18-10-2024 مولانا عبدالصبور عباسي
سورة البقرة رکوع ۵ (٤۰ - ٤٦ آیت)
يٰبَنِىۡٓ إِسرائيلَ اذكُروا نِعمَتِيَ الَّتي أَنعَمتُ عَلَيكُم وَأَوفوا بِعَهدي أوفِ بِعَهدِكُم وَإِيّايَ فَارهَبونِ. (٤٠) وَآمِنوا بِما أَنزَلتُ مُصَدِّقًا لِما مَعَكُم وَلا تَكونوا أَوَّلَ كافِرٍ بِهِ وَلا تَشتَروا بِآياتي ثَمَنًا قَليلًا وَإِيّايَ فَاتَّقونِ(٤١)
(۴۰) ای بني اسرائیلو! زما هغه نعمت چې پر تاسو مې کړی وو رایاد کړئ او ماسره خپل عهد پوره کړئ ، زه به خپل عهد تاسو سره پوره کړم او یواځې له ما نه وډارېږئ.
(۴۱) او ایمان راوړئ، په هغه کتاب چې ما نازل کړی دی ، چې تصدیق کونکی دی د هغه کتاب چې تاسو سره دی ، نو له نورو وړاندې تاسو ترې انکار کونکې ډله مه جوړېږئ. زما د آیتونو په بدل کښې لږ قیمت ٫٫د دنیا لږې ګټې،، ته ترجیح مه ورکوئ، او یواځې زما له ٫٫غضب او نافرمانۍ،، نه ځان وساتئ.
______________________________________________________________________
د ۴۰ آيت تفسير:
( یٰبني إسرائيل): د اسرائیل معنا ده، ٫٫عبدالله،، يعنې د خدای بنده. دا د یعقوب علیه السلام لقب وو، چې الله پرې ایښی وو، یعقوب د اسحاق علیه السلام ځوي او د ابراهیم علیه السلام لمسی وو، د ده نسل ته بني اسرائیل وایي، ٫٫د اسرائيل ځوځات،،
ابتدائي څلور رکوع ګانو کښې تمهیدي خطاب وو ، هلته مخاطب ټول انسانان ول ، علماء
ورته عام خطاب وايي. له دې ځای نه څوارلسمې رکوع پورې خاص خطاب دی ، دا خطاب عموما له بني اسرائیلو سره دی ، کله کله له مسیحیانو او مشرکینو سره هم خبره کېږي او ځای پر ځای مؤمنان هم پکښې مخاطب ګرځول کېږي.
کله چې موږ دا تقریر مطالعه کوو باید لاندې مواردو ته متوجه و اوسو:
۱- له دې تقریر څخه موخه دا ده چې د پخوانیو پیغمبرانو په امتونو کښې چې کوم داسې صالح کسان شتون لري چې د خیر او صلاح عنصر پکښې موجود دی، چې هغو ته هم په دې صداقت د ایمان راوړلو او په دې کار کښې د برخې اخیستو لپاره دعوت ورکړای شي ، د کوم کار لپاره چې محمد ﷺ را لېږل شوی وو.
له همدې امله دوی ته ویل کیږي چې دا قرآن او دا پیغمبر ﷺ ستاسو د انبیاوو او هغو صحیفو په څیر پیغام او کار راوړی دی کومې چې تاسو ته مخکې راغلي دي.
مخکې دا کار تاسو ته سپارل شوی وو چې خپله هم پرې روان شئ او دنړۍ نور خلک هم پرې له ځان سره روان کړئ، د نورو خلکو لارښونه خو پرېږده ، تاسو خپله په دې هدایت قائم پاتې نه شوئ ، ورځ تر بلې په خرابېدو روان شوئ ، ستاسو تاریخ او ستاسو اوسنی دیني او اخلاقي حالت ستاسو په فساد او خرابېدو ګواهي ورکوي.
اوس الله له همغه هدایت سره خپل یو بل بنده را لېږلی دی ، هغه خدمت چې تاسو ونکړای شو ، دې بل بنده ته یې سپارلی دی ، دا دعوت تاسو ته څه نا آشنا او اجنبي څېز نه دی، ستاسو خپل څیز دی ، له دې امله له علم او پوهې سره د حق مخالفت مه کوئ ، بلکې دا نوی راغلی حق ومنئ ، کوم کار چې ستاسو دکولو وو مګر تاسو ونکړ ، د همدې کار دکولو لپاره چې دا نوي خلک پاڅېدلي دي د دوی ملګرتیا وکړئ.
