18-10-2024 مولانا عبدالصبور عباسي
سورة البقرة رکوع ٦ (٤٧ - ۵۹ آیت)
٤٧ نه تر ٤۹ سوره بقره.
يا بَني إِسرائيلَ اذكُروا نِعمَتِيَ الَّتي أَنعَمتُ عَلَيكُم وَأَنّي فَضَّلتُكُم عَلَى العالَمينَ.( ٤٧).
وَاتَّقوا يَومًا لا تَجزي نَفسٌ عَن نَفسٍ شَيئًا وَلا يُقبَلُ مِنها شَفاعَةٌ وَلا يُؤخَذُ مِنها عَدلٌ وَلا هُم يُنصَرونَ. ( ٤٨ ).
وَإِذ نَجَّيناكُم مِن آلِ فِرعَونَ يَسومونَكُم سوءَ العَذابِ يُذَبِّحونَ أَبناءَكُم وَيَستَحيونَ نِساءَكُم وَفي ذلِكُم بَلاءٌ مِن رَبِّكُم عَظيمٌ }[ البقرة:(٤٩)
( خاشعين) هغه خلک دي چې پوهېږي، چې دوی له خپل رب سره، مخامخ کېدونکي دي او دوی د هغه لور ته رجوع کوونکي دي.(۴۶). ای د اسرائیل ځوځاته! زما هغه نعمتونه هم راپه زړه کړئ، چې پر تاسو مې پېرزو کړي ول او تاسو ته مې د هغه وخت په ټولو خلکو فضيلت درکړی وو.(۴۷).
او د هغې ورځې له (سختيو) نه و وېرېږئ! چې يو نفس له بل نفس نه (د الله د عذاب څه برخه) نه شي دفع کولی او شفاعت هم ترې نه قبلېږي او فديه هم ترې نه اخستل کېږي او مرسته هم ورسره نه شي کېدای.(۴۸). او هغه وخت یاد کړئ! چې موږ تاسو ته له فرعو نیانو نه نجات درکړ، تاسو ته یې ناکاره، عذاب درکول، ستاسو ځامن یې ذبح کول او ستاسو لوڼې به یې ژوندۍ پرېښودې او په دې کښې د الله له طرفه ستر آزمائش وو.(۴۹).
__________________________________________________________________________________
د ۴۶ آيت تفسير:
يعنې لمونځ ګران او دروند کار دی مګر په خاشعينو دروند او ګران نه تمامېږي کوم چې دا عقيده لرې چې موږ له به یوه ورځ له خپل رب سره مخامخ کېږو. دغه ډول خلکو ته لمونځ او د الله تعالی عبادت ګران نه بلکې خوند ترې اخلي.
( یظنون):
ظن دلته د علم او يقين په معنا استعمال شوی دی، ځکه چې غالب ګومان( ظن) ايمان نه دی، نه د آخرت د نجات لپاره کفايت کوي، ظن د ايمان، علم او يقين په معنا قرآن کښې هم استعمال شوی دی.
(ملقو ربهم):
ملاقات د الله د رؤیت او ليدو په معنا دی او که نه?
ځواب دادی چې ملاقات د الله د ليدو معنا نه ورکوي، ځکه دغه لفظ د کفارو لپاره هم استعمال شویدی او کفار ته خو د الله دیدار ممنوع دی. اخرت کښې د الله ليدل شتون او لري، ممکن دی او هم واقع.
د ۴۷ آيت تفسير:
دا هغه وخت ته اشاره ده چې د نړۍ په ټولو قومونو کې یوازې بني اسرائیل داسې قوم وو، چې د الله تعالی له لوري د حق علم یې درلود او د نړۍ د ټولو ملتونو امامت او قیادت دوي ته سپارل شوی وو،
چې نړۍ به د مالِک خُدای لور ته رابلي او په دې لاره به یې له ځان سره روانوي.
دالله سنت دادي چې انسانانو کې يو کس د نبوت لپاره انتخابوي او په قومونو کې يو قوم دې لپاره غوره کوي، چې د خدای پيغامونه نړۍ ته ورسوي او ځان د ماډل په توګه وړاندې کړي.
ځکه انسان له تيوري نه ډير په ماډل پسې زر په خوښه او په آسانه روانېږي، خو کله چې بني اسرائيلو خپله دنده په درسته توګه سر ته ونه رسوله، د دیندارۍ غوښتنې يې تکمیل نکړې.
د خدای د پيغمبرانو مقابل کې ودرېدل، بلکې هغوی يې و وژل، د خپلې ديني دندې د سر ته رسولو پر ځای يې مال، دنيا او دنياوي شهرت او عزت ته ډېره توجه وکړه، الله تعالی هم د نړۍ له قیادت او سيادت نه محروم کړل، اوس الله د محمد ﷺ امت ته دا منصب سپارلی دی.
(و کذلک جعلناکم امة وسطا لتکونوا شهداء علی الناس)
له دې تمهيد او لږ نصیحت نه وروسته الله تعالی هغه نعمتونه يو يو بيانوي، چې پر دوي يې کړي ول.
د ۴۸ آيت تفسير:
دلته د قیامت د ورځې سختيو ته اشاره شوېده، هغه په دې توګه چې هلته د الله له فضل پرته به د خلاصون ټولې لارې چارې بندې وي.
