18-10-2024 مولانا عبدالصبور عباسي
سورة البقرة رکوع ٨ (٦٢ - ۷۱ آیت)
إِنَّ الَّذينَ آمَنوا وَالَّذينَ هادوا وَالنَّصارى وَالصّابِئينَ مَن آمَنَ بِاللَّهِ وَاليَومِ الآخِرِ وَعَمِلَ صالِحًا فَلَهُم أَجرُهُم عِندَ رَبِّهِم وَلا خَوفٌ عَلَيهِم وَلا هُم يَحزَنونَ } (٦٢). وَإِذ أَخَذنا ميثاقَكُم وَرَفَعنا فَوقَكُمُ الطّورَ خُذوا ما آتَيناكُم بِقُوَّةٍ وَاذكُروا ما فيهِ لَعَلَّكُم تَتَّقونَ.[ البقرة: ٦٣
بیشکه کومو خلکو چې( په خوله) ايمان راوړی او هغه چې يهوديان شويدي، نصاریٰ او صابئین (په دوی) کښې چې څوک هم په الله او اخرنۍ ورځ ايمان راوړي او نيک عمل وکړي، نو د هغو اجر د هغو د رب په وړاندې ورته شته دی او د داسې خلکو لپاره به په (اخرت کې) څه ډار نه وي او نه به دوی غمجن کېږي.
او هغه وخت (یاد کړئ) چې له تاسو څخه مو مضبوطه وعده واخیستله او ستاسو په سرونو مو طور (غر) پورته کړ [او ومو ویل] هغه څه چې موږ تاسو ته درکړي دي (د تورات احکام) په قوت ٫٫جديت،، سره ئې واخلئ او هغه څه په یاد ولرئ چې په هغه کې دي. شاید په دې ذريعه تاسو پرهیزګار جوړ شۍ »
د ٦٢ آيت تفسير:
دلته یوه پوښتنه پيداکېږي، چې ديهودو، عيسايانو او صابیانو په اړه خو داخبره درسته ده چې که دوی په الله او اخرت ايمان راوړي او نيک کارونه وکړي آخرت کې به ورته اجر ورکول کېږي او ويره او غم به هم پرې نه وي، خو دلته د ايت سر کې د ٫٫إن الذين امنوا،،خبره هم شوېده، دايمان راوړونکو د بيا ايمان راوړلو څه معنا جوړېدی شي؟ ځکه ترجمه يې دا جوړېږي : کومو خلکو چې ايمان راوړی دی .................چې کومو په دوی کې ايمان راوړ. دا جمله یو قسم بې مفهومه ښکاري،
د دې ځواب علامه زمخشري دا کړيدی چې «د الذين امنوا» نه مراد هغه تش په نامه مؤمنان دي چې يواځې په خوله یې ايمان راوړی دی، ايمان یې زړه ته نه دی ښکته شوی، په نورو الفاظو مراد ترېنه منافقان دي، مراد ترې سوچه او مخلص مؤمنان نه دي.
او ځينو علماؤ فرمايلي دي: چې اصلاً دې ايت کې د يهوديانو د يوې غلطی دعوې ترديد مطلوب دی، دوی به ويلي: چې له موږ پرته بل څوک جنت ته نه شي تللی د اخرت د کور راحت او کاميابي يواځې موږ ته ځانګړې شوې ده، د دې باطلې إدعا په ترديد کې دا ويل شوي چې د اخرت د کور کاميابي د ریښتوني ايمان او صالح عمل سره تړل شوېده، که ریښتوني ايمان او صالح عمل هر څوک ولري، هغه به هلته کامياب وي، دا کاميابي د کومې ځانګړې قبيلې، قام او کورنۍ لپاره مخصوص نه ده، د دې تفسیر په آساس د «ان الذين امنوا» نه منافقان مراد اخيستل ضرور نه دي.
دلته دا اشتباه پيدا کېږي چې د دې ايت د تفسیر له مخې بيا خو د يهودو او نصاراؤ د بخښنې چانس هم پيدا کېدای شي؟ د دې ځواب دادی چې قرآن او رسول اکرم صلی الله عليه وسلم باندې له ايمان نه پرته د درست او ریښتوني ايمان تصور هم نه شي کېدای، له دې امله د يهودو او نصرانيانو ايمان د سره معتبر نه دی، ترڅو يې په نبي اخرالزمان ايمان نه وي راوړی.
(يهود):
يهود د هغه خلکو لپاره استعمالېږي چې د موسی عليه السلام پيروان ول، خو د بني اسرائيلو بل جليل القدر پيغمبر عيسیٰ بن مريم عليه السلام نه يې انکار وکړ، له همدې ورځې کافران وګرځېدل.
( نصارا ) : د نصارا توری د عيسی بن مريم منونکو ته استعمالېږي، که هغه له اسرائيلي نسله ځنې وي او که نه.
دوی په ډېرو نومونو يادېږي لکه: عيسويان، مسيحيان او کرسچين هم ورته وايي، دوی کې ډېری فرقې دي، چې ارتهودکس، کهيتولک او پروټسټنټ په کې مشهورې دي او ګردې فرقې یې کافران دي.
(صابئين) :
دا يوه طائفه کفار ول، خو د عقائدو په اړه يې دقيقه معلومات نشته، ځينې يې د ستورو عبادت کونکي ګڼي، څوک وايي: دا د يحيي عليه السلام امت وو، ځينې وايي: څه خبرې يې د ابراهيم عليه السلام له تعليماتو نه اخيستې وې بيا هغې کې هم ترې تحريفات شوي ول. ځينې وايي:
ديانة الصابئة هي أحد الأديان الإبراهيمية وأتباعها من الصابئة يتبعون أنبياء الله آدم، شيث، إدريس، نوح، سام بن نوح، يحيى بن زكريا وقد كانوا منتشرين في بلاد الرافدين وفلسطين، ولا يزال بعض من أتباعها موجودين في العراق كما أن هناك تواجد للصابئة في إقليم الأهواز في إيران إلى الآن ويطلق عليهم في اللهجة العراقية «الصبّة»
دا د ابراهيمي ادیانو نه یو دين دی، پيروان يې د آدم ، شیث ، ادریس، نوح، سام بن نوح او يحيي بن زکريا ته ځانونه منسوبوي، د رافدينو وطن او فلسطین کې خپاره ول، ځينې پيروان يې لا تر اوسه عراق او د ايران د اهواز منطقه کې هم شته دي، عراقيان ورته خپله لهجه باندې ٫٫صبٌة،، وايي.
د ٦۳ آيت تفسير:
دا واقعه قرآن کې ځای په ځای په اجمالي توګه بیان شوېده، د پېښې کيفيت او تفصيلات يې نه دي بیان شوي. په سورة اعراف کښې هم ورته اشاره شوېده. (سورة الأعراف - ايت: (۱۷۱).
اهل کتابو هم پرې اعتراض نه دی کړی، نه يې د دې پېښې ترديد کړی، له دېنه دا څرګندېږي چې د قرآن د د قرآن د نزول د وخت اهل کتابو ته داپېښه د خپلو مراجعو له مدرکه ښه معلومه وه. نو د ٫٫أبهِموا مٙا أبْهمهُ اللهُ،، ( څه چې الله مبهم پرېښي همغه شان يې پرېږدئ) د قاعدې له مخې موږ هم په کې ډېرو تفصيلاتو ته نه داخلیږو.
په چا د غره پورته کول الله ته ګران نه دي، که دا ګران او ناممکن وي نو د انسان په نسبت به ناممکن وي، يو مخصوص تفکر لرونکي خلک د خالق او مخلوق د قدرت توپير نه مني، کوم کار چې انسان ته ناممکن وي هغه ورته د الله له اړخه هم ناممکن ښکاري، همدا د دې خلکو د ګمراهۍ ستر لامل ګرځېدلی او په همدې اساس له ډېرو معجزو نه هم انکار کوي. خالق او مخلوق د قدرت تر منځ ستر توپير موجود دی، کوم کار چې مخلوق د هغې د سرته رسولو تصور هم نه شي کولی، الله ته هغه کار ترسره کول ډېر آسانه وي.
( د دين په منلو کښې جبر):
دلته يوه پوښتنه ممکن پيداشي، هغه داچې دا يوه مسلمه قاعده ده چې د دين منلو کې جبر او اکراه نشته ده، خو د لته موږ وينو چې د دين منلو په اړه په بني اسرائيلو جبر او اکراه کېږي.
د دې ځواب دادی چې يو د دين منل دي بل د دين له منلو نه وروسته د احکامو عملي کول دي ، د دين منلو کې په چا جبر او إکراه نشته ده (لا إکراهٙ في الدينِ). ليکن د احکامو عملي کولو کې د قوت استعمال شرعا شته دی ممنوع نه دی، مثلآ بيلمانځ ، روژه خور، قاتل، سارق، غاصب ته سزا ورکول شرعا درست دي، د دنيا ټول قوانين داسې دي چې څوک قوانين ماتوي په طبعي توګه حکومتونه هغه دېته اړ کوي چې د قانون پيروي وکړي، د تخلف په صورت کښې سزا هم ورکوي، دلته هم دغه رنګ مسئله مطرح ده، بني اسرائیل له پخوا نه مسلمانان ول، خو د قوانينو عملي کولو کې یې سستي کوله، له دې امله د دغه رنګ ويرونې سره مخ شول تر څو د قوانينو پيروي او اطاعت ته په جدي توګه آماده شي.
(و اذکروا مافيه):
٫٫ يعنې هغه احکام چې په کښې دي، هغه زده کړئ او په ياد يې وساتئ هېر يې نه کړئ،،
یاد ساتل په دې ترتيب کېږي، چې دکتاب الله احکام انسان د خپل شخصي او کورني ژوند برخه وګرځوي، حکومت ترې د ملک قانون جوړ کړي، د تعليمي نصاب برخه يې وګرځوي، د راديو ، تلويزيون او رسنيو نه يې خپور کړي، متخلفينو ته سزا ورکړي، عمل کونکو ته مکافات ورکړي او هم د حاکمانو د ژوند برخه وګرځي، همدا راز ملت يې په خپلو ملي او قومي قضایاوو او ولسي او قومي پرېکړو کښې عملي او جاري کړي، علماء يې درس تدریس وکړي، شاګردان يې په شوق زده کړي، دا يې د یاد ساتلو لارې چارې دي. ختم شد آيت ۶۳.
٦٤ - ٦٧ ايت سورةالبقرة:
ثُمَّ تَوَلَّيتُم مِن بَعدِ ذلِكَ فَلَولا فَضلُ اللَّهِ عَلَيكُم وَرَحمَتُهُ لَكُنتُم مِنَ الخاسِرينَ.( ٦٤). وَلَقَد عَلِمتُمُ الَّذينَ اعتَدَوا مِنكُم فِي السَّبتِ فَقُلنا لَهُم كونوا قِرَدَةً خاسِئينَ. (٦٥).فَجَعَلناها نَكالًا لِما بَينَ يَدَيها وَما خَلفَها وَمَوعِظَةً لِلمُتَّقينَ. (٦٦).وَإِذ قالَ موسى لِقَومِهِ إِنَّ اللَّهَ يَأمُرُكُم أَن تَذبَحوا بَقَرَةً قالوا أَتَتَّخِذُنا هُزُوًا قالَ أَعوذُ بِاللَّهِ أَن أَكونَ مِنَ الجاهِلينَ.(٦٧)
خو له دې {ټولو پېښو او تعهداتو } وروسته تاسو له خپل تعهد څخه مخ وګرځاوه، نو که د خداى فضل او رحمت پر تاسو نه واى، خامخا به له تاوانيانو څخه ګرځېدلي وۍ.(۶۴)
او يقينا تاسو ته د هغه خلکو (کيسه) معلومه ده، چې د سبت قانون یې مات کړی وو، نو موږ ورته و ويل: چې خوارې او رټل شوې بیزوګانې جوړې شئ.(۶۵). نو موږ دا عذاب د هغه وخت د خلکو او راتلونکو نسلونو لپاره عبرت او د متقيانو لپاره نصیحت و ګرځاوه.( ۶۶). او (هغه پېښه یاد کړئ ) کله چې موسی خپل قوم ته وویل: "الله تاسو ته د غوا د حلالولو امر کوي." هغوی وویل: ایا ته په موږ ملنډې وهې؟ موسىٰ (ع) وويل: زه له الله تعالىٰ نه پناه غواړم چې له جاهلانو څخه شم. (مسخرې کول خو د جاهلانو کار دى).
د ٦٤ آيت تفسير:
بني اسرائيل د دومره سترو معجزو ليدلو او تعهداتو وروسته هم پوره متوجه نه شول، خپل عمل يې درست نه کړ، تعهدات يې مات کړل ځکه ورته ويل کېږي، چې د خدای له عذاب نه ستاسو د بچ کېدو اسباب ستاسو اعمال نه دي، بلکې د هغه فضل او رحمت باعث شوی چې ستاسو مشران او تاسو د هغه له عذابونو نه په امن کې او له تاوان او بشپړې تباهۍ نه بچ پاتې شوي ياست . ختم شد.
د ٦٥ آيت تفسير:
بني اسرائيلو ته دا امر شوی و، چې د هفتې په ورځ به يواځې عبادت او ارام کوئ، حتی چې دوی له ډوډۍ او اينګولي پخولو نه هم منع شوي ول، دا حکم پرې دومره کلک او سخت ګرځول شوی وو، تر دې چې ورته ويل شوي وو چې څوک د سبت ( د شنبې د احترام) قانون ماتوي هغه واجب القتل دی.
( بائيبل: د خروج کتاب : باب ٣١، آیت ١٧-١٢).
کله چې د بني اسرائیلو د انحطاط او زوال دوره پيل شوه، د سبت د قانون ماتول په کښې عام شول، بازارونه به د شنبې { سبت} په ورځ پرانستي ول، د دنيا کارونه به يې د هفتې په ورځ په عادي توګه سرته رسول حتی چې ښکار به يې هم کولو، په پای کې د دې قانون د ماتولو په جرم کې د خدای په عذاب اخته شول او ځينې مسخ شول، بيزوګانې ترې جوړې شوې.
ځينو مفسرينو ويلي چې دا مسخ کېدل اخلاقي مسخ وو( دبيزوګانورغوندې صفات په کښې پيدا شوي ول) خو جمهور مفسرين په دې قائل دي چې دا جسماني مسخ وو، (شکلونه يې د بيزوګانو په څېر شوي ول) ممکن عقلونه یې په خپل اصلي حالت پاتې وي تر څو خپل سپکوالی او ذلت ښه محسوس کړي.
د سورة اعراف ۲۱ رکوع کښې دا کيسه نسبتا مفصل ذکر شوېده.
د ٦٦ آيت تفسير:
دې ايت کښې د دې عذاب حکمت بیان شوی، چې دا پېښه ( يهوديانو نه بيزوګانې جوړېدل ) د هغه وخت د خلکو او راتلونکو نسلونو لپاره عبرت وګرځي، چې ترڅو نور څوک په دغه رنګ ګناهونو اقدام و نکړي او د متقينو لپاره د نصيحت باعث وګرځي. ختم شد.
د ٦۷ آيت تفسير:
بني اسرائیلو کښې د مصريانو ځينو ناکاره او له شريعت خلاف عادتونو ځای نيولی وو، په هغه ناکاره عادتونو کې يو د غوا او خوسکي د عبادت مينه وه، په عمومي توګه هم د مشرکانو ډېرو عادتونو دوی کښې ځای نيولی وو. د دې لپاره چې د غوا د عبادت مينه د دوی له زړونو نه و وځي.
او د غوا تقدس دوی په خپلو لاسونو له منځه وېسي.
او چې دوی په دې هم پوه شي چې غوا يا خوسی څه تقدس نه لري، کنه ذبح کول به يې د عذاب او مصيبت سبب ګرځېدلی وی،
د دغو مقاصدو د تر لاسه کولو له امله دوی ته امر وشو چې يوه غوا ذبح کړئ.
غوا سره د محبت او د هغې د سپېڅلتیا د عقيدې له امله دوی د حکم اجراء کولو کې له ليت و لعل نه کار واخیسته، د دې لپاره چې دا حکم عملي نه شي.
موسی عليه السلام ته يې و ويل: ايا تاسو له موږ سره ټوقې کوۍ؟ هغه ورته و ويل: چې دين کې ټوقې کول د جاهلانو کار دی، زه الله ته له دې نه پناه وړم چې دين کې ټوقې وکړم.
د موسی علیه السلام له خبرو (قالَ أَعوذُ بِاللَّهِ أَن أَكونَ مِنَ الجاهِلينَ } نه معلومه شوه، چې دوی ته د غوا د ذبح کولو حکم عادي خبره نه وه بلکې ديني بڼه یې درلوده.
ځينو مفسرينو د غوا د ذبح کولو حکم د يو اسرائيلي د قتل نه وروسته د هغه د ژوندې کولو سره تړلې، د قرآن ترتيب د دغه تفسیر مخالف ښکاري، قتل، بيار د مړي ژوندي کول او د مړي له خوا د قاتل د ښولو مسئله د قرآن بياني ترتيب کې وروسته ذکر شوې ده.
اصل ترتيب دقران له مخې دا ښکاري چې لومړی دوی ته د غوا د ذبح کولو حکم د توحيد د عقيدې د پخولو لپاره شوی، بيا ورسته د مړي او د هغه د ژوندي کولو مسئله راپېښه شوه چې د هغې هم درې مقاصد ول:
لومړی:
هغه وخت د بعث بعدالموت منکرين پيدا شوي ول، مسلمانانو سره به يې بحثونه کول، بعث بعدالموت يې ناممکن ګنه، کله چې ټولو بني اسرائیلو د مړي ژوندي کېدل په خپلو سترګو وليدل د ملحدينو د عدم امکان دليل ختم شو او دې سره دبعث منکرين پړه شول.
دوهم: داهم ثابت شوه چې غوا نه مقدس څاروی دی، نه د عبادت وړ ده، ځکه که دا مقدس وی، د دې له ذبحې نه وروسته به کوم عذاب راغلی وو.
دریم: د ناحق قتل تصفیه هم وشوه بني اسرائيل خپلو کې يا له نورو خلکو سره له جنجال نه هم خلاص شول.
د غوا ذبح کولو کې دا درې مهم مقاصد موجود ول، او دا معنوي ګټه يې هم مخې ته راغله چې ټولو ته جوته شوه که غوا معبود وی بيا خو ذبح کول يې په کار ده چې د مصيبت باعث جوړ شوی وی او دلته خو يې ذبح کول د منفعت باعث جوړ شوي.
په دې ترتيب د غوا د تقدس او د معبوديت د عقیدې خلاف کلک دلايل رامنځ ته شول او بله داچې دوی خپل مزعومه معبود په خپلو لاسونو ذبح کړ، دې سره په طبعي توګه د دوی زړونو کې د غوا د عبادت احترام او مينې قضيه کمزورې وګرځېده، د الله په توحيد يې عقيده لا پسې مضبوطه شوه.
٦٨- ۷۱ سورةبقرة.
{ قالُوا ادعُ لَنا رَبَّكَ يُبَيِّن لَنا ما هِيَ قالَ إِنَّهُ يَقولُ إِنَّها بَقَرَةٌ لا فارِضٌ وَلا بِكرٌ عَوانٌ بَينَ ذلِكَ فَافعَلوا ما تُؤمَرونَ } (٦٨) قالُوا ادعُ لَنا رَبَّكَ يُبَيِّن لَنا ما لَونُها قالَ إِنَّهُ يَقولُ إِنَّها بَقَرَةٌ صَفراءُ فاقِعٌ لَونُها تَسُرُّ النّاظِرينَ• (٦٩). قالُوا ادعُ لَنا رَبَّكَ يُبَيِّن لَنا ما هِيَ إِنَّ البَقَرَ تَشابَهَ عَلَينا وَإِنّا إِن شاءَ اللَّهُ لَمُهتَدونَ } (٧٠) قالَ إِنَّهُ يَقولُ إِنَّها بَقَرَةٌ لا ذَلولٌ تُثيرُ الأَرضَ وَلا تَسقِي الحَرثَ مُسَلَّمَةٌ لا شِيَةَ فيها قالُوا الآنَ جِئتَ بِالحَقِّ فَذَبَحوها وَما كادوا يَفعَلونَ.(۷۱).
(بني اسرائيلو) و ويل: له خپل رب نه موږ لپاره وغواړه! چې موږ ته څرګنده کړي چې دا څه قسم غوا ده؟
موسی و ويل: یقینا الله وايي: چې دا داسې غوا ده چې نه زړه ده او نه نوې ځوانه ( خوسکۍ) بلکې د دواړو ترمنځ ( متوسط عمر لرونکې) ده، نو د کوم کار چې تاسو ته حکم درکړل شوی، اجراء يې کړئ.(۶۸).
( بني اسرائیلو) و ويل: له خپل رب نه موږ لپاره وغواړه، چې موږ ته څرګنده کړي، چې رنګ يې څه قسم
دی؟ موسی و ويل: یقینا هغه (الله) وايي: چې بیشکه دا داسې غوا ده چې تکه زیړه ده، رنګ یې کتونکو ته خوښي وربخښي. (۶۹). ( بني اسرائيلو) و ويل: موږ ته له خپل رب نه و غواړه، چې موږ ته څرګنده کړي،
چې دا څه قسم غوا ده؟ یقینا دا غوا په موږ ګډه وډه شوه، او که د الله خوښه وشوه موږ به سمه لار ومومو.(۷۰).
موسی و ويل: بېشکه الله فرمايي: دا داسې غوا ده: چې کارکونکې نه ده چې ځمکه قلبه کوي او نه کښت خړوبوي، روغه رمټه ده، هيڅ داغ په کې نشته، هغو و ويل: اوس د درسته خبره وکړه نو غوا يې ذبح کړه او دوی دېته نه وو نژدې چې دا کار يې کړی وی.(۷۱).
د ٦٨ آيت تفسير:
لکه څنګه چې بني اسرائیل د غوا په مينه کې اخته ول ، د مصري مشرکانو غوندې د غوا د سپېڅلتيا معتقد شوي ول، له دې امله يې د ځان خلاصولو لپاره حيلې بهانې او پوښتنې کولې، د خدای سم سيده حکم ته نه آماده کېدل چې تطبیق يې کړي،
دوی ته فقط د يوې غوا د ذبح کولو حکم شوی وو، دوی پوښتنې او تفصيلات غوښتل پيل کړل، چې ممکن په دې پلمو د خدای د حکم له عملي کولو نه ځان خلاص کړي، تر څو د غوا له ذبح کولو نه بچ شي.
*-د الله د شريعت په اړه د مذهبي ذهنيت رويه.
عام ملحدين خو د خدای دحکمونو له عملي کولو نه په ښکاره توګه ، وچ کلک انکار کوي او نه يې مني خو کهانت زده ديندارانو کې د تاريخ په اوږدو کې دا مشکل مخې ته راغلی چې د خدای له حکم نه په حيلو ،بهانو، مذهبي پلمو او چلونو د ځان خلاصولو کوښښ کوي، تر څو په دې توګه د الله دحکم له عملي کولو نه هم ځان بچ کړي او مذهبي وقار او عزت يې هم پر ځای پاتې شي.
د کبانو د ښکار د جواز لپاره حيله او د حيواناتو د وازګې د حلالولو حيله د يهودو مشهورې حيلې دي، چې پر لومړۍ حيله قرآن او وروستۍ حيله، حديث کې لعنت ويل شوی.
امام بخاري رحمه الله په کتاب البيوع کښې دا حديث راوړی دی:
قال رسول الله صلى الله عليه وسلم عند ذلك قاتل الله اليهود إن الله لما حرم شحومها جملوه ثم باعوه فأكلوا ثمنه.
٫٫ يهود د الله هلاک کړي، د غوايانو او پسونو وازګې پرې الله حرامې کړې، هغو به دا وازګې ويلي کولې او خرڅولې به يې، دا سې حيله يې کوله چې موږ باندې خو الله وازګه حرامه کړېده او دا د وازګې غوړي دي، وازګه نه ده په دې توګه يې دندې حرامې وازګې نه استفاده کوله.
(د حيلو اقسام):
۱- هغه حيله چې د حرامو د تحليل(حلال ګرزولو) لپاره وشي ناروا ده، ځکه نبي پاک ﷺ پرې لعنت کړی دی، په دې اړه د بخاري حديث لږ وړاندې تېر شو. ۲- هغه حيله چې له حرامو نه د ځان خلاصولو لپاره تر سره شي روا ده. ۳- هغه حيله ده چې د فرائضو د اسقاط لپاره تر سره شي ، دا هم نا روا ده لکه د زکوة د اسقاط حيله او د شُفعې د ابطال حيله، ځکه دې دواړو حيلو کې ثابت حقوق باطلېږي، په کومه حيله کې چې د بنده يا الله ثابت حق ساقطېږي هغه ناروا ده.
د ٦٩ آيت تفسير:
دویته فقط د يوې غوا د ذبح کولو حکم شوی وو، خو دوی فکرا او اعتقادا غوا سپېڅلې ګڼله ذبح کولو ته یې آماده نه ول، له دې امله یې ميلي او پلمې کولې.
د ۷۰ آيت تفسير:
( تشابه علينا):
د غوا په تعيين او پېژندو کښې موږ ته اشتباه پيدا شوه، د غوا تعيين راباندې مبهم شو، دا غوا په موږ ګډه وډه شوه.
دا ټولې ژباړې درستې دي.
د ۷۱ آيت تفسير:
الف - يعنې له دې غوا ځنې کار او خدمت نه دی اخيستل شوی، (نه يې قُلبه٫٫ يوه،، کړې، نه يې ارهټ چلولی ، چې کښت خړوب کړي.)
ب- له جسماني لحاظ نه هم عیبجنه نه ده. ج - له زیړ والي پرته د بل رنګ داغ هم په کښې نشته، بلکې تکه زیړه ده.
کله چې دوی ته کومه بهانه پاتې نه شوه د غوا پلټنه یې پيل کړه غوا يې پيدا کړه، ويې پېرله او ذبح یې کړه، د دوی د ډېرو پوښتنو او بهانو، پلمو له امله الله فرمايي: (وماکادوا يفعلون) ٫٫دوی نه وو نژدې چې دا کار وکړي،، خو نوره د تېښتې لار ورته پاتې نه شوه، ناچاره يې غوا ذبح کړه.
مخکې مو هم ويلي ول چې الله غوښتل چې د کوم بُت( صنم ياوثن) محبت د دوی په زړه کې دی هغه بت د دوی په لاس مات کړل شي، له دې امله دا کار په دوی سخت امتحان وو، چې د خپل زړه د ميلان او مينې خلاف کار وکړي، خو کمال دا وشو چې دوی څومره پوښتنې او پلمې کولې هغومره پخپله را ګير شول، ځکه چې خبره د داسې غوا په ذبحې ختمه شوه، چې هغه زمانه کې د پرستش لپاره دوی او مصريانو غوره ګڼله
بائيبل کې د دې کيسې ذکر شته خو د پوښتنو ، بهانو او حيلو ذکر په کښې نشته، هغه یې لکه چې له شرم نه ترې حذف کړی- (قاتلهم الله)