سورة البقرة رکوع ۹ (۷۲ - ۸۲ آیت)

18-10-2024    مولانا عبدالصبور عباسي


سورة البقرة رکوع ۹ (۷۲ - ۸۲ آیت)


۷۲- ۷۳- ۷۴-ايت سورةبقرة


وَإِذ قَتَلتُم نَفسًا فَادّارَأتُم  فيها وَاللَّهُ مُخرِجٌ ما كُنتُم تَكتُمونَ.(٧٢).فَقُلنَا اضرِبوهُ بِبَعضِها كَذلِكَ يُحيِي اللَّهُ المَوتى وَيُريكُم آياتِهِ لَعَلَّكُم تَعقِلونَ.(۷۳) ثُمَّ قَسَت قُلوبُكُم مِن بَعدِ ذلِكَ فَهِيَ كَالحِجارَةِ أَو أَشَدُّ قَسوَةً وَإِنَّ مِنَ الحِجارَةِ لَما يَتَفَجَّرُ مِنهُ الأَنهارُ وَإِنَّ مِنها لَما يَشَّقَّقُ فَيَخرُجُ مِنهُ الماءُ وَإِنَّ مِنها لَما يَهبِطُ مِن خَشيَةِ اللَّهِ وَمَا اللَّهُ بِغافِلٍ عَمّا تَعمَلونَ. (٧٤)


او کله چې تاسو يو نفس و واژه، بيا( د قاتل)  په اړه  په جګړه شوئ ۹۵،  او الله هغه څه را بر څېره کوي، چې تاسو پټولو.(۷۲).

نو موږ و ويل: د  (مقتول لاش)  د غوا ( د غوښې) په يوه برخه و وهئ، دغه رنګ الله مړي ژوندي کوي، او تاسو ته د خپل قدرت نښې ښايي، شايد تاسو له عقل نه کا واخلۍ.(۷۳).


بیا له دې ( معجزاتو ليدو)  وروسته ستاسو زړونه  سخت شول، نو هغه ( زړونه)  داسې دي لکه تيګه،  يا له تېګې نه  هم سخت، او يقينا ځينې  تيکې داسې دي چې ويالې ترې بهېږي  او ځينې بيا هغه دي چې کله و چوي، نو اوبه ترې را وځي او ځينې  هغه دي چې د الله له وېرې نه را رغړي او الله ستاسو له اعمالو نه ناخبره نه دی.(۷۴).


د ۷۲ آيت تفسير:

په بني اسرائيلو کښې يو کس په ظالمانه طريقه خپل کاکا و وژلو، بیا د قاتل تعيين کې سره په اختلاف کې اخته شول، يو پر بل يې تهمتونه لګول پيل کړل، الله جل جلاله ورته و ويل: دا د مقتول لاش ته د غوا د غوښې په يوه برخه ووهئ، په دې  ترتیب به دا مړی ژوندی شي، خپل قاتل به تاسو ته په  ګوته کړي، ستاسو جګړه او تهمت لګونې به ختمې شي.

کله چې په دې ترتيب سره دې کاره تر سره شو، لومړی  د بعث منکرينو ته معقول ، عملي او علمي ځواب ورکړل شو، ځکه چې خلکو په رڼو سترګو د مړي ژوندي کېدل وليدل، له دې مشاهدې نه وروسته د بعث بعد الموت نه د انکار لپاره څه مضبوط  دليل پاتې نه شو، له دې امله  دهريانو ( دهغه وخت کمونستانو)  شکست وخو او قانع کونکی ځواب يې ترلاسه کړ.

دوهم: دوی خپل معبود  په خپل  لاس ذبح کړ ، په دې ترتيب يې د غوا په الوهیت عقيده ضعيفه شوه او  داهم بني اسرائيلو ته  ثابته شوه چې غوا سپېڅلی موجود يا معبود  نه دی، که داسې وی نو د دې له ذبح کولو سره به څه آفت، مصيبت  او بلا نازله شوې وه، بلکې دلته خو د دې ذبح کول په معکوسه توګه  ګټوره ثابته شوه، لږ تر لږه قاتل خو پرې معلوم شو او بني اسرائيل له خپل منځي جنجال نه خلاص شول، دا يې دريمه ګټه شوه.


د ۹۶ آيت تفسير:

   (من بعد ذالک): ٫٫وروسته له دېنه،،.

دې نه مراد يا د مړي د ژوندي کولو معجزه ده، چې هغه خپل قاتل په ګوته کړ، يا ترې مراد ټول مخکې یاد شوي معجزات او  ستر نعمتونه دي، چې د موسی عليه السلام په وخت کې د دوی مشرانو ليدلي ول او دوی يې خپلو کتابونو کې او له خپلو مشرانو نه کیسې اورېدلې دي، يعنې له دومره سترو معجزاتو له ليدو وروسته هم ستاسو زړونه نرم نه شول، چې وعظ او نصيحت پرې تاثیر وکړي.


له تېږو او غرونو نه د‌ ډېرو يا لږو اوبو د را وتلو قضيه هر چا ته معلومه او انساني مشاهده کې راغلی کار دی، په دې کې څه ابهام نشته دی، هدف دا دی چې ستاسو زړونه له تېږو نه هم سخت دي، له تېږو نه هم اوبه را وځي خو ستاسو زړونو کې بلکل نرم والی او خير نشته دی.