د عربانو دا عادت وو چې د بندي د خلاصون لپاره یې لومړی کوښښ دا کوه چې دهغه کس مسؤليت به چا په خپل سر واخيست ضامن به یې وګرځېده، دلته دا ويل شوي: چې آخرت کې څوک د چا د جرم مسؤليت نه شي تحمل کولی، د هر چا پېټی به د هغه کس په خپل سر وي، لکه قرآن وايي:
٫٫لاتزر وازرة وزر أخری،،. د لاتجزي نفس عن نفس. فارسي معنا ده: بی نیاز نمی کند - کفایت نمی کند (مشکلی را رفع نمی کند).
هدف دا دی چې اخرت کې څوک چاته ګټه نه شي رسولی، د خدای عذاب ترې نشي دفع کولی،له کوم مشکل نه یې نشي خلاصولی، څوک د چا د جرم مسؤليت په خپله غاړه نشي اخيستی،نه يې ضمانت کولی شي.
(و لايقبل منها شفاعة):
د دې دوه ترجمې کېدای شي، ۱ - چې منها کښې ضمير عاصي ( ګنهګار) نفس ته راجع شي، ٫٫د مجرم نفس په اړه به شفاعت نه منل کېږي،،. په دې صورت کښې بيا له مجرم نفس نه مراد کافر نفس دی. ۲ - يا ضمير "نفسُُ" ته راجع دی. ٫٫د هيڅ نفس نه به د مجرم لپاره شفاعت نه قبلېږي.
(ولا يؤخذ منها عدل) :
٫٫نه به اخيستل کېږي له مجرم نفس نه فديه،،. دلته ضمير په واضحه توګه "نفسا" ته راجع دی.
دلته ضمير په واضحه توګه "نفسا" ته راجع دی.
(ولاهم ينصرون):
٫٫نه به له مجرمانو سره مرسته وکړی شي،، د مثال په توګه چې کوم زورور کس يا قبیله راشي په زور يې خلاص کړي.
(شفاعت او قران):
کله قرآن شفاعت مطلقا نفې کوي، چې قیامت کښې شفاعت نشته دی، لکه دې ايت کښې چې وینو.
او کله د شفاعت باره کښې مثبت خبره کېږي يعنې چې شفاعت شته دی. د دې دواړه قسمه ايتونو تطبیق د
دا دی:
لومړی: کومو ځاینو کښې چې شفاعت نفې شویدی هدف یې دادی چې دکفارو په حق کښې شفاعت نشته دی، د کافر او مشرک شفاعت څوک نه شې کولی. دوهم: داچې د خدای له إذن او اجازې پرته هيڅوک د چا شفاعت نه شي کولی.
( د مسلمان لپاره شفاعت):
هغه مسلمان چې د توحيد، رسالت او اخرت منلو په عقيده مړ شوی وي ٫٫د ايمان حالت کې مړ شوی وي، د دغه شان کس حق کښې د الله د اجازې نه وروسته د شفاعت ګنجايش شته دی.؟
(اجازه دوه اړخه لري):
لومړۍ اجازه د شافع لپاره ده، معنا داچې شفاعت کونکی د الله له اجازې پرته د چا شفاعت نه شي کولی.
دوهم د مشفوع لپاره يعنې د چا چې شفاعت کېږي د هغه په اړه به هم له الله نه لومړی اجازه اخيستل کېږي. د مثال په توګه: کله چې الله تعالی رسول پاک ته د کوم مشخص کس یا ډلې، په اړه د شفاعت اجازه ورکړي بیا شفاعت کولی شي، له اجازې پرته پيغمبر د چا شفاعت نشي کولی.
تر څو الله د يو مشخص کس يا ډلې په اړه د شفاعت اجازه نه وي ورکړي، څوک دچا شفاعت نه شي کولی، ځکه چې الله تعالی د دنيا د بادشاهانو په څېر نه دی، چې د چا په اړه معلومات ونه لري او خلک يې د هغه په اړه راپور ورکړي.
هغه د هرچا په اړه کافي معلومات لري، د چا بريف کولو ته اړتيا نه لري، له دې امله د هغه دربار کښې چې د چا په اړه شفاعت کېږي، لومړی له هغه نه دهغه شخص یا ګروپ په اړه اجازه اخيستل کېږي، له اجازې وروسته بیا شفاعت صورت نیسي، که الله دهغه په اړه خبره اورېدل ونه غواړي، څوک خبره نه شي کولی.
(د يهودو او مشرکينو عقيده):
د شفاعت په اړه يهودو، مشرکينو او ځينو جاهلو مسلمانانو ته دا سوء تفاهم پیدا شوی دی، چې اولیاء، انبياء او نيکان خلک د الله په وړاندې د هر ډول خلکو د شفاعت کولو واک لري، چې هر څوک وغواړي په الله يې بخښلی شي او الله د هيڅ چا باره کښې د دوی سپارښتنه نه ردوي.
د شفاعت دغه رنګ منونکو، د الله نه د اجازې مسئله له نظره غورځولې ده، فقط همدومره پوهېږي چې محمد ﷺ يا شهداء او علماء به زموږ شفاعت کوي، د شفاعت لپاره چې کوم شرائط چې قرآن ذکر کړيدي هغو ته پام نه کوي.
دغه رنګ مجاملات او غلطې انګیرنې بيا په عقيدې او عمل کښې ستونزې پيدا کوي.
