سورة البقرة رکوع ١٠ (۸۳ - ٨٦ آیت)

18-10-2024    مولانا عبدالصبور عباسي


سورة البقرة رکوع ١٠ (۸۳ - ٨٦ آیت)


۸۳ - ۸۴ - سورة بقره.


وَإِذ أَخَذنا ميثاقَ بَني إِسرائيلَ لا تَعبُدونَ إِلَّا اللَّهَ وَبِالوالِدَينِ إِحسانًا وَذِي القُربى وَاليَتامى وَالمَساكينِ وَقولوا لِلنّاسِ حُسنًا وَأَقيمُوا الصَّلاةَ وَآتُوا الزَّكاةَ ثُمَّ تَوَلَّيتُم إِلّا قَليلًا مِنكُم وَأَنتُم مُعرِضونَ.(٨٣). وَإِذ أَخَذنا ميثاقَكُم لا تَسفِكونَ دِماءَكُم وَلا تُخرِجونَ أَنفُسَكُم مِن دِيارِكُم ثُمَّ أَقرَرتُم وَأَنتُم تَشهَدونَ. (٨٤)


او هغه کسانو چې ایمان راوړی او نیک کارونه یې کړيدي، دغه خلک  جنتیان دي، دوی به په  جنت کې د تل لپاره اوسېږي.(۸۲).

او کله چې موږ له بني اسرائيلو نه پوخ تعهد اخیستی وو، چې له الله نه پرته به د بل چا عبادت نه کوئ او مور پلار، خپلوانو ، يتيمانو او مسکينانو سره به ښېګڼه کوئ، او خلکو سره شايسته خبره کوئ او لمونځ قائم کړئ، زکات ورکړئ، بیا له لږو خلکو پرته تاسو د دې کارونو له اجراء کولو نه ډډه وکړه او تاسو اعراض کونکي ياست.(۸۳).

او هغه وخت هم ياد کړئ!  چې له تاسو نه مو کلک تعهد اخيستی وو،  چې خپلې وينې به نه تويوئ،  او په خپلو کښې به يو بل له خپلو  کورونو ځنې نه وباسئ، بيا تاسو  په دې خبره اقرار  هم  وکړ  او تاسو خپله په دې شاهدان ياست.(۸۴).


د ۸۳ آيت تفسير: 

بني اسرائيل په سونو کلونه د الٰهي پيغام او کتاب الله حاملين ول، له دوی نه الله مختلف تعهدات اخيستي دي، قرآن په مختلفو  سورةونو  کې د هغې ذکر کړی دی.


(۱- يو ميثاق) د سورة بقرې په ۶۳  آيت کې راغلی دی.(وَإِذ أَخَذنا ميثاقَكُم وَرَفَعنا فَوقَكُمُ الطّورَ خُذوا ما آتَيناكُم بِقُوَّةٍ وَاذكُروا ما فيهِ لَعَلَّكُم تَتَّقونَ ).( البقره،٦٣) (۲- میيثاق)  دغه د سورة بقرې په ۸۳  ايت کې زموږ مخې ته راغی.

(۳ - ميثاق) د  سورة بقرې په ۸۴ کښې را روان دی : (إِذْ أَخَذْنا مِيثاقَكُمْ لا تَسْفِكُونَ دِماءَكُمْ وَ لا تُخْرِجُونَ أَنْفُسَكُمْ مِنْ دِيارِكُمْ ثُمَّ أَقْرَرْتُمْ وَ أَنْتُمْ تَشْهَدُونَ). ( البقره ، ۸٤، ايت).


( ۴ - ميثاق):  همدا راز د سورة بقرې په ۹۳ شميره ايت کښې ذکر شوی دی. ( ۵ - ميثاق)  د آل عمران په ۱۲ ايت کښې راغلی دی.