۲ - د دې تقریر دوهم مقصد دی:
په عامو یهودو دالله حجت قائمول؛ دې بیان کښې په واضحه توګه د دوی دیني او اخلاقي حالت د دوی مخې ته ایښودل شوی دی ، پر دوی دا ثابتېږي چې دا همغه دین دی چې ستاسو انبیاو راوړی وو ، ددې په اصولو او تعلیماتو کښې هیڅ داسې شی نشته چې د تورات له اساسي تعلیماتو سره توپیر ولري.
دوی ته دا په څرګنده توګه بیانېږي چې تاسو ته کوم هدایت درکول شوی وو ، د هغه د پیروي کولو او د هغه لور ته د لارښونې کوم منصب چې تاسو ته سپارل شوی وو ، د هغه په حق ادا کولو کښې تاسو په بشپړه توګه ناکام شوي یاست ، یعنې تاسو د هغه منصب حق ادا نه کړای شو ، د دې مدعا شواهد له داسې پېښو نه وړاندې کړای شوي دي ، چې دوی یې تردید نه شو کولی ، بیا په حق او حقیقت له پوهېدو سره سره په دسیسو ، فریبونو ، او بې ځایه بحثونو، سره یې د حق او حقانیت پر ضد کار کاوه.دې تقریر کښې د هغه چلونو د افشاء کولو هڅه هم کېږي د کومو په ذریعه چې دوی کوښښ کولو چې په څه ډول د محمد ﷺ د کار مخنیوی وکړي.
له دې څخه دا جوتېږي چې ددوی ظاهرا مذهبی کېدل یوازې یوه دوکه ده ، چې تر سیوري لاندې یې د صداقت او دیانت پر ځای د تعصب ، جاهلیت او خود غرضي کار کوي او په حقیقت کښې دوی نه غواړي چې د خیر کوم کار د په نړۍ کښې وده وکړي. په دې ډول د استدلال د بشپړولو موخه دا وه چې له یوې خوا په دې قوم ٫٫یهودو،، کښې د صالحو عناصرو سترګې پرانېستل شي او له بلې خوا د مدینې په اوسېدونکو خلکو او د
عربو په مشرکینو باندې د دغو کسانو دیني او اخلاقي اغېزې ختمې شي. بله دا چې کله دوی ته د خپل ځان حقیقت په بشپړه توګه معلوم شو، دې سره یې همت او حوصله له لاسه
ورکړه ، بیا د هغه چا په څېر ، جرائت سره د حق مخې ته د ودرېدو توان ئې له لاسه ورکړ چې ځان ورته په حقه ښکاري ، ځکه چې د چا اخلاقي کمزورۍ واضح شي د اخلاقو درواغجنه پرده ترې پورته شي هغه طبعا د مقابلې جرائت له لاسه ورکوي.
۳- په مخکنیو څلور رکوع ګانو کښې تمام انسانیت مخاطب ګرځېدلی وو ، هغوی د خدای بندګۍ ته دعوت شوي ول ، هغو ته چې کوم څه ویل شوي وو ، د هغې د عملي مثال لپاره یې یو معین قوم ځانګړی کړ ، چې د هغه قوم په داستان فکر وشي ، چې کوم قوم د خدای د لارښونو خیال نه ساتي ، هغو سره الله څه رنګ معامله کوي ، دې لپاره بني اسرائیل ځکه وټاکل شول چې له څلور زره کلونو را په دې خوا همدا یو قوم دی ، چې د نړيوالو مخې ته د عبرت ژوندۍ نمونه جوړه شوېده ، د الهي هدایت په پیروي کولو او نه کولو چې کومې منفي او مثبتې اغېزې د یو قوم په ژوند مرتب کېږي هغه ټولې منفي او مثبتې اغېزې او هغه ټول نشیب او فراز د بني اسرائیلو په عبرتناک داستان کې ليدل کېږي.