ما په شخصي توګه د ځينو خلکو نه د شفاعت په اړه داسې خبرې اورېدلي دي چې جواز نه لري، د مثال په
توګه یوه ويلې: زموږ سره هيڅ غم نشته رسول اکرم عليه السلام مو په خدای بخښي، دهغه له عذاب نه مو بچ کوي.
د قرآن د حافظانو د شفاعت باره کښې چې کوم ضعیف حدیث راغلی، هغه حديث هم درست نه تشريح کېږي، کوم شرائط چې حديث کښې یاد شوي دي هغې ته هم پام نه کېږي.
مشهوره ده چې يو حافظ به دکورنۍ د لسو غړو شفاعت کوي، خو حدیث کښې دې لپاره څه شر طونه هم یاد شوي دي.
هغه حديث چې د حافظ د شفاعت په اړه وارد شوی، ترمذي فضائل القرآن کښې روايت کړی دی:
- عن علي بن أبي طالب، قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: «من قرأ القرآن واستظهره، فأحل حلاله، وحرم حرامه أدخله الله به الجنة وشفعه في عشرة من أهل بيته كلهم قد وجبت له النار».
په نوموړي روایت د ترمذي تبصره:
[هذا حديث غريب لا نعرفه إلا من هذا الوجه وليس له إسناد صحيح، وحفص بن سليمان أبو عمر بزاز كوفي يضعف في الحديث.]
د صحت او ضعف مسئله که پرېږدو بیا هم په حديث کښې مهم شرط دا بیان شوی دی چې د قرآن هغه حافظ د شفاعت حق لري، چې د قران د حلالو او حرامو خيال هم وساتي يعنې د قرآن په تعليماتو عمل کونکی حافظ وي. ترمذي د دې روایت سند کښې يو راوي ضعيف هم ګنلی دی.
قرآن د عمل لپاره راغلی دی بې له عمله یواځې د حفظ له امله يو حديث کښې هم د شفاعت خبره نه ده
راغلې. دغه غلطو انګېرنو په مسلمانانو کښې د عمل په اړه پاملرنه کمه کړېده.همدا راز ډېری، عقائد،
خيالت، افکار ، توهمات او د نصوصو غلط تشریحات د دې باعث شويدي، چې مسلمانان یې په عملي کمزوریو کې اخته کړيدي.
څوک د شفاعت په طمعه کښینول شوی دی، خو د شفاعت مسئله ورته نه تشريح کېږي. چا د حافظ جي لمن کلکه کړېده چې که خير وي دا د جنت لنډه لار ده، خو چا ورته نه دي ويلي: چې هغه حافظ به شفاعت کوي،ع چې په قرآن عمل هم کولي، هر حافظ ترې مراد نه دی او نه هر حافظ د شفاعت حق لري.
(قرآن د شفاعت په اړه څه وايي):
قُل لِّلَّهِ الشَّفَاعَةُ جَمِيعًا ۖ لَّهُ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۖ ثُمَّ إِلَيْهِ تُرْجَعُونَ ﴿٤٤ الزمر﴾
٫٫ورته و وايه: شفاعت ټول د الله په واک کښې دی، هغه د ځمکو او آسمانونو دبادشاهۍ خاوند دی، بیا به ټول دهغه لور ته واپس کېږۍ،،.
دلته وايي د شفاعت واک الله سره دی، څوک په خپله خوښه د چا شفاعت نه شي کولی،
وَلَا يَمْلِكُ الَّذِينَ يَدْعُونَ مِن دُونِهِ الشَّفَاعَةَ إِلَّا مَن شَهِدَ بِالْحَقِّ وَهُمْ يَعْلَمُونَ ﴿٨٦ الزخرف﴾
٫٫هغه معبودان چې دوی يې رابلي، د شفاعت واک نه لري، مګر هغه چې دحق ګواهي يې کړې وي او هغوی پوهېږي،،. دلته د دوی له معبودانو نه شفاعت نفې شوی دی.
وَكَم مِّن مَّلَكٍ فِي السَّمَاوَاتِ لَا تُغْنِي شَفَاعَتُهُمْ شَيْئًا إِلَّا مِن بَعْدِ أَن يَأْذَنَ اللَّهُ لِمَن يَشَاءُ وَيَرْضَىٰ ﴿٢٦ النجم﴾
٫٫آسمانونو کښې څومره ډېر ملائک دي، چې د هغو شفاعت لږه غوندې ګټه هم چاته نه شي رسولی، مګر وروسته له دې چې ا لله چا ته اجازه وکړي او ترې راضي شي،،.
دلته وايي، (چې يواځې بوتان نه) بلکې ملائک هم د الله له أذن نه پرته شفاعت نه شي کولی.
په دې موضوع نور نصوص هم شته دي چې دا غلطې انګېرنې یې تردید کړيدي.
د ۴۹ آيت تفسير:
له دې ځای نه مسلسل تر څو رکوع ګانو پورې دوه شیان د بني اسرائیلو مخې ته وړاندې کېږي، یو هغه انعامات چې الله په بني اسرائیلو کړي ول، هغه ورته یو یو مخې ته راولي او دوهم: د دوی چې د ناقدرۍ او ناشکرۍ کومه رویه وه هغه هم د دوی مخ ته راولي چې یوې خوا ته زموږ پېرزوینو ته وګورئ، له بلې خواته خپلو نافرماني او نا شکري ته وګورئ.