(وَلَقَدْ أَخَذَ اللَّهُ مِيثَاقَ بَنِي إِسْرَائِيلَ وَبَعَثْنَا مِنْهُمُ اثْنَيْ عَشَرَ نَقِيبًا ۖ وَقَالَ اللَّهُ إِنِّي مَعَكُمْ ۖ لَئِنْ أَقَمْتُمُ الصَّلَاةَ وَآتَيْتُمُ الزَّكَاةَ وَآمَنتُم بِرُسُلِي وَعَزَّرْتُمُوهُمْ وَأَقْرَضْتُمُ اللَّهَ قَرْضًا حَسَنًا لَّأُكَفِّرَنَّ عَنكُمْ سَيِّئَاتِكُمْ وَلَأُدْخِلَنَّكُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ ۚ فَمَن كَفَرَ بَعْدَ ذَٰلِكَ مِنكُمْ فَقَدْ ضَلَّ سَوَاءَ السَّبِيلِ). (۱۲ آيت آل عمران).


(۶ - ميثاق)  د آل عمران، په ۸۱ ايت کښې یاد شوی.(وَإِذْ أَخَذَ ٱللَّهُ مِيثَاقَ ٱلنَّبِيِّيْنَ لَمَآ آتَيْتُكُم مِّن كِتَابٍ وَحِكْمَةٍ ثُمَّ جَآءَكُمْ رَسُولٌ مُّصَدِّقٌ لِّمَا مَعَكُمْ لَتُؤْمِنُنَّ بِهِ وَلَتَنصُرُنَّهُ قَالَ أَأَقْرَرْتُمْ وَأَخَذْتُمْ عَلَىٰ ذٰلِكُمْ إِصْرِي قَالُوۤاْ أَقْرَرْنَا قَالَ فَٱشْهَدُواْ وَأَنَاْ مَعَكُمْ مِّنَ ٱلشَّاهِدِينَ ) (آل عمران، ۸۱).

دا ميثاق خو له انبياوو ځنې اخيستل شوی، لکن انبياوو بیا له خپلو امتونو نه اخيستی، په دې ترتيب دا ميثاق د بني اسرائيلو  انبياوو له دوی نه اخيستی دی.  (۷ - میثاق):  د آل عمران سورة په  ۱۸۷ آيت کښې راغلی دی.

(إِذْ أَخَذَ اللَّهُ مِيثَاقَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ لَتُبَيِّنُنَّهُ لِلنَّاسِ وَلَا تَكْتُمُونَهُ فَنَبَذُوهُ وَرَاءَ ظُهُورِهِمْ وَاشْتَرَوْا بِهِ ثَمَنًا قَلِيلًا ۖ فَبِئْسَ مَا يَشْتَرُونَ) ( آل عمران - ۱۸۷)


دا ميثاق د حق د نه پټولو او د حق دبيانولوپه اړه راغلی  دی، دا ميثاق هم له ټولو هغو خلکو اخيستل شوی چې  کتاب ورته  ورکول شوی دی، خو زیاد مسؤليت یې علماؤ ته متوجه کېږي.

دا عهدونه او مواثيق ځينې د توحيد او د الله د خالص عبادت او بندګۍ  په  اړه دي، ځينې د محمد صلی الله عليه وسلم او په هغه د ايمان او هغه سره د مرستې  په اړه دي، ځينې په، نيک روش، د مور پلار خپلوانو، يتيمانو ، مسکينانو سره په ښه سلوک  باندې د تاکيد په اړه راغلي،  چې د حقوق العباد عنوان هم ورته ورکولی شو.

ځينېو کښې   دمهمو ديني فرائضو او مسولیتونو په اړه ټينګار راغلی دی، ځينې د حق وينا او حق نه پټولو سره تړل شوي دي، دا مواثيق  تقريبا د حقوق الله، حقوق العباد  او د مهم ديني مسوليتونو ټولې  مهمی شعبې احاطه کړي.


د ٨٤ تفسير:

له بني اسرائيلو نه چې کوم تعهدات اخيستل شوي ول، ځينې يې په دې ايت کښې بيان شوي دي د دغو تعهداتو خلاصه په لاندې توګه ده:


خپلې وينې به نه تويوئ، يعنې يو بل به نه وژنئ، ځکه په يو مسلمان د بل مسلمان وژل حرام دي، زموږ شريعت هم همدغه رنګ دی. دوهم دا چې  له خپلو کورونو نه به څوک نه شړئ، يعنې يو بل به  په ظلم له خپلو کورونو ځنې نه وباسئ.