۴ - د محمد ﷺ پیروانو ته په دې تقریر کښې دا خبر ورکول کېږي چې له هغو فتنو او ګمراهیو او د انحطاط کنده کښې له غورځېدو نه څنګه ځان وساتي، چې د انبیاو علیهم السلام أمتونه په کښې پرېوتي دي، د یهودیانو عقیدوي او عملي ګمراهیو، مذهبي غلط فهمیو او اخلاقي کمزوریو ته دې بیان کښې ګوته نیول شوېده. د دې مقابل کښې د حق دین غوښتنې په واضحه توګه د مسلمانانو مخې ته ایښودل شوي دي تر څو مسلمانان له کږو لارو نه بچ او په درسته لار روان شي.
کله چې موږ دا تقریر مطالعه کوو، د پیغمبر ﷺ دا حدیث هم باید ذهن کښې وساتو چې فرمایلي یې دي: ٫٫ په الله قسم تاسو به د مخکنیو امتونو په نقش قدم روانېږئ ، که هغو د خادمۍ په سوري کې ننوتي ول ، تاسو به هم ننوځئ ، صحابه کرامو و ویل: ستاسو اشاره یهودو او نصاراو ته ده؟ پيغمبر علیه السلام و ویل: نو نور څوک؟،،.
د رسول الله ﷺ داخبره یواځې یو توبیخ نه وو ، بلکې د نبوي بصیرت په رڼا کښې هغوی په دې پوهېدل چې د انبیاوو امتونه د کومو عواملو له لارې په کومو ، کومو طرېقو ګمراه شوي دي.
د ۴۱ ایت تفسير:
( ثمنا قليلا): ٫٫لږ قیمت،، دا هغه دنیوي ګټو ته اشاره کوي چې دې خلکو د هغې له امله د الله تعالی له احکامو او لارښوونو څخه انکار کاوه. كه څوك د دنيا ټوله شتمني د حق د خرڅولو په بدل كښې واخلي بيا هم لږه بيه ده ، ځكه حق تر دې هم ډېر ارزښت لري.
د یهودو احبارو په دې مذهبي مشرۍ کښې مالي او مادي ګټې درلودې ، خلکو به ورته ډالۍ، تحفې او نذرانې راوړلې ، د خلکو د شخړو پرېکړې به یې کولې ، همدا راز د خلکو معاملاتو کښې جرګې ، مرکې او د ثالثۍ رول هم د دوى وو ، له خپل دې حیثیت نه به دوی مالي او
مادي استفادې کولې ، د دوی دا ډار درست وو: چې موږ که اسلام ومنو دا ناروا ګټې به له لاسه ورکوو ، له دې امله یې د اسلام له حقانیت نه انکار کولو تر څو عام یهودي عوام اسلام ونه مني او د دوی کاروبار روان دوان پاتې شي.
د ٫٫اٙوّٙلٙ کافِرِِ،، معنا ده: أَیْ أَوَّلَ فَرِیقِِ کافِرِِبِهِ ، يا ٫٫اٙوّٙلِ فَوجِِ کافِرِِبه،،. (لومړنۍ منکره او نه منونکې ډله)
اهل کتاب عقیده کښې اسلام ته د مشرکینو په نسبت نژدې ول ، له دې امله دوی ته ویل کېږي ، چې تاسو باید په انکار کښې د نورو نه وړاندې او مخکښ نشئ ، له تاسو نه دا توقع کېږي چې نسبتاً سنجیده عکس العمل درنه وليدل شي.
وړاندې ٫٫ ۴۰،، ایت کښې راغلل: ٫٫فارهبون،، دلته ٫٫ ۴۱،، آيت کښې راغلل "فاتقون"
د دواړو منځ کښې فرق دا دی، چې رهب دېته وایي چې له ناګوار او طبيعت ته ناساز شي نه د انسان نظر په دې وي چې ترې وتښتي ، دا د رغبت ضد توری دی، رغبت د مرغاب فيه لوري ته د قلب سفر ته وایي او تقوا دا ده چې هلته عملا څه موجود وي چې انسان ترې د ځان د بچ کولو کوښښ کوي، یعنې لومړي آیت کښې د تقوا د مبادیو د استعمال حکم وشو، دوهم ایت کښې اشاره وشوه چې د خدای عذاب قائم دی د ځان د بچ کولو په خاطر ترې کوښښ په کار دی ، اګر چې موږ د دواړه لفظونو ترجمه په ډار یا وېرې سره کوو.