هغه مشهور او معروف واقعات دلته دویته یادېږي چې د دوى غټ او واړه ترې ټول خبر ول، انکار یې ترې نه شو کولی.
د آل فرعون ژباړه موږ په "فرعونیانو" کړېده، دې کښې شاهي کورنۍ ، د فرعون لښکر ، پولیس او حکومتي مامورین ټول شامل دي.
(بلاء) : ازمیښت ته ویل کېږي. يعنې دې کښې د الله ازمیښت دا وو چې هغه د دوی صبر او حوصله وګوري او داچې په دوی د دې ازمیښت څه مثبتې او منفي اغېزې پرېوځي، ځکه د یو قام یا امت اصلي جوهر او د ژوند مثبت او منفي اړخونه په ازمیښت کې څرګندېږي او دا ازمیښت چې د فرعونیانو د ظلم
نه د دې معجزانه نجات په بدل کښې د دوی د شکر ګذارۍ او قدر دانۍ ظرفیت څومره دی؟ او دوي د شکر څه قسم رویه خپلوي او که د خدای نا شکره بندګان جوړېږي.
په دې هم پوهېدل په کار دي چې امتحان کله په سختیو کښې اخیستل کېږي او کله په آسایشونو او نعمتونو کښې.
د سورةالبقرة د ۵۰ - ايت نه ۵۵ - آیت.
{ وَإِذ فَرَقنا بِكُمُ البَحرَ فَأَنجَيناكُم وَأَغرَقنا آلَ فِرعَونَ وَأَنتُم تَنظُرونَ } (٥٠) وَإِذ واعَدنا موسى أَربَعينَ لَيلَةً ثُمَّ اتَّخَذتُمُ العِجلَ مِن بَعدِهِ وَأَنتُم ظالِمونَ } (٥١). ثُمَّ عَفَونا عَنكُم مِن بَعدِ ذلِكَ لَعَلَّكُم تَشكُرونَ } (٥٢). وَإِذ آتَينا موسَى الكِتابَ وَالفُرقانَ لَعَلَّكُم تَهتَدونَ } (٥٣). وَإِذ قالَ موسى لِقَومِهِ يا قَومِ إِنَّكُم ظَلَمتُم أَنفُسَكُم بِاتِّخاذِكُمُ العِجلَ فَتوبوا إِلى بارِئِكُم فَاقتُلوا أَنفُسَكُم ذلِكُم خَيرٌ لَكُم عِندَ بارِئِكُم فَتابَ عَلَيكُم إِنَّهُ هُوَ التَّوّابُ الرَّحيمُ }[ البقرة: (٥٤) وَإِذ قُلتُم يا موسى لَن نُؤمِنَ لَكَ حَتّى نَرَى اللَّهَ جَهرَةً فَأَخَذَتكُمُ الصّاعِقَةُ وَأَنتُم تَنظُرونَ. (٥٥)
او هغه وخت یاد کړئ، چې سمندر مو ستاسو لپاره څېرې کړ، نو تاسو ته مو نجات درکړ او فرعونیان مو ډوب کړل او تاسو دا هر څه کتل.(۵۰) او کله چې موږ له موسی سره د څلویښت شپو ورځو قرارداد وکړ، بیا تاسو د هغه له تګ نه وروسته، خوسکی معبود جوړ کړ او تاسو (هغه وخت) ظالمان واست.(۵۱).
بیا مو درته له دې ( ګناه) نه وروسته بخښنه وکړه، د دې لپاره چې شکر ګذار جوړ شئ.(۵۲). او دا هم په یاد کښې راولئ! [چې کوم وخت تاسو دا ظلم کولو] او موږ موسی ته کتاب او فرقان ورکړ، تر څو تاسو نېغه لار ومومئ.(۵۳). کله چې موسى خپل قوم ته و ویل: ای قومه! بیشک تا سو په خپل ځانونو ظلم کړی دی، چې خوسی مو په الوهيت نیولی دی، نو توبه وکړئ خپل خالق ته او ځانونه ووژنئ، دا درته ستاسو د خالق په نزد ښه ده، هغه به درباندې خپل رحمت سره را وګرځي، بیشک هغه توبه قبلونکی او رحم کونکی دی.( ۵۴) او کله چې تاسو و ویل: ای موسی! موږ ستا خبره نه منو ترڅو الله ښکاره ونه وینو، نو بیا تاسو آسماني صاعقې ونیولۍ او تاسو کتلې.(۵۵).
________________________,_________________________________________________________
د ۵۰ آيت تفسير:
دا د هغه وخت پېښه ده چې کله موسی علیه السلام او ټول بني اسرائیل له مصر نه په ګډه و وتل، د موسىٰ علیه السلام موخه دا وه چې خپل قام او امت د جزیره نماء سینا کښې په دښته کښې د طور په لمن کښې دېره کړي، د دوی او هدف تر ترمنځ بحر قلزم حائل وو، دوی سره دا تشویش وو چې له بحر نه به څنګه تېرېږو؟ الله په معجزانه توګه بني اسرائیل له بحر نه تېر کړل، بحر کښې ورته وچې لارې جوړې شوې، دوی په هغو لارو له بحر نه تېرل شول.