(لا تسفکون او و لاتخرِجون):

دا د نفې صيغې دې خو  په معنا د نهي استعمال شويدي،  يعنې خبر په معنا د انشاء راغلی، مخکني ايت کې د لاتعبدون صيغه هم دغه رنګ ده، «له دې کبله موږ هم  د نهې ترجمه کړېده ».

(الرازي، القرطبي)


( ثم اقررتم):  کښې دې ته اشاره ده چې داخبره تاسو ته په پوره توګه  سنجيدګي او صراحت سره ويل شوې وه، او تاسو پرې اقرار هم کړی وو.


و  (انتم تشهدون):

په و انتم تشهدون کښې په  همدغه مضمون نور هم  تاکيد شوی دی، چې دا قضيه ته تاسو ته په ښه توګه معلومه ده  ځکه چې ګواهي دهغه موضوع په اړه درست منل کېږي، چې ګواهي کونکي ته واضح او درسته معلومه وي، يعنې داخبره درته ښه په سمه توګه معلومه ده، تردې چې حتیٰ ګواهي پرې هم ور کوۍ.


۸۵ - ٨٦ ايت سوره بقرة

 ثُمَّ أَنتُم هؤُلاءِ تَقتُلونَ أَنفُسَكُم وَتُخرِجونَ فَريقًا مِنكُم مِن دِيارِهِم تَظاهَرونَ عَلَيهِم بِالإِثمِ وَالعُدوانِ وَإِن يَأتوكُم أُسارى تُفادوهُم وَهُوَ مُحَرَّمٌ عَلَيكُم إِخراجُهُم أَفَتُؤمِنونَ بِبَعضِ الكِتابِ وَتَكفُرونَ بِبَعضٍ فَما جَزاءُ مَن يَفعَلُ ذلِكَ مِنكُم إِلّا خِزيٌ فِي الحَياةِ الدُّنيا وَيَومَ القِيامَةِ يُرَدّونَ إِلى أَشَدِّ العَذابِ وَمَا اللَّهُ بِغافِلٍ عَمّا تَعمَلونَ }  (٨٥). أُولئِكَ الَّذينَ اشتَرَوُا الحَياةَ الدُّنيا بِالآخِرَةِ فَلا يُخَفَّفُ عَنهُمُ العَذابُ وَلا هُم يُنصَرونَ.(٨٦).


بيا هم تاسو هغه خلک ياست! چې يو بل وژنۍ او خپل ځينې خلک له خپلو کورونو ځنې وباسۍ ، د هغوی په ضد د ګناه او تيري په  توګه مرسته کوئ؛  او که همدوی درته د بنديانو په شکل کښې راشي فديه يې ورکوئ، او کيسه داده چې له کورونو نه شړل يې هم درباندې حرام ګرځولي شويدي،  آيا د کتاب « تورات» په يوه برخه ايمان لرۍ او له بلې  برخې نه  يې  انکار کوۍ؟  په تاسو کې چې څوک داسې کار کوي، د هغه سزا له دې پرته بل څه کېدای شي چې دنيا کښې بايد خوار او ذليل شي او د قيامت په ورځ سخت عذاب ته ور وګرځول شي ، الله تعالی ستاسو له کړنو نه ناخبره نه دی.(۸۵). دا هغه خلک دي چې د اخرت په مقابل کښې  يې دا لږ ژوند( د دنيا ژوند)  ته ترجيح ورکړې ده، نو د دوی په عذاب کې به  تخفيف ونکړای شي او نه به له دوی سره( اخرت کښې) مرسته وکړای شي.(٨٦).


