18-10-2024 مولانا عبدالصبور عباسي
سورة البقرة رکوع ١١ (۸۷ - ٩٦ آیت)
۸۷ ايت سوره بقرة
وَلَقَد آتَينا موسَى الكِتابَ وَقَفَّينا مِن بَعدِهِ بِالرُّسُلِ وَآتَينا عيسَى ابنَ مَريَمَ البَيِّناتِ وَأَيَّدناهُ بِروحِ القُدُسِ أَفَكُلَّما جاءَكُم رَسولٌ بِما لا تَهوى أَنفُسُكُمُ استَكبَرتُم فَفَريقًا كَذَّبتُم وَفَريقًا تَقتُلونَ. (٨٧)
او يقیناً موږ موسی ته کتاب( تورات) ورکړی وو، او له هغه ورسته مو پرله پسې پيغمبران ولېږل او عيسی ابن مريم ته مو څرګندې معجزې ورکړې او په روح القدس مو د هغه مرسته وکړه، ولې داسې نه ده چې کله هم تاسو ته يو پيغمبر له داسې تعليماتو سره راغلی چې ستاسو نه وو خوښ، له منلو نه مو تکبر
٫٫سرغړونه،، کړی دی، ځينې٫٫انبياء،، مو درواغجن وګڼل او ځينې مو و وژل.(۸۷).
د ۸۷ آيت تفسير:
له دې ځای نه ۹۳ ايت پورې انبياؤ او آسماني تعليماتو سره د دوی د ناوړه سلوک یادونه کېږي.
(و قفینا):
دا لفظ له « قفا » نه اخيستل شوی، ٫٫قفا،، څټ ته وايي، هدف ترې دادی چې موسی عليه السلام نه وروسته مو يو په بل پسې انبياء ولېږل.
ساده پښتو معنا يې ده: څټ په څټ { شا په شا } مو کړل هغه پسې انبياء؛ يو کس چې بل پسې راځي د مخکني په څټ پسې روان وي، دېته وايي: عربۍ کښې "تقفية"
(البینات):
له البينات نه مراد هغه څرګندې نښې، نښانې ٫٫معجزات،، دي، چې هر حق پلوی، او رښتيا خوښی انسان يې وګوري په دې پوهېږي چې رښتيا مسيح عليه السلام د خدای ریښتونی پيغمبر دی.
(روح القدس):
له روح القدس نه درې شيان مراد کېدای شي، لومړی: علم الوحي "د وحې علم" دوهم: جبرائيل عليه السلام؛ چا چې وحې راوړې وه.. دريم: پخپله د عيسی ابن مريم پاک روح، کوم چې الله قدسي صفات او سپېڅلی ګرځولی وو.
د جبرائيل عليه السلام مرسته د عيسی ابن مريم د پيدائښت له وخت نه پيل شوې وه، د پيدايښت وخت کښې يې مرسته دا وه چې هغه يې د شيطان د مس او ټچ نه بچ کړ، يهود چې د هغه د مرګ پسې شول، دالله په حکم يې ورته له وژنې نه ژغورنه وکړه او د يهودو د دښمنۍ د شدت په وخت کې يې اسمان ته هم پورته کړ او داسې نور.
سورة بقرة ایت ٨٨- ٨٩.
وَقالوا قُلوبُنا غُلفٌ بَل لَعَنَهُمُ اللَّهُ بِكُفرِهِم فَقَليلًا ما يُؤمِنونَ.(٨٨).وَلَمّا جاءَهُم كِتابٌ مِن عِندِ اللَّهِ مُصَدِّقٌ لِما مَعَهُم وَكانوا مِن قَبلُ يَستَفتِحونَ عَلَى الَّذينَ كَفَروا فَلَمّا جاءَهُم ما عَرَفوا كَفَروا بِهِ فَلَعنَةُ اللَّهِ عَلَى الكافِرينَ. (٨٩).
او دوی وايي: زمونږ زړونه په پردو کښې دي، بلکې الله د دوی د کفر له امله پر دوی لعنت کړی، په دوی کښې لږ خلک هغه دي چې ايمان راوړي.(۸۸).
او کله چې دوی ته د الله له اړخه داسې کتاب ٫٫قرآن،، راغی چې دهغه کتاب تصديق يې کولو چې له دوی سره له پخوا نه موجود و او دوی د دې کتاب ٫٫قرآن،، له راتلو نه مخکې د کفارو مقابل کښې د فتحې او نصرت دعا ګانې غوښتې، خو کله چې ورته هغه شی راغی چې دوی پېژنده، انکار ئې ترې وکړ، نو په کافرانو د د خدای لعنت وي.(۸۹).
د ۸۸ آيت تفسير:
( قلوبنا غلف): يعنې موږ په خپلو عقيدو او افکارو باندې دومره ټينګ يو چې ستا وينا په موږ اغېز نه کوي ، ستا خبرې زموږ په زړونو کې ځای نه نيسي.
دا هغه څه دي چې ټول هغه متعصبين يې وايي، چې په زړونو او ذهنونو باندې يې، قومي ، نژادي، لساني ، مذهبي او يا کوم بل قسم جاهلي تعصب حاکم شوی وي. دوی دا په عقیدې د ټینګښت په نوم يو فضیلت ګڼي، که څه هم په انسان کې له دې نه لوی عیب بل نشته چې په خپلو دودیزو عقایدو او افکارو ولاړ پاتې شي، که د هر څومره قوي دلیل په آساس یې غلطي ثابت هم شي.
(غلْف):
غلف جمع د اغلف ده، اغلف هغه شي ته وايي چې پرده کښې بند وي، يعنې زموږ زړونه په پردو اوغلافونو کې بند دي، ستا خبره ورته د دننه کېدو لار نه لري. معنا داچې موږ په خپله عقيده ښه کلک ولاړ يو دبل چا خبره زموږ زړه ته د ننوتو لار نه لري.
يو قراءت غلُف په ضمه ٫٫پېښ،، د لام سره راغلی دی، معنا يې جوړېږي چې زړونه مو د علم لوښي دي یا زړونه مو له علم نه ډک دي، يعنې ستا علم ته مو ضرورت نشته دی.
(بل لعنهم الله بکفرهم).