تعديل ۱۲ اپريل ۲۰۲۵م
٤۲ نه آيت نه تر ٤٦ سورةبقرة.
وَلا تَلبِسُوا الحَقَّ بِالباطِلِ وَتَكتُمُوا الحَقَّ وَأَنتُم تَعلَمونَ. (٤٢) وَأَقيمُوا الصَّلاةَ وَآتُوا الزَّكاةَ وَاركَعوا مَعَ الرّاكِعينَ. (٤٣).أَتَأمُرونَ النّاسَ بِالبِرِّ وَتَنسَونَ أَنفُسَكُم وَأَنتُم تَتلونَ الكِتابَ أَفَلا تَعقِلونَ. (٤٤). وَاستَعينوا بِالصَّبرِ وَالصَّلاةِ وَإِنَّها لَكَبيرَةٌ إِلّا عَلَى الخاشِعينَ ٤٥ الَّذينَ يَظُنّونَ أَنَّهُم مُلاقو رَبِّهِم وَأَنَّهُم إِلَيهِ راجِعونَ (٤٦)
۴۲ - ٫٫حق له باطل سره مه ګډوئ او له پوهې سره سره حق مه پټوئ. ۴۳ ـ لمونځ قائم کړئ، زکوة ورکړئ او له رکوع کونکو سره رکوع وکړئ،،
۴۴ ـ ٫٫تاسو خلکو ته د نیکۍ حکم کوۍ او خپل ځانونه هېروۍ؟ په داسې حال کښې چې تاسو د کتاب تلاوت کوئ ، نو ولې له عقل نه کار نه اخلئ،،؟
۴۵ ـ ٫٫د صبر او لمانځه په ذريعه مرسته تر لاسه کړئ، دا کار دروند دی، مګر په عاجزي کونکو دروند نه دی،،.
________________________________________________________________________
د ۴۲ آيت تفسير:
په دې آیت باندې د پوهېدو لپاره په دې خبره باندې پوهېدل مهم دي چې عربان عموما بې سواد ، بې تعلیمه او أمیان ول؛ د دوی په نسبت یهودیانو کښې سواد او تعلیم زیات وو، په انفرادي توګه هم یهودو کښې داسې ستر ، ستر عالمان موجود ول چې له عربستان نه خارج
کښې یې هم شهرت ترلاسه کړی وو ، له دې امله یې په عربانو ډېر علمي رعب داب پروت وو، دې سره د یهودو مذهبي طبقې د دم درهې ، تعویذ او بندونو په وسیله هم په عربانو خپل رعب داب ته پراختیا ورکړې وه.
په عربانو کښې د مدینې خلک په ځانګړې توګه له یهودو نه ډېر متاثر ول ، ځکه په مدینه کښې د یهودو غټ ، غټ قبائل پراته ول لکه: بنو نضیر ، بنو قریظه ، بنو قینقاع او بنو بهدل، د عربانو دوی سره پراخه ناسته پاسته ، قرض ، پور او نور اجتماعي روابط ول.
طبعا یو بې سواده کلیوال ، انسان له ځان نه زیات باسواده ، تعلیمیافته ، مذهبي تشخص لرونکي او متمدن کس نه ډېر متاثره کېږي.
دې حالاتو کښې چې کله محمد ﷺ ځان د یو پیغمبر په توګه وړاندې کړ ، طبعي ده چې بې سواده عربانو به له یهودو نه د ده او د ده د راوړي تعلیم په اړه پوښتنې کولې ، مکه مکرمه کښې هم مشرکینو به له شاوخوا پراته اهل کتابو نه پوښتنې کولې او مدینه منوره کښې خو له یهودو سره ګاونډیتوب و او ناسته ، پاسته ډېره زیاته وه ، طبعا د نبي پاک ﷺ په اړه به له یهودي علماوو نه پوښتنې کېدې.