(لمايهبط من خشية الله):


د خدای له وېرې نه د تيږو رغړېدل او غورځېدل په عمومي توګه د ځينو  تر سوال لاندې راتلای شي، موږ د دې دوه قسمه توضيحات وړاندې کولی شو:  لومړی دا چې داخبره قرآن کې راغلې ده، د صوفيانو کومه


جوړه شوي کيسه نه ده، بس چې قرآن کومه خبره کوي په هغې زموږ ايمان دی، چې درسته او ریښتونی خبره ده، ظاهرا خو  تيګې او غرونه نه موږ سره خبرې کوي نه زموږ د کوم حکم تعميل کوي، خو د الله معامله له خپلو مخلوقاتو سره جلا شکل لري،  مسلمان انسان بايد دا عقيده ولري چې خدای که وغواړي، جمادات  په څه خبره  پوه کړي، یا څه حکم ورته وکړي دا د الله له قدرت نه بعيده او لرې نه ده.


همدې ته ورته موضوع د الاحزاب سورت په ۷۲ ايت کې هم راغلې چې نسبتاٙٙ ټول کائنات دربر نيسي


{  إِنّا عَرَضنَا الأَمانَةَ عَلَى السَّماواتِ وَالأَرضِ وَالجِبالِ فَأَبَينَ أَن يَحمِلنَها وَأَشفَقنَ مِنها وَحَمَلَهَا الإِنسانُ إِنَّهُ كانَ ظَلومًا جَهولًا } [ الأحزاب، ۷۲]

٫٫موږ   امانت  (د خلافت مسؤليتونه )  اسمانونو، غرونو او ځمکو ته وړاندې کړ، هغو يې له حمل کولو نه انکار وکړ او ترې و ډار شول، انسان يې  حمل کولو ته آماده شو، په رښتيا سره چې  دی ظالم او جاهل دی،،. دا آيت ځينو مفسرينو داسې تشريح کړی: 


چې  دا خبره د استعارې او  تمثيلي شکل کې ويل شوې ده، يعنې په دې کې د خلافت د بار د پورته کولو  عظمت، اهميت او  ستروالي ته  اشاره ده  او انسان ته دې ته متوجه  کول هدف دی  چې څومره ستر او حساس مسؤلیت ورپه غاړه دی، چې اسمانونو، ځمکو او غرونو يې د تحمل تکل نه دی کړای  شوی، کله چې انسان دا مسوليت په غاړه اخيستی بايد په توجه او جديت سره یې سرته ورسوي.


دوهمه تشريح يې داده:  چې ممکن دا په لغوي معنا ويل شوي وي، چې غرونه، اسمانونه، او ځمکه په حقیقي توګه مخاطب شوي وي او خبره ورسره شوې وي، د خلافت موضوع ورته تشريح شوي وي، د حمل کونکي مسوليت ورته په ګوته شوی وي، بیا چې چا مسوليت په ښه توګه سر ته ورسولو د هغې انعام او ثواب ورته بيان شوی وي، بيا له دې وروسته  ټولو کائناتو د خلافت د مسوليت له اخيستلو نه انکار کړی وي او انسان ورته آماده شوی دی چې دا مسوليت زه پورته کوم.

د دې تشريح په حساب دا پوښتنه ذهن ته راځي چې دا خو جمادات دي عقل او حيات نه لري نو الله څنګه له دوی سره خبره کړېده؟

د دې پوښتنې ځواب دادی چې اسمانونه ، ځمکه او غرونه ورېځې، هوا، اوبه ټول د الله د حکم موافق چلېږي، طبعي ده چې د هغه په بلاکيف خبرو او حکمونو  به  هم پوهېږي، په نباتاتو کښې  يو نوع حيات خو ټول مني، په دې  دليل چې نباتات نماء کوي، غټېږي، پاتې شو د جماداتو حيات ممکن جمادات هم  يو نوع حيات او احساس ولري چې موږ پرې نه پوهېږو، زموږ په خيال خو جمادات،اوبه، هوا له حيات نه خ او احساس نه خالي  ښکاري،  خو د الله په نسبت طبعا مسئله  بل شان ده، ځکه الله قادر مطلق دی چې د هر چا په باره کې وغواړي  په خپله خبره يې پوهولی شي.


دا مضمون د قرآن ډېرو ايتونو کښې راغلی دی، چې شمېر یې هم ګران دی، د مثال په توګه: 


۱- تُسَبِّحُ لَهُ السَّمَاوَاتُ السَّبْعُ وَالْأَرْضُ وَمَن فِيهِنَّ ۚ وَإِن مِّن شَيْءٍ إِلَّا يُسَبِّحُ بِحَمْدِهِ وَلَٰكِن لَّا تَفْقَهُونَ تَسْبِيحَهُمْ ۗ إِنَّهُ كَانَ حَلِيمًا غَفُورًا. (الإسراء:۴۴)


۲- وَيُسَبِّحُ الرَّعْدُ بِحَمْدِهِ وَالْمَلَائِكَةُ مِنْ خِيفَتِهِ وَيُرْسِلُ الصَّوَاعِقَ فَيُصِيبُ بِهَا مَن يَشَاءُ وَهُمْ يُجَادِلُونَ فِي اللَّهِ وَهُوَ شَدِيدُ الْمِحَالِ.( الرعد - ۱۳).