د دوی د پاسنۍ وينا په جواب کښې الله وفرمايل:
چې زړونه مو په پردو کې نه دي، ځکه په تخليقي لحاظ سره الله انسان د حق د قبلولو له استعداد سره تخليق کړی، له حق نه الله د هېڅ چا زړه په پرده کې کړی نه دی، خو له دوی نه چې د حق د قبلولو استعداد سلب شوی، د دې اصلي لامل دادی چې د دوی د کفر او ناوړه اعمالو له امله الله دوی له خپل رحمت نه لېرې کړيدي، له دې امله يې له زړونو نه د حق د قبول استعداد سلب شوی دی او دا خبره چې يهود وايي: زموږ زړونه د علم لوښي دي [له علم نه ډک دي] دا هم درسته نه ده، ځکه دا ټولو ته څرګنده ده چې د دين په اړه د يهودو معلومات ډېر لږ او نيمګړي دي، يهوديان هم د نورو قومونو په څېر په ډېرو خرافاتو کښې اخته ول، ممکن د خرافاتو بڼه او څېره یې متفاوت وه، خو دوی هم لکه نور مشرک قومونه په مختلف قسم خرافاتو او سوء اعتقاد کښې اخته شوي وو.
(فقليلا مايؤمنون): د دې يوه معنا ده: په دو کښې لږ خلک داسې دي چې ايمان راوړي. دا معنا سلفو کښې قتادة رحمه الله او ځينو نورو کړېده. دوهمه معنا ده: دوی لږ ايمان راوړي، يعنې بشپړ ايمان نه راوړي، يعنې د خدای په ټولو تعلیماتو ایمان نه لري.
ځکه ايمان خو يې په هغه صورت کې بشپړ کېږي چې په نبي اخرالزمان او د هغه په ټولو راوړل شوو تعليماتو ايمان راوړي، لکه چې په قرآن کې د دوی د لږ ايمان په اړه دوی ته ويل شوي:
أفتؤمنون ببعض الکتاب وتکفرون ببعض. ٫٫آيا د کتاب په ځينو برخو إيمان راوړۍ او له ځينو نه انکار کوۍ.
الله له انسان ځنې د تاریخ په اوږدو کې دا غوښتنه کړېده چې زما ټول تعليمات و منئ، لکه قرآن وايي:
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا ادْخُلُوا فِي السِّلْمِ كَافَّةً وَلَا تَتَّبِعُوا خُطُوَاتِ الشَّيْطَانِ ۚ إِنَّهُ لَكُمْ عَدُوٌّ مُّبِينٌ.(البقرة، ۲۰۸)
٫٫ای مؤمنانو! په اسلام کې پوره پوره داخل شئ او د شیطان په نقش قدم مه روانېږئ ، يقينا هغه ستاسو ښکاره دښمن دی،،.
او داسې نور آياتونه چې له مسلمان نه دا غوښتنه کوي چې د الله بشپړ تعليماتو ته سر ټيټ کړي.
دا په شرعي ايمان کې نه حسابیږي چې د الله ځينې احکام او تعليمات ومنل شي او له ځينو نه انکار وکړای شي.
قرآن وايي:
أَفَتُؤْمِنُونَ بِبَعْضِ الْكِتَابِ وَتَكْفُرُونَ بِبَعْضٍ ۚ فَمَا جَزَاءُ مَن يَفْعَلُ ذَٰلِكَ مِنكُمْ إِلَّا خِزْيٌ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا ۖ وَيَوْمَ الْقِيَامَةِ يُرَدُّونَ إِلَىٰ أَشَدِّ الْعَذَابِ ۗ وَمَا اللَّهُ بِغَافِلٍ عَمَّا تَعْمَلُونَ (۸۵). أُولَٰئِكَ الَّذِينَ اشْتَرَوُا الْحَيَاةَ الدُّنْيَا بِالْآخِرَةِ ۖ فَلَا يُخَفَّفُ عَنْهُمُ الْعَذَابُ وَلَا هُمْ يُنصَرُونَ (البقره، ۸۶).
٫٫ ايا تاسو د الکتاب[ تورات] په ځينو برخو إيمان را وړۍ او ځينې يې نه منۍ، څوک چې دا کار کوي ، دهغه جزاء د دنيا رسوايي ده او داچې د قيامت په ورز به سخت عذاب ته واپس کړی شي، الله ستاسو له اعمالو نه ناخبره نه دی.(۸۵)
داهغه خلک دي چې د اخرت په مقابل کې يې د دنيا ژوند ته ترجيح ورکړې ده، نو په دوی به عذاب تخفيف نه شي او نه به هلته له دوی سره مرسته وشي،،.۸۶.
د يهوديانو حال دا وو چې د خدای ځينې تعليمات يې منل او ځينې يې نه عملي کول يا د حيلو حوالو په ذريعه يې ترېنه ځان خلاصولو.
نن سبا مسلمان امت هم په دغه بیمارۍ کښې اخته شوی دی، چې دخدای کوم تعلیمات یې خوښ وي، هغه مني او کوم چې د دوی له خواهشاتو سره اړخ نه لګوي، له هغه احکامو نه په مختلفو حیلو بهانو د ځان خلاصولو کوښښ کوي.
د ۸۹ آيت تفسير:
په مدينه منوره کې ډېر يهودان اوسېدل، د عربانو مقابل کښې دوی کمزوري ول، په مټ کښې عربان پرې تکړه ول، دوی به عربانو ته ويل: دا د اخرې زمانې د پيغمبر د ظهور زمانه ده، نن دی که سبا د اخرې زمانې پيغمبر به ظهور کوي، د هغه په ملګرتيا کښې به الله موږ ته غلبه او قوت راکوي، تاسو د بتانو پرستش کوۍ او موږ د يو خدای عبادت کونکي يو ، موږ به له هغه پيغمبر سره ملګري کېږو او په مشرکينو به غالب کېږو.
کله چې محمد ﷺ په مکه مکرمه کې د عربانو په يوه قبیله [ قريشو] کې څرګند شو، يهودو د قومي تعصب له امله د هغه دعوت ته ليوالتيا ښکاره نه کړه ، خو د مدينې عربانو بيړه وکړه ايمان پرې راوړ، په ايمان کې يې له يهودانو نه سبقت وکړ په داسې حال کښې چې د دوی د معلوماتو ذریعه د يهودانو کيسې او وړاندوينې وې.