د ۸۵ آيت تفسير:

  په ۸۴ ايت کښې تير شوي چې له يهودو نه دا عهد اخيستی شوی و، چې خپلو کې به يو بل نه وژنئ او نه به يو بل د ظلم په توګه له وطن نه شړئ، خو يهود  په دې کلک تعهد ټينګ پاتې نه شول بلکې يوې قبيلې به يې له بلې سره جنګونه کول او د مغلوب کېدو په صورت کښې به يې مغلوبه قبيله  له  کورونو نه هم شړل، جلا وطن کي يې، مال ، دارائي او جايدادونه  به يې ترې  قبضه کول.

مدينه منوره کښې د عربو دوه قبيلې ( اوس او خزرج)  او د يهودو درې مشهور  قبائل:  بنو نضير، بنو قريظه او بنو قینقاع اوسېدل.

بنوقریظه له اوس سره او بنو قینقاع او  بنو نضير له خزرج سره تړون درلود، کله به چې د اوس او خزرج جنګ ونښته يهودان به هم له خپلو ، خپلو حليفانو سره ودرېدل، په دې ترتيب به  يهودان هم د خپلو نورو يهودانو وروڼو  له لاسه وژل کېدل يا به جلا وطن کېدل، بيا  په دوی کښې دا دود  هم شتون درلود چې جنګ کې به  کوم  يهودي  اسير شو غالبې قبيلې به له مغلوبې قبيلې نه فديه واخیسته اسير به يې ورته آزاد کړ، که چا به پيغور ورکړ چې  ولې مو ازاد کړ؟ تاسو خو لږ مخکې ورسره جنګ درلود، ځواب به يې ورته په دې استدلال خوشي کولو چې دا تورات کې راغلي چې يهودي بايد  غلام نه  وي، هغه  بايد له غلامي نه ازاد‌ کړای شي، نو موږ  هم هغه حکم عملي کوو چې فديه اخلو او اسيران خوشې کوو، په دې اړه ورته قرآن وايي:  چې دې حکم ته خو ملاتړلي ولاړ یاست، خو  دا مو هېر شو چې تاسو نه تعهد اخيستل شوی و، چې يو بل به نه وژنئ او  نه به يې له وطن او کور کلي ځنې  شړۍ ، دا دواړه حکمونه ښه په جرئت سره ماتوئ او د فديه اخيستلو حکم مو کلک نيولی دی ، په دې ترتيب سره خو تاسو د کتاب يوه برخه منۍ او بله  برخه یې نه منۍ ، سره له دېنه چې دا سخت جرم او غټه ګناه ده [چې د الله ځينې احکام ومنل شي او له ځينو نه انکار وشي] د دې کړنې  پای  د دنيا ذلت او اخرت کې د جهنم سخت عذاب دی.


متقدمينو کښې مشهور مفسر السدي دا آيت داسې تفسير کړی:

قال السّدي : إن الله أخذ على بني إسرائيل في التوراة ألاَّ يقتل بعضهم بعضاً ، ولا يخرج بعضهم بعضاً من ديارهم ، وأيّما عبد أو أمة وجدتموه من بني إسرائيل فاشتروه بما قام من ثمنه وأعتقوه ، وكانت " قريظة " حلفاء " الأوس " ، " والنضير " حلفاء " الخزرج " ، وكانوا يقتلون في حرب سِنِيْنَ ، فيقاتل " بنو قريظة " مع حلفائهم ، " وبنو النضير " مع حلفائهم ، وإذا غلبوا خربوا ديارهم ، وأخرجوهم منها ، وإذا أسر رجل من الفريقين جمعوا له حتى يفدوه ، وإن كان الأسير من عدوّهم ، فتعيّرهم العرب ، ويقولون : كيف تقاتلونهم وتفدونهم ؟ قالوا : إنا أمرنا أن نفديهم ، فيقولون : فلم تقاتلونهم ؟ قالوا : إنا نستحي أن تذلّ حلفاؤنا ، فعيّرهم الله تعالى ، فقال : { ثُمَّ أَنتُمْ هَؤُلاءِ تَقْتُلُونَ أَنفُسَكُمْ } .