د ۵۱ آيت تفسير:
( اربعين ليلة):
دا د هغه وخت خبره ده چې کله بني اسرائیل جزیره نماء سینا کښې دېره شول، موسی علیه السلام الله جل جلاله د طور غره ته وغوښت چې د شریعت څه قوانین ورته ورکړي، چې بني اسرائیل د هغې په رڼا کښې خپل سیاسي، اجتماعي او اخلاقي ژوند تنظیم کړي.
کله چې موسىٰ بابا طور ته لاړ، بني اسرائیل د سامري په فتنه کښې واقع شول، د خوسکي عبادت یې پیل
کړ. دلته دوی ته وایي چې له یوې خوا زه لګیا ېم تاسو ته د هدایت قانون درلېږم، د هغې لپاره مې ستاسو پیغمبر طور ته دعوت کړی، له بلې خوا دومره عجله کښې تاسو د خوسکي پرستش پیل کړ، د موسی علیه السلام راتګ ته مو هم انتظار ونه کړ، د شرک غوندې په عظیم ظلم کښې مو ځان اخته کړ.
د مصر قبطي او شاو خوا قبائلو کښې د ګوساله پرستۍ مرض ښه ډېر وو، بني اسرائیل د خپل انحطاط په دوره کښې د حاکم قوم له تهذیب نه متاثره شوي ول، دوی کښې هم د ګوساله پرستۍ، مرض پیدا شوی وو.
( واعدنا),: واعدنا او وٙعدنا کښې د معنا په لحاظ تفاوت شته دی، موږ ځکه د واعدنا ژباړه کې د قرارداد توری لیکلی دی، واعدنا دوه اړخیز تړون ته وایي. د موضوع په اړه د تقابلي مطالعې لپاره د بائبل د خروج کتاب ۲۴ باب نه تر ٣٢ پورې وګورئ.
د ۵۲ آيت تفسير:
د بني اسرائیلو ګناه دا وه چې کله موسی عليه السلام د هداياتو اخيستلو په انتظار کښې څلویښت شپې
طور کې دېره وو، دوی د سامري ملعون د سازش له کبله د خوسکي عبادت کښې اخته شول، دا کړنه عملي شرک وو، خو بيا هم الله د دوی توبه ومنله، د توبې تفصیل همدې سورت کښې لږ وروسته ٢٤ ایت کښې را روان دی.
د شکر ګذار جوړېدو مفهوم دا دی چې د دومره سترې ګناه له معاف کېدو وروسته توقع کېدای شوه چې تاسو به د دومره لوی احسان دومره ممنون او شکر ګذار شۍ چې بیا به د ګناه او نافرمانۍ فکر هم نه کوۍ.
دلته باید دا شک څوک ونه کړي چې معاذ الله د خدای توقع غلطه ثابت شوه چې دوی بیا له دې وروسته هم نافرمانۍ وکړې.
په دغه شان مواقعو د دغه رنګ الفاظو معنا دا وي، که يو عام کتونکی دا دومره ستر جرم او بيا يې معاف کول و ويني، هغه به دا و انګيري چې دې خلکو سره دومره ستره ښېګڼه وشوه، که دوی احسان او ښېګڼه پېژني کله به هم د دومره مهربان ذات د نافرمانۍ فکر هم ونه کړي، بلکې دهغه اطاعت به د احسان مندۍ او شکر ګذارۍ د احساس د لاندې په ډېره مينه مسلسل وکړي.
د ۵۳ آيت تفسير:
فرقان هغه شي ته ویل کېږي، چې دهغه په وسیله د حق او باطل فرق ښکاره کېږي. پښتو کښې ورته
هم معیار ویلی شو، دلته له فرقان نه مراد د دین هغه علم دی چې د هغې په وسیله انسان د حق او باطل تر منځ فرق کولی شي. په همدې آساس قران ته هم الفرقان ویلی شوی دی: [سورةالفرقان لومړنی ایت].
آسماني کتابونه په همدې موخه نازلېږي، چې انسان ته حق او باطل څرګند کړي او انسان ته داسې علم او فهم ورکړي، چې د ژوند په مختلفو اړخونو کښې دحق او باطل تمیز پرې کولی شي.
د ۵۴ آيت تفسير:
داخبره موسی علیه السلام، هغه وخت خپل قوم ته کړېده، کله چې د تورات د لیکل شوو تختو سره له طور نه را واپس شو او ګوري چې د بني اسرائیلو څه خلک، د خوسکي په عبادت کولو سره بې لارې شوي دي
( ځان و وژنئ):
د وژنو صورت دا وو چې کومو خلکو د خوسکي عبادت کړی، هغه باید و وژل شي، دا کار همداسې وشو د خوسکي د ځینو عبادت کونکو له وژلو وروسته (الله ته علم دی، چې څومره به وژل شوي وي) د قوم توبه بالعموم د الله له اړخه قبوله شوه. ختم شد.
د ۵۵ آيت تفسير:
دا د هغه وخت خبره ده، چې کله بني اسرائیلو د خوسکي عبادت وکړ، موسی علیه السلام له طور نه راغی او له دغه ناکاره حالت سره مخامخ شو. دلته د مفسرینو دوه قوله دي. لومړی د محمدبن اسحاق قول دی: محمد بن اسحاق وایي:
موسی علیه السلام له ځان سره د بني اسرائیلو مشران واخیستل، چې د خوسکي له عبادت نه الله ته معذرت وکړي، دوی د الله خبرې له موسی علیه السلام سره واورېدې، خو بیا یې تعنتاََ [ له ضدنه] سوال وکړ چې موږ تر هغې ستا په خبرو باور نه کوو ، تر څو الله مخامخ [ښکاره] ونه وینو، د دې ناروا غوښتنې له امله دوی آسماني صاعقې ونیول او مړه شول بیا د موسی علیه السلام په دعاء الله بېرته ژوندي کړل، داسې ژوندي کېدل چې یو بل ته یې کتل چې څنګه را ژوندي کېږي.