خو عربانو ته د تعجب خبره دا وه چې دوی کله يهودو ته د اخرې زمانې په پيغمبر د إيمان دعوت ورکړ، هغوی دا دعوت په کلکه رد کړ او له منلو نه يې انکار وکړ، سره له دېنه چې د محمد عليه السلام په اړه يې بشپړ معلومات درلودل، بلکې د اخرې زمانې د پيغمبر د راتلو وړاندوينې به يې کولې ، په عربانو د غلبې لپاره د نبي آخرالزمان په طمعه ول، خو کله چې د اخرې زمانې پيغمبر په قریشو کې راغی دوی ترې انکار وکړ، بالاخره قوم پرستي په يو ريښتوني نبي کفر کولو ته اړ کړل.
د دې ښه بيلګه د أم المؤمنين حضرت صفیه رضي الله عنها کيسه ده ، چې فرمايي: زما پلار او تره د يهودو عالمان ول، کله چې نبي پاک ﷺ مدينې منورې ته تشریف راوړ، دواړه د نبي پاک ﷺ څنګ ته تللي ول، ډیرې خبرې يې ورسره وکړې، کله چې کور ته راغلل آکا مې له پلار نه پوښتنه وکړه، دا همغه نبي دی چې زموږ کتابونو کې یې خبر ورکول شوی دی؟ پلار مې و ويل: په خدای قسم دا همغه نبي دی، آکا مې و ويل: څه اراده مو ده ايمان به پرې راوړو؟ پلار مې و ويل: تر څو ژوندی یم مقابله به يې کوم، کوښښ به کوم چې مخه يې ونيسم [ تفهيم القرآن]
دا د يهودو د علماوو حالت وو چې فقط د قومي تعصب له امله یې د حق دعوت، ریښتوني پيغمبر او درستې عقيدې مقابله کوله، د قوم پرستۍ پايلې همدغه راز ناوړې وي، انسان بايد حق پرست او خدای پرست وي نه قوم پرست؛ چې چېرته حق وي هلته بايد موږ يو، هذا هوالحق وماذا بغدالحق الا الضلال.
(يستفتحون علی الذين کفروا): قاضي بيضاوي د دې آيت تفسير کښې فرمايي:
يستنصرون على المشركين ويقولون: اللهم انصرنا بنبي آخر الزمان المنعوت، في التوراة. أو يفتحون عليهم ويعرفونهم أن نبياً يبعث منهم، وقد قرب زمانه.(بيضاوي)
د بیضاوي په او نورو آند د يستنصرون دوه معناګانې دي.
لومړۍ داچې دوی به دا د عاګانې کولې، چې ای الله! د آخرې زمانې د پيغمبر په ذریعه زموږ مرسته وکړئ
دوهمه دا چې يهودو ته به يې د نبي اخرالزمان په اړه معلومات ورکول، چې په اخره زمانه کښې به په موږ [ يهودو] کښې يو پيغمبر راځي او زمانه ئې را نژدې شوې ده، دا معلوماتو يو قسم د وېرونې بڼه درلوده او هم د يهوديت د برلاسۍ زېری و.
ابن جرير الطبري په مختلفو سندونو لس اته روايات ذکر کړيدي چې خلاصه يې همدا ده چې يهودو به په مشرکينو د غلبې غوښتنه د محمد صلی الله علیه وسلم په راتلو سره کوله، چې د ده راتګ به زموږ دغلبې پيلامه وي او کله به يې د اخرني نبي د راتلو لپاره دعاء کوله چې راشي تر څو يهود په خپلو دښمنانو غالب وګرځي.
د ابو العالية رحمه الله [ المتوفیٰ ۹۳ھ] روايت:
يقولون: اللهمّ ابعث هذا النبـيّ الذي نـجده مكتوبـاً عندنا حتـى يعذّب الـمشركين ويقتلهم فلـما بعث الله مـحمداً ورأوا أنه من غيرهم كفروا به حسداً للعرب، وهم يعلـمون أنه رسول الله صلى الله عليه وسلم.
ژباړه:
يهودو به ويل: ای الله ! هغه پيغمبر چې موږ تورات او انجيل کښې دهغه په اړه لوستي، زر را ولېږه چې مشرکينو ته عذاب ورکړي او مړه يې کړي، کله چې الله تعالی محمد صلی الله عليه وسلم را ولېږه او دوی ولېدل چې دا خو بل قوم کې مبعوث کړل شو، له عربانو سره د حسد له امله يې ترې انکار وکړ او دوی ښه پوهېدل چې دا د الله اخرني پيغمبر دی. (جامع البیان في تفسيرالقران).
(د توسل مسئله):
ځينو له دې آيت نه دا ثابته کړېده چې د نيکانو خلکو په مخ له الله ځنې سوال کول جائز دي، دې ايت نه دا مسئله ثابتول بې ځايه سينه زوري ده، ځکه دا مسئله له دې آيت سره څه پيوند نه لري او نه يې پيوند جوړېږي، د مسلکي تعصب په آساس خلک دا کوښښ کوي چې خپل د مسلک مسائلو ته خامخا له کوم آيت يا حديث سره ارتباط ورکړي، خو دلته داسې څه نه ښکاري چې موږ ترې په ذواتو توسل ثابت کړو، د ايت ساده تفسير دمفسرينو د اقوالو په رڼا کښې تاسو ولوستل.
(په ذواتو توسل):
د دې مسئلې په اړه د علماوو دوه اقوال مخې ته راغلي، يو جماعت وايي، په ذواتو توسل روا دی، بل جماعت وايي: په ذواتو توسل نه دی جائز بلکې بدعت دی.
که له توسل سره مالي، بدني او لساني عبادت، يو ځای نه شي او نيت هم د شرک له شائبې نه پاک وي، د چا په نوم چې توسل کېږي نه له هغه مرسته و غوښتل شي او نه د دعاء په اجابت کښې د هغه قدرت دخيل و ګڼل شي، فقط د هغه په مخ له الله نه سوال وشي، چې څوک جائز ګڼي دغه رنګ توسل جائز ګڼي.
او دوهم جماعت دغه رنګ توسل هم بدعت ګڼي، دليل دا وايي: چې قرآن او سنت کې د دې د جواز دليلونه نشته دي، کوم احاديث چې د دې په جواز کښې راوړل کېږي ځنې يې ضعيف ګڼي او د ځينو په اړه وايي چې د مدعیٰ په اثبات کښې صريح نه دي.
