سورة البقرة رکوع ٧ (٦٠ - ٦١ آیت)

18-10-2024    مولانا عبدالصبور عباسي


سورة البقرة رکوع ٧ (٦٠ - ٦١ آیت)


 وَإِذِ استَسقى موسى لِقَومِهِ فَقُلنَا اضرِب بِعَصاكَ الحَجَرَ فَانفَجَرَت مِنهُ اثنَتا عَشرَةَ عَينًا قَد عَلِمَ كُلُّ أُناسٍ مَشرَبَهُم كُلوا وَاشرَبوا مِن رِزقِ اللَّهِ وَلا تَعثَوا فِي الأَرضِ مُفسِدينَ. (٦٠). {  وَإِذ قُلتُم يا موسى لَن نَصبِرَ عَلى طَعامٍ واحِدٍ فَادعُ لَنا رَبَّكَ يُخرِج لَنا مِمّا تُنبِتُ الأَرضُ مِن بَقلِها وَقِثّائِها وَفومِها وَعَدَسِها وَبَصَلِها قالَ أَتَستَبدِلونَ الَّذي هُوَ أَدنى بِالَّذي هُوَ خَيرٌ اهبِطوا مِصرًا فَإِنَّ لَكُم ما سَأَلتُم وَضُرِبَت عَلَيهِمُ الذِّلَّةُ وَالمَسكَنَةُ وَباءوا بِغَضَبٍ مِنَ اللَّهِ ذلِكَ بِأَنَّهُم كانوا يَكفُرونَ بِآياتِ اللَّهِ وَيَقتُلونَ النَّبِيّينَ بِغَيرِ الحَقِّ ذلِكَ بِما عَصَوا وَكانوا يَعتَدونَ. (٦١)


او کله چې موسی خپل قوم ته اوبه وغوښتې، نو موږ ورته و ويل: په خپله عصا (لکړه) تيګه و وهه (کله یې چې تيګه و وهله) نو  له تېګې نه دولس چينې روانې شوې ، یقینا وپېژنده هرې قبيلې، خپل  ګودر  ( موږ و ويل) خورئ، څکئ د الله له رزق نه او مه جوړېږئ ځمکه کښې فساد کونکي.(۶۰).

او ياد کړئ هغه وخت! چې تاسو و ويل: ای موسی! موږ په يو قسم خوراک صبر نو شو کولی. نو ته له خپل
رب نه وغواړه چې موږ ته د ځمکې حاصلات سابه، ترکاري، بادرنګ، ترې، هوږه، نشک او پياز را زرغون کړي. هغه و ويل: ايا ادنیٰ شیان د غوره شي په عوض کې غوره کوۍ؟ کوز شئ ښار ته نو یقینا تاسو ته هلته هغه څه چې  یې غواړۍ شتون لري او مسلط کړای شو  په دوی ذلت، دا د دې پايله وه چې دوی د الله له اياتونو نه انکار کاوه او انبياء په ناحقه وژني.   او دا د دوی د نافرمانيو پايله وه او د دې چې دوی د شریعت له حدودو نه تجاوز کولو.(۶۱).


د ٦٠ آيت تفسير:

  د الله دا نعمت چې له تيګې نه دویته دولس کلنې کاري شوې، هغه وخت بني اسرائیلو ته ورکول شو، کله چې دوی د سینا جزيره کښې د مهاجرت شپې ورځې تېرولې، همدلته دوی په طبعي  توګه د اوبو له کموالي سره مخ شوي ول، نو له موسی عليه السلام نه یې د دعاء غوښتنه وکړه،  چې الله دوی ته اوبه پرېمانه کړي.هغه تيګه اوس هم د سیناء جزیره نما کې شته ده، سیاحان يې تماشې ته ورځي،


(الحجر) :
دا اشاره کومې مشخصې تيګې  ته وه، که مراد عامه تيګه وه؟  د علماوو له ژباړو نه دواړه مفهومونه  اخيستلی کېږي.