د یهودي علماوو لپاره دا سخته وه چې هغه تعلیم تکذیب کړي کوم چې نبي ﷺ د توحید، رسالت او اخرت په اړه وړاندې کړی وو، ځکه دا خو همغه تعلیمات ول چې موسىٰ او عیسیٰ علیهما السلام هم وړاندې کړي ول خو په څرګنده توګه یې د دې تعلیماتو تائید هم نه کولو، ځکه بیا خو ټول کاروبار یې ختمېده، د دې دواړه لارو تر منځ دوی دریمه لاره ونیوله چې د هر پوښتونکي په زړه کښې به یې د نبي ﷺ په خلاف ، د هغه د ملګرو په خلاف د هغه د رسالت په خلاف څه وسوسه اچوله او څه تهمت به یې په رسول ﷺ د پورې کولو کوښښ کاوه، څه داسې خبره به یې وکړه چې خلک به د محمد ﷺ په اړه په شک کښې پرېوتل، داسې پوښتنې او سوالات به یې مطرح کول ترڅو نبي ﷺ او د نبي ﷺ ملګري او عام خلک په کښې مصروف کړي ، د دوی دغه رویه وه چې له امله یې ورته ویل کېږي چې په حق د باطل پردې مه اچوئ، په خپله درواغجن پروپاګند، مضر اعتراضاتو او شبهاتو د حق د پټولو کوښښ مه کوئ او حق او باطل سره مه خلط کوئ، تر څو دنیا ته دوکه ورکړئ.
( أقيموا الصلوة و اتواالزکاة)
لمونځ او زکوة له پیل نه د اسلام د دین له مهمو ارکانو نه شمیرل شوي دي، د نورو ټولو أنبیاوو په څېر د بني اسرائیلو انبیاوو هم په پرې ډېر تأکید کړی وو، خو بني اسرائیلو د جماعت سره د لمونځ کولو فریضه ترک کړې وه، اکثرو یې انفرادي لمونځ هم نه ترسره کولو، د زکوة ورکولو پرځای یې د سود خوړل پیل کړي ول.
لمونځ د قران ، سنت او د امت د اجماع په آساس پنځه وخته. "سهار ، ماسپښین ، مازیګر، ماښام او ماسختن" فرض ګرځول شوی دی ، د سهار دوه رکعته، ماسپښین څلور رکعته، مازدیګر څلور رکعته ، ماښام درې رکعته او ماسختن څلور رکعته لمونځ په هر مسلمان نر او ښځه فرض ګرځول شوی دی.
وتر او سنت موکد له دې علاوه دي، چې سهار له فرضو نه وړاندې دوه رکعته ، ماسپښین له فرضو نه وړاندې څلور او له فرضو نه وروسته دوه رکعته، مازدیګر له فرضو نه وړاندې ځینې ممالکو کښې څلور رکعته کوي، زموږ وطن کښې یې د نفلو په حیث ځینې نیکان خلک ترسره کوي او عام خلک یې نه ترسره کوي، کولو کښې یې طبعا ثواب شته دی. ماښام کښې له فرضو نه وروسته دوه رکعته سنت مؤکد دي ، ماسختن د فرضو نه وروسته دوه رکعته سنت موکد دي او درې رکعته واجب وتر لمونځ دی، واجب عملا د فرضو غوندې دي، ترک او نه کول یې ګناه ده ، جماعت سره لمونځ تر سره کول د ځینو علماوو په نزد سنت مؤکد دي او د انفرادي لمونځ په نسبت ٢٧ درجې ډېر ثواب لري.
١- داود ظاهري وایي:
د جماعت سره لمونځ كول فرض دي، که بې له عذر نه څوک یواځې لمونځ وکړي، مونځ یې نه کېږي ، ٢ - د امام شافعی په نزد جماعت فرض کفایه ده. ٣ - د امام مالک په نزد جماعت سره مونځ کول سنت مؤکده دي. ٤ - د امام احمد په نزد جماعت واجب دی.٥- د حنفي فقهاوو مختار مسلک دا دی چې جماعت واجب دی، د سنت مؤکد قول هم حنفي فقه کښې شته دی ، هدایة باب الإمامة کښې فرمایي: الجماعة سنة مؤكدة " لقوله عليه الصلاة والسلام " الجماعة سنة من سنن الهدى لا يتخلف عنها إلا منافق.
(له رکوع کونکو سره رکوع وکړئ)
د دې مفهوم دا دی چې له مونځ ګذارانو سره یوځاي لمونځ وکړئ، رکوع د لمانځه یو مهم رکن دی دلته مراد ترېنه ټول لمونځ دی، دې کښې د جماعت لمانځه ته هم څرګنده اشاره شته ده ځکه چې یهودو دجماعت لمونځ هیر کړی وو، دلته ورته دغه نیمګړتیا په ګوته شوېده، ورته و ویل شول چې د جماعت لمونځ کوئ.