,(هره نوع توسل ناروا هم نه دی):
دوی وايي، الله ته د هغه په مبارکو نومونو توسل روا دی، لکه الله تعالی فرمايي:
وَلِلَّهِ الْأَسْمَاءُ الْحُسْنَىٰ فَادْعُوهُ بِهَا ۖ وَذَرُوا الَّذِينَ يُلْحِدُونَ فِي أَسْمَائِهِ ۚ سَيُجْزَوْنَ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ.
( الاعراف- 180)
دوهم: په خپلو نيکو اعمالو توسل هم روا دی، لکه لمونځ، صدقه، تلاوت او نور اعمال.
وَاسْتَعِينُوا بِالصَّبْرِ وَالصَّلَاةِ ۚ وَإِنَّهَا لَكَبِيرَةٌ إِلَّا عَلَى الْخَاشِعِينَ ( البقرة:45)
دريم: د چا په دعاء هم توسل درست دی چې چاته و واياست چې ماته دعاء وکړه چې الله مې مشکل حل کړي،
عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ، أَنَّ عُمَرَ بْنَ الخَطَّابِ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ، كَانَ إِذَا قَحَطُوا اسْتَسْقَى بِالعَبَّاسِ بْنِ عَبْدِ المُطَّلِبِ، فَقَالَ: «اللَّهُمَّ إِنَّا كُنَّا نَتَوَسَّلُ إِلَيْكَ بِنَبِيِّنَا فَتَسْقِينَا، وَإِنَّا نَتَوَسَّلُ إِلَيْكَ بِعَمِّ نَبِيِّنَا فَاسْقِنَا»، قَالَ: فَيُسْقَوْنَ.
٫٫أنس رضي الله عنه نه روايت دی چې حضرت عمر به د قحط وخت کښې په عباس رضي الله عنه استسقاء کوله ويل به يې ای الله! موږ به تاته ستا دنبي د [ دعاء] په وسيله باران غوښته اوس ستا دنبي د تره د[ دعاء] په وسيله باران غواړو ته په موږ باران وکړه، نو الله به باران کولو،،.( بخاري - الاستسقاء)
د پيغمبر صلی الله عليه وسلم وسلم په وخت کښې د استسقاء ترتيب همدا وو چې خلکو به نبي علیه السلام ته ويل: چې موږ ته دباران دعاء وکړه،بیا نبي پاک ﷺ به دعاء کوله.
دغه ډول توسلونه قرآن او سنت کښې وارد دي ، په اړه يې د علماوو تر منځ اختلاف هم نشته. لکن د چا په مخ سوال کول ځينو بدعت ګنلی امام ابن تيمييه په دې اړه کتاب ليکلی دی، نوم يې دی
القاعدةالجليلة في التوسل والوسيلة.
( ايا په ذواتو توسل شرک دی):
په دې اړه د علماوو اتفاق دی چې په ذواتو الله ته توسل [د خپلو شرائطو سره ] شرک نه دی، که د غيرالله عبادت، نذر، نياز يا د عقيدې خرابوالی ورسره يو ځای نه شي، دا د عامو علماوو عقيده ده، پاتې شول غاليان او افراطيان د هغو د خبرې اعتبار نشته دی.
( په ذواتو توسل وکړو او که نه) ؟
د کوم شي په جواز کښې چې د علماوو اختلاف راغی پرېښودل يې غوره دي، دېته وايي: الخروج من خلاف العلماء [ د علماوو له خلاف نه وتل] تر دې چې د مولانا اشرف علي رحمه الله خاص شاګرد مولانا ظفر احمد عثماني رحمه الله ليکلي: چې کله د يو عمل سنت او بدعت کېدو کې اختلاف شو، د حنفي فقهې قاعده دا ده چې دا عمل باید پرېښودل شي. (احکام القرآن تحت قوله و قولوا راعنا).
د دې فقهي قاعدې او د د لائلو د ضعف او عدم صراحت له امله په ذواتو توسل بايد پرېښودل شي، دا ښه ګنو. دې کښې د عقیدې د فاسد کېدو امکان هم ختمېږي. خو که چا د شرايطو د رعايت کولو سره په ذواتو توسل وکړ دمشرک او بدعتي اطلاق پرې درست نه دی.
۹۰ ايت.بقره.
بِئسَمَا اشتَرَوا بِهِ أَنفُسَهُم أَن يَكفُروا بِما أَنزَلَ اللَّهُ بَغيًا أَن يُنَزِّلَ اللَّهُ مِن فَضلِهِ عَلى مَن يَشاءُ مِن عِبادِهِ فَباءوا بِغَضَبٍ عَلى غَضَبٍ وَلِلكافِرينَ عَذابٌ مُهينٌ. (٩٠).
دوی خپل ځانونه په ډېره ناکاره بيه وپلورل، هغه دا چې له هغه څه ځنې انکار کوي چې الله يې نازلوي،
د دې ضد له امله چې الله خپل فضل په خپل بندګانو کښې په هغه چا نازلوي چې اراده ورته کوي، نو دوی د غضب د پاسه د غضب مستحق وګرځېدل او کافرانو ته سپکونکی عذاب شته دی.(۹۰).
د ۹۰ آيت تفسير:
دا آيت موږ ته څرګندوي چې له نبي اخرالزمان څخه د يهوديانو د انکار علت قومي عصبيت او ضد و، دوی چې د اخرالزمان د پيغمبر وړاندوينې کولې او مشرکين يې پرې تهديدول هغه هم په دې اساس و چې دا پيغمبر به د يهودو له قوم څخه وي، کله چې نبي اخرالزمان په بل قوم کښې راغی نو دوی د ضد او حسد له امله ترې انکار وکړ، قرآن د دوی د انکار د علت په تړاو د "بغيا" کلمه استعماله کړېده چې د ضد، حسد او تېري معناګانو کښې جامع ده، له محمد صلی الله عليه وسلم څخه د دوی د انکار لامل، عربانو سره ضد او حسد و، چې ولې داخرې زمانې پيغمبر بني اسماعيل کښې راغی او د دوی دا کار ښکاره تېری او له حدودالله نه څرګند تجاوز هم وو.
د دوی دا کړنه دا معنا هم ورکوي چې په الله تعالی یې اعتراض درلود چې پيغمبر يې ولې بل قوم کښې ولېږه، په نورو ټکو کې: د پيغمبر د انتخاب حق يې خپل لاس کښې د نيولو بې فائدې کوښښ کولو، دا نو ستر جهالت او بې حيائي ده چې څوک دومره غرور کښې اخته وي چې د الله په اختياراتو کې هم مداخله کوي.