۳- سَبَّحَ لِلَّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ ۖ وَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ.(الحديد -۱)


۴- ﴿ سَبَّحَ لِلَّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ ۖ وَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ﴾(الحشر - ۱)

۵-سَبَّحَ لِلَّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الأَرْضِ وَهُوَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ.( الصف- ۱)


دې ايتونو کې الله فرمايي:


۱ -  اوه «۷»  اسمانونه،ځمکه او څه چې په دو کې دي، د الله تسبیح وايي، او هرشي دهغه پاکي بیانوي خو تاسو د هغو په تسبیح نه پوهېږۍ، بیشکه هغه حليم او غفور دی.

۲- رعد د هغه د له تسبیح سره حمد هم وايي ..........

۳- پاکي بیانوي الله ته هغه څه چې اسمانونو او ځمکه کښې دي................


اګر چې دې ايتونو کښې هم ځينو مفسرينو دا تاويل کړی چې دا شيان د حال په ژبه د الله تسبیح او پاکي وايي، په نورو الفاظو کې د دوی جسماني جوړښت باندې چې کله تفکر کېږي انسان دې نتيجې ته رسېږي چې دا شيان کوم ذات تخليق کړي هغه له عيبونو او کمزوريو نه پاک دی،  له تسبیح ويلو نه مراد د قال په ژبه تسبيح ويل نه بلکې  د حال په ژبه تسبيح ويل دي. والله اعلم.

دېته ورته نور  ايتونه او احاديث هم  په دې دلالت کوي چې د ځمکې او اسمانونو ټول شیان د الله پاکي، حمد  او تسبیح  بیانوي، نبي عليه السلام باندې د‌کاڼو ، بوټو سلام ويل، د حنانه ستنې ژړا، د وړو ګټکيو د نبي عليه السلام لاس کې تسبیحات ويل، دا ټولې پېښې په دې دلالت کوي چې جمادات هم لږ تر لږه د الله د حکمونو په اړه يو نوع احساس او شعور لري.

(وان منها لمايهبط من خشيةالله): د مخکنيو ايتونو په شان په دې ايت کې هم ځينو  مفسرينو د تاويل لاره غوره کړېده:

لومړی: يعنې زلزله او نورو آفاتو کې ځينې تيګې او غرونه رغړي چې د انسانانو زړونو کې د الله وېره پيدا کړي، د عربي ګرامر له مخې د دې ځای شته چې دا آيت همداسې وژباړل شي.

دوهم : لکه څرنګه چې خبره يهوديانو سره روانه ده، په دې تناظر کښې له دې نه مراد کوه طور دی چې د الله د تجلي له امله يې تيګې ماتې، ټوټې ټوټې او وړه وړه شوي.

دريم: داچې معنا داده که په تيګو کې الله حيات، عقل  او شعور خلق کړي هغو کې به هم د دومره سترو مشاهداتوله امله له خدای نه ډار اويره پيداشي ، حتی چې  د خدای له ډاره به ورغړي، خو تاسو دومره ستر معجزات وليدل د الله د قدرتونو مشاهدې مو وکړې خو په زړه کې مو نرمي او د خدای ويره نه پيدا کېږي.

امام فخر الدين رازي نور تاويلات هم ذکر کړي دي.


( فهي کالحجارة  او اشدقسوة):


دې ځای کې ذهن ته ممکن شيطان دا پوښتنه وغورځوي چې الله خو په هر څه پوهېږي نو قرآن کې د تردد خبره ولې شوېده ٫٫چې  زړونه مو د تيګو په شان سخت شول يا له دې نه هم سخت،،. پوښتنه داده چې الله بايد داسې  و وايي : چې زړونه مو د تيګو په شان سخت  شول، يا دا و وايي: چې زړونه مو د اوسپنې په شان سخت شول، يا د و وايي :زړونه مو له تيګو نه هم سخت دي، خو تردد د الله په علم کې له کومه شو؟ چې زړونه مو  يا داسي دي يا داسې.

د دې پوښتنې ځواب دادی چې دا  خبره  په اعتبار د يو عام  کتونکي ويل شوي ده  يعنې که يو عام کتونکی د دوی په حالت غور وکړي نو هغه به دا رايه قائمه کړي چې د دوی زړونه خو د تيګو په شان کلک دي يا له هغې نه هم زيات، د دې تعبیر مثالونه قرآن کې ډېر دي.

دوهم ځواب يې دادی: معنا دا ده چې د ځينو زړونه د تيګو په څېر دي او د ځينو له تيګو نه هم کلک، ځکه د ټولو انسانانو د زړونو د سخت والي حالت يو شانته نه وي.

نور ځوابونه هم مفسرينو ذکر کړيدي، چې د عربي ګرامر په حساب يې ګنجایش شته دی.د الله علم له تردد او شک نه پاک دی.


د -  ۷۵ - ۷۶- ۷۷ - ۷۸ آيت تفسير.


أَفَتَطمَعونَ أَن يُؤمِنوا لَكُم وَقَد كانَ فَريقٌ مِنهُم يَسمَعونَ كَلامَ اللَّهِ ثُمَّ يُحَرِّفونَهُ مِن بَعدِ ما عَقَلوهُ وَهُم يَعلَمونَ.(۷۵).وَإِذا لَقُوا الَّذينَ آمَنوا قالوا آمَنّا وَإِذا خَلا بَعضُهُم إِلى بَعضٍ قالوا أَتُحَدِّثونَهُم بِما فَتَحَ اللَّهُ عَلَيكُم لِيُحاجّوكُم بِهِ عِندَ رَبِّكُم أَفَلا تَعقِلونَ. (٧٦).أَوَلا يَعلَمونَ أَنَّ اللَّهَ يَعلَمُ ما يُسِرّونَ وَما يُعلِنونَ }.(٧٧).وَمِنهُم أُمِّيّونَ لا يَعلَمونَ الكِتابَ إِلّا أَمانِيَّ وَإِن هُم إِلّا يَظُنّونَ.(٧٨).