د ۴۴ آيت تفسير:
د آیت د ظاهري الفاظو نه ځینو خلکو غلطه انګېرنه کړېده ، له آیت نه دا مطلب اخلي چې که انسان کښې کومه کمزوري یا ګناه موجوده وي بل ته به د نیکۍ حکم نه کوي.
لیکن دا آیت دا مفهوم نه افاده کوي، قران دلته خلک په بدۍ او ناوړه کارونو کولو ملامته کړي دي ، دنیکۍ په حکم کولو یې نه دي ملامته کړي.
حسن بصري رحمه الله نه روایت دی: قال الحسن البصري لمطرف بن عبد الله، عظ أصحابك .. فقال: أخاف أن أقول ما لا أفعل! قال: وأينا يفعل ما يقول؛ ودالشيطان أن يظفر بهذا فلا يأمر أحد بمعروف ولا ينه عن منكر.
ژباړه: حسن بصري مطرف بن عبدالله ته و ویل:
خپلو ملکروته وعظ نصیحت کوه، هغه و ویل: هسې نه چې هغه خلکو کښې راشم چې څه وایي؛ عمل پرې نه کوي.
حسن بصري ورته و ویل: په موږ کښې کوم یو داسې دی چې په ټولو هغو خبرو عمل کوي چې یې وایي ، شیطان غواړي د دې دلیل په آساس په دې کښې کامیاب شي چې نه به څوک د نیکۍ حکم کوي او نه به له بدۍ څخه منع کول کوي.
دا درست ده چې څوک څه وعظ او نصیحت کوي باید عمل هم پرې وکړي ، خو دا احساس باید تر دې بریده ونه رسي چې د خپلې کومې کمزورۍ له امله څوک په قطعي توګه د نیکۍ حکم او له بدو څخه منع کول پرېږدي.
علماء وایي: دا په تجربه ثابته شوېده چې د کمزوریو سره سره څوک وعظ او نصیحت هم کوي ، بالاخره دده خپله اصلاح هم کېږي ، یوه ورځ یې دېته پام اوړي چې دا وایم څه او کوم څه؟ په دې توګه یې بيا الله اصلاح وکړي.
دا یهودو کښې غټ عیب وو چې د ویلو ډېر شوقیان ول خو عمل کښې یې کمزوریانې ډېرې زیاتې وې ، قران دلته د یهودیانو اصل حقیت د خلکو مخې ته کېښود او خپلې دې نیمګړتیا ته ئې متوجه هم کړل او د مسلمانانو پام یې هم دېته واړوه چې له هغو نیمګړتیاوو نه ځان وساتي چې کومو کښې له دوی نه مخکې اهل کتاب اخته شوي ول.
د ۴۵ آيت تفسير:
مخکې په ځينو سختو نيکيو باندې ورته امر وشو چې کول یې څه آسانه کار نه وو ، اوس ورته وائي: که د نیکۍ په لاره باندې په تګ کښې د ستونزو احساس وکړئ ، نو د دې ستونزو درملنه صبر او لمونځ دی ، دا دوه شیان به تاسو ته هغه ځواک درکړي چې دا لاره به درته اسانه کړي.
د صبر لغوي معنیٰ کنترولول، او تړل دي او له دې نه مراد د ارادې هغه ځواک ، د عزم هغه پوخوالی او د نفس د غوښتنو هغه کنترول دی چې د هغه په واسطه انسان کولی شي چې دنفساني ترغیباتو او بيروني مشکلاتو په مقابل کښې مسلسل هغه څه وکړي چې د هغه زړه او وجدان یې غواړي او خوښوي.
فارسي د لغت کتابونو کښې د صبر معنا:
صبر در لغت به معنای حبس ، خود داری و شکیبایی در مقابل امور به کار می رود و در اصطلاح نگاهداشت خویش از بی تابی ، گلایه ، شِکوه و شکایت است.
در فرهنگ اسلامی و قرآنی صبر عبارت است از خویشتن داری و کنترل خود نسبت به چیزی که شرع و عقل از آن بازمی دارد. د الله پاک د حکم هدف دا دى چې دغه اخلاقي کیفیت ته په خپل ځان کښې وده ورکړئ او له بهر څخه د قوي کولو لپاره يې لمونځ ادا کړئ.