دا خو د الله مشيت پورې اړه لري چې هرڅوک د نبوت لپاره مناسب وګڼي انتخاب او مبعوث يې کړي، يهوديانو دا غلطه عقيده درلوده چې نبوت د اسرائیل د نسل قومي استحقاق دی، له دې امله يې د خپلو تربورانو يعنې بني اسماعیلو نبي نه منلو.
(فباءوا بغضب علیٰ غضب):
د غضب د پاسه غضب معنا داده: چې د خدای لومړی غضب هغه وخت پرې وشو چې له عيسیٰ بن مريم څخه يې انکار وکړ او دهغه نبوت يې تسلیم نه کړ، دوهم غضب پرې دا وشو چې د محمد صلی الله عليه وسلم له نبوت نه يې انکار وکړ دا تفسير يا تشريح ابوالعالية رحمه الله کړی دی، (ابن کثير) د دې نور تعبيرات هم مفسرينو کړيدي، د ډېرو تغييراتو علت دادی چې په يهودو ډېر غضبونه شوي د چا يوې پېښې ته پام شوی او د چا بلې ته، خو ماته د ابو العاليه رايه له دې امله راجح ښکاره شوه چې دا رأيه دواړه غضبونه له نبوت ځنې له انکار سره تړي، لومړی د مسيح عليه السلام نبوت او دوهم د محمد صلی الله عليه وسلم نبوت او دا دواړه د عقيدې له پلوه ډېری مهمې او پرېکړه کونکې پېښې هم دي.
سورة بقرة ۹۱ ۹۲- ۹۳- آيت
وَإِذا قيلَ لَهُم آمِنوا بِما أَنزَلَ اللَّهُ قالوا نُؤمِنُ بِما أُنزِلَ عَلَينا وَيَكفُرونَ بِما وَراءَهُ وَهُوَ الحَقُّ مُصَدِّقًا لِما مَعَهُم قُل فَلِمَ تَقتُلونَ أَنبِياءَ اللَّهِ مِن قَبلُ إِن كُنتُم مُؤمِنينَ.(٩١). وَلَقَد جاءَكُم موسى بِالبَيِّناتِ ثُمَّ اتَّخَذتُمُ العِجلَ مِن بَعدِهِ وَأَنتُم ظالِمونَ.۹(٩٢). وَإِذ أَخَذنا ميثاقَكُم وَرَفَعنا فَوقَكُمُ الطّورَ خُذوا ما آتَيناكُم بِقُوَّةٍ وَاسمَعوا قالوا سَمِعنا وَعَصَينا وَأُشرِبوا في قُلوبِهِمُ العِجلَ بِكُفرِهِم قُل بِئسَما يَأمُرُكُم بِهِ إيمانُكُم إِن كُنتُم مُؤمِنينَ.(۹۳).
او کله چې دوی ته وويل شي: ايمان راوړئ په ټولو هغو کتابونو چې الله نازل کړي دي، دوی وايي: موږ ايمان راوړو په هغه کتاب چې پر موږ نازل شوی دی، او [ حال دادی] چې دوی له هغه نه پرته د نورو کتابونو له منلو څخه انکار کوي ، په داسې حال کښې چې دا نور هم حق دي، تصديق کونکي دي، د هغه کتاب چې له دوی سره دی.
ورته و وايه: ولې مو له دېنه مخکښې د خدای پيغمبران وژلي دي، که رښتيا هم تاسو [په خپل کتاب] ايمان لرونکي ياست.(۹۱). او يقينآٓ تاسو ته موسیٰ له روښانه نښو٫٫ معجزو،، سره راغلی و، بیا تاسو داسې ظالمان واست چې له دېنه وروسته مو هم له خوسي نه معبود جوړ کړ.(۹۲).
او کله چې مو له تاسو نه کلکه وعده واخيسته او طور ٫٫غر،، مو په تاسو پورته کړ ٫تاسو ته مو و ويل،: هغه څه چې موږ درکړي دي په جديت سره يې واخلئ! او واورئ! هغو و ويل موږ واورېدل او نافرماني
مو وکړه، د کفر له امله يې په زړونو کښې د خوسي مينه ننوتې وه، ورته و وايه ای پيغمره: هغه شی ناکاره دی چې ستاسو ايمان پرې تاسو ته امر کوي، که تاسو مؤمنان یاست.(۹۳).
د ۹۱ آيت تفسير:
د دې سورت په ٫٫ ۹۰ ،، ايت کښې دا خبره تېره شوه چې يهوديانو د حسد او ضد له امله دا تيری وکړ چې د الله له حق پيغمبر ، محمد ﷺ نه يې انکار وکړ، سره له دېنه چې دوی پوهېدل چې دا د الله ریښتونی پيغمبر دی
دلته يې د دوی دا اقرار او تصريح نقل کړې ده، چې دوی د خپل له قوم نه پرته، بل قوم کښې په راغلي پيغمبر او په هغه نازل شوي تعليمات د سره نه مني، سره له دېنه چې د هغه تعليمات حق وي او د دوی د کتاب او د هغه د تعليماتو تصديق هم وکړي، خو بيا هم دوی يې نه مني.
دې ايت کښې الله دوی ته دا هم وايي: کوم انبياء چې ستاسو قوم کښې راغلي ول او د تورات تعليمات يې منسوخ کړي هم نه وو، هغه مو بيا ولې و وژل؟ که خپله دې دعویٰ کښې ریښتوني واست چې د خپل قوم انبياء او په خپلو انبياوو نازل شوي کتابونه منو. اصلا دوی هغه انبياء ځکه وژلي ول چې د دوی د نفس د خواهش خلاف خبرې يې کړې وې. په لاندې ايت کښې الله د دوی د دې کړنې او له حق څخه د انکار اصلي لامل څرګند کړی دی:
"أَفَكُلَّمَا جَآءَكُمْ رَسُولٌ بِمَا لاَ تَهْوَىٰ أَنفُسُكُم ٱسْتَكْبَرْتُمْ فَفَرِيقًا كَذَّبْتُمْ وَفَرِيقًا تَقْتُلُونَ}". [البقرة: 87]
د دې آيت مفهوم دادی چې کله هم کوم پيغمبر ستاسو د نفس د خواهش خلاف تعليمات وړاندې کړي دي هغه مو درواغجن ګنلی يا مو وژلی دی، يعنې تاسو فقط د نفس د غوښتنو بندګان ياست، دمنلو او رد کولو بل کوم معيار درسره نشته دی. دا د قوميت او اسرا ئيلي نسل خبره ئې ممکن د خپلو عامو خلکو د دوکه کولو لپاره کوله.