آيا تاسو له دوی ځنې  دا طمع کوۍ چې دوی (يهود)  به ستاسو خبره ومني او دا حقيقت دی چې په دوی کښې يوه ډله داسې وه، چې د الله کلام يې اورېده بيا به يې  په کې له پوهېدو نه وروسته تحريف کولو او دوی پوهېدل (چې دا موږ څومره ستره ګناه کوو.(۷۵).او کله چې له مومنانو سره مخامخ شي، وايي: موږ هم ايمان راوړی دی، کله چې خپلو کې سره يواځې شي وايي: آيا ( مسلمانان) په هغه خبرو خبروئ ؟  چې الله تاسوته څرګندې کړيدي، چې ستاسو د  وينا په استناد به د رب په وړاندې جګړه درسره وکړي!  ولې له ځیرکتيا نه کار نه اخلئ.(۷۶). ۹۸.

ولې دوی نه پوهېږي چې يقینا الله  په هغو خبرو هم پوهېږي چې دوی يې پټې ساتي او په هغو هم چې دوی  يې ښکاره کوي.(۷۷).او ځينې په دوی کښې بې سواده دي، په کتاب الله (تورات) نه پوهېږي، مګر هيلې او  ارزو ګانې لري او دوی يواځې له ګُومان  نه کار اخلي.  ٫٫ ۷۸ ،،.


د ۷۵ آيت تفسير: 

دا خطاب د مدينې منورې نوي مسلمان شوو وګړو ته کېږي،  د رسول اکرم صلی الله عليه وسلم له بعثت نه وړاندې به د مدينې له يهودو نه د مدينې عربانو، د رسالت، نبوت، وحې، قيامت، کتابونو ، او ملائکو کيسې اورېدلې او دا به يې هم ويل:  چې د اخرالزمان د پيغمبر د راتلو وخت نژدې شوی ، موږ به ورسره ملګري کېږو د مشرکينو په ضد به جهاد کوو او مغلوب کوو به يې، د همدې خبرو له امله د مدينې عربانو چې کله مکه کښې د پيغمبر د راتلو خبره واورېده، د معلوماتو د حاصلولو کوښښ يې  وکړ، يقين يې بشپړ شو چې دا شخصيت د وروستۍ زمانې پيغمبر دی، د مدينې منورې اوس او خزرج قبیلو ايمان  راوړ، بیا به طبعا دوی يهودو ته د ايمان دعوت ورکولو، توقع به يې هم دا وه چې دوی به دا دعوت ډېر زر ومني، ځکه چې يهود له دې تعليماتو سره له پخوا نه اشنا دي، د نوي پيغمبر خبرې به هم دوی له پخوا ځنې  کولې، خو د يهودو له اړخه به مثبت ځواب نه تر لاسه کېده، منافقينو به ويل: چې يهود د نبوت او رسالت مسائلو سره ښه آشنا دي، چې دوی مثبت ځواب نه ورکوي، دې خبره کې خامخا  څه اشتباه او غلطي شته ده.

دلته الله جل جلاله د يهودو تور او کرغیړن تاريخ د مسلمانانو مخې ته کېښود:  چې دوی د الله کلام طور غره کې بلا واسطه واورېده او یا يې د خپلو انبياوو له خولې تورات او زبور واورېده بيا يې په کښې تحريف وکړ، په داسې حال کې چې هغه يهودو ته محترم کتابونه ول ايمان یې پرې راوړی وو. يو کتاب د الله کتاب منل او بیا په کښې تحريف کولو ته مټې بډوهل، ډېر غټ زړه غواړي، څوک چې دومره سترې

ګناه باندې جرئت کوي، نو تاسو خو هرګز دا توقع ترې مه لرئ چې په تاسو نازل شوی کتاب او عربانو کې راتلونکی پيغمبر به په اسانۍ سره  ومني.

تاسو چې د کتاب الله ايتونه اورئ،  لړزه درباندې راځي دوی دغه ايتونو سره لوبې کوي، له دې امله يې زړونه د تېګې غوندې سخت شويدي، دا خبرې ځکه الله په ډاګه کړې، تر څو نوي مسلمان شوي زلميان مايوس نه شي، او دا مفکوره وانخلي چې زموږ دعوت کې جذابيت نشته دی.

(من بعد ماعقلوه):  د دې معنا دا ده چې د  الله د خبرې اصلي مفهوم به يې ذهن ته راغلی وو، خو سره له دې يې هم تحريف کولو، يعنې دا تحريف له دې امله منځ ته نه وو راغلی چې له  دوی اصلي معنا او مفهوم ورک وو.

( وهم يعلمون):

يعنې دا تحريف د ناپوهۍ، خطاء او اشتباه له امله منځ ته نه وو راغلی، بلکې دوی له دې پوهې سره دا کړنه ترسره کوله چې دا موږ د تحريف ستر جرم ترسره کوو.