(دولس چينې) :
دوی دولس قبیلې وې هرې قبيلې ته يوه روانه چينه ځانګړې شوه، تر څو خپلو کښې په اوبو جنګ ونکړي، ځکه اکثر جنګونه د وسائلو د کم والي له امله منځ ته راځي، الله دوی ته رزق او اوبه پریمانه ورکړې چې د جنګ جګړې اسباب منتفي شي.

( اناس): ډلګۍ ، قبیله. (مشرب): مشرب د اوبو څکلو  او اوبو اخيستلو ځای ته وايي، پښتانه ئې ګودر بولي.

د ٦١ آيت تفسير:

بني اسرائيل جزیره نماء سینا کې له يو نوع خوراک ( من او سلوی) نه ستړي شو، يا د صحرا له ژوند نه ماړه شو، موسی عليه السلام ته يې و ويل:  موږ په يو نوع خوراک صبر نه شو کولی، الله نه وغواړه چې موږ ته د ځمکې حاصلات پيدا کړي، لکه، سبزي جات، ترې، بادرنګ، هوږه، نشک ( يو نوع دال) راپيدا کړي، چې موږ ترې خپل خوراک برابر کړو. ځواب کې ورته و ويل شو چې د اعلی څيز په عوض کې ولې د ادنی شي غوښتنه کوئ. که خامخا دا خوراکونه  غواړئ بيا کوم ښار ته لاړ شئ هلته دا شيان په طبعي توګه تر لاسه کولای شئ.
دلته دا پوښتنه پيدا کېږي چې د دوی دا غوښتنه ناروا وه که نه؟ امام رازي وايي: دا غوښتنه ګناه نه وه، دوی د خپل  د ذوق موافق خوراک غوښتنه کړې وه، شرعا دا ګناه نه ګڼل کېږي، پاتې شو دا سوال چې کوم  رزق ورته د الله له خوا مقرر شوی وو، دوی ولې نه خوښوه ځواب دادی چې دا ورته درست ده چې الله مقرر کړی وو، خو دا شرعا پر دوی واجب نه وه چېرفقط همدا به خوري.

ديوې پوښتنې ځواب:

د ايت اخر کښې چې دا ويل شوي چې د وی باندې مسکنت او ذلت مسلط شو او د خدای په غضب اخته شول، د دې سزاګانو  لامل او سبب  د متنوع  خوراکونو  غوښتنه نه وه، بلکې  لامل يې قرآن خپله څرګند کړی چې هغه د الله له آيتونو نه انکار ، د انبياؤ وژل او د خدای له حدودو نه تجاوز او همدا راز  نور ګناهونه دي.

ځينو د آيت تفسير کې ويلي : چې کوم شي ته اعلی او ادنی ويل شوي هغې کې فقط خوراک ته اشاره نه ده، بلکې د دې   يو قسم  خوراک تسلسل  د صحرايي ژوند  لازمه وه  او صحرايي ژوند د دې لپاره وو چې د بني اسرائيلو  نوي نسل ته اسلامي تربیه ورکړل شي تر څو ژوند يې په اسلام برابر شي، د فرعونيانو د غلامۍ له جراثیمو نه  هم پاک شي، او د  فلسطين ځمکه د اسلام له دښمنانو نه ازاده کړي او  د اسلام دعوت هم هلته خپور کړي، دا هغه لوړ مقاصد وو چې د هغې د لاس ته راوړلو لپاره دوی دلته دېره کړل شوي ول، دلته دوی ته د دوی د غوښتنې ځواب کښې  و ويل شو دا  اعلی او لوړ هدف  پرېږدۍ اود نفسونو  ادنی  غوښتنو پسې روانېږۍ.

*- لغات:
بقل : هغو ټولو شنو بوټو ته وايي چې د انسان د خوراک وړ وي، لکه پالک، ورخاړی، پنیرک، سٙوٙکۍ، شفتل، ګندنه، نېچی، سلايي، ترميره، چولۍ ، يعنې هر نوع سابه او ساګ. قثاء : بادرنګ ، تره ،  خیار.
فومها: فوم هوږې ته وايي او غنمو ته هم. عدس: د دالو يو قسم دی موږ ورته نشک يا نسک او کته خلک ورته مسور وايي. بصل: پياز ته وائي.

ورته مطالب
+