د ۹۲ آيت تفسير:
يعنې تاسو ته د موسی عليه السلام د نبوت په اړه څه شک او اشتباه نه وه پاتې د هغه څرګندې معجزې په دې شاهد وې چې هغه د الله رسول دی، ځکه چې داسې ستر خارق عادت کارونه له نبي نه پرته بل څوک نه شي ترسره کولی.
(د موسی عليه السلام معجزات):
د موسی عليه السلام د معجزاتو تفصیلي يادونه قرآن کريم کړېده چې خلاصه يې امام قرطبي رحمه الله دا سې بيان کړېده :
وهي العصا، والسُّنون، واليد، والدّم، والطُّوفان، والجراد، والقُمّل، والضفادع، وفلق البحر. وقيل: البينات التوراة، وما فيها من الدلالات.
"عصا، روښانه لاس، قحط، وينه، طوفان ،ملخ، سپګۍ، چندښې، د بحر څېرې کېدل"
*-- ځينو ويلي له "بينات" ځنې مراد تورات او هغه کښې چې د موسی علیه السلام د نبوت د صداقت کومې نښې او دلائل دي.
که دا هدف شي هم ممکن ده، خو په دې کښې فقط دومره خبره ده چې تورات په مصر کښې نه و نازل شوی، بلکې کله چې موسی علیه السلام کوه طور ته لاړ چې تورات راوړي، په دغه فرصت کښې دوی د سامري په لمسونه خوسی معبود جوړ کړ، د زماني ترتيب خبره دلته له دغه تفسير څخه مانع جوړېږي.
والله اعلم.
(و انتم ظالمان) :
د ظلم اطلاق قرآن کښې په شرک هم شوی دی او ظلم دېته هم وايي: چې يو شي ته خپل بشپړ حق ورنکړل شي يا يو شی بې ځايه استعمال شي.
دلته هم بني اسرائيلو معجزاتو ته خپل بشپړ حق نه دی ورکړی، ظلم يې ورسره کړی دی، ځکه معجزات الله د لارښونې لپاره لېږي، چې د درستې لارې پيدا کولو کښې انسان سره مرسته وکړي، خو دوی ترې دا استفاده ونه کړه، ځکه د معجزاتو له ليدلو سره هم هغه شان په ګمراهۍ کښې پاتې ول، د خپل پيغمبر په ژوند کې د شرک غوندې ستره ګناه کښې اخته شوي دي.
(من بعده):
د دې ابن جرير دوه ترجمې ليکلي دي : ابن جرير د دې دوه ترجمې ليکلي دي :
لومړۍ: طور ته د موسی علیه السلام له تللو وروسته مو خوسی معبود جوړ کړ ٫٫من بعد ذهابه،،. دوهمه
ثم اتـخذتـم العجل من بعد مـجيء البـينات وأنتـم ظالـمون.: ٫٫بيا مو د بيناتو له راتلو وروسته له خوسی ځنې معبود جوړ کړ، دا ترجمه د قرآن له ظاهر سره ښه سمون خوري،،.
د ۹۳ آيت تفسير:
له بني اسرائيلو ځنې الله جل جلاله په کتاب الله باندې د عمل کولو کلکې وعدې اخيستې وې،
[تفصيل لپاره د سورت بقرې ۸۳ ايت وګورئ]
کله چې د دوی د وعدو د ماتولو لړۍ اوږده شوه، د عهد د تجديد لپاره موسی علیه السلام د الله په امر دوی د حٓورب په ميدان کښې غونډ کړل، الله پرې طور ٫٫غر،، پورته کړ، په دغه رنګ حالاتو کښې دوی الله سره د عهد تجديد وکړ.
دوی ته و ويل شول چې موږ کوم تعليمات درلېږلي، په جديت او قوت سره يې واخلئ ، عملي يې کړئ او
خبره واورئ. دوی تعهد وکړ چې د خدای خبرې به اورو.خو الله جل جلاله وايي:
چې يهوديانو د سٓمِعنا سره عٓصٓينا هم ګډ کړ، د دوی د دې وينا عصينا ترجمه دا ده چې ٫٫نافرماني مو وکړه، يا به يې وکړو،،.
له دېنه هدف دا دی چې په ژبه خو دوی و ويل چې سمعنا خو د حال په ژبه يې و ويل: چې عصينا ، يعنې نافرماني کوو، يا دا معنا چې په ژبه يې خو سمعنا و ويل خو عملي ژوند یې بيا دعصینا تمثيل او نمونه وه، يعنې د دوی په قول او عمل کښې تضاد و، په ژبه يې د فرمانبر دارۍ ژمنه کوله او عملي کړنې يې د نه منونکو وې.
(و أُشربوا في قلوبهم العجل): ٫٫د دوی په زړونو کښې دخوسي مينه ننوتې وه،،.
لکه څنګه چې اوبه د بدن هر رګ ته ننوځي همدغه شان د خوسي مينه هم د دوی زړونو کښې ننوتې وه، له دې امله د خوسي سره د دوی مينه د أُشربوا په توري تعبير شوه.
په پيړيو، پيړيو د مشرک مصريانو سره يو ځای اوسېدلو، د دوی عقېدې له شرک نه ډکې کړې وې، له دې امله د موسی علیه السلام محير العقول معجزاتو هم د دوی له زړه نه د ګوساله پرستۍ محبت ونه ويستلی شو، يو تعداد يې د موسی علیه السلام له راتلو وروسته هم د مشرکينو د عادتونو او شرکي دودونو عاشقان پاتې ول، له دې امله دوی سره د عهد تجديد ته ضرورت محسوس شو.
(بئسما يأمرکم به ايمانکم): ٫٫ناکاره دی هغه شی چې ستاسو ايمان پرې تاسو ته امر کوي،،
يعنې يوې خواته د ايمان مدعيان ياست او بلې خواته د خوسي مينه مو په زړه کښې دومره ننوتې ده، چې عبادت ته يې آماده شوي ياست او عملا هم دا کار ترسره شو، ورته و ويل شول: دا څنګه ايمان دی چې د شرک غوندې د ناکاره شي حکم درته کوي.