( د إنها د ضمير مرجع):
۱- ځینو ضمیر ٫٫ها،، صلوة ته راجع کړی ۲- ځينو صبر او صلوة دواړو ته، په دې ترتيب چې د لمانځه د شان د عظمت له امله ضمير ظاهر کښې صلوة ته راجع شوی خو مراد صبر او صلوة دواړه دي ۳- ځینو ټولو مخکنیو ياد شوو اوا مرو او نواهيو ته راجع کړی.
قاضي بيضاوي وايي:
{وَإِنَّهَا }: أي وإن الاستعانة بهما أو الصلاة وتخصيصها برد الضمير إليها، لعظم شأنها واستجماعها ضروباً من الصبر أو جملة ما أمروا بها ونهوا عنها.
صبر درې قسمه دی:
۱ - له معصيت نه صبرکول ۲ - د خدای په بندګۍ او اطاعت صبر کول ۳ - د جهاد ميدان کښې د خدای د دښمنانو په مقابل کښې صبر او ثبات ښکاره کول. ځينو علماوو ويلي: له صبر نه مراد په دې آيت کښې روژه ده.
د نبي پاک ﷺ عادت دا وو چې کله به پرې مشکلات راغلل لمونځ ته به ورتلل ، دعا کښې به یې خپل حاجت الله ته وړاندې کولو.
ځينو علماوو ويلي: له صلوة نه مراد دعاء ده ځکه عربي کښې صلوة د دعاء په معنا هم راځي ، خو لکه څنګه چې دا آيت يهودو سره د خبرو ، اترو په سلسله کښې نازل شوی نو دا په دې دلالت کوي چې دلته له صلوة نه مراد لمونځ دی ځکه چې يهودو لمونځ ضائع کړی وو، دلته یې په احیاء کولو تأکید کېږي.
(خشوع):
له خشوع نه مراد هغه قلبي سکون ، عاجزي او انکسار دی چې د الله دعظمت او د خپل ځان د ضعف له تصور نه انسان کښې پيدا کېږي ، دې په نتیجه کښې انسان ته عبادت کول اسانه کېږي ، کله په بدن هم د دې خشوع آثار ظاهرېږي چې هغه بیا مات زړی ، مؤدب او متواضع ښکاري ، که زړه کښې حقیقتاََ د خدای وېره او تواضع نه وي که ظاهراََ انسان څومره با ادب او متواضع ښکاره شي دېته خشوع نه ويل کېږي.
(د خشوع د آثارو اظهار):
د خشوع د آثارو قصدا اظهار کول هم دین کښې ښه نه دیدي ګڼل شوي ، عمر رضی الله عنه يو ځوان وليده چې سر يې ټيټ نيولی ناست وو، ورته یې و ويل: سر پورته کړه خشوع زړه کښې کښې وي ، د ابرهیم نخعي رحمه الله وينا ده: چې د ځيګ ټوکر اغوستل ، ناقص طعام
خوړل او د سر ټيټولو نوم خشوع نه ده ، خشوع دا ده چې د حق معامله کښې د خان او غريب سره يو رنګ سلوک وکړئ او الله چې درباندې څه فرض کړيدي د هغې په ادا کولو کښې زړه الله ته فارغ کړې.
د حسن بصري روايت د ی چې حضرت عمر به کله وهل کول کلک وهل به يې کول ، چې تلل به یې کول، ګړندی به تللو ، چې خبره به يې کوله خلکو به ښه اورېده يعنې په زوره خبره به يې کوله او بېشکه چې هغه له خشوع کونکو نه وو ، یعنې هغه خپلو کړنو کښې د اظهار او
ښونې لپاره د خشوع اظهار نه کولو. لنډه دا چې په خپل قصد او اختيار د خاشعينو غوندې شکل او ايکټينګ کول د شیطان او نفس دوکه او ناکاره کار دی ، عموما ریاره کار خلک دا ایکټونه کوي.
