل نه مني چې ګناه انسان وکړه او کفاره کښې خدای خپل نازولی زوی (نعوذبالله) په سولۍ کړ.
د دې باطلې عقیدې د تردید لپاره د آدم بابا د توبې له قبولېدو وروسته بیا په تکراري توګه ځمکې ته د ښکته کېدو حکم وشو.
له بابا نه دا لغزش د نبوت په منصب له ګمارل کېدو وروسته شوی که له نبوت نه وړاندې؟
له نبوت وړاندې أنبیاؤ (علیهم السلام) په کومه معنا معصوم وي؟
له نبوت وروسته د عصمت مفهوم څه شی دی، د آدم بابا دغه کار په کومه کټه ګورۍ کې راځي، علامه فخرالدین رازي پرې جامع بحثونه کړي دي، که څوک يې په اړه د لا پوهېدو لېوالتيا لري، له هغې دې ليدنه وکړي.
٥٩- د خوف معنا " ده ٫٫وېره،، او د "حزن" معنا ده "غم"، خوف د مستقبل په نسبت وي، حزن د ماضي په نسبت وي، یعنې د آخرت په نسبت به ډار نه لري، بلکې دنیا کښې د ایمان په رڼا کښې ژوند کول، مسلمان د خپل آخرت په اړه تر یو بريده مطمئن کوي، په خپل ایماني ژوند به خوښ وي، دنیا کښې چې ترې څه پاتې شويدي خپه به پرې نه وي، لکه قران د مؤمن لپاره د آخرت د ډار په اړه وایي:
(مَن جَاءَ بِالْحَسَنَةِ فَلَهُ خَيْرٌ مِّنْهَا وَهُم مِّن فَزَعٍ يَوْمَئِذٍ آمِنُونَ)
(النمل-۸۹)
(لَا يَحْزُنُهُمُ الْفَزَعُ الْأَكْبَرُ وَتَتَلَقَّاهُمُ الْمَلَائِكَةُ هَٰذَا يَوْمُكُمُ الَّذِي كُنتُمْ تُوعَدُونَ)
(ألأنبیاء-۱۰۳)
(أَلَا إِنَّ أَوْلِيَاءَ اللَّهِ لَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُون الَّذِينَ آمَنُوا وَكَانُوا يَتَّقُونَ).
(یونس-٦٤)
(ألا إن أولياء الله لا خوف عليهم فيما يستقبلونه من أهوال القيامة، ولا هم يحزنون على ما فاتهم من حظوظ الدنيا).
٫٫د قیامت د وېرونکو مواقفو د لیدو په وخت کښې به پرې ډار نه وي او دنیاکښې چې ترې څه پاتي دي پرهغې به غمجن نه وي یا دنیا کښې یې چې د خدای په اطاعت کې کوم ژوند تېر کړی خپه به پرې نه وي، لکه کافر، فاسق ، فاجر چې د دنیا په ژوند به خپه وي، چې دالله په نافرمانۍ کې یې تېر کړیدی،،.
٣٩- ایت سورة- بقرة
{ وَالَّذينَ كَفَروا وَكَذَّبوا بِآياتِنا أُولئِكَ أَصحابُ النّارِ هُم فيها خالِدونَ }[ البقرة: ٣٩ ]
او هغه کسان چې د دې (هدایت) له منلو څخه یې انکار کړی دی او زموږ د آیتونو تکذیب یې کړی ، ٦٠، دغه خلک، اور ته تلونکي دي، هلته به د تل لپاره وي.، ٦١.
( و کذبوا بآیتنا) : آیات د آیة جمع ده . فارسي معنا یې ده : نشان . علامه. اماره. پښتو کښې یې معنا راځي علامه، نښه. آیت هغه نښې ته وایي : چې انسان ته د یو شي لور ته لارښونه کوي
( د آیة معنا)
قرآن کښې آيت په څلور معناو استعمال شوی دی، کله فقط د علامې او نښې په معنا ؛ کله د کائناتو آثارو ته آیات ویلي شوي، ځکه د طبیعت په پدیده کښې چې هرڅه دي، هغه واقعیت ته اشاره کوي چې د دې ښکاره پردې تر شا پټ دی.