د ۷۶ آيت تفسير:

په يهودو کښې منافقينو هم شتون درلود، دغه منافقينو به مسلمانانو ته ويل:  موږ هم ايمان راوړی دی، ستاسو همفکره او هم عقيده يو، کله به يې د چاپلوسي له کبله د تورات هغه يوه نيمه خبره هم مسلمانانو ته وکړه، چې هغه به د محمد ﷺ د نبوت په حق کې وه،  خو کله به چې منافق يهوديان د نورو متعصب يهوديانو سره کښېناستل، دوی به دا منافقينو ته ويل: چې تاسو د‌ خپل کتاب ځينې خبرې، اسرار او رازونه د خوش خدمتي له کبله د مسلمانانو مخکې ولې بيانوۍ؟ او ويل به يې مسلمانانو ته د دغو موضوعاتو په اړه معلومات مه ورکوئ، چې الله تعالیٰ تاسو پرې پوه کړي ياست، ځکه بيا د دغو معلوماتو په استناد د پروردګار په وړاندې تاسو سره بحث او جنجال کوي، دا بيا زموږ د پړ کېدو سبب ګرځي.

د‌ مثال په توګه: د اخرې زمانې د پيغمبر په اړه چې کوم معلومات په تورات کې راغلي ، هغه مسلمانانو ته مه واياست ، ځکه چې دوی د خدای په وړاندې په دې اساس ستاسو په ضد حجت پيداکوي او تاسو پړه کوي چې دوی  د اخرې زمانې د پيغمبر په اړه درست  معلومات درلودل، خو د معلوماتو سره سره  يې د محمد ﷺ له نبوت منلو نه انکار کړی دی.

له دې وينا نه معلومېږي چې د يهودو معلومات د الله په اړه نيمګړي ول، چې دا يې ګڼله چې  الله به د خلکو د معلوماتو په اساس د خپلو بندګانو محاسبه کوي او عذاب يا ثواب به ورکوي.

له دېر عقېدې نه په طبعي توګه « العياذ بالله»  خدای ته د‌ کم علمي او ناخبري نسبت کېږي.


د ۷۷ آيت تفسير:


دلته د الله په اړه د دوی په جهالت تبصره شو شوېده، چې الله خو په پټو او ښکاره خبرو دواړو پوهېږي، که مسلمان الله ته دا حجت وړاندې کړي او که نه، الله ته د يهودو د حق پټولو دا کارنامی ښې معلومې دي، خو د کتاب الله حامل يو امت ته دا د شرم ځای دی، چې د الله په اړه يې معلومات دومره نيمګړي دي.


د ۷۸ آيت تفسير:


د أهل کتابو بې سواده طبقې له کتاب الله نه کوټلي او درست معلومات نه درلودل، دخپل نجات لپاره يې يواځې کاذب توقعات، هيلې او څه  ارزو ګانې لرلې، مثلآَ داچې موږ د انبياوو اولاد يو الله موږ ته عذاب نه راکوي، يا مو د هغوی په شفاعت له عذاب نه خلاصوي، او  بالفرض که عذاب راکوي يا به اوه ٫٫ ۷،، ورځې وي، يا څلويښت.

دوی په دې کاذبو توقعاتو ، هيلو او امیدونو ګذاره کوله، له کتاب الله نه خبر نه وو، د تعذیب، مغفرت، بخښنې او شفاعت د قانون په اړه يې معلومات نه درلودل، په دې نه پوهېدل  چې خدای په کومو کړنو او عقائدو  انسان نيسي ، څنګه يې بخښي او د شفاعت څه اصول، قواعد او شرطونه دي، لکه د ننۍ زمانې ځينې ناپوه مسلمانان چې د صالح نيکانو، مړو صالحينو او انبياوو د شفاعت په طمع له درستې عقيدې او  صالح عمل  نه ځانونه محروم کړي او غافل شويدي ، په دې نه پوهېږي چې شفاعت د درستې عقيدې او نيک عمل کونکي انسان لپاره مفيد واقع کېدای شي، چې عملي ژوند کې ترې څه اشتباهات شوي وي، مشرک، کافر ، کمونست  ملحد او دهری لپاره چې پرته له توبې مړ شوی وي د  شفاعت دروازې بندې دي.

زموږ ټولنو کښې د شفاعت په اړه دومره مبالغه آميز خبرې شويدي چې خلک يې په ګناه زړور کړيدي، انبياء او أولياء یې تقريبا د الله په پرېکړو  کښې شريکان ګرځولي دي.

زموږ جاهلي کيسو کې دا هم راغلي دي چې د يوې کونډې ځوان ځوی مړ شوی وو، دا پرې ډېره غمجنه وه دې یريشانۍ ځوروله چې دا ځوی به مې دوزخ کښې وي که په جنت کښې؟

دا ښځه د‌غم او پرېشانۍ حالت کې ديوانه بابا ته راغله، پوښتنه یې ترې وکړه چې تاسو زما ځوی وګورئ چې جنتي دی که دوزخي؟

که دوزخي وي چې لا ډیرې وژاړم او که جنت کې وي صبر به وکړم، ديوانه بابا چې وکتل هغه ځوان جهنم کې وو، ښځې ورته ډېرې زارۍ وکړې چې ځوی يې له جهنم نه وباسي.

بالاخره ديوانه بابا هغه هلک له پښې ځنې  ونيو جنت ته يې و ويشته، ملائکو بيرته جهنم ته وغورځاوه، بابا بيا جنت ته و ويشته  بالاخره الله و ويل جنت کې يې  پرېږدئ د ديوانه بابا زور څوک لري؟

(ألعياذ بالله).