سورةالبقره ۹۴-۹۵- ۹۶- ايتونه
قُل إِن كانَت لَكُمُ الدّارُ الآخِرَةُ عِندَ اللَّهِ خالِصَةً مِن دونِ النّاسِ فَتَمَنَّوُا المَوتَ إِن كُنتُم صادِقينَ.(۹۴) وَلَن يَتَمَنَّوهُ أَبَدًا بِما قَدَّمَت أَيديهِم وَاللَّهُ عَليمٌ بِالظّالِمينَ.(۹۵).وَلَتَجِدَنَّهُم أَحرَصَ النّاسِ عَلى حَياةٍ وَمِنَ الَّذينَ أَشرَكوا يَوَدُّ أَحَدُهُم لَو يُعَمَّرُ أَلفَ سَنَةٍ وَما هُوَ بِمُزَحزِحِهِ مِنَ العَذابِ أَن يُعَمَّرَ وَاللَّهُ بَصيرٌ بِما يَعمَلونَ.(٩٦).
ورته ووايه: که له نورو نه پرته د اخرت کور، يواځې تاسو ته ځانګړی وي ، نو دمرګ خواهش وکړئ، که تاسو په دې فکر کښې ریښتوني ياست!(۹۴).
دوی د هغو ګناهونو له کبله چې دوی مخکې لېږلي، کله به هم دا خواهش ونه کړي، الله د ظالمانو په حالت ښه پوه دی.(۹۵). او خامخا به ته دوی ومومئ، له هر چا نه په ژوند ډېر حرص کونکي او له هغو
خلکو ځنې هم چې شرک يې کړی. د دوی هر کس دا خوښوي چې زر کاله عمر ورته ورکول شي، او د عمر دا ډېر والی له عذاب نه د دوی خلاصونکی نه دی او الله د هغو کارونو ليدونکی دی چې دوی یې کوي
د ۹۴ آيت تفسير:
د يهودانو دا عقيده وه چې داخرت کور موږ لپاره ځانګړی دی، موږ به ضرور بخښل کېږو، ځکه چې ځينې به په مونږ کښې صالحين وي، په ځينو به الله وړيا رحم وکړي، ځينې به توبه کونکي مړه شي، ځينې به د انبياوو په شفاعت و بخښل شي، دا څو قسمه خلک خو خامخا نجات موندونکي شول.
باقي کوم خلک چې موږ کښې له توبې پرته ګناه ګار مړه شوي دي، که الله وغواړي چې عذاب ورته ورکړي، هغو ته به هم اووه ورځې يا د خوسکي د عبادت د ورځو په شمېر عذاب ورکول شي، بيا به هغوی هم په پای کښې جنت ته ځي. او د نورو قومونو په اړه يې دا عقيده وه چې دا ټول به دوزخ ته ځي.
دلته په دې آيت کې په دوی تعریض شوی چې د اخرت کور که يواځې ستاسو لپاره دی نو بيا خو تاسو ته له ژوند نه مرګ ښه تمامېږي، نو د مرګ ارزو وکړئ، که تاسو په دې خپله عقيده کښې ريښتوني ياست.
يهوديان د دې وينا او عقېدې سره [ چې آخرت موږ ته ځانګړی دی] بيا هم له مرګ نه ډېر سخت وېرېدل.
دې ايتونو کښې دا يو نوع د مباهلې دعوت دوی ته ورکول شو، خو يهودو له مباهلې ځنې تېښته وکړه.
د دوی دا مفکوره چې جنت يواځې موږ لپاره ځانګړی دی، قرآن په لاندې ځايونو کښې ذکر کړېده:
د بقرې سورت 80 او 111 او د سورت مائدې 18 ايتونه.
د ۹۶ آيت تفسير:
په ۹۴ آيت کښې يهوديانو ته وويل شول، که اخرت يواځې ستاسو لپاره وي، نو د مرګ غوښتنه وکړئ، په ۹۵ آيت کښې دا و ويل شوي چې دوی د خپلو ناوړه عملونو له امله د مرګ غوښتنه نه شي کولی.
په دې ۹۶ ايت کښې الله پاک وفرمايل:
چې دوی له هر چانه زیات د ژوند شوقيان دي، حتیٰ له مشرکينو نه هم، هر يو يهودي دا خوښوي چې زر کاله ژوند ورکول شي. خو الله تعالیٰ فرمائي: د ژوند اوږد والی دوی له عذاب ځنې نه شي خلاصولی، که هر څومره اوږد ژوند ورکول شي بيا هم چې کوم عذاب د دوی لپاره مقدر دی هغه به ورته رسېږي.
له دې آيت نه دا معلومېږي چې يهوديانو سره د خپل د أخرت د خرابوالي پخښه عقيده موجود وه، ځکه دوی ته خپل اعمال معلوم ول، اګر چې په ظاهر کښې يې د پاکوالي د عوې کولې. ٫٫من آنم که من دانم،،
(تر دې ځايه د سورت بقرة لنډيز):
سورت بقرة په څلورو برخو ويشل شوېده، لومړۍ برخه يې تر شپږ نويم ٫٫ ۹۶،، ايت پورې ده. دا برخه عموما د توحيد په اړه ده، په توحيد په کښې دلائل قائم شويدي او د توحيد د متعلقاتو په بیان کښې ده.
او ډېره مناقشه په دې برخه کښې له يهوديانو سره شوېده ٫٫تقريبا ۵۷ ايتونو کښې دا مناقشه ذکر شوېده.
دوهمه فرقه چې د هغې زيات صفات په کښې بيان شوېدي هغه منافقين دي ٫٫تقريبا ۱۳ آيتونه مسلسل د هغو په اړه د سورت په پيل کې ذکر شويدي. دريمه مرتبه کښې خبره له عام انسانيت سره شوېده، تقريبا مسلسل په ۱۲ ايتونو کښې.
څلورمه مرتبه کښې د مومنانو صفات ، همدا راز مؤمنانو ته ځينې بشارتونه هم په کښې ذکر شويدي.
پنځم: د توحيد په بیان کښې په ضمني توګه له مشرکينو سره هم تماس نيول شوی دی، همدا راز مهمې مذهبي فرقې نصارا او صابئين هم په کښې ياد شويدي.
شپږم: لومړني پنځه ايتونو کښې لومړی د قرآن عظمت بیان شوی دی او بیا د ریښتوني مؤمن صفات بيان شوي دي، ورسره دا ويل شوي چې د قرآن له لارښونو ځنې د دغه مواصفاتو خاوندان چې متقي مؤمنان دي ګټه پورته کولی شي.