دا وروسته له هغې ژوندي شول چې موسی علیه السلام وژړل، دعاء یې وکړه: چې ای الله! زه بني اسرائیلو ته څه ځواب و وایم چې د قوم اویا [ ٧٠] مشران یې په یو ځای تاسو مړه کړل.
دوهم قول د مفسر السُدي وایي:
دی واېي کله چې بني اسرائیلو توبه وکړه او د خوسکي د عبادت کونکو کافي تعداد و وژل شول، له دې وروسته، الله موسی علیه السلام ته و ویل: چې د قوم له اویا [ ٧٠] مشرانو سره طور ته راشه چې د بني اسرائیلو مشران د خوسکي له عبادت کولو نه معذرت وکړي، کله چې دوی طور ته لاړل، هلته یې موسی سره د الله کلام واورېده، خو د الله د مخامخ [ ښکاره] لیدو غوښتنه ئې وکړه، بیا دوی آسماني صاعقې ونیول مړه شول، بیا د موسی علیه السلام په دعاء او زارۍ بېرته الله ژوندي کړل.
(پوښتنه):
له مرګ نه وروسته بیا ژوند خو د قیامت په ورځ وي، دلته څنګه له قیامت نه وړاندې ژوند منځ ته راغی او شرعي تکلیف پرې ساقط نه شو، ځکه چې چا ته حقائق څرګند شي، د هغه ایمان د مجبوریت ایمان وګرځي، د امتحان خبره بیا ختمه او مرفوع وګرځي.
ځواب دا دی چې دا مرګ د معذب کولو او عقوبت په خاطر و، طبعي موت نه و، دلته دویته د پردې له شا حقائق نه دي څرګند شوي، چې ایمان یې اضطراري وګرځي، او تکلیف ترې رفع شي، ځینې وایي: دا حقیقي مړينه نه وه، یوه نوع غشې غوندې وه، چې په مرګ ترې تعبیر شویده، ځکه ډېر کرته مصعوق [ صاعقه وهلی] کس ژوندی وي مړ نه وي. علامه الوسي وایي:
ومن الناس من قال: كان هذا الموت غشياناً وهموداً لا موتاً حقيقة قد يكون مصعوقا وهو حي غير ميّت (روح المعاني)
(صاعقه) :
ځینو ویلي له صاعقې نه مراد مرګ دی، خو پر دې قول نيوکې شوي. ځینې بیا هره آسماني بلا او آفت
صاعقه ګڼي، که هغه هر شکل کښې وي، د دوی په خیال دلته صاعقه مرګ نه بلکې د مرګ سبب ګرځېدونکی شی دی. ابن جریر وایي:
وأصل " الصاعقة " كل أمر هائل رآه [المرء] أو عاينه أو أصابه - حتى يصير من هوله وعظيم شأنه إلى هلاك وعطب, وإلى ذهاب عقل وغمور فهم أو فقد بعض آلات الجسم - صوتا كان ذلك أو نارا , أو زلزلة أو رجفا.
[ابن جریر]
( د موسیٰ حالت):
په موسی علیه السلام د دغې صاعقې له امله مرګ نه وو طاري شوی، ځکه دهغه په اړه د " اٙفٙاقٙ" لفظ استعمال شوی او د بني اسرائیلو په اړه د " بعث" صیغه استعمال شوېده، او بعث د مرګ نه وروسته ژوندي کېدو ته وائي.
(د خدای د رؤیت مسئله):
معتزله د دې آیتونو په استناد دنیا او اخرت کښې د خدای لیدل ناممکن بولي، اهلسنت دواړو کښې د خدای لیدل ممکن ګڼي، لیکن د نیا کښې د خدای د نه لیدلو په اړه داعقيده لري چې چاته واقع شوی نه دی او نه واقع کېږي.
له ۵۶ نه تر ۵۹ پورې سورت بقره.
{ ثُمَّ بَعَثناكُم مِن بَعدِ مَوتِكُم لَعَلَّكُم تَشكُرونَ }(٥٦) وَظَلَّلنا عَلَيكُمُ الغَمامَ وَأَنزَلنا عَلَيكُمُ المَنَّ وَالسَّلوى كُلوا مِن طَيِّباتِ ما رَزَقناكُم وَما ظَلَمونا وَلكِن كانوا أَنفُسَهُم يَظلِمونَ }(٥٧). وَإِذ قُلنَا ادخُلوا هذِهِ القَريَةَ فَكُلوا مِنها حَيثُ شِئتُم رَغَدًا وَادخُلُوا البابَ سُجَّدًا وَقولوا حِطَّةٌ نَغفِر لَكُم خَطاياكُم وَسَنَزيدُ المُحسِنينَ.(٥٨). فَبَدَّلَ الَّذينَ ظَلَموا قَولًا غَيرَ الَّذي قيلَ لَهُم فَأَنزَلنا عَلَى الَّذينَ ظَلَموا رِجزًا مِنَ السَّماءِ بِما كانوا يَفسُقونَ.(٥٩).