مفهوم دادی چې کله به يهودي اسير شو دواړو دښمنو يهودي قبيلو په شريکه د هغه د حريت لپاره فديه ورکولو کې مرسته کوله يعنې د هغه خپل مخالف يهودي د خلاصولو لپاره به يې هم مالي تاوان پريکولو، او دليل يې  د تورات حکم و، چې به ورته و ويل شو نو خپلو ديني  ورونو  سره بيا جنګ ولې کوۍ؟  ويل به يې داهم نه شو تحمل کولی چې  حليفان مو ذليل شي ( جنګ وبايلي)  له دې امله خپل يهودي ورور سره جنګ کوو، دغه تفسير د قرآن بيان ته نژدې برېخي.(موسوعة التفسیر).


د شيعه ګانو يولسم امام،  امام حسن عسکري عليه السلام( م- ۲۶۰ هق)  نه هم دغه رنګ تفسير  نقل شوی دی.

یَعْنِی هَؤُلَاءِ الَّذِینَ تُخْرِجُونَهُمْ أَیْ تَرُومُونَ إِخْرَاجَهُمْ وَ قَتْلَهُمْ ظُلْماً إِنْ یَأْتُوکُمْ أُساری قَدْ أَسَرَهُمْ أَعْدَاؤُکُمْ وَ أَعْدَاؤُهُمْ.

منظور همان‌هایی که از شهر اخراج کردید یعنی قصد اخراج و کشتار ظالمانه‌ی آن‌ها کردید اگر به دست دشمنان شما و دشمنان آن‌ها اسیر شوند [فدیه می‌پردازید].


(تفسیر اهل بیت علیهم السلام ج ۱، ص۵۱۴ بحار الأنوار، ج،۹،ص۱۸۰/ الإمام العسکری، ص۳۶۷/ البرهان.)


شهيد سيد قطب په دې اړه وائي:


ولقد كان هذا الذي يواجههم به واقعاً قريب العهد قبيل غلبة الإسلام على الأوس والخزرج. كان الأوس والخزرج مشركين، وكان الحيّان أشد ما يكون حيّان من العرب عداء. وكان اليهود في المدينة ثلاثة أحياء ترتبط بعهود مع هذا الحي وذاك من المشركين.. كان بنو قينقاع وبنو النضير حلفاء الخزرج، وكان بنو قريظة حلفاء الأوس. فكانت الحرب إذا نشبت بينهم قاتل كل فريق مع حلفائه؛ فيقتل اليهودي أعداءه، وقد يقتل اليهودي اليهودي من الفريق الآخر - وهذا حرام عليهم بنص ميثاق الله معهم - وكانوا يخرجونهم من ديارهم إذا غلب فريقهم وينهبون أموالهم ويأخذون سباياهم - وهذا حرام عليهم بنص ميثاق الله معهم - ثم إذا وضعت الحرب أوزارها فادوا الأسارى، وفكوا أسر المأسورين من اليهود هنا أو هناك، عندهم أو عند حلفائهم أو أعداء حلفائهم على السواء - وذلك عملاً بحكم التوراة وقد جاء فيها: إنك لا تجد مملوكاً من بني إسرائيل إلا أخذته فأعتقته..( تفسير ظلال القرآن).


د ٨٦ آيت تفسير:

  د انسان په  مخ کښې، دوه لارې دي يوه د دنيا د لذتونو، خوندونو، عیش او عشرت لار ده،  که څوک په دې دنيا کښې لکه شتر بې مهار غوندې رويه اختيار کړي، د روا او ناروا حدود مات کړي، د قرآن له مخې  ده لپاره به اخرت کښې مشکلات او سختۍ شته وي او د هغه ځای د لذتوتنو او مزو نه به محروم پاتې  کېږي، او س د انسان خوښه ده چې کومې لارې ته ترجيح  ورکوي؛  دلته د يهودو په اړه  و ويل شول: چې دوی د دنيا ژوند ته ترجيح او د اوليت حق ورکړی دی، له دې امله يې  هغه دنيا لازماً  خرابه ده.


ورته مطالب
+