( معارف القرآن له قرطبي نه)
د خشوع لفظ اصل کښې د غږ او نظر د ټيټ والي ، د تذلل او عاجزي معنا ورکوي، خو چې دا کار مصنوعي نه بلکې کله چې د قلبي خوف او تواضع په نتيجه کښې وي، قرآن وايي: و خشعت الاصوات للرحمن (طه-١٠) ( غږونه ټيټ شول د رحمن له وېرې) او دخضوع تعلق د بدن له تواصع سره دی.(فَظَلَّتْ اَعْنَاقُهُمْ لَهَا خٰضِعِيْنَ) (الشعراء - ٤) ٫٫د هغو غاړې ورته ټيټې شوې،،.
(مونځ کښې د خشوع حيثيت):
قرآن کې له غفلت نه جدي منع راغلې ده، الله فرمايلي: أقم الصلوة لذکري او غفلت د ذکر سره متضاد دی، نو څوک چې لمانځه کې له الله نه غافل وي، ګويا ده د الله د يادولو فریضه نه ده سرته رسولې.
قرآن دا هم وايي: (وَلَا تَكُنْ مِّنَ الْغٰفِلِيْنَ) ( الاعراف: ٢٠۵) .(او ته له غافلانو نه مه کېږه.) د پيغمبر عليه السلام وينا ده: چې لمونځ تمسکن او تواضع ده. د دې ظاهري مطلب دا دی چې کله تمسکن او تواضع زړه کښې نه وي، نو هغه لمونځ هم لمونځ نه دی. بل حدیث کې راغلي دي چې د چا لمونځ هغه د بې حیایۍ او بدیو څخه نه منع کوي، هغه د الله جل جلاله څخه ليرې کېږي او طبعي ده چې د غافل لمونځ هغه له بدی څخه نه شي منع کولی، معلومه شوه چې غفلت سره لمونځ کونکی مسلسل له الله سره لیرې کېږي.
امام غزالي د دغه ايتونو او حديثونو او نورو رواياتو په رڼا کښې ويلي دي: چې د دې دلائلو غوښتنه دا ده چې له خشوع نه پرته لمونځ بايد فاسد و بلل شي.
هغه وائي: د سفیان ثوري، حسن بصري، او د معاذ بن جبل رضی الله عنه مذهب همدا وو، ليکن جمهور فقهاء او محدثينو خشوع د لمانځه دصحت لپاره د شرط په مرتبه کښې نه ده منلې ، خو خشوع ئې د لمونځ روح او جوهر منلې او فقط د تکبير تحريمه په وخت کښې حضور او خشوع یې شرط کړېده ، باقي لمونځ کښې که خشوع نه وي فقهي لحاظ باندې د جمهورو په نزد د لمونځ د فساد حکم لګول درست نه دي ، د دې لامل دا دی چې علم فقه د انسان د ظاهري اعمالو نه بحث کوي ، خشوع د زړه عمل دی ، فقهاء دا موضوع نه څېړي، چې اخرت کښې د کوم عمل څومره ثواب دی، د مونځ کومه برخه کښې چې خشوع نه وي په طبعي توګه يې ثواب ختمېږي یا کمېږي ، مهمه دا ده چې بې خشوع لمونځ په اخرت کښې د قبول او عدم قبول له خطر سره ضرور مخامخ کېږي ، له دې امله د خشوع معامله کښې باید محتاط اوسو.
( معارف القران )
تعديل: ۱۲ اپريل ۲۰۲۵
د ۴۶ آيت تفسير:
يعنې لمونځ ګران او دروند کار دی مګر په خاشعينو دروند او ګران نه تمامېږي کوم چې دا عقيده لرې چې موږ له به یوه ورځ له خپل رب سره مخامخ کېږو. دغه ډول خلکو ته لمونځ او د الله تعالی عبادت ګران نه بلکې خوند ترې اخلي.
( یظنون):
ظن دلته د علم او يقين په معنا استعمال شوی دی، ځکه چې غالب ګومان( ظن) ايمان نه دی، نه د آخرت د نجات لپاره کفايت کوي، ظن د ايمان، علم او يقين په معنا قرآن کښې هم استعمال شوی دی.
(ملقو ربهم):
ملاقات د الله د رؤیت او ليدو په معنا دی او که نه?
ځواب دادی چې ملاقات د الله د ليدو معنا نه ورکوي، ځکه دغه لفظ د کفارو لپاره هم استعمال شویدی او کفار ته خو د الله دیدار ممنوع دی. اخرت کښې د الله ليدل شتون او لري، ممکن دی او هم واقع.