بیا مو له مرګ نه وروسته تاسو را ژوندي کړۍ، شاید تاسو شکر وکړئ.(۵۶). او ورېځ موپر تاسو سیوری کړه او نازل مو کړل پر تاسو مَنْ او سلوی.[ درته مو حکم وکړ] چې له هغه پاکیزه شیانو نه چې موږ درکړي خورئ، دوی په موږ ظلم نه دی کړی، لکن دوى په خپل ځانونو مسلسل ظلم کړی دی.(۵۷) او کله چې موږ
ويلي ول: دې کلي ته داخل شئ، نو د دې کلي له حاصلاتو نه مو چې څنګه/ چیرته خوښه وي پرېمانه
وخورئ. او د ښار په دروازه سجده کونکي داخل شئ ٨٠ او و وایاست: حِطَّةُُ ٨١ ٫٫ ای الله! ګناهونه مو معاف کړه،، موږ به ستاسو ګناهونه و بخښو او نیکي کونکو سره به لا زیاتې ښېګڼې وکړو.(۵۸)
نو په بدل کښې واخیسته ظالمانو یوه بله خبره غیر له هغې نه چې دوی ته ویل شوې وه.
نو له اسمان نه مو په هغه کسانو عذاب نازل کړ، چې ظلم یې کړی وو. دا سزا وه د هغو سرغړونو چې دوی کولې.
__________________________________________________________________________________
د ۵۶ آيت تفسير:
له مرګ نه مراد هغه مرګ دی، چې د صاعقې په نتیجه کښې منځ ته راغلی و.ځینو ورته د پرغز او غشې حالت ویلی دی، دا يې د حقیقي مرګ په توګه نه دی تسلیم کړی او جمهور ورته مرګ یا موت وایي: ځکه چې قران پرې د موت اطلاق کړی دی او بله دا چې د دوی پاڅولو ته یې د ٫٫بعثناکم،، لفظ استعمال کړیدی، د بعث لفظ اګر چې له ژوندې کولو پرته نورې معناوې هم لري، لکن دلته د موت مقابل کښې استعمال شوی، له دې امله مفسرینو ترې د ژوندي کولو معنا اخیستې ده.
سورةبقرة ٥٧ ایت.
{ وَظَلَّلنا عَلَيكُمُ الغَمامَ وَأَنزَلنا عَلَيكُمُ المَنَّ وَالسَّلوى كُلوا مِن طَيِّباتِ ما رَزَقناكُم وَما ظَلَمونا وَلكِن كانوا أَنفُسَهُم يَظلِمونَ }[ البقرة: ٥٧ ]
او سیوری مو کړه په تاسو وریځ او نازل مو کړل پر تاسو- مَنْ او سلوی.[ درته مو حکم وکړ] چې له هغه پاکیزه شیانو نه چې موږ درکړي خورئ، دوی په موږ ظلم نه دی کړی، لکن دوى په خپل ځانونو مسلسل ظلم کړی دی.
________________________
د ۵۷ آيت تفسير:
دا دهغه وخت پېښې دي، چې دوی کله له مصر نه و وتل، جزیره نماء سینا کښې میشت شول، هلته ډېره ګرمي وه دوی تحمل کولی نه شوه، ځکه دوي مهاجرین ول، کوټې او خېمې یې نه درلودې له موسی علیه السلام نه یې وغوښتل چې د دې مشکل د حل لار ورته الله پیدا کړي، د موسی علیه السلام له دعاء نه وروسته الله پرې وریځ سیوری کړه.
د خوراک د مشکل حل دا شو چې الله ورته ٫٫مَنْ، رالېږل، من د ګشنیز د دانو په شان یو قسم دانې وي، هغه به دوی اوړه کولې او ډوډۍ به یې ترې پخښوله، سلوی د مړزانو په شان مرغان ول هغه به یې د الله د حکم په آساس په آسانۍ سره نیول او بیا به یې پخول او خوړل، دا خوراک دوی ته څلویښت کلونه مسلسل ورکول شو. کله چې دوی له دې دښتې نه و وتل، له هغې نه وروسته دا رزق پرې بند شو، دا د دوی غوښتنه هم وه.
بني اسرائیل جزیره نماء سینا کښې د دوه میلونو تعداد کې دېره ول، دوی کې ځینې هغه خلک هم شامل ول، چې د نسب له مخې بني اسرائیل نه ول، خو د بني اسرائیلو په انبیاؤ یې ایمان راوړی وو.
د دې ټولو نعمتونو مقابل کښې د بني اسرائیلو رویه د تشکر، احسان مندۍ او قدردانۍ نه وه، بلکې مسلسل نافرمانۍ یې عادت ګرځېدلی و، تر دې چې د ٫٫مَن،، او سلویٰ په اړه یې هم مناسبه رویه نه وه غوره کړې بلکې د ذخیره کولو کوښښ به یې کولو، کوم چې د الله د حکم څرګند مخالفت وو.
په ننۍ نړۍ کې د وسایلو د ډېر والي سره سره په یوه دښته کښې د دوه میلونو مهاجرینو سنبالښت ګران کار دی، لیکن د موسی علیه السلام قابلیت او زیرکتیا او د الله د مرستې له امله دا دومره ستر مشکل الله
آسانه کړ. بني اسرائیلو ته په یوه دښته کې د ښه بشري تنظیم او ترتیب سره، د هغو مادي او معنوي ضرورتونه لکه سیوری، اوبه، خوراک، تعلیم او تربیه موسی علیه السلام په ښه توګه آماده کړل.