۱- صفت: چې په غيبو ايمان ولري، ۲- لمونځ قائموي، ۳- چې زکوٰة ورکوي.۴ -- چې په هغو تعليماتو يقين لري چې د قرآن او سنت په شکل کښې په محمد صلی الله علیه وسلم د الله له لوري نازل شويدي.
۵-- او په هغو کتابونو او تعليماتو هم اجمالي آيمان لري چې له محمد صلی الله عليه وسلم نه وړاندې په نورو پيغمبرانو د الله له لوري نازل شويدي. ۶-- چې په آخرت يقين لري.
بيا په پای کښې د دغه رنګ خلکو لپاره دنياوي او اخروي پايله او نتيجه بيان شوېده، چې دنيا کښې دوی په سمه لار دي او اخرت کښې يواځې هم دوی کامياب دي.
بيا دوه آيتونو کښې د کفارو د ځينو مشرانو په اړه وينا ده چې دوی ايمان نه راوړي، دوی د حضرت پاک او حق په دښمنۍ کښې ډېر وړاندې تللي دي، اوس دوی حقې لارې ته نه راستنېږي.
ورپسې ديارلس ايتونو کې د منافقينو صفات بيان شوي دی او دې برخه کښې د منافقينو دوه مثالونه هم بیان شويدي. دا شل ايتونه د سورة بقرې يا د قرآن شريف مقدمه غوندې وګڼئ.
يويشتم ٫٫ ۲۱،، آيت کښې د قرآن اصلي د عوت ذکر شوی دی، چې هغه د الله توحيد او د خدای بندګۍ ته دعوت ورکول دی. دا په دې پيل کېږي: یا ايها الناس اعبدوا ربکم.
په دې آيت کښې د الله توحيد او يو والي ته دعوت ورکول شوی او په ۲۱ او ۲۲ آيت مسلسل په توحيد پنځه عقلي دلائل هم قائم شويدي.
لکه څنګه چې د توحيد سره جوښت مسائلو کښې يوه مسئله د رسالت د منلو مسئله هم ده، په ۲۳ ايت کښې د رسول او قرآن د صداقت مسئله بيان شوې ده او د رسالت او قرآن منکرين چلينج شوي دي: چې که تاسو دا قرآن د الله له اړخه راغلی کتاب نه تسليموۍ، نو د دې کتاب د سورتونو په شان يو سورت جوړ کړئ. بيا د رسالت منکرين په جهنم تهديد شويدي. مؤمنانو ته دجنت زېری ورکول شوی دی.
۲۶ ايت کښې د رسالت د منکرينو د يو اعتراض ته ځواب ورکول شوی، د هغوی اعتراض دا و: چې دا څه قسم کتاب الله دی؟ چې د عنکبوت او مچ ذکر په کښې هم راغلی دی، ځواب ورته ورکول شو چې الله د هيڅ قسم مثال له بيانولو ځنې نه شر مېږي، ځکه چې مثال د ممثل د توضيح لپاره وي، که ممثل خسیس وي يا رفيع مثال به هم همغه شان وي، نو الله د يو شي د مثال له بيان نه ولې وشرمېږي؟.
په اته ويشتم او نه ويشتم آيت کښې الله انسان ته هغه غټ غټ نعمتونه مخې ته کوي چې پر انسان يې کړيدي، او بيا ورته وايي: چې د دې دومره سترو نعمتونو په شتون کې تاسو ولې په الله کفر کوۍ.
له ديرشم نه تر نه ديرشم ٫٫ ۳۹ ،، آيت پورې په انسان د خدای يو څو غټ نعمتونه ذکر شويدي، د مثال په توګه انسان ته وايي: چې ستاسو پلار مې ځمکه کښې خپل خليفه جوړ کړ، هغه مو د ملا ئکو مسجود يا قبله وګرځولو، علم مو ورته ورکړ او تاسو مو دنيا کښې عزت من مخلوق و ګرځولۍ. تر دې ځايه دا عام خطاب و ټولو انسانانو ته.
خاص خطاب:
له دې وروسته څلويښتم آيت کښې بني اسرائيلو ته ځانګړی خطاب کېږي، دا خطاب ډېر اوږد دی، د سورت بقرې لومړۍ برخه چې شپږ نوي ايتونه دي، دا تقرير له دېنه ۵۷ ايتونه دربر نيسي، دې برخه کښې بني اسرائيلو ته مهم نصيحتونه شوي، په يو څو شيانو ورته امر کېږي او له ځينو شيانو نه منع کول کېږي.
د دوی د اسلافو ځينې غلطو کارونو باندې انتقادونه شويدي، تر څو دوی د خپلو اسلافو اشتباهاتو ته په کتو سره خپلو اشتباهاتو ته هم متوجه شي. دوی ته په دې برخه کښې څه توصيات هم شويدي، د مثال په توګه لمونځ تر سره کولو ته پاملرنه او د لمونځ په ذريعه له الله نه مرسته غوښتل، د جماعت لمونځ ته توجه ورکول، په صبر له الله نه مرسته غوښتل او په اخرت باندې درست ايمان ته متوجه کړای شويدي.او له ځينو مهمو ناکاره کارونو نه منع شويدي، لکه دين خرڅول، د حق کتمان ٫٫ پټول،، ، د مطلوب عمل پرېښودل.
د شفاعت او اخرت په اړه د هغو د غلطو تصوراتو او عقائدو اصلاح شوېده، موسیٰ عليه السلام سره د دوی ناوړه برخورد، د موسی علیه السلام د سترو معجزاتو له کتو وروسته د دوی د مشرانو له اړخه د خوسي عبادت کول هم دلته مطرح شوي او تقبيح شوي دي، د غوا د غوښې په وسېله د مړي ژوندې کول بیا له هغې وروسته د دوی تعنت ، ضد او د زړه سختوالي ته هم دلته اشاره شوېده شوی ده.
د خوسي له عبادت نه وروسته د بني اسرائيلو د توبې د قبول قضيه هم دې برخه کښې بيان شوېده.
جزيره نماز سينا کښې د بني اسرائيلو استوګن کېدل، د مَنْ او سَلوىٰ (مرغانو ) د خوراک په توګه دوی ته راتلل، له تېږې نه دولس چينې بهېدل، په بني اسرائيلو د وريځو سوری جوړېدل، هم په دې برخه کښې ياد شويدي.