کله هغه معجزو ته آیات ویل شوي، چې الله أنبیاؤ ته ورکړي دي. ځکه چې دا معجزې په حقیقت کښې د دې نښه وه چې دا خلک" أنبیاء" د کائناتو د خالق استازي دي. کله د کتاب الله جملو ته آیات ویل شوي دي.
ځکه دا آیات نه یواځې د حق او صداقت لور ته لارښونه کوي، بلکې په حقیقت کښې هغه کتاب چې د الله تعالی له لوري راغلی، نه یوازې په خپلو مضامینو کښې، بلکې په خپل عبارت، الفاظو او متن کښې هم د هغه جلیل القدر مصنف د شخصیت د ستر والي، نښې او آثار هم په کښې په څرګند ډول احساس کیږي.
د قران په مختلفو ځایونو کښې د مخکې او وروسته ( سیاق، سباق) نه معلومېږي چې دلته د آیات یا آیةُُ معنا څه ده؟ او په کومه معنا کښې دا لفظ استعمال شوی دی؟.
( کفروا و کذبوا بايتنا) :
دا د خدای مستقل او دائمي فرمان دی چې انسان ته یې د پیدائش له پیل نه تر قیامته پورې لېږلی دی، دریمه رکوع کښې الله ترې نه په " عهد " تعبیر کړی دی،
د انسان دا کار نه دی چې په خپله خوښه ځان ته د ژوند تګلاره وټاکي، د انسان د بنده او خلیفه حیثیتونه دواړه د دې تقاضا کوي چې انسان به د خدای د ښولې شوې لارې پیروي کوي. له دې امله انسان ته د پیدائښت له پیل نه تر قیامته د الله "عهد " راغلی چې انسان یې پیروي وکړي.
د خدای د لارې د پیژندلو دوه وسېلې یا ذریعې دي. یوه داچې چا ته د خدای له خوانه وحیې راشي، یا دهغه چا پیروی وکړي چې وحیې پرې راځي لومړی صورت خو اوس ممکن نه دی، ځکه چې محمد صلی الله علیه وسلم د الله وروستی پیغمبر دی له هغه نه وروسته بل پیغمبر نه راځي، له پیغمبر نه پرته په بل چا وحې نه نازلېږي. انسان ته د هدایت یوه لار پاتې شوه، چې هغه د رسول پاک ﷺ پیروي ده، د هدایت نورې لارې اوس نشته دي.
(قرآن کښې د آدم کيسه):
قران کښې د آدم علیه السلام کیسه اووه"٧" ځایه راغلې ده.
البقرة، الاعراف، رکوع ٢۔ بنی اسرائیل، رکوع ٧۔ الکہف، رکوع ٧، طٰہٰ ، رکوع ٧۔ صٓ، رکوع ٥- الحجر.
د بائبل پیدائش کتاب ١، ٢، ٣، بابونو کښې هم دا کیسه بیان شوې، که څوک د بائبل او قران دبیان شوو کیسو مقایسه سره وکړي، هغه به په دې پوه شي چې د قران بیان ډېر پوخ، کوټلی او علمي دي او د بائبل بیان بې محتوا او بې فائدې خبرو نه ډک دی، خو دې سره سره دواړو بیانونو کښې څه ناڅه ورته والی هم ښکاري، او د تضاد نکتې هم په کښې ډېرې دي.
تلمود کښې هم د آدم د تخلیق په وخت کښې دالله او ملائکو تر منځ شوې خبرې بیان شوي دي، هغه هم له هغو معنویاتو نه خالي دی، کوم چې د قران بیان کښې تر لاسه کېږي، بلکې هلته لا دا لطیفه هم شته چې فرښتو کله له الله نه د آدم د تخلیق د مقصد په اړه پوښتنه وکړه، الله ورته و ویل: د دې لپاره یې پیدا کوم چې نیکان خلک ترې پیدا شي، تلمود وایي که الله د بدانو خلکو د پیدائش ذکر کړی وی، ملائکو به الله ته د آدم د تخلیق منظوري، نه وی ورکړې، ( نعوذبالله)[ تفهیم القران]
د دومره بې هوده خبرو په موجودیت کښې، بیا هم مستشرقين ظالمان وایي: قران له بائبل او تلمود نه اخیستل شوی. ٫٫وسیعلم الذین ظلموا اي منقلب ینقلبون،،.