لکه څنګه چې د بني اسرائیلو یو بل نبي "یوسف علیه السلام" د قحط په وخت کښې د خپل قابلیت جوهر ښکاره کړی وو. د مکمل تفصیل لپاره:
بائیبل: کتاب خروج، باب ١٦۔ گنتی، باب ١١، آیت ٩-٧ و ٣٢-٣١ و یشوع، باب ٥۔ آیت ١٢)
د ۵۸ آيت تفسير:
(هذه القرية):
له دې کلې" القریة" نه مراد کوم ځای دی، په قطعي توګه په دې اړه موږ څه نه شو ویلی. داهم د هغه وخت خبره ده چې بني اسرائیلو په جزیره نماء سینا کښې د مهاجرت شپې ورځې تېرولې.
جمهور مفسرین له دې کلي نه "شِطّیم" نومی کلی مراد اخلي، دا کلی د اردن سیند په مشرقي ساحل کښې یَرِیحُو ته مخامخ پروت وو. بائیبل وایي:
دا منطقه د موسی علیه السلام د ژوند اخري شپو ورځو کښې بني اسرائیلو فتح کړې و، خو هلته یې ډېر ناکاره کارونه وکړل، چې په نتیجه کښې پرې وبا نازله شوه، ٢٤ زره یې په کښې مړه کړل.
"اردو بایبل: ګنتي باب ٢٥ ایت ١- ٨ پورې"
(ادخلوا الباب سجدا):
یعنې د ښار په دروازه د جابر او ظالمو فاتحینو غوندې تکبر او غرور سره مه ننوځئ، بلکې له خدای نه ویرېدونکو فاتحینو غوندې عاجزانه او منکسرانه شان سره په دروازه داخل شئ، لکه نبي پاک محمد ﷺ چې د مکې د فتحې په ورځ سجده کونکی او په عاجزانه توګه مکې مکرمې ته داخل شوی وو.
او ټولو ته یې د عامې معافۍ اعلان هم وکړ.
(وقولوا حِطّٙة) د حطة د وینا دوه مفهومه دي:
یو داچې له خدای نه د خپلو تقصیراتو او ګناهونو معافي وغواړئ.
دوهم: داچې په فتح شوي ښار کښې د ظلم، چورچپاول او عام قتل په ځای خلکو ته د معافی اعلان کولو سره داخل شئ، خلکو ته معافي وکړئ، په چا ظلم ونکړئ.
لغوي تحلیلات:
د"رغدا" معنا: واسعاً. أو كثيراً. أو هنيئاً لا عناء فيه. فارسي معنا يې ده: فراوان، گسترده و گوارا. است.
نومعنا شوه: ډېر، پراخ او خوندور.
دا لفظ قران کښې درې ځله استعمال شوی دی: سورة البقره - ٣٥ او ٥٨ ایت- سورة النحل ١١٢ ایت.
________________________
د ۵۹ آيت تفسير:
دوی ته ویل شوي ول، چې کله د مفتوح ښار په دروازه ننوځۍ ٫٫حِطٍةُُ،، و وایاست.د ځینو روایاتو مطابق دوی د حطة پر ځای "حِنطٙةُُ" و ویل.
دا خبره مفسرینو لیکلې ده، خو دابه هلته درست ومنل شي، چې عِبَرى ژبه کښې هم غنمو ته حنطة و ویل شي، حنطة په عربۍ کښې غنمو ته وایي، خو د عبراني ژبې موږ ته پته نشته.
خو اجمالي مفهوم دومره اخیستلی شو چې دوی د خدای د امر پیروی ونکړه، د کوم لفظ امر چې ورته شوی وو، هغه یې تبدیل کړو، بلکې بلکل متضاد الفاظ یې و ویل او کړنه یې هم د یو ظالم او مغرور فوځ غوندې وه، ځکه خو پرې عذاب نازل شو.
(په دين کښې د الفاظو تغيير):
دین کښې ځینې الفاظ، کلمات او دعاګانې داسې دي چې چاته په کښې د تغییر واک نشته لکه د اذان او اقامت کلمات، د لمانځه دعاګانې، د رکوع او سجدې تسبیحات، التحیات، سبحانک اللهم، دعای قنوت او داسې نور، اګر چې د دې پر ځای داسې کلمات استعمال شي، چې همدغه مفهوم ورکوي، ځکه کله شریعت کې د مفهوم سره د کلماتو او عباراتو رعایت کول هم ضروري وي.
قران هم د لفظ او معنا دواړو نوم دی، که د قران شریف مفهوم په نورو الفاظو او عباراتو څوک ولولي، دا د قران لوستلو مرتبه کښې جنه حسابېږي، نه ورته شرعا د قران تلاوت ویل کېږي.
پاتې شو د حدیثو روایت که هلته مفهوم پرځای پاتې شي او الفاظ داسې تبدیل شي چې پر مفهوم فرق نه پرېوځي د جمهورو محدثینو به نزد جائز دي، خو غوره یې همدا ګڼلې چې د حدیث خپل هغه اصلي الفاظ نقل شي.
"تفصیل: تفسیر قرطبي او معارف القرآن".۵۵ نه تر ۵۹