دا زموږ د شفاعت تصور دی، چې د شفاعت د شرعي تصور نه ډېر لرې دی، یهود او نصارا هم لکه زموږ په شان دغه راز فاسدو عقايدو کښې ګرفتار شوي ول.

  شفاعت کښې دوهم مهم شرط دا دی چې د الله له اجازې پرته هيڅوک د چا شفاعت نه شي کولی. "من ذا الذي یشفع عنده إلا بإذنه " خو زموږ ناپوهانو ، نصارا او يهودو د شفاعت په اړه ډېر غلط تصورات قائم کړيدي، خدای مو په خپل ځای پرېښی دی،  د مړو د بخښلو واک مو ټول،  انبياوو، اولياوو، باباګانو، پيرانو ، اخندزاده ګانو، امام زاده ګانو ، سیدانو او ميرملنګيانو ته سپارلی دی.


( أمانيّٙ) : د دې توري درې معناوي دي: لومړۍ معنا ئې ده: هيلې او  آرزوګانې.  دوهمه معنا:  يې ده تلاوت

او لوستل. د دوهمې معنا په حساب بيا ترجمه بايد داسې وشي،  "په کتاب نه پوهېږي مګر تش لوستل او تلاوت کولی شي"  لکه زموږ ډېر مسلمانان په قرآن نه پوهېږي خو تلاوت يې  کولی شي، دغه رنګ خلک په يهودو او مسيحيانو کښې هم ښه ډېر ول. دريمه معنا ئې مفسرينو کړېده: أکاذیب " درواغ". بیا دغه معنا د هيلو او آرزوګانو مفهوم ته نژدې کېږي يعنې دوی سره د کتاب الله علم نشته يواځې ځينې درواغ کيسې پيسې دي چې دوی ور پسې شوي دي.

 

۷۹ -۸۰- ۸۱ بقرة


{  فَوَيلٌ لِلَّذينَ يَكتُبونَ الكِتابَ بِأَيديهِم ثُمَّ يَقولونَ هذا مِن عِندِ اللَّهِ لِيَشتَروا بِهِ ثَمَنًا قَليلًا فَوَيلٌ لَهُم مِمّا كَتَبَت أَيديهِم وَوَيلٌ لَهُم مِمّا يَكسِبونَ.(٧٩) وَقالوا لَن تَمَسَّنَا النّارُ إِلّا أَيّامًا مَعدودَةً قُل أَتَّخَذتُم عِندَ اللَّهِ عَهدًا فَلَن يُخلِفَ اللَّهُ عَهدَهُ أَم تَقولونَ عَلَى اللَّهِ ما لا تَعلَمونَ.(٨٠)  بَلى مَن كَسَبَ سَيِّئَةً وَأَحاطَت بِهِ خَطيئَتُهُ فَأُولئِكَ أَصحابُ النّارِ هُم فيها خالِدونَ. (٨١) وَالَّذينَ آمَنوا وَعَمِلُوا الصّالِحاتِ أُولئِكَ أَصحابُ الجَنَّةِ هُم فيها خالِدونَ.(٨٢)


نو هلاکت دی هغه خلکو ته چې کتاب ( د شريعت نوشته)  په خپل لاسونو ليکي، بيا وايي: دا د الله له اړخه راغلې ده ، ترڅو ( د دې  په عوض کې )  لږه ګټه تر لاسه کړي، نو دوی ته هلاکت دی، د هغه څه له امله چې په خپلو لاسونو يې ليکلي دي ، او دوی ته بربادي ده د هغې ګټې له امله چې کوي يې.(۷۹).


او دوی« يهودو»  ويلي ول :  نه را رسي موږ ته، د جهنم اور،   مګر يو څو  ورځې. ته ورته ٫٫ځواب کښې،، و وايه!  آيا  تاسو له الله نه کوم تعهد  اخيستی؟  نو  الله به  کله هم  له خپل  تعهد ځنې  ونه  ګرځي.

يا الله  پورې داسې خبرې  تړۍ چې  پرې نه  پوهېږئ.(۸۰) ۱۰۲.

ولې نه څوک چې ګناه وکړي  او د ده ګناه پر ده احاطه وکړي، نو دغه  خلک دوزخيان دي او  هميشه  به دوزخ کې پراته وي.(۸۱).

او هغه کسانو چې ایمان راوړی او نیک کارونه یې کړيدي، دغه خلک  جنتیان دي، دوی به په  جنت کې د تل لپاره اوسېږي.(۸۲).


د ۷۹ آيت تفسير: 

خپل افکار، نظريات او اجتهادات، الله ته منسوبول او هغه د الله د حکم په شان ګنل، خطرناکه اشتباه ، ګناه  او جرم دی، يهود او نصارا دې مشکل کې اخته شوي ول،  د دوی علماوو يواځې دا و نکړل چې د الله د کلام معناوې د خپل خوښې موافق وګرځوي،  بلکې دوی  دا هم  وکړل چې  په بائيبل کې يې خپل تفسيرونه ، خپل قومي تاريخ، خپل اوهام او قیاسات، خپلې خيالي فلسفې، خپل اجتهادي فقهي قوانين،  يې هم له الهي کلام سره ګډوډ کړل او داټول شيان يې د‌ خلکو مخې ته داسې وړاندې کړل چې ګنې دا ټول د الله تعالی له اړخه راغلي دي، په دې ترتيب هرې تاريخي کيسې، د هر مفسر تاويل، د هر متکلم الٰهياتي عقيده او د هر  فقيه قانوني اجتهاد، چې د مقدسو کتابونو په مجموعه  (بائيبل) کښې ځای پيدا کړ، هغه د الله قول (Word of God) جوړ شو، او ايمان راوړل پرې فرض وګرځول شول او له دې خودساخته تعليماتو نه اوړېدل، له دين نه د اوړېدو  په معنا وګنل شول او لا ګڼل کېږي.


د دې کړنو اصلي هدف هم  دکانداري او د دین په نوم کاروبار وو، قرآن چې کله هم دا موضوع څېړلی ده، مادي ګټه ، د بل د حق تلف کول  او په بل باندې تېری  يې د دغه  تحريفونو او بې ځايه تأويلاتو  اصلي عوامل ګڼلي دي،  په دې ترتيب د عملي او إعتقادي  بدعاتو د ايجاد اصلي محرک د بدعتونو د ايجاد کونکو   او مخترعينو مالي ګټې او مفادات وي، که يهودو،  نصاراوو او مشرکينو  اصلِ دين  کې کوم کمی يا  زياتی کړی  يا يې موږ کوو،  اصلي هدف ترېنه دنياوي منحطې مادي ګټې دي، چې مذهبي طبقه يې له عوامو نه ترلاسه کوي، الله دلته دغه رويه او کړنلاره وغندله.


د ۸۰ آيت تفسير: 

دا د يهودو د علماوو او عوامو مشترک اعتقاد  وو، چې موږ  به جهنم  ته نه ځو،  که داسې څه  پېښ هم شول،  هغه به يو څو  ورځې وي؛  دلته ورته د دې غلطې عقيدې نا معقوليت واضح کوي، چې  ستاسو دا اعتقاد هغه وخت درست ګنل کېدای شو، چې تاسو سره په  دې  اړه  الله  کوم تعهد کړی وی،  اوس  چې د الله  اړخه  کوم   تعهد شتون نه لري نو  تاسو په کوم  اساس  دا عقيده  ساتۍ؟.

دې ته ورته غلطی انګېرنې موږ مسلمانانو کې هم پيداشوي دي، د مسلمانانو د يوې فرقې ملايان خپلو مريدانو ته مسلسل دا کيسه بيانوي:

چې پخوا زمانه کې يو کس مړ شو، هغه به  د عبدالقادر جيلاني رحمه الله کالي وينځل ( دهوبي يې وو) کله چې دا په قبر کې کېښودل شو، نکير او منٙکّر ورته راغلل پوښتنه يې ترې وکړه: مٙنْ رّٙ بُکٙ؟ ( ستا رب څوک دی؟ ) کس و ويل: زه نور نه پوهېږم خو دومره ده چې زه د عبدالقادر جيلاني صاحب دهوبي ( کالي وينځونکی ) يم؛  ملائکو خدای ته و ويل: چې دا د څه قسم انسان ته و لېږلو موږ څه وايو او دی څه وايې؛ الله ورته و ويل: غرض مه کوئ ورسره، که ما نه پېژني، زما دوست خو پېژني.

دا زموږ د توحيد د عقيدې حالت دی، چې د الله قادر د شناخت پر ځای د عبدالقادر جيلاني شناخت د نجات لپاره کافي ګڼو؛ بيا يهودو او نصاراوو ته پېغور ورکوو چې عقېده مو خرابه ده.

يو حديث کښې د مسلمانانو د موجوده حالت په اړه ويل شوي: تاسو به د پخوانيو ( يهود او نصاراوو) لار قدم په قدم تعقيبوۍ، که هغوی د خادمۍ په سوړه کې ننوتي وي تاسو به هم ننوځئ.


لتتَّبعنَّ سَننَ من كانَ قبلَكم حذو القُذَّةِ بالقُذَّةِ حتَّى لو دخلوا جحرَ ضبٍّ لدخلتُموه. قالوا: اليَهودُ والنَّصارى؟ قالَ: فمَن.(بخاري،۳۴۵۶).


د ۸۱ آيت تفسير:


مخکنی ايت{ ۸۰}  کښې د دوی دا دعوا  ذکر شوه چې د جهنم اور به موږ ته نه را رسي، مګر يو څو ورځې ، هلته ورته دا ځواب ورکول شو چې ولې تاسو له الله نه په دې اړه تعهد اخيستی؟

دلته { ۸۱} کښې ورته ويل کېږي چې دوزخ ته د تللو قانون دا دی چې څوک ګناهونو کې اخته شي او ګناه یې پرې احاطه وکړي دغه رنګ خلک که له توبې پرته مړه شي جهنم ته به  ننوځي.


( بلیٰ).

د بٙلیٰ توري سره اثبات کېږي د مخکې  نفې  شوې خبرې، دوی و ويل:  ٫٫لن تمسنا النار،، ٫٫نه را رسي موږ ته د جهنم اور،،  دوی په دې وينا سره جهنم کې اوږده موده پاتې کېدل يا خلود نفې کړ؛  چې موږ ته  به د تل لپاره د جهنم اور نه رسي مګر يو څو ورځې؛  دلته ځواب کې ورته و ويل شول  «بلیٰ» معنا دا شوه چې ولې به درته د جهنم   اور نه در رسېږي، بلکې د جهنم اور به درته رسېږي، بيا ورته د جهنم د تللو قانون بيان شو.


(سيئة):

سيئة ګناه ته وايي، دلته ترې مراد ترټولو ستره ګناه { کفر او شرک}  دی. (احاطت به خطيئته) : چې ګناهونه پرې چاپير شي ، احاطه پرې وکړي.  د  ګناهونو احاطه په هغه صورت کښې تکمیل کېږي چې بنده د شرک او کفر مرتکب شي ، ځکه مومن سره که بل هيڅ نه وي، نو  ايمان  خو ورسره  وي، د ايمان په موجوديت کې احاطه نه شي متصور کېدای.


قاضي بيضاوي فرمايي:


وَأَحَـٰطَتْ بِهِ خَطِيـئَـتُهُ} أي استولت عليه، وشملت جملة أحواله حتى صار كالمحاط بها لا يخلو عنها شيء من جوانبه، وهذا إنما يصح في شأن الكافر لأن غيره وإن لم يكن له سوى تصديق قلبه وإقرار لسانه فلم تحط الخطيئة به، ولذلك فسرها السلف بالكفر.


امام رازي فرمايي:

الثاني: أنا لا نفسر إحاطة الخطيئة بكونها كبيرة، بل نفسرها بأن يكون ظاهره وباطنه موصوفاً بالمعصية، وذلك إنما يتحقق في حق الكافر الذي يكون عاصياً لله بقلبه ولسانه وجوارحه، فأما المسلم الذي يكون مطيعاً لله بقلبه ولسانه ويكون عاصياً لله تعالى ببعض أعضائه دون البعض فههنا لا تتحقق إحاطة الخطيئة بالعبد، ولا شك أن تفسير الإحاطة بما ذكرناه أولى.


دواړو مفسرينو ويلي دي: چې د‌ ګناهونو له احاطې نه مراد دا دی چې بنده د شرک او کفر مرتکب و کرځي.


امام رازي رح ويلي: 

چې جهنم ته تللو لپاره دوه شرطونه بیان شوي دي : لومړی:  د‌ ګناهونو کول، دوهم : د ګناهونو احاطه او احاطه له کفر او شرک سره منځ ته راځي. نو جهنم کې تر هميش پاتې کېدل (خلود) يواځې د ګناه له امله منځ ته نه راځي، تر څو کفر او شرک ورسره ملګری نه شي.

ځينو ويلي: له «سيئة» نه مراد ګناه کبيرة ده.  له احاطې نه مراد دا ده چې په کبائرو کې اخته وي او پرته له توبې مړ شي،

که دغه رنګ کس له خلود نه بچ شي خو ممکن بچ به شي لکن جهنم ته د تللو مستحق خو دی، مګر دا چې الله پرې ځانګړی رحم وکړي؛ معاف یې کړي يا د خپلې ګناه په اندازه جهنم کې عذاب وڅکي.


خو دلته مجرم ته د خلود د سزا يادونه شوېده، چې هغه د کفر او شرک سره مناسبت لري، مګر دا چې له خلود ( هميش پاتې کېدلو) نه مراد طويل مکث ( اوږده موده جهنم کې پاتې کېدل) مراد شي، ليکن لومړني تفسير کې دغه تأويل ته اړتيا نه پیدا کېږي، له دې کبله لومړنی تفسير راجح  دی.

علامه محي السنة البغوي هم دوهم تفسير  د "قِيلٙ" په توري ياد کړی، چې د نوموړي تفسير په ضعف دلالت کوي.


علامه فرمائي:


وقيل: السيئة الكبيرة. والاحاطة به أن يصر عليها فيموت غير تائب، قاله عكرمة والربيع بن خيثم .

{ معالم التنزيل}


*- خطيئة: سيئة، ذنب، اثم او معصیة: دا ټول نومونه ګناه ته  استعمالېږي،  ممکن څه دقیق تفاوت به سره ولري خو بالعموم د ګناه او جرم په معنا استعمالېږي.


او کله چې موږ له بني اسرائيلو نه پوخ تعهد اخیستی وو، چې له الله نه پرته به د بل چا عبادت نه کوئ او مور پلار، خپلوانو ، يتيمانو او مسکينانو سره به ښېګڼه کوئ، او خلکو سره شايسته خبره کوئ او لمونځ قائم کړئ، زکات ورکړئ، بیا له لږو خلکو پرته تاسو د دې کارونو له اجراء کولو نه ډډه وکړه او تاسو اعراض کونکي ياست.(۸۳).

او هغه وخت هم ياد کړئ!  چې له تاسو نه مو کلک تعهد اخيستی وو،  چې خپلې وينې به نه تويوئ،  او په خپلو کښې به يو بل له خپلو  کورونو ځنې نه وباسئ، بيا تاسو  په دې خبره اقرار  هم  وکړ  او تاسو خپله په دې شاهدان ياست.(۸۴).


د ۸۲ آيت تفسير:

په ٨١ کښې دوزخ ته د تللو قانون بیان شو. چې د کومو اصولو  په آساس څوک دوزخ ته د تللو مستحق ګرځي.  دلته جنت ته  د تللو قانون بیانېږي،  تر څو دا څرګنده شي چې جنت ته تلل او له دوزخ نه نجات د کوم نسل یا ځانکړي قوم نسلي او قومي ا  استحقاق نه دی، بلکې جنت ته تلل او له دوزخ نه نجات په درست ایمان، صالح عملونو او د الله په فضل پورې تړلی دی.



ورته